ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 605

د مولوي امیرخان متقي او اسحاق ډار ټلیفوني خبرې؛ په کراچۍ او واګه بندرونو کې د بندو سوداګریزو توکو د خلاصولو پرېکړه شوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ټيليفوني خبرې کړې.

په دې ټيليفوني مکالمه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ترانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو او د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې شوې دي.

دغه‌راز د افغاني سوداګرو د ترانزیټي مالونو، چې د کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتې وو، د خلاصولو پریکړه شوې او همدا ډول هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه به د ترانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.

دواړو لوريو ټينګار کړی، چې د‌ افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې اړیکې او پلاوو تګ راتګ ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال: ملګري ملتونه هڅه کوي چې د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره لیدنه وکړه.

اندريو پاول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشيتوب د مرستيالۍ ترڅنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق  (UNFPA)  د عمومي ریيس مرستيال هم دی، ویلي؛ غواړم چې له اړوندو امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړم او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه مسولينو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړم.

همدا راز د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې وښوده، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کوي او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د ابادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني.

ښاغلي راشد د هغو پروژو د فعاليت په اړه چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د ځوانانو چارو معينيت او موسسو ترمنځ د هوکړې له مخې دوام لري، خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه؛ چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، تر څو افغان ځوانان د غير قانوني کډوالۍ، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسوليت ادا کړی شي.

په دې لیدنه کې ښاغلی پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د اسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسول پيو او په افغانستان کې د دې ادارې مسول کوبينا اسانتي هم ملګري وو.

د چین له سفیر سره د ملا عبداللطیف منصور لیدنه؛ د اوبو او انرژي په پروژو کې پر پانګونه خبرې شوي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینک سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو او انرژي پروژو، په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزیر د چین هېواد سفیر ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او پر دوام یې ټینګار وکړ.

ملا عبداللطیف منصور د روزګان او پکتیا ولایتونو د خلکو اړینو اړتیاوو ته په اشارې سره د چین هېواد له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې په یادو ولایتونو کې د ۱۰ او پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو کې هم همکاري وکړي.

د چین سفیر یادونه وکړه، چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی په بشپړ ډول نیول شوی او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې چین هېواد به خپلې همکاري په افغانستان کې د انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده، چې  اوسمهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو چارې د یوه چینایي شرکت له لوري په سیمه کې په ښه توګه روانې دي او په نزدې راتلونکې کې به د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې هم پیل شي.

بادغيس کې دوه کلنه شخړه هواره شوه

د باغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د دوو سيمه ييزو کورنيو ترمنځ د يو لړ کورني جنجالونو له امله را پورته شوې دوه کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته یې د تاو تريخوالي لويې ستونزې پيښې کړې وې حل او دښمني يې په دوستي بدله شوه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د سيمه ييزو علماوو، متنفذينو او قومي مشرانو په هلو ځلو يادې کورنۍ سولې ته راضي شوې او ترمنځ يې د مسولينو له لوري د عدل فیصله وشوه.

هېره دې نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې دې ته ورته ولسي شخړې هواروي، چې د عامو خلکو د خوښي سبب ګرځي.

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه بغلان ته سفر کړی

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د پلان او ستراتيژۍ رييس انجنير محمد حنیف حنفي او د دې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د بغلان ولايت له ورزشي ادارې، ورزشي اماکنو ليدنه وکړه او د دغه ولايت د ورزشي امريت له کارکوونکو، د همکارو امارتي ادارو د دویمي واحدونو له استازو او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره لیدنه وکړه.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، ياد ولايت ته يې د ورزش ادارې د عمومي رييس او ورسره پلاوي ورتګ د ورزش په ډګر کې د ورزشکارانو لپاره يوه نوې هيله ياده کړه او دغه ورتګ يې د ورزشکارانو د تشويق او هڅونې په برخه کې نېک ګام ياد کړ.

مولوي احمدالله وثيق د بغلان ولايت د ورزشي مسولينو هڅې وستايلې او په راتلونکې کې يې ورته د لا زياتو برياوو هيله وښوده.

ښاغلي وثيق همداراز د دولتي ادارو ترمنځ همغږي او هماهنګي د چارو د ښه ترسره کېدو اصل وبلو او په دغه برخه کې يې د یاد ولايت د ورزشي مسولينو رغنده رول مثبت ياد کړ.

نوموړي ورزش د قومونو، سمتونو، ژبو او نژادونو ترمنځ د يووالي سمبول ياد کړ او دغه برخه يې له هر ډول تبعيض پاکه وبلله.  

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس همداراز په تېرو وروستيو کلونو کې د ورزش بې ساری پرمختګ د ورزشکارانو او ورزشي مسولينو ښه نيت، اخلاص او بې درېغه هڅې يادې کړې.

نوموړي د بغلان ولايت د همکارو امارتي ادارو او د رسنيو له استازو مننه او د ياد ولايت د مختلفو ورزشي مسولينو له استازو سره يې ژمنه وکړه، چې د ورزش اداره يې د تل په څېر ترڅنګ ولاړه ده او تر خپل توانه به له دوی سره د شته ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

 د يادونې وړ ده، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی، چې تېره ورځ يې د پروان ولايت له ورزشي ادارې هم ليدنه کړې وه.

د اماراتو له ځانګړي استازي سره د ترانسپورټ وزیر لیدنه؛ د ترانسپورټ او هوايي چلند سکټورونو لپاره د پانګونې په جلب خبرې شوي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حميدالله اخوندزاده د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ترانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې او دې سکتور ته د پانګې جلبولو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي د افغانستان له یادو برخو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

همداراز د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا هم د همکاریو د پراخېدو او ډاډ ورکړل شوی، چې افغانستان اوس له پخوا زیات د پانګوالو لپاره چمتو چاپېریال لري.

دواړو لوریو دا لیدنه ګټوره او اغېزمنه بللی او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

د کابينې ۲۰مه غونډه؛ په هېواد کې د نفوس شمېرنې او تعمیراتي چارو پر چټکتیا خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابينې ۲۰مه غونډه پرون (دوشنبه، د غويي ۱۵مه) ترسره شوه.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې پر يو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري موضوعاتو خبرې او پرېکړې شوې دي.

د کابينې غونډې، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رییس عبدالقاهر په مشرۍ یوه استازي ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد د وګړیو نفوس شمېرنې اړوند ناسته وکړي.

ټاکل شوي استازي به د جوړې شوې طرحې ټول اړخونه وڅیړي او وروستی راپور به د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې، ترڅو د تعميراتي کارونو د نقشو او ویزو اړونده برخه کې چټکتیا رامنځته شي.

غونډه د ګڼو نورو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.