ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 606

د UNDP سازمان د افغانستان له روغتیايي سیستم سره دوامداره همکاري کوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNDP) سازمان له مشر سټیفن روډرېک سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو پر همغږۍ، د مراکزو د انتخاب پر څرنګوالي، د ملاریا، توبرکلوز او اېچ آی وي ناروغیو د مخنیوي، د اړوندو روغتیايي خدماتو د بیا کتنې او شفافیت په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له همکارۍ څخه په مننې د لرې پرتو سیمو لپاره د روغتیايي خدماتو، د اړمنو سیمو او روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړولو او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یو این ډي پي همکاري او همغږي اړینه وګڼله.

مولوي نور جلال جلالي په ټولو خدماتو کې یې د شفافیت او حساب ورکوونې اصل په نظر کې نیولو سره د خدماتو وړاندې کول اغېزمن وبلل.

دغه راز، د یو این ډي پي سازمان مشر شفافیت او حساب ورکوونه خپل لمړیتوب وباله او په وینا یې د افغانستان روغتیايي سیستم سره به په دوامداره توګه همکار اوسي.

پوهنې وزارت: تېر کال د نږدې زر ښوونځیو تدریسي او اداري ودانۍ ترمیم او رغول شوي

د پوهنۍ وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي ، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په ترڅ کې د ۹۵۴ بابه ښوونځیو روزنیزې او اداري ودانیو بیارغونه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د یادو ودانیو ترمنځ ۸۳ یې د همکارو ادارو په ملاتړ بیا رغول شوي دي.

هېوادوال او اړوند ښوونځیو ځايي اوسېدونکي د ښوونځیو ودانیو له بیا رغونې څخه د خوښې په څرګندولو سره، د تدریس کیفیت د لوړېدو برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

پوهنې وزارت همدارنګه له ټولو سوداګرو، پانګوالو او ښاریانو غوښتنه کړې، څو د پوهنې وزارت مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د پوهنې وزارت لاسته راوړنې!

پوهنې وزارت له مهمو دولتي ادارو څخه ګڼل کېږي، چې د ښوونې او روزنې د پراختیا، اساسي زده‌کړو برابرولو؛ د ثانوي دورې، اسلامي او سواد زده‌کړو او د واحد ښوونیز نصاب د تدوین تر څنګ په ګڼو ښوونیزو برخو کې فعالیت کوي.

دا وزارت د بې‌سوادۍ له منځه وړلو لپاره پرله‌پسې زیار ایستلی، تر څو د هېواد بېلابېل قشرونه د علم په ګاڼه سمبال او ټولو هېوادوالو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

پوهنې وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په ګڼو برخه کې پرمختګونه کړي، چې په لاندې ډول اشاره ورته کوو:

۱- د ښوونې او روزنې برخه

ښوونیز نصاب

– د عمومي زده‌کړو د ښوونیز نصاب چوکاټ کتل شوی او د نصاب کمېټې له تایید وروسته د منظورۍ په موخه د پوهنې وزارت مقام ته استول شوی.

– د سواد زده‌کړې ښوونيز نصاب د کارپوهانو لخوا اصلاح شوی.

– له ښوونځي څخه د مخه زده کړو مفرداتو پراختیا موندلې او د ښوونیز نصاب ریاست د کیفیت تضمین کمېټې له لوري نهايي شوي.

– د سواد زده‌کړې د دویمې سويې د ساینس، ټولنیزو علومو او ديني علومو مضمونونو مفردات په پښتو او دري ژبو پراختيا موندلې. د سواد زده کړې د دويمې سويې ۱۸ عنوانه درسي کتابونه چې د اسلامي زده کړو، دري، پښتو، ساینس، رياضي او اجتماعي علومو مضمونونه پکې شامل دي په پښتو ژبه بيا كتل شوي او اصلاح شوي.

– د اوزبيكي، بلوچي، تركمني، شغناني، پشه يي، ګجري او نورستاني ژبو د اول څخه تر دریم ټولګي او د ترکمني، شغناني، پشه يي، نورستاني، اوزبيكي او ګجري ژبو د اووم ټولګي درسي کتابونه بیاکتل شوي او اصلاح شوي.

د درسي کتابونو چاپ او وېش

– په ۱۴۰۱ کال کې د عمومي زده‌کړو له ۱-۱۲ ټولګي له ۲۰.۷ میلیونه ټوکه کتابونو څخه ۸.۹ میلیونه د هېواد د ۱۹ ولایتونو اړوند ښوونځيو ته د وېش په موخه لېږدول شوي.

– د ۱۴۰۱ کال د کب په میاشت کې د عمومي زده کړو ۵میلیونه، ۹۶۲ زره او ۹۴۲ ټوکه درسي کتابونه چاپ او ولايتونو ته ليږدول شوي. د همدې پروژې په دویم فاز کې د عمومي زده کړو ۷ میلیونه، ۲۰ زره او ۲۷۸ ټوکه درسي کتابونه هم چاپ او له جملې یې ۳میلیونه، ۹۷۸ زره او ۷۱۴ ټوکه يې د هېواد ۱۰ پلان شويو ولايتونو ته انتقال شوي دي. سربېره پردې د همدې پروژې د دویم فاز څخه د عمومي زده کړو ۸ میلیونه، ۵۲۰ زره او ۴۵۲ ټوکه درسي کتابونه هم ولايتونو ته انتقال شوي دي.

– په ۱۴۰۲ مالي کال کې د عمومي زده کړو له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۴۹۶ زره ټوکه درسي کتابونه چې په ګودام کې موجود وو، د کابل ښار اړونده ښوونیزو حوزو ۱۰۶ بابه ښوونځيو ته او تر څنګ يې د عمومي زده کړو ۳ میلیونه، ۴۱ زره او ۵۶۴ ټوکه درسي کتابونه، چې پخوا چاپ شوي وو د ۱۰ ولایتونو پوهنې رياستونو ته لېږدول شوي او اړونده ښوونځيو ته وېشل شوي دي.

– په ۱۴۰۳ مالي کال کې د عمومي زده کړو ۴میلیونه، ۶۵۲ زره او ۳۶ ټوکه درسي کتابونه د هېواد ۹ولايتونو ته لېږدول شوي او د ولسواليو او ښوونځيو په کچه وېشل شوي دي. د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه درسي کتابونه د هېواد ۲۹ ولایتونو او اړونده ادارو ته وېشل شوي دي.

زده کړو ته انډولیز لاسرسی

– له ولايتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د تېرو درېیو (۱۴۰۱، ۱۴۰۲، ۱۴۰۳) کلونو په موده کې د ټول هېواد په کچه د عمومي زده کړو د تودو او سړو سيمو په ښوونځيو کې د جذب له لارې ۱ میلیون، ۹۹۴ زره او ۷۳۷ هلکانو او ۱ میلیون، ۴۸۹ زره او ۴۴۹ نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوې.

– د هېواد په کچه د عمومي زده کړو ۲۶۹ امارتي ښوونځي نوي تأسيس شوي.

– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د ټول هېواد په کچه ۸۲ لومړني ښوونځي منځنيو ته او ۱۰۰ منځني ښوونځي بیا لیسو ته لوړ شوي.

– د ټول هېواد په کچه د سواد زده کړې ۱۶ زره او ۳۲ كورسونه نوي تأسيس شوي، چې ۶۵۳ زره او ۱۶ زده کوونکو ته د ليک لوست زده کړې زمینه پکې برابره شوې ده.

مسلکي پراختيا او له ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه

پوهنې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ښونځیو، د چټکو او سیمه‌یزو زده‌کړو له ټولګیو او له زرګونه ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه کړې او اړوند مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.

۲- د اسلامي زده کړو برخه

ديني زده کړو ته لاسرسی

– د اسلامي زده کړو په مرکزونو کې د جذب له لارې ټولټال ۲۱۶ زره او ۹۰۴ نارینه او ۹۱ زره او ۶۴۰ ښخینه طالب العلمانو ته د ديني او اسلامي زده کړو زمینه برابره شوې.

– د اسلامي زده کړو د ۱۲ او ۱۴ ټولګي د فارغانو د نتایجو او ارزونې د ثبت په موخه برېښنايي سيسټم را منځته شوی.

– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د اسلامي زده کړو ۲۲ زره او ۹۷۲ ښوونیز مرکزونه نوي تاسيس شوي.

– په ۱۴۰۳ مالي کال کې د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالى له خوا ۴۲۰ ليليي منظورې شوې، چې له امله يې ۲۱ زره او ۲۵۰ طالب العلمانو ته د ليليې اسانتياوې برابرې شوې.

– د هېواد په مرکز او ولايتونو کې له ۵۵ زره او ۷۷ علما و کرامو څخه په خامسه، عاليه او عالميه درجو کې د اسلامي زده کړو معينيت او لوړو زده کړو وزارت لخوا په مشترک ډول ازموینه اخیستل شوې، چی له جملې یې ۴۳ زره او ۸۱۸ کسان بريالي شوي. همدارنګه د هېواد په مرکز او ولایتونو كې له ۲۱ زره او ۹۸۹ حافظانو څخه ازموینه اخيستل شوې ، چې ۱۹ زره او ۱۳۶ یې بريالي شوي دي.

– د هېواد په مرکز او ولايتونو کې علما و کرامو ته ۹ زره او ۲۰۰ كشف الدرجات (درې كلني نومرې) وركړل شوې دي.

– د دارالعلومونو په دیارلسمو ټولګيو کې د طالب العلمانو د شاملولو په موخه له ۷ زره او ۳۰۰ کسانو څخه د کانکور ځانګرې ازموینه اخیستل شوې، چی ۴ زره او ۷۰۰ یې د دارالعلومونو په دیارلسمو ټولګيو کې شامل شوي دي.

ښوونیز نصاب

– د محلي مدرسو د نصاب د کتلو او اصلاح په موخه د حديث نبوي سيرت او تعلیم الاسلام ۱۸ سرلیکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو تأليف شوي او د کيفيت د تضمين کمېټې ته استول شوي.

– د محلي مدرسو د ۱-۳ ټولګي ۶ سرلیکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو كتل شوي او د اصلاح وروسته د کيفيت د تضمين كمېټي ته لېږل شوي.

– د رياضي مضمون د ۱-۳ ټولګي ٦ سرليکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو اصلاح شوي او د نهايي کولو په موخه د کيفيت د تضمين كمېټې ته استول شوي.

– د ديني مدرسو د ۷-۱۲ ټولګي د تاریخ، جغرافيې او مدني زده کړو درسي کتابونه په دري ژبه بيا كتل شوي او اړين اصلاحات پکې راوستل شوي دي.

د درسي کتابونو چاپ او وېش

– په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو جهادي مدرسو ته ۵۷ زره او ۳۶۸ ټوکه درسي کتابونه انتقال او وېشل شوي.

– د هېواد د ۲۲ ولايتونو كليوالي مدرسو ته ۴۳۹ زره او ۶۴۱ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوې.

– د اسلامي زده کړو د دارالعلومونو د ۱۳-۱۴ ټولګيو طالب العلمانو ته ۲۶۸ زره او ۱۵۰ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوې.

– په ۱۴۰۳ مالي کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو دارالعلومونو او دارالحفاظونو ته ۱۷۲ زره او ۱۳۴ ټوکه درسي کتابونه انتقال او وېشل شوي دي.

۳- د كیفیت د تضمین برخه

ستراتیژیکه څارنه او ارزونه

– د پوهنې وزارت د عملياتي پلانونو له تطبيق او اغېزمنتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د څارنې او ارزونې طرحې د ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو لپاره جوړې او تطبيق شوې دي.

– د عملياتي پلان د پرمختګ انلاين برېښنايي سيسټم ته پراختیا ورکړل شوې، د مرکز او ولایتونو په کچه فعال شوی او عملاً ګټه ورڅخه اخیستل کېږي.

– په تېرو درېیو کلونو کې د ظرفیت لوړونې ګڼ روزنیز پروګرامونه پلي شوي.

– د پوهنې وزارت د لاسته راوړنو او پلانونو د پرمختګ بېلابېل راپورونه په ربعوار او کلني ډول چمتو شوي او د افغانستان اسلامي امارت مختلفو امارتي ادارو، د ریاست الوزرا مقام، چارو ادارې مقام، مالیې او اقتصاد وزارتونو، د رسنیو دفتر او نورو ته استول شوي دي.

نتایج او شهادتنامې

– په تېرو دریو کلونو کې د عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو او ښوونکو روزنې (ښوونکو مسلکي پراختيا) د ٣ میلیونه، ١٩٢ زره او ١٦ فارغانو نتایج په ځانګړي فارمټ کې راټول او د شهادتنامو په برېښنايي سيسټم کې ثبت شوي.

– یو میلیون سپينې شهادتنامې، چې په ځانګړو کاغذونو کې ترتيب شوي او د خاصو ځانګړنو (رمز او سریال نمبر) لرونکې دي، په رسمي بڼه د ولايتونو پوهنې رياستونو ته وېشل شوي دي.

– د دولسم ټولګي ټولټال ۵۴۴ زره او ۷۰۶ شهادتنامی په متفرقه، ګروپي او انفرادي ډول وېشل شوې دي.

– د افغان پست شرکت له لارې د فارغانو د شهادتنامو او نورو سندونو د پړاوونو په بشپړولو سره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

علمي تحقيقات

– د پوهنې وزارت په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ٢٦ علمي تحقيقات شوي.

– د علمي اړتياوو د ارزولو په واسطه د پوهنې ۲۰۰ مسلې پېژندل شوې.

– د پوهنې وزارت د اړونده تحقیقاتو د مدیریت، ساتنې او د هغوی د پایلو څخه د استفادې په موخه د علمي تحقيقاتو بانک جوړ شوی.

۴- د سرچینو او اداري برخه

– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د مرکز او ولايتونو د ښوونیزو مرکزونو په اړتيا وړ تشو بستونو کې ټولټال ۶۷ زره او ۹۷۰ تنه ښوونکي او استادان، ۱۱ زره او ۳۳۸ مامورین او ۳ زره او ۷۶۹ تنه خدماتي کارکوونکي پر دندو ګمارل شوي.

– د هېواد په کچه په ټولیزه توګه ۸۷ زره او ۵۹۲ بستونه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته ورکړل شوي، چې له جملې یې په ۷۳ زره او ۷۳۸ بستونو کې د ګمارنې پروسه بشپړه شوې ده.

– د ولايتونو د پوهنې رياستونه د لوړ کيفيت لرونکي نوري فايبر سره نښلول شوي او په لګښتونو کې ۴۴ میلیونه افغانۍ سپما رامنځته شوې ده.

– د ټکنالوژي شبکې ټولې دستگاوې، چې د ۳۴ ولایتونو په پوهنې رياستونو کې نصب شوې وې، بياځلي تنظيم شوې او له ډيټا سنټر سره نښلول شوې دي.

– په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو له امله پوهنې وزارت میلیونونه افغانۍ سپما کړې.

– د سيسكو ټیلفونونو لپاره د اوپن سورس سیسټم را منځته شوی، چې له امله یې په لګښتونو کي ۴۰ زره ډالر سپما شوې ده.

– د پوهنې وزارت د ټکنالوژۍ ریاست لخوا د وزارت د بېلابېلو ادارو ټولټال ۴۷ برېښنايي سيسټمونو ته د کارونو د اسانتیا، چټکتیا او روڼتیا په موخه د مرکز او ولایتونو په کچه پراختیا ورکړل شوې او یاد سیسټمونه د تطبیق په حال کې دي.

– په تېرو درېیو کلونو کې ۱۸ زره او ۶ پروژې بشپړې شوې.

همدارنګه پوهنې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې له همکارو او ملاتړو موسسو سره ٢٦٩ هوکړه ليكونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان لپاره د عربي اماراتو ځانګړی استازی: عرب سوداګر له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته ژمن دي

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د پلي کېدو او پراختيا او د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اوسمهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې غوره زمینه برابره شوې ده او بهرني هېوادونه کولی شي له همدې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د نړيوال او سيمه ييز ريلي اتصال لپاره لاس په کار شي.

 د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړ، چې هېواد يې د افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نويو پروژو د پلي کېدو او پانګونې لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې عرب سوداګر په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته را جذب کړي.

 د ليدنې په پای کې د دواړو لوريو لخوا د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا او دوام ټينګار وشو.

تېره میاشت څه باندې ۱۴۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له لومړی څخه د مې میاشتې تر پینځمې پورې له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې ۱۴۴ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني په خبره، په یادو راستنېدونکو هېوادوالو کې څه باندې درې زره ازاد شوي زندانیان هم شامل دي.

نوموړی زیاتوی، چې اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره کور دننه د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د بېلابېلو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ  ښارګوټو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او تر دې مهاله د هېواد ۳۱ ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره شاوخوا ۶۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي.

د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ؛ دواړو لوریو د پوځي تمریناتو خبر ورکړی

په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید ۱۴ ورځې وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا پسې زیات شوی او دواړه هېوادونه د یوه او بل د احتمالي برید پر وړاندې په نظامي تجهیزاتو بوخت دي.

پاکستان پرون(دوشنبه، د غويي ۱۵مه) اعلان وکړ، چې د کشمیر له برید وروسته یې دویم توغندی هم په بریالۍ توګه ازمویلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپلو ایالتونو ته سپارښتنه کړې، تر څو د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه پوځي تمرینات وکړي.

د کشمیر له برید وروسته هند او پاکستان خپلې پولې تړلې، سوداګري یې ځنډولې او خپل هوايي حریمونه یې یو د بل د هوايي شرکتونو پر مخ تړلي دي.

سربېره پر دې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو څو ځله وسله‌والې نښتې هم کړې دي.

د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي او کړکېچ پر دوام، د جرمني لوفت‌هانزا او د فرانسې ایر فرانس شرکتونو اعلان کړی، چې د پاکستان له هوایي حریم څخه یې ګټه اخیستل بند کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې له هنده پر پاکستان د برید خطر لا له منځه نه دی تللی.

پرون دوشنبه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ یو ځل بیا ویلي، چې د هند له لوري پر دې هېواد لا هم د برید خطر شته.

له دې مخکې هم عطاءالله تارړ او نورو پاکستاني چارواکو د هند له لوري پر دې هېواد د احتمالي برید خبر ورکړی و، خو هند په رسمي ډول د برید کولو یا نه کولو په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د هند او پاکستان تر منځ په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته اړیکې ترینګلې شوې. په دې برید کې ۲۶ کسان وژل شوي وو.

د امریکا ولسمشر له رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو سربېره د غزې، سوريې او روسیې او اوکراین د جګړې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

ټرمپ له اردوغان سره خپلې خبرې “ښې او ګټورې” بللي او زیاته کړې یې ده، چې ده او سیال یې یو بل ته د انقرې او واشنګټن د سفر بلنه ورکړې ده.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په خبرپاڼه کې تایید شوې، چې اردوغان د امریکا ولسمشر ته د ترکیې د سفر بلنه ورکړې ده.

ډونالډ ټرمپ، چې پخپله لومړۍ دوره کې یې له اردوغان سره خپلې اړیکې شې بللې دي، ویلي چې دواړه هېوادونو به په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره همکار وکړي.

ترکي چارواکي وايي، چې رجب طیب اردوغان په غزه کې د سملاسي اوربند په اړتیا خبرې کړې او خبرداری ورکړی، چې په دې تړانګه کې بشري ناورین تر ټولو سختې کچې ته رسېدلی.

ښاغلي اردوغان دغه‌راز له خنډ پرته غزې ته د بشري مرستو د رسولو او د دې ناوړه حالت په پای ته رسولو ټینګار کړی.

د امریکا او ترکیې ولسمشرانو داسې مهال تلیفوني خبرې کړې، چې له یوې مودې راهیسې د بېلابېلو لاملونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پېکه شوې وې.

د موټر جوړولو یو چینايي شرکت په افغانستان کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره د یوه چینايي موټر جوړولو شرکت «دانګ‌فِنګ موتور» مسولینو لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسولینو په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

 لیدنه کې د یاد شرکت استازي ویلي، په پام کې لري چې د درې نیمو کلونو په موده او څلورو پړاوونه کې په افغانستان کې د موټرو د تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، دغه پانګونه چې په کال کې به د دوه زره موټرو د تولید زمېنه برابره کړي، له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې افغانانو ته د کار زمېنه هم برابره کړي.

ورته مهال مولوي احمدالله زاهد د یاد شرکت د پانګونې له وړاندې شوې طرحې څخه په هرکلي سره ډاډ ورکړی، چې له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو بشپړ ملاتړ کیږي.

اسرائیلي رژیم د غزې د نیولو طرحه تایید کړې؛ حماس غورځنګ یې مخالفت کړی

اسرائیلي رژیم په غزه کې د پوځو عملیاتو د پراخولو پلان منظور کړی، چې د غزې نیول او کنټرول هم پکې شامل دي.

د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې په کلابنده غزه تړانګه کې یې د عملیاتو د پراخولو پرېکړه کړې ده. د عملیاتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اسرائیلي رژیم چارواکو ویلي، چې په دې پلان کې د غزې نیول، د سیمو کنټرول، جنوب ته د غزې د وګړو لېږد، ځواکمن بریدونه او ځینې نور شیان شامل دي.

په غزه کې لا له وړاندې د اسرائیلي یرغلګرو په ۱۸ میاشتنۍ جګړه او بریدونو کې له ۵۲ زره ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې زرګونه یې ښځې او ماشومان دي او نږدې ۱۲۰ زره نور ټپيان دي.

سربېره پر دې د اسرائیلو امنیتي کابینې د احتیاطي ځواکونو د راغوښتلو پرېکړه کړې او د پوځ تر مشرۍ لاندې یې غزې ته د خوړو او اړینو بشري مرستو پلان تایید کړی.

ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو په دې ډول د مرستو له لېږد سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې دا وړاندیز د بشري اصولو خلاف دی او همکاري به ورسره ونه کړي.

صهیونیستي رژیم د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د تلونکو بشري مرستو مخه نیولې او دا تړانګه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې ده.

حماس غورځنګ د غزې د نیولو او اشغال په تړاو د اسرائیلي رژیم د هر ډول طرحې مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د اسرائیلو فشار ته به غاړه ټيټه نه کړي.

د دې غورځنګ یوه لوړ پوړي چارواکي محمود مرداوي له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې د اشغال لپاره هر ډول طرحه رد کړې ده.

ښاغلي مرداوي ویلي، چې د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټول‌وژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسرائیلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.

د برېتانیا حکومت ویلي، چې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پراخولو ملاتړ نه کوي. اروپايي ټولنې د زغم غوښتنه کړې او اندېښنه یې ښودلې، چې د عملیاتو پراخول به فلسطینیانو ته نوره مرګژوبله او کړاوونه راوړي.

د غزې د شمالي برخې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې په زور جنوب ته له لېږدېدو سره کلک مخالف دي. تر دې غوره بولي، چې د خپلو ویجاړو شویو کورونو تر څنګ مړه شي.

هم‌مهاله په غزه کې د زنداني اسرائیلو کورنیو د صهیونیستي رژیم د کابینې په وروستۍ طرحه نیوکه کړې او دا یې د “زندانیانو قرباني کول” بللي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسرائیلي رژیم د دې طرحې په تړاو، چې حتمي د بې‌شمېره فلسطینیانو د قربانۍ او د غزې د ویجاړۍ لامل کېږي، اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان یوه ویاند فرحان حق ویلي، چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او باید پاتې شي.

د عامې روغتیا وزیر د UNFPA له مسولینو سره په لیدنه کې د روغتیايي ځالو پر زیاتوالي خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA) سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د دې سازمان له اجراییوي مرستیال او سرمنشي مرستیال انډریو سابرټن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې افغانستان کې د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا، د اړتیا پر ځای د دوامداره مالي ملاتړ، روغتیا برخه کې د مرستو په غوره مدیریت، روغتیايي ځالو پر زیاتوالي، د ګرځنده ټیمونو په موثریت او پر ثابت مرکزونو بدلولو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لمړیتوبونو پر بنسټ د خدماتو تر سره کولو اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې د روغتیايي خدماتو د لا موثریت او مثمریت په موخه شفافیت او د روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته پاملرنه اړینه یاده کړې.

مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ اړوند یې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت ټینګار کړی.

بل لور د UNFPA سازمان مرستیال، روغتیايي برخه کې پر شافیت خوښي څرګنده او د افغانستان روغتیایي سیسټم سره یې مرستۍ اړینې ګڼلي دي، چې په همدې موخه یې د مرستو را جلبولو ژمنه کړې.