ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 607

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۹۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو یو زر او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۶ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۲۸ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۵۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۰۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ترانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۵۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳۶ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۴۳ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۰۱۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۳۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۵ کورنیو سره ټولې ۸۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۱۵ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲۶ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۳۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۱ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۱۴ کورنۍ او څلور زره او ۲۲۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۵۵ کورنۍ او یو زر او ۸۹۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۹۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۰۴۷ عدده

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ۴۵ کلنه او دولت اباد کې پینځه کلنه شړه هواره شوه

د بلخ ولايت په چمتال ولسوالي په صمد ميش سيمه کې د پینځو بېلا بېلو کورنيو ترمنځ د کرنيزو ځمکو او څړځايونو د ملکيت پر سر د تېرو شاوخوا ۴۵ کلونو دوامداره شخړه حل شوه.

د دغې اوږدې او جنجالي شخړې په دوام هرې کورنۍ د ځمکې د ملکيت دعوه کوله، چې د ځايي مسولينو او قومي مشرانو لخوا يې موضوع له پوره تحقيق او څيړنې وروسته د يوې جرګې له لارې په منصفانه توګه حل شوه او ټولې خواوې د سولې په ټغر راټولې شوې.

په ورته مهال د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولين وايي؛ چې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې يې هم د دوو کورنيو ترمنځ د ۳۳ جريبه ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوی پینځه کلن جنجال هوار کړی.

ښکېل اړخونه د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه کوي، چې داسې قضیو ته پر وخت رسېدنه کوي او حللارې ورته لټوي.

کابل کې د روسیې سفیر: روسیه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

د چاپېریال ساتنې په برخه کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د مشترکې همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د خپلو لیدنو په لړ کې نن دوشبنه د روان ۱۴۰۴کال د غویي په ۱۵مه نېټه د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د چاپېریالي مسایلو په تړاو د سیمه‌ییزې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د روسیې سفیر ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې روسیې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړی.

مولوي مطیع الحق خالص وویل، د روسیې په اذربایجان هېواد کې د (COP-29) غونډې او نورو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغان پلاون د ګډون لپاره هلې ځلې کړي چې موږ ترې مننه کوو.

ښاغلي خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او د اقلیمي بدلون په اړه زیاته کړه؛ افغانستان او د سیمې هېوادونه د اقلیمي بدلون په راوستلو کې ډیر ښکېل نه دي، خو له بده مرغه د اقلیمي له ناوړه اغېزو څخه یې ډیر زیات اغیزمن شوي دي؛ نو موږ ته پکار ده چې له اقلیمي بدلون سره په ګډه مبارزه وکړو.

نوموړي د روسیې له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې د نړیوالو لخوا د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر زمینې برابرولو او په نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو او پروژو د ملاتړ په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص همدا راز غوښتنه وکړه، چې په (COP-30) کنفرانس کې چې برازیل هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره دې هڅې وکړي.

د روسیې سفیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه وکړه چې د لیدو بلنه یې ورکړه او د سیمې په کچه یې ورسره پر مهمو چاپېریالي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

دیمیتري ژیرنوف وویل، روسیه لېواله ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دیمیتري ژیرنوف پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د چاپېریالي موضوعاتو په هکله یاد شوي موضوعات په له مسکو سره شریکوي او هڅه به کوي چې افغانستان ته په نړیوالو غونډو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د ناستې په پای کې پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو او هوکړه وشوه، چې وخت پر وخت به د اهمو چاپېریالي موضوعاتو په هکله خپلې لیدنې او غونډې دوامداره او جاري ساتي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د کډوالو لپاره د ښارګوټو رغولو هڅې پیل کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

د پکتیا والي په یاد ولایت کې د کډوالو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د پر مخ تللو چارو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ور کړل او ویې ویل، پکتیا کې د ښارګوټي کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې پرانیسته وشي.

همدارنګه مولوي مهرالله حماد په یاد ولایت کې له کډوالو سره د مرستې او په لنډمهاله پنډغالي کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو یادونه وکړه او وړاندېز یې وکړ، چې د یو شمېر بې وزلو لاس نیوی او د کورو په رغولو کې دې ورسره مرسته وشي.

 مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د مرستې او هغوي ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، په ښارګوټو کې د ځمکو په وېش سره به د کډوالو ډېرې ستونزې هوارې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو د ښارګوټو رغولو ته هڅې پيل کړې او تمه ده چې مرستندویه ادارې او بنسټونه هم په دې برخه کې مرستې وکړي.

د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت: د ۲۶۱ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید یو شمېر پروژو کې پانګونه پيل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د پیاوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه بولي.

په همدې موخه یې په کور دننه د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې یې د پانګونې لپاره بې شمېره سهولتونه رامنځته کړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ اوس مهال زیات شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هېواد کې دننه د بېلابېلو موجودو سرچینو د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی، چې ځینو یې عملا په لاندې پروژو کې پانګونه پیل کړې ده:

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

د بلخ ولایت په دهداي ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

په هرات ولایت کې د پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي برېښنا پروژه.

د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژه.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه عملا ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

یاد معاونیت زیاتوي؛ یادې پروژې په مجموعي ډول د ۲۶۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې ۲۳.۷ ملیارده افغانۍ پانګونه په کې کیږي.

د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د یو شمېر صنعتي پارکونو او همداراز د عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزه تر یوه حده حل او د صنعتي پارکونو په چارو کې به پرمختګ رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې د ذکر شویو پروژو سربېره د لمر، باد، ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې زیات شمېر کورنيو او بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې، چې په راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

‏ مولوي قدرت الله جمال د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همږغۍ ناسته کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د سياحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو له استازو سره د همږغۍ دویمه ناسته شوې.

د ناستې په پيل کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال په هېواد کې د ګرځندوی صنعت په وده، د سياحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو په انسجام، د یادو شرکتونو د فعاليتونو په تنظیم او د دې شرکتونو د جوازونو د وېش په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ د ګرځندوی، مالي او اداري چارو چارو معینیت اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتیوټ کې به د سياحتي شرکتونو غړي په مسلکي ډول وروزل شي، تر څو له سېلانيانو سره مسلکي او په نړيوالو معيارونو برابر چلند وکړای شي.

ورپسې د شرکتونو استازو خپلې ستونزې او مشورې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال سره شريکې کړې، چې د نوموړي له لوري د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شوی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو یو زر او ۴۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۲ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۸۸ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۳۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۲۱۶ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۴۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۸۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې زر تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، پینځه زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۵۷ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۳۴۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۲۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې  ۳۸۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۱۸ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، ګردیز او اورګون ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په پکتیکا انګور اډه کې اته کورنۍ په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۸ کورنیو سره ټولې ۴۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۰ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۵۲۸ کورنۍ او درې زره او ۱۵۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۹۴ کورنۍ او دوه زره او ۱۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۵۲۷ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۴۷۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۸۵۲ عدده

د چرګانو د صنعت په برخه کې ۱.۵ میلیارده ډالر پانګونه شوې

د اسلامي امارت چارواکو د چرګانو فارم لرونکو سراسري ټولنې له مسولینو سره ګډه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د چرګانو فارم لرونکو سراسري ټولنې مسولینو ویلي، چې همدا اوس په هېواد کې د چرګانو په سکټور کې شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر پانګونه شوې او څه باندې ۱۳ زره د چرګانو کوچني او لوی فارمونه جوړ شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکو د کورنیو تولیداتو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د پانګوالو د هڅونې او له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه داسې تګلاره جوړه شوې، چې له مخې یې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، تر څو له کورنیو محصولاتو او تولیداتو ګټه پورته کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې تر څو له کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ له هېواده بهر هم بازار موندنه ورته وکړي.

په دې ناسته کې چارواکو ټینګار کړی، هېواد به هغه مهال پرمختګ وکړي چې صادرات زیات او واردات کم شي.

دوی د اسلامي امارت له پرله‌پسې هڅو ډاډ ورکړی، تر څو افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.