ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 608

مولوي عتیق‌الله عزیزي کابل کې د ایران له فرهنګي مرکز څخه لیدنه کړې

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران  سفارت د فرهنګي اتشې له کتابتون او اړونده هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې په لړ کې مولوي عتیق الله عزیزي د نوموړي مرکز کتابتون مجهز وباله او د بېلابېلو علومو او فنونو د مطالعې زیمه‌تون یی وګڼله او په وینا یې دا ډول مرکزونه کولی شي د افغانستان اسلامي امارت او ایران ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

همدا راز د ایران د فرهنګي امورو مسول دوکتور روح‌الله حسيني خوښي څرګنده کړه او دایران د فرهنګي مرکز څخه د هنر او فرهنګ مرستیال لیدنه یې د ګډو کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال وباله.

نوموړي ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي امارت د رغنده فرهنګي تګلاري په رڼا کې به کار کوي او د افغانستان د خلکو په خدمت کې به وي.

دوکتور حسيني زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د حاکمیت په دې دوره کې د تاریخي اثارو ساتنې، رغونې او د شعر او هنر په برخه کې ځانګړي پاملرنه ترسره شوي چې د یادو برخو د نورې پیاوړتیا لپاره  ایران هرډول همکارې ته چمتوالي لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر : اسلامي امارت هر وخت د خپل ولس غږ اورېدلی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.

د ناستې په پیل کې مخورو او علماوو د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مولوي عبدالکبیر له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، اهل تشیع علما او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

یادو علماوو او مخورو زیاته کړه، د امریکا او غرب د اشغال له امله هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او یادونه وشوه چې افغانان باید په ګډه د افغانستان په ابادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسولیت ترسره کړي.

د ناستې پر دوام د اهل تشیع علمای کرامو وویل، چې دښمن هڅه کوي د منفي تبلیغ په کولو سره د هېواد حالت ناسم وښيي او اختلاف ته لمن ووهي.

دوی د خپلو خبرو پر دوام د یو شمېر مسایلو په اړه خپل نظرونه، مشورې او وړاندېزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او همدارنګه هغوي په ځينو برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې مېشتو قومونو ته په اشارې سره، په ټولنه کې د اهل تشیع د مشرانو او علمای کرامو مقام مهم یاد کړ.

د ناستې پر دوام مولوي عبدالکبیر له اسلامي نظام سره د اهل تشیع مشرانو او علماوو همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې د هغوی په چوپړ کې دي.

همدارنګه نوموړي یادونه وکړه، چې اسلامي امارت هر وخت د ولس غږ اورېدلی او په هره کچه چې اړتیا وي د اهل تشیع ولس د ستونزو حل ته اقدام شوی.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې د کډوالو ستونزې له هرې ممکنې لارې حل کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې ایران ته د مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د اسلامي امارت د وروستي پلاوي د سفر او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي عثماني په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د خپلو لیدنو جزییات او د کډوالو د ستونزو اړوند وړاندیز شوې حللارې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې.

نوموړي ویلي، ایراني چارواکو د کډوالو او نورو دوه اړخیزو موضوع ګانو په هکله پر لا ډېرو خبرو او لیدنو ټېنګار کړی دی.

د ښاغلي صدر اعظم عثماني په وینا، ایراني چارواکو له افغان حکومت سره په ګډه په ایران کې د کډوالو لپاره د اړینو اسنادو د وېش په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ایران ته د اسلامي امارت د پلاوي وروستی سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی او هڅې کیږي چې له هرې شونې لارې د کډوالو لاس نیوی او ستونزې یې هوارې شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي امارت لخوا څو ځلې له ایراني چارواکو سره لیدنې شوې او په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي او د یوه میکانیزم په رامنځته کېدو کې پرمختګونه شوي دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ په وروستیو بریدونو کې ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، یوازې نن سهار (دوشنبه، د ثور ۱۵مه) په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

صهیونیستي اشغالګرو پرون یکشنبه هم په ټوله غزه کې ۲۴ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

اسرائیلي یرغلګرو له تېرو ۹ اونیو راهیسې غزه کلابنده کړې او پر فلسطینیانو یې هر ډول بشري مرستې بندې کړې دي.

غزه کې ډېری بنسټونو د سخت بشري ناورین خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د توکو د کمښت له امله خپلو بشري فعالیتونو ته دوام نه‌شي ورکولای.

په دې تړانګه کې د سخت بشري ناورین او لوږې له امله د ماشومان په شمول ټول فلسطینیان زیانمن او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د صهیونیستي رژیم د کلابندۍ او لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

له دې وړاندې یاد دفتر اعلان کړی و، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۵۳۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۸ زره او ۴۹۱ نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو وروستیو څرګندونو ته د ایران غبرګون؛ د یمنیانو بریدونه په ایران پورې تړاو نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر اسرائیلو د یمنیانو بریدونه د دوی خپلواک تصمیم او د فلسطینیانو په ملاتړ کېږي، په ایران پورې کوم تړاو نه لري.

یاد وزارت د یمن د ولس بریدونه په ایران پورې تړل ګمراه کوونکی تور ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې د داسې بې‌بنسټه ادعاوو تکرار د ایران د ولس سپکاوی دی.

پرون یکشنبه د یمن له لوري د اسرائیلو بن ګورین هوايي ډګر ته نږدې توغندیز برید وشو. په دې برید کې ۸ کسان ټپيان شول او ګڼې ویجاړۍ رامنځته شوې.

صهیونیستي رژیم د دې برید په غبرګون کې ایران تورن کړی او ویلي یې دي، چې دا بریدونه له ایران څخه سرچینه اخلي.

ایران بیا په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي او دا کړنه یې د یمنیانو خپلواک تصمیم ګڼلی دی.

د صهیونیستي رژیم پوځ منلې، چې هوايي دفاع سیسټم یې د برید په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د یمن حوثیانو د یاد برید مسولیت منلی او ویاند یې یحی سریح هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې بن ګورین هوايي ډګر نور د الوتنو لپاره خوندي نه دی.

له دې برید وروسته ډېری هوايي شرکتونو خپلې الوتنې هم ځنډولې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په راتلونکو پینځو کلونو کې نږدې ۱.۵ میلیونه هېوادوالو ته کاري زمینه برابروي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کار چارو مرستیال ویلي؛ د کار ملي کانفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پینځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو برابرول دی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم شاوخوا ۵۵۰ زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ غواړو له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه لیکونو اړوند، د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د بشري ځواک په ټاکنه کې د هغوی د اجرااتو څخه ډاډ ترلاسه او خپلو ولسونو ته معلومات ورکړو، چې په دې موده کې کوم شمېر هېوادوالو ته په کومو برخو کې د کار زمینه برابر شوې ده.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې موجودې دي، خو فقر او بېکاري د خلکو له بنسټیزې ستونزو څخه دي، چې باید ټول په مشترک ډول خپل مسولیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو، ترڅو په دې برخو کې هم پرمختګونه پراخ شي.

نورالدین عزیزي ویلي؛ له نېکمرغه په زرګونو جریبه ځمکه په بېلابېلو برخو کې د پانګې‌اچونې په موخه ځانګړې شوې او د وېش د څرنګوالي میکانېزم یې هم چمتو شوی دی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي او هم به په اقتصادي برخه کې ستر بدلون رامنځته کړي.

ښاغلي عزیزي همداراز څرګنده کړې، چې د کار په ملي کانفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې یوه ګډه تخنیکي کمېټه به رامنځته او په اړوندو برخو کې به له نږدې کار کوي.

د یادولو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار په ملي کانفرانس کې له ۱۵ ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او اوس غواړي، چې یادې ژمنې تعقیب کړي، چې پیل یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وو او دا لړۍ به دوام ومومي.

‏د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال په مشرۍ پلاوي قطر ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار په مشرۍ پلاوی، چې د دې معینیت ځینو رییسانو یې ملتیا کوله، د قطر هېواد په رسمي بلنه تېره ورځ یکشنبه ماښام د غويي په ۱۴مه نېټه یاد هېواد ته په سفر روان شو.

ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د قطر هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې له مسولینو سره لیدنه وکړي.

په دې لیدنه کې به دواړه خواوې د نشه یي توکو د کنټرول په برخه کې د ګډو هڅو پر بنسټ د نظریاتو تبادله او د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

د سترې محکمې قاضي القضات خوست ته سفر کړی

د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د یو پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته سفر کړی.

شیخ عبدالحکیم حقاني په دغه سفر کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رییس او اړوند محاکمو له قضاتو، مفتیانو، محررینو د یاد ولایت له والي، د علماوو شورا، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدو، د استخباراتو رییسانو او امنیه قوماندانۍ له مسولینو سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رییس مفتي امین الله منیب د یاد ولايت محاکمو د قضايي غړو په استازیتوب راغلي لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د یاد ولایت د محاکمو د فعالیتونو، د بندیانو د وضعیت ارزونې او له نورو عدلي او قضایي ارګانونو سره د همغږۍ په اړه یې د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات ته معلومات ورکړي دي.

 ورپسې شيخ عبدالحکيم حقاني د قضا په اړه خپلې توصیې د محاکمو مسولینو سره شریکې کړي او ویلي یې دي؛ د مرافعه محکمې قضایي غړي دې د ابتداییه محاکمو له قضایي غړو سره په قضایي او اداري چارو کې ښې اړیکې ولري، ابتداییه محاکم دې هڅه او کوښښ کوي چې د خلکو موضوعات د شریعت، اصولو، فرامینو او متحدالمالونو اړوند حل او فصل کړي، ترڅو صادرې شوې فیصلې د لوړو محاکمو له خوا نقض نشي.

نوموړي ټینګار کړی چې قضات دې د مراجعینو سره نېک چلند کوي، ترڅو مراجعین له محاکمو څخه متنفره نشي.

د مرافعه محکمې رییس بشپړ ډاډ ورکړی، چې ټولو دوسیو ته پر وخت رسېدنه شوې، د قضاتو ترمنځ مینه، یووالی او همغږي شتون لري او په ټول توان سره د قضیو د حل او فصل لپاره هڅه کوي.

 د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات سره د سترې محکمې اداري مرستيال شیخ عبدالمالک حقاني، د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دارالانشا عمومي ریاست رییس مفتي عبدالرشید سعید او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست رییس مولوي محمد جمعه فیضاني ملتیا کوله.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د افغانانو خدمت ته ژمن دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې یادو علماوو او مشرانو د اسلامي امارت لخوا يې په هېواد کې د پيل شويو پراختیايي چارو او لاسته راوړنو د يادولو تر څنګ ویلي، د اقتصادي پروژو او چارو په ترسره کولو کې د مسولينو قاطعيت هېوادوال ډېر خوشبين کړي دي.

دوی همداراز هيله ښودلې، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پراختیايي پروګرامونو په ترسره کولو سره دې خلکو او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

اهل تشيع علماوو او مشرانو همداراز يو شمېر ټولنيزو مسايلو یادونه کړې او د شته ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت د پاليسۍ پر بنسټ ټول افغان ملت سره وروڼه دي او د هيچا پر وړاندې تبعيض او تعصب ته اجازه نه ورکول کيږي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې، اسلامي امارت د افغان ملت خدمت ته ژمن دی او هماغسې يې چې په تېر کې پراختیايي کارونه ترسره کړي، په راتلونکې کې به هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په عادلانه ډول په ټولو سيمو کې پراختیايي چارې ترسره شي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، افغانستان د ټولو شريک کور دی او ټول کولی شي په ابادۍ کې يې مهم او رغونکی رول ولوبوي.

په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د کلانبدۍ له امله ۲۹۰ زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د غزې د رسنیو دفتر وايي، چې شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د صهیونیستي رژیم د کلابندۍ او لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دغه‌راز له ۳ زره او ۵۰۰ ډېر له پینځو کلونو کم‌عمره ماشومان د شدیدې لوږې له امله له سملاسي مرګ سره لاس او ګرېوان دي.

سربېره پر دې د اسرائیلي یرغلګرو د څه باندې دوې میاشتنۍ کلابندۍ او بشري مرستو د لېږد مخنیوي په موده کې شاوخوا ۷۰ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر د فلسطیني ماشومانو په تړاو د نړیوالو چوپتیا غندلې او ویلي یې دي، چې د غزې ۱.۱ میلیونه ماشومان په ورځني ډول د ژوندي پاتې کېدو لپاره له خوړو څخه محروم دي او اسرائیلي یرغلګر لوږه د جګړې د وسلې په توګه کاروي، حال دا چې نړیوال په شرمناکه بڼه چوپ دي.

له دې وړاندې هم یاد دفتر اعلان کړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.

غزه کې د بشري مرستو ګڼو بنسټونو د توکو د خلاصون او لوږې د خپرېدو جدي خبرداری ورکړی، خو له دې خبرداريو سره-سره صهیونیستي یرغلګرو د دې تړانګې کلابندۍ ته دوام ورکړی او د هر ډول بشري مرستو مخه یې نیولې ده.