ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 609

د افغان کډوالو اتشې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د کډوالو د راټولوونې له مرکز څخه لیدنه وکړه

د پاکستان په اسلام‌اباد ښار کې د افغان کډوالو اتشې، مل پلاوي او په پاکستان کې د افغانستان سفارت په همکارۍ د افغان کډوالو د شکایتونو په پام کې نیولو او د ستونزو د حل په موخه د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ د کډوالو د راټولوونې له مرکز څخه لیدنه وکړه.

د کډوالو اتشې اصف خان ځدران د دې مرکز له مسولینو سره خبرې وکړې او د افغان کډوالو د ستونزو د سمدستي حل غوښتنه یې وکړه.

 نوموړي د کډوالو غوښتنې واورېدې، اړینې لارښوونې یې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د کډوالو د باعزته او تدریجي راستنېدو پروسې څارنه د ګډ کاري کمېټې په لومړیتوبونو کې ده.

اصف خان ځدران د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د لویو لارو په اوږدو کې د کمېټې د اړیکو شمېرې هم له هغوی سره شریکې کړې.

د کډوالو اتشې د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ له لوړپوړو مسولینو سره په لیدنه کې هم د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړ او د حل غوښتنه یې وکړه.

د اټک ولسوالۍ امنیتي مسولینو له کډوالو سره د ښه چلند ډاډ ورکړ.

یاد پلاوي خپل راپور د افغانستان له سفارت سره شریک کړ او مهم ټکي یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته واستول، ترڅو د پاکستان د امنیتي ادارو د ځینو کړنو د اصلاح او مخنیوي په اړه بیا کتنه وشي او د کډوالو د باعزته او تدریجي راستنېدو لپاره په خوندي ډول د پلي کېدو زمینه برابره شي.

د کونړ-نورستان سړک د جوړولو پاتې چارې پیلېږي

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د ژیړي بابا، پشد او شیګل له پلونو او د کنړ–نورستان سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د تولګټو وزیر د یادو پروژو مسولینو، تخنيکي ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسولينو ته د یادو پروژو د کار پر وخت د بشپړیدو او د ښه کیفیت او تطبیق په موخه لارښوونې وکړې.

د دغه سفر په لړ کې ملا محمد عیسی ثاني د کونړ–نورستان سړک د ۲۲ کیلو متره برخې څخه چې تیر کال یې د رغونې چارې پیل شوې وې لیدنه وکړه او  د کنړ–نورستان سړک د پاتې  برخو د رغونې په موخه یې اړوندو شرکتونو ته خپلې کاري ساحې ځانګړې کړې، چې ډېر ژر به یې د رغونې عملي چارې پیل شي.

د یادو پلونو او د کنړ–نورستان سړک د کار په بشپړیدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او په هوساینې سره به مرکز کابل او د اړوند ولایتونو مرکزونو ته تګ راتګ وکړي.

محمد سهیل شاهین: په ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتون یوه اړتیا ده

قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وايي، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې اسلامي امارت ته د افغانستان د استازولۍ سپارلو په تړاو خبرې اترې او مشورې یو ښه اقدام دی.

ښاغلي شاهین ټینګار کړی، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتون یوه اړتیا او د افغانستان اسلامي امارت د حکومت حق دی.

نوموړي په ملګرو ملتونو سازمان کې د استازي شتون یوه اړتیا ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې سازمان کې د استازي په شتون سره د بېلابېلو مسائلو د حل لپاره هڅې کېدای شي.

محمد سهیل شاهین د ډېری ستونزو لامل په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازي نه‌شتون بللی او ټینګار یې کړی، چې د مخنیوي لپاره یې باید د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو د معیاري کولو غونډه وشوه

د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو د معیاري کولو په موخه د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ د ټاکل شوې کمېټې تعقیبي غونډه نن د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معاونیت له لوري جوړ شوی لارښود د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو له مسولینو سره شریک شو او مکلف وبلل شول، څو د دغه لارښود اړوند خپل ټول فعالیتونه او تولیدات معیاري کړي.

د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو مسولینو وویل، ګڼ شمېر کارخونو خپل فعالیتونه تر یوې اندازې معیاري کړي او لاهم دا بهیر دوام لري.

د کارخونو استازو د ځمکې او برېښنا نشتوالی او د اړتیا وړ کافي اندازې ایوډین کموالی د خپلو لویو ستونزو په توګه یاد کړل.

په غونډه کې د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو اتحادیې ته دنده وسپارل شوه، چې تر دوو اونیو پورې په دې برخه کې د شویو فعالیتونو دقیق راپور او د کارخونو د تولید او اړتیا وړ ایوډین د کچې کره اندازه په لیکلې بڼه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ له ټاکل شوې کمېټې سره شریک کړي.

د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۲ کسيزه لوبډله د تختي جام نړيوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ايران ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۲ کسيزه لوبډله د تختي جام په ۴۵ پړاو نړيوالو سياليو د ګډون په موخه د ايران اصفهان ښار ته روانه شوه.

يادې سيالۍ، چې د لويانو په عمري او ۵۷، ۶۱، ۷۰، ۷۴، ۷۹، ۸۶ او + ۱۲۵ وزني کټګوريو کې ترسره کېږي، د افغانستان سربيره د ايران، روسيې، ترکيې، هندوستان، ترکمنستان، قرغيزستان، عراق، هالنډ او اذربايجان هېوادونو ورزشکاران هم پکې ګډون کوي.

دا سیالۍ به د د روانې ثور میاشتې پر ۱۷مه نيټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۰مې نيټې پورې به دوام وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي مولوي احمد الله وثيق، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د پهلوانۍ ملي فدراسيون رهبري پلاوي او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د کرنې د وزیر لیدنه؛ د افغانستان په کرنيزو برخو کې پر پانګونه خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په کرنيزو، مالدارۍ او اوبو لګولو برخو کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې شوې دي.

د کرنې وزیر د افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو او کرنیزو ظرفیتونو یادونه کړې او د قزاقستان له خصوصي سکتور څخه یې غوښتي، چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې حکومت چمتو دی د بهرنیو پانګوالو د اسانتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر هم وړاندیز کړی، چې د بوټو ساتنې او کرنتین په برخه کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

د کرنې وزیر له دې وړاندیز څخه د هرکلي ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي له قزاقستان څخه غوښتي، چې د هغو کرنیزو صادراتي توکو یو نوم لړ، چې دوی ورته اړتیا لري برابر کړي، څو یې پر بنسټ تخنیکي خبرې اترې او د هوکړه‌لیک وروستي پړاونه ترسره شي.

په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي او دواړو لوریو د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د افغان سوداګرو د ستونزو حل په موخه له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د شته ستونزو او د حل پر لارو چارو یې بحث شوی.

په یاد پلاوي کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه په ګډون یو شمېر سوداګرو هم شتون درلود.

د دې خونې مشرتابه د کابل او ننګرهار د ولایتي خونو له مشرتابه سره یو ځای خپلې ټولې ستونزې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره شته لنډمهاله او اوږدمهاله سوداګریزې ستونزې د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او ټینګار یې کړی، چې باید ژر تر ژره یې د حل لپاره اقدام وشي.

افغان سوداګرو د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله رامنځته شویو ترانزیټي ستونزو ته په اشارې له ښاغلي متقي څخه غوښتي، چې له پاکستاني او هندي لوریو سره خبرې اترې وکړي، تر څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ اسانتیاوې برابره کړي.

دوی ویلي، دا مهال د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي، چې ژر تر ژره باید د عبور اجازه ورکړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د سوداګرو له ټولو ستونزو خبر دی او د بهرنیو چارو وزارت تخنیکي همکاران د حل لپاره کار پیل کړی، چې ډېر ژر به له ډیپلوماټیکو لارو حللارې وموندل شي.

نوموړي همداراز د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ د بهیر اهمیت په اړه له مشرتابه پلاوي او سوداګرو سره مفصل معلومات شریک کړي دي.

غور ولایت کې د څه باندې نهه میلیونه افغانیو په لګښت د چکډېم جوړولو چارې پیل شوې

د غور ولایت د دولینې ولسوالي په زیرتنګي تربولاق کلي کې د یوه چکډېم جوړولو چارې د نهه میلیونه، ۱۰۵ زره او ۴۷۳ افغانیو په لګښت د غور ولایت د اوبو او انرژي ریيس ملا رحمت الله اماني، یو شمېر سیمه ایزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

ملا رحمت الله اماني د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د اوبیزو پروژو د ارزښت په اړه خبرې وکړې، اوبه یې ملي پانګه او الهي امانت وباله او پر اغېزمنې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

دغه پروژه د سېلابونو د کنټرول او د خطرونو د کمولو، د موسمي اوبو د را ټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په موخه پلي کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به شپږ زره او ۴۷۱ متره مکعب اوبه زېرمه شي.

یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بودجې څخه د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې ۵۰۰ کورنۍ به ورڅخه په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.