ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 610

د عامې روغتیا وزیر د راستنېدونکو هېوادوالو د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه تورخم ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال تورخم کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو ارزونه کړې.

په دې ارزونه کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف، د یاد وزارت مرکزي رییسانو او روغتیاپالانو هم ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر په تورخم کې د جوړو شویو بېلا بېلو روغتیايي مرکزونو له فعالیتونو ارزونه ترسره، د راستېدونکو ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي کارکوونکو او مسولینو د ترسره کړو فعالیتونو ستاینه یې وکړه او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې.

مولوي نور جلال جلالي همداراز تورخم کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت لوړولو، تجهیزاتو برابرولو، درملو او نورو برخو ته په ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت به د تورخم په عمري مېشت غالي کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا ته دوام ورکوي.

مولوي عبدالکبیر: د ولس ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبـــیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې له افغان کډوالو سره پر مرستو او د یو شمېر عام المنفعه پروژو په اړه خبرې وشوې.

لیدنه کې محمد سعید العیاش د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو د راروانې لړۍ د ښه مدیریت ستاینه وکړه او وې ویل، چې له کډوالو سره ناسم چلند او په زور ایستلو يې د اسلامي همکاریو سازمان خواشینی کړی دی.

نوموړي وویل؛ د اسلامي همکاریو سازمان له کډوالو سره د مرستو راجلبولو ته کار کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې د یاد سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاس نیوی ته ځانګړی پام وکړي.

ښاغلي العیاش په افغانستان کې د یاد سازمان لخوا د لا ډېرو عام المنفعه پروژو د پلي کېدو په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ او د پروان ولایت د سالنگ ولسوالۍ د سیمه ییزې ادارې او ولس د وړاندېز پر بنسټ د یوه جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات لټوي، چې په یو وخت به د ښځینه وو په ګډون د شمالي ولایتونو د لویې لارې درې زره او ۵۰۰ مسافرو ته د اوداسه او لمانځه سهولت او مناسب ځای ولري.

نوموړي تمه وښوده، چې د یادې پروژه د عملي چارو د پيل لپاره به هم د نورو هغو پخوانیو په څېر مالي امکانات چمتو شي.

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر ته ښه راغلاست وویل او په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو سره د یاد سازمان له همکاریو او مرستو مننه وکړه.

نوموړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې وبللې او یادونه یې وکړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو د دایمي ستونزو حل لپاره د استوګنیزو ښارګوټو په رغولو ټېنګار وکړ او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د ټولو مرستندویه ادارو د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر یو شمېر عام المنفعه پروژو ته په اشارې سره وویل، چې د ولس ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

بلخ کې د اسان خدمت مرکز پرانېستل شو

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېوادوالو ته تر یوه چتر لاندې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په بلخ ولایت کې د اسان‌خدمت مرکز تېره ورځ شنبه (۱۳ غویی/ ۵ ذوالقعده الحرام) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر ادریس، د ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس، د علماوو شورا رییس شیخ‌ عبدالجلیل شهیدخېل د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محمد نور وثیق، ګڼو نورو ولایتي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د اسان خدمت مرکز کارکوونکو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس د باکیفیته او چټکو عامه خدمتونو د وړاندې کولو په یې موخه د اسان خدمت مرکز د پرانېستو له امله د بلخ ولایت درنو اوسېدونکو ته مبارکي وویله.

نوموړي وویل؛ حکومتونه خپلو خلکو ته په ښو، اسانو او ارزانو لارو په کم وخت کې د عامه خدمتونه پر وړاندې کولو مکلف دي او دا یې له بنسټیزو دندو څخه ګڼل کېږي، چې همدې اړتیا ته په کتو ګڼ شمېر هېوادونه خپلو خلکو ته د ښو، مؤثرو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه له مختلفو لارو چارو کار اخلي.

ښاغلي ادریس زیاته کړه، موږ په ګران هېواد افغانستان کې د کاغذي بیروکراسۍ د له منځه وړلو او په ډیجیټلي بڼه د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اسان خدمت نمونه انتخاب کړې کوم چې په لنډ ممکن وخت کې هېوادوالو ته تر یو چتر لاندې د ګڼو عامه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره اسان خدمت ته ډېره پاملرنه شوې، چې په کور دننه د کابل ولایت د څو مرکزونو ترڅنګ اوسمهال په خوست، کندهار، هلمند، هرات او ننګرهار ولایتونو کې فعال مرکزونه لرو او د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې په بلخ ولایت کې هم د اسان خدمت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو مرکز ستاسو په درانه حضور کې پرانیزو.

ښاغلي ادریس همدارنګه زیاته کړه، چې له هېواده بهر خپلو خلکو ته د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت فعال مرکز لرو او ډاډ یې ورکړ، چې په نژدې راتلونکي کې به په ایران هېواد کې هم د اسان خدمت مرکز او هلته د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت چارې پیل شي.

په دې غونډه کې د بلخ ولایت مرستیال والي د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسان خدمت مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او پرانېستل یې د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره ښه زېری وباله.

نوموړي د الکترونیکي پیژندپاڼو پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ هیله وښوده، چې د دې مرکز له پرانېستو سره به د بلخ ولایت اوسېدونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د غونډې پر دوام د بلخ ولایت د علماوو شورا رییس د خپلو خبرو په ترڅ کې الکترونیکي پیژندپاڼه د ښې حکومتولۍ یو مهم اصل یاد کړ او په دې برخه کې یې د اسان خدمت مرکز جوړېدل ګټور وبلل چې له امله به یې خلک په اسانۍ سره دغو خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

د ویلو وړ ده، چې دا مهال د اسان خدمت په مرکزونو کې په چټکه بڼه د الکترونیکي پیژندپاڼو، زېږون کارتونو او د الکترونیکي پیژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي او په راتلونکي کې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ځینې نور عامه خدمتونه لکه، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کار جواز وېش، د عدم مسولیت فورم، د ټي ای ان یا تشخصیه نمبر فورم، د افغان اعلاناتو خدمتونه او د سترې محکمې د وثایقو خدمتونه ‎هم په چټکه توګه تر یوه چتر لاندې هېوادوالو ته وړاندې شي.

د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ دوام؛ لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی

د غزې د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.

صهیونیستي یرغلګرو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د خوړو، اوبو او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او د غزې اوسېدونکي له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې ډېری قربانیانو ماشومان، ناروغان او سپين‌ږیري دي.

یاد دفتر د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د جګړې د وسلې په توګه د بشري مرستو دوامداره کارول غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي، تر څو پولې پرانیزي او غزې ته بشري مرستې پرېږدي.

صهیونیستي رژیم د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د تلونکو بشري مرستو مخه نیولې او زیات شمېر په بشري مرستو بار موټر د غزې او مصر په پوله بند پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې له ۹ زره ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې په موخه په روغتونونو کې بستر شوي دي.

پرون شنبه هم روغتیايي سرچینو ویلي وو، چې د غزې ښار په یوه روغتون کې یوې ماشومې د لوږې او اوبو د کمښت له امله ژوند بایللی.

فلسطیني بې‌ځایه شوي احمد النجار الجزیرې ته ویلي: “یو وخت خواړه پیدا کول ناممکن دي. خیریه بنسټونه او موسسې د توکو د نشتوالي له امله یو پر بل پسې د بندښت اعلان کوي، ځکه نور خلکو ته اړینې مرستې نه‌شي رسولای.”

نوموړي زیاته کړې، دا ځوروونکې او نهیلې کوونکې ده، چې د پولې هاخوا په بشري مرستو بار لاریو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، حال دا چې خلک او حتا ماشومان له سخت حالت سره مخ دي.

سربېره پر دې په غزه کې روغتونونه د روغتیايي توکو د کمښت له امله د بندېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په رفح کې د کویټ روغتون مشر صهیب الهمص په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اړینو روغتیايي توکو له ۷۵ سلنې له ډېر کمښت سره مخ دي او یوازې د یوې اونۍ شاوخوا درمل پاتې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که غزه ته سملاسي روغتیايي او بشري مرستې پرې نه ښودل شي ډېری روغتونونه به وتړل شي. دغه‌راز هغه ناروغان چې هره ورځ له درملو پرته په تدریجي ډول مري، په بېړني ډول باید له سیمې څخه وایستل شي.

د پاکستان–هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې؛ اسلامي امارت ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا، پر سیمه او په ځانګړې توګه پر افغانستان یې اغېزو او نورو اړوندو موضوعاتو د ګردي مېز په بڼه بحث وشو، چې پکې د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس مفتي نوراحمد نور د کلیدي ویناوال په توګه ګډون او وینا وکړه.

په غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت الله ځلاند د بحث پر موخه او د موضوع پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، موږ اوسمهال د خپل متوازن سیاست په رڼا کي له دواړو هېوادو سره تعامل لرو.

دا چې پاکستان او هند زموږ په ګاونډ کې پراته دي، که دا ترینګلتیا پراخېږي نو پر سیمه او افغانستان به هم نېغ په نېغه منفي اغېزې ښندي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین بیا په خپلو خبرو کې د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر مخینه او تاریخي بستر بحث وکړ او ویې ویل، چې د سیمې دا دوه اتومي هېوادونه به جګړې ته داخل نه شي او رامنځته شوي مشکل ته به حل پیدا کړي.

مفتي نور احمد نور بیا د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې د تشدید پر وروستیو عواملو او اوسني وضعیت بحث وکړ او ویې ویل، چې په کشمیر کې پر سېلانیانو برید له مودو راهیسې شته ترینګلتیا پراخه کړه او له کبله یې دواړو هېوادونو تراوسه داسې اقدامات کړي، چې سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان ترې اغېزمن دی او د بېلګې په توګه د واګه بندر تړل یادولی شو.

د نوموړي په خبره، د دغه بندر د تړل کېدو له کبله عملا د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي، چې د افغانستان سوداګرۍ سکتور ته پام‌وړ زیان اړوي.

له دې کبله اسلامي امارت ته پکار ده، چې مخکې له مخکې د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

ښاغلي نور زیاته کړه؛ موږ له دواړو هېوادونو سره مشترکات او مثبت تعامل لرو او نه غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي، بلکې د اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې او دا چې اسلامي امارت ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی، هڅه به مو دا وي چې دا شخړه له سوله‌ییزې لارې هواره شي.

حافظ اکرام الدین کامل بیا د پاکستان او هند ترمنځ اوسنۍ شخړه کې د اندوس سیند د اوبو تړلو پر حقوقي اړخ بحث وکړ او ویې ویل، چې له یوې خوا د اوږده مهال لپاره په تخنیکي لحاظ د دغه سیند تړل سخت برېښي او له بلې خوا د نړیوالو قوانینو له مخې هم د دې سند تړل کېدل بېلابېل حقوقي اړخونه لري، خو د اوس لپاره دا موضوع هم په اړیکو کې د ترینګلتیا یوې پام‌وړ پایلې په توګه راڅرګنده شوه.

د یادولو وړ ده، چې په بحث کې د بهرنیو چارو وزارت لسګونه کارکوونکو ګډون کړی و او هغوی هم د موضوع اړوند بېلابېلو اړخونو باندې خپل نظرونه او تحلیلونه شریک کړل.

بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاه د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له لورې د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۰ مېګاواټه سترې لمریزې برېښنا تولید دستګاه د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د روان لمریز کال تېرې وري میاشت کې، هېواد کې د برېښنا درېیو پراختیايي او اوو تولیدي پروژو تړونونو له لاسلیک کولو وروسته، د دې پروژو عملي چارو پیل پرانېستنه وکړه.

هلمند، کندهار، زابل، اروزګان ولایتونو کې د برېښنا پراختیايي پروژو چارو پیل پرانېستنې او د ننګرهار شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا تولید دستګاه جوړولو بنسټ ډبرې اېښودلو څخه وروسته دا ځل د هېواد شمال، د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې سترې دستګاه جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د غضنفر او زولرستان شرکتونو مسولینو او د بلخ ولایت ځايي چارواکو، د بلخ صنایع او معادنو خونې مسولینو، صنعت کارانو، سوداګرو، قومي مخورو او عالمانو ګډون کړی و.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس خپله وینا کې څرګنده کړه، چې پرمختګ يوازې د نظامونو دنده نه ده، د ولس رول او همکاري او له نظام سره د ملاتړ روحيه اساسي لومړيتوب دی.

نوموړي وویل؛ که پانګوال افغانستان کې پانګونې پراخې کړي، له بهرنيو هېوادونو خپلې پانګې هېواد دننه راوړي، نو اقتصادي برخه کې به لوی برياليتوبونه او هوساينې تر لاسه شي.

دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رییس وویل؛ افغان پانګوال دې په کور دننه پانګې په کار واچوي، دې سره به هېواد کې کاري فرصتونه پراخ شي او اقتصاد به ورسره پیاوړی شي.

د بلخ والي خپله وینا کې د هېواد د اقتصادي برخې لپاره د پانګوالو همکاري اړينه وبلله، دا چاره به هېواد د نورو له اړتيا پر ځای پر خپل ځان بسیا کړي.

یادو مراسمو کې ویناوالو، هېواد کې د برېښنا شبکو پراختیا او داخلي برېښنا تولید سرچېنو پر پروژو خوښي وښوده او د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ځانګړې پاملرنه یې یادو برخو کې وستایله.

دغه راز د بلخ ولایت صنعت کارانو او د صنعتي کارخونو مسولینو هم د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دوی ستونزو حل او ډاډمنې برېښنا چمتو کولو لپاره یې هڅې کړې دي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د لمریزې برېښنا تولید درېیمه ستره پروژه ده، چې چارې یې پیل کیږي.

له دې وړاندې د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو برېښنا تولید کارخونې ته څېرمه د نږدې ۲۳ مېګاواټو په ظرفیت او د ننګرهار شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټو لمریزې برېښنا دستګا جوړولو پروژې چارې پیل شوې وې.

د لوړو زده کړو وزیر د امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په اړه جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا کړې.

د کابل پوهنتون له لوري په جوړ دې شوي یو ورځني سمینار کې د لوړو زده کړو وزیر د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي او محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ژوند، کارنامو، تقوا او خاکسارۍ په اړه محصلینو ته هر اړخیزې خبرې کړې دي.

شیخ نداء محمد ندیم ویلي؛ محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله داسې شخصیت و، چې اوس هم د نړۍ سیاست پوهان، پاچاهان او عالمان ورته ګوته په غاښ دي او د ده مبارک د ژوند، کړنو او پرمختګونو په اړه لا هم څېړنې کوي، چې څه ډول یې په دې هېواد کې شته ستونزې او وحشت ختم او پر ځای ی سوچه اسلامي نظام قائم کړ.

 نوموړي محصلینو ته په خطاب کې ویلي، ثالث عمر رحمه الله په هېواد کې شاوخوا پینځه کاله داسې مثالي امنیت ساتلی و، لکه اوس چې دی.

د لوړو زده کړو وزیر له محصلینو غوښتنه کړې، چې د محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د معلوماتو په اړه دې په دې سمینار بسنه نه کوي، بلکې د نوموړي د ژوند، کارنامو او سیاسي بصیرت په اړه دې مطالعې او د مشرانو خبرو اورېدو ته پاملرنه وکړي او د هغه مبارک خوی او عادات دې په ځان کې پیدا کړي.

وروسته له اجنډا سره سم د محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند، کارنامو او تقوا په اړه د سمینار سنبالوونکو خپل پرېزنټېشنونه ارایه او د محصلینو پوښتنو ته يې ځوابونه ویلي دي.

د نوي ډیلي او اسلام اباد تر منځ د کړکېچ دوام؛ هند د هر ډول پاکستاني توکو په وارداتو بندیز لګولی

د کشمیر پر سیلانیانو تر خونړي برید وروسته، د هند د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې له پاکستانه یې د هر ډول توکو پر وارداتو بندیز لګولی.

د هند د سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دا اقدام به د هېواد د ملي امنیت او عامه پالیسۍ په ګټه وي.

د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه بندیز به سمدستي عملي شي.

له بلې خوا پاکستان هم د غبرګون په توګه ځینې ورته اقدامات کړي، چې له هند سره د هر ډول پوله‌ییزو سوداګریو درول، خپل هوایي حریم د هندي الوتکو پرمخ تړل، او د هندي ډیپلوماټانو ایستل پکې شامل دي.

تېره اونۍ هم دواړو هېوادونو یو د بل پر ضد د هوايي حریم د تړلو اعلان کړی و.

د هند حکومت ویلي وو، چې خپل هوايي حریم د پاکستاني هوايي شرکتونو پر مخ تړي.

پاکستان هم د هندي هوايي شرکتونو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی و.

په کشمیر کې پر سیلانیانو له خونړي برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او دواړو لوریو یو د بل پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.