ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 611

د امر بالمعروف وزارت تېر کال د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره له زرو ډېرې د همغږۍ ناستې کړي

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسولینو او محتسبینو د اسلامي شرعي ارزښتونو دودولو، دیني اصولو پلي کولو او رسنیو سره د همکارۍ او هر اړخیز ډاډ په برخه کې د همغږۍ په موخه په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په کچه له بېلابېلو رسنیزو بنسټونو، خبریالانو او د رسنیو استازو سره ټول‌ټال یو زر او ۶۲ ناستې ترسره کړي دي.

یادې ناستې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوې دي،  چې په کې له رسنیو سره د اسلامي شرعي اصولو د رعایت او د یادې لارې د ټولنیز پوهاوي لوړېدا په برخه کې همغږي ترسره شوې ده.

د ناستو پر مهال د رسنیو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې اورېدل شوي او د حل په موخه یې لازمه همکاري ترسره شوې ده.

همداراز له ټولو رسنیو غوښتنه شوې، څو د مثبتو پیغامونو په خپرولو د اسلامي ارزښتونو دودولو کې د یاد وزارت محتسبینو سره همکاري وکړي.

بلخوا د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هم د تېر کال په اوږدو کې د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره ناستو کې د عامه پوهاوي لوړېدا او عامه ذهنونو تنویر کې د رسنیو هڅې ستایلي او له هغوی یې غوښتي څو په خپلو خپرونو کې داسې مواردو ته ځای ورکړي، چې د ټولنې اړتیا او د اسلامي شريعت غوښتنه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکړی، چې د اسلامي اصولو په چوکات کې د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او له رسنیو هم غواړي څو په خپلو چارو کې د اسلامي اصول او  شرعي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د افغانستان او اوزبیکستان د کرنې مسولینو ګډه ناسته؛ پر دوه اړخیزو تخصصي همکاریو خبرې شوي

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د تخنیکي او مسلکي همکاریو د دوام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسولینو او متخصصینو او د اوزبیکستاني پلاوي ترمنځ یوه ګډه ناسته شوې.

کرنې وزارت وايي؛ په دې غونډه کې د څارویو د واکسین برابرولو او تطبیق، د علوفې تولید، د نسل د اصلاح مرکزونو جوړولو، د مصنوعي القاح روزنو، د سرحدي ناروغیو کنټرول، د څارویو د درملو د کیفیت ارزونې، د عاید لرونکو بوټو ترویج، انلاین روزنو، د تجربو ‌شریکولو او د بزګرانو او د کرنې سکتور د کارکوونکو د روزنې په برخو کې بحثونه او نظرونه تبادله شوي دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان له لوري د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتی ذاکرالله ذاکر، د غله‌جاتو رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین، حقوقي سلاکار ډاکتر بشیر احمد پیام، سلاکار شفیع‌الله مومند، د څېړنو او ترویج سلاکار میرویس خوګیاني، د مالدارۍ سلاکار محمدولي وزیري، د وترنرۍ رییس مختار محسني او د مالدارۍ رییس ایوب احدي ګډون کړی و.

له اوزبیکستانه هم پیرمانوف اوتاجون، یونوسوف اولوغ‌بیګ، ارتیکوف ظفر او حسنوف صلاح‌الدین، چې د کرنتین، حیواني روغتیا، مالدارۍ او ترویج متخصصین او مسولین دي، برخه اخیستې وه.

هېره دې نه وي، چې دا ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراخولو، د ظرفیت لوړولو او د تجربو د تبادلې د دوه اړخیزو هڅو یوه برخه دي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی. روغتیايي سرچیني وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان شهیدان او ۲۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د غزې ښار په یوه روغتون کې یوې ماشومې هم د خوارځواکۍ او اوبو د کمښت له امله ژوند بایللی.

صهیونیستي رژیم له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د بشري مرستو لېږد بند کړی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون ( جمعه، د غویي ۱۲مه) خبرداری ورکړی، چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو بهیر له ناورین سره مخ دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که دې تړانګې ته بشري مرستې ونه لېږل شي، په سیمه کې خپلو فعالیتونو ته دوام نه‌شي ورکولای.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۴۹۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۸ زره او ۳۶۶ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، صهیونیستي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ له ۱۸مې راهیسې، چې د اوربند لومړی پړاو پای ته ورسېد، دوه زره او ۳۹۶ فلسطینیان شهیدان کړي او ۶ زره او ۳۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د کونړ په ولایتي روغتون کې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت ښځینه عملیات خونه جوړه شوه

د کونړ په اسعد اباد ولایتي روغتون کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت ښځینه عملیات خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

عامې روغتیا وزارت وايي؛ یاده عملیات خونه چې په بېلابېلو طبي او غیر طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال ده، د کونړ عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د هیلت نیټ موسسې په مالي ملاتړ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفرخان مخلص د دې عملیات خونې په جوړولو خوښي څرګنده او له یادې موسسې څخه یې په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو هیله وکړه.

همداراز د عامې روغتیا وزارت له لوري د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست عدلي طب او امبولانس امریتونو ته دوه عرادې صفر کیلو مټر امبولانسونه وسپارل شول، چې مجموعي قیمت یې ۷.۶ میلیونه افغانۍ کېږي؛ تر څو د بېړنیو پېښو پر مهال خلکو ته خدمات  واړندې کړي.

 قاري مظفرخان مخلص د عامې روغتیا وزارت له ځانګړې پاملرنې څخه مننه کړې او له اړوندو مسولینو څخه یې غوښتنه کړې، چې د امبولانسونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند: په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۵ رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د مطبوعاتو ازادۍ د ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۵ رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ارزښتناکې او مهمې دندې ته په کتو سره د ټولو هغو رسنیو هر اړخیز ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې د افغانستان د خلکو له باورنو، کلتور او د نورو شخصي حریم ته له درناوي سره سم نشرات کوي او له نفاق او له تعصباتو څخه ځان ساتي.

د ښاغلي غفران په وینا، اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته له رسنیو سره پراخه همکارۍ کړې دي.

د خبیب غفران په خبره، اطلاعاتو او کلتور وزارت ټولې رسنۍ مسولانه چلند رابولي او د ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې مسولانه نشرات کوي.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وايي؛ په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له ۲۹ نيټې څخه د ثور تر ۴مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره او ۳۳۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۹ زره او ۹۷۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې اووه زره او ۶۹۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې اته زره او ۹۲۱ ټنه او د خواف –هرات له لارې پینځه زره او ۷۴۷ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۹۰ زره او ۳۳۸ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېرې یوې اوونۍ کې ۱۴ زره او ۶۶۳ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

کابل کې د ملا عزت ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د عدلیې وزارت وايي، چې د مرکز زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکې اړوند سندونو او مدارکو په ارزولو سره، چې د «ملا عزت ښارګوټي» په نامه یادېږي، ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ملا عزت ښارګوټي څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکه ارزولې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې څېړنې او له اړوند ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، د یادې ځمکې ۳۵۲ جریبه د سندونو او شرعي دلایلو پر بنسټ، له دې جملې څخه دا چې یاده ساحه وړاندې له دې د امارتي املاکو په نامه سروې شوې وه، امارتي تثبیت کړه.

عدلیې وزارت ټینګار کوي، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه دي او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسولیت لري، ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیرې شرعي ذوالید څخه استرداد کړي. دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو د څېړلو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د جاپان له سفیر سره لیدنه وکړه

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر د جاپان هېواد له سفیر ډاکټر تاکایوشي کورومییا او د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیایي بانک (ADB) له مشر ډیويډ جې هېل سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د جاپان سفارت او د اسیایي پراختیایي بانک له ګټورو او اغېزمنو فعالیتونو څخه مننه کړې او په اړوند برخو کې یې د لا همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د جاپان سفیر او د اسیایي پراختیایي بانک مشر په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا ژمنه کړې ده.

تېر کال له هېواد څخه د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه او وچه میوه صادره شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال له هېواد څخه د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه او وچه میوه صادره شوې ده.

یاد معاونیت زیاته کړې، بادام، چهارمغز، جلغوزي، الوبخارا، انځر، کشمش، زردالو، انار، انګور او مڼې هغه مېوې دي چې د تېر کال پر مهال صادر شوې دي.

د دې په وینا، د صادرو شویو مېوو مجموعي مقدار ۴۶۶ زره ټنه دی، چې ټولیز ارزښت یې ۶۴۳ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

پاکستان، هندوستان، اوزبیکستان، متحده عربي امارت او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د وچې او تازه مېوې صادرات ورته شوي دي.