ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 612

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د روسیې کازان ښار ته سفر کوي

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، ټاکل شوې چې د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۸مې نيټې پورې به د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوې د روسیې له فدراتیف سره د دوه اړخیزو همکاریو ارزونې او د روسیې – اسلامي نړۍ په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي.

شنونکي په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازیتوب د افغانستان د بېلابېلو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې اغیزمن ګام بولي او په دې باور دي، چې دا ډول ناستې د افغانستان د شته ستونزو حل لپاره لار هوارولی شي.

بل لورته د روسیې سوداګر غواړي افغانستان ته صادرات پیل کړي او د افغانستان په وارداتو متکي مارکیټ کې خپله ونډه زیاته کړي.

د روسیې د پینزا ولایت والي د اوزبیکستان په پلازمینه تاشکند کې د « اننوپرام- منځنۍ اسیا» په نامه نندارتون کې د ګډون پر مهال وویل، چې ولایت یې غواړي د خپلو صادراتو جغرافیه افغانستان ته وغځوي.

دغه نړیوال فورم به د روسیې فدراتیف د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې ترسره کېږي، چې په کې به د غالیو سکټور، ترانسپورټ، غیرالکولي مشروباتو، روغتیا، د مینځلو توکو او کرنې سکټورونو شاوخوا ۱۰ شرکتونه ګډون وکړي.

د مخابراتو وزارت د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استازو ته د محصلانو د چارو سیستم معرفي کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ښې حکومتولي په موخه د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د مرکز او ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استازو ته د محصلانو د چارو سیستم معرفي کړ.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو سیسټم چې خورا له مهمو سیسټمونو څخه دی او په پلي کېدو سره یې د محصلینو ډېری ستونزې حل کېږي، د پلي کېدو چارې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري بشپړې شوي او اوس مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

د یاد سیسټم د ښې کارونې او مفیدې ګټې اخیستنې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خصوصي پوهنتونونو استازو لپاره پینځه ورځینۍ روزنیز پروګرام هم پلي کړ، چې د هېواد له ګڼو برخو پکې د خصوصي پوهنتونونو ۷۰ تنو استازو د ۴۵ خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ ګډون کړی و.

دې روزنیز پروګرام کې د سیسټم د معرفي ترڅنګ د خصوصي پوهنتونونو لپاره د جوړ شوي سیسټم د لا غني کېدو په موخه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د یادونې وړ ده، چې د خصوصي پوهنتنونو د محصلینو سیسټم ګڼ ماډیولونه چې اساسي ماډیولونه یې، د نویو محصلینو نوم لیکنه، د پوهنتونونو تثبیت، نصاب، تحصیلي ګروپونه، تبدیلیانې، تاجیل، جلا کېدل، د استادانو تثبیت، ټولګي، سمسټر پایلې، مونوګرافونه، فارغان، د ډپلومونو چاپ، د فارغانو ارشیف، نورو ادارو له خوا د محصلینو د فراغت تایید، د کاروونکو مدیریت او د سیسټم تنظیمات دي، چې په پلي کېدو سره یې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو چارو پروسې ډیجیټل کېږي او همدا راز د معلوماتو مدیریت ته لاره هواره وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چې هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا او همدا راز د ډیجیټل حکومتولۍ د پلي کېدو دنده پر غاړه لري وخت په وخت ګڼ سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري، چې اوس مهال هم د ګڼو امارتي ادارو لپاره د پرمختللو سیسټمونو په جوړولو کار کوي.

د جوزجان په ولایتي روغتون کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري جوزجان ولایتي روغتون کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده څانګه چې د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې څخه د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پرانیستې په مراسمو کې یې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري ذبیح الله حسیني، قومي مشرانو، علمای کرامو او یو شمېر نورو مسولینو شتون درلود.

د جوزجان والي وايي؛ اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د خپل دردېدلي ولس لپاره د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د جوزجان ولایتي روغتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د بېړنیو روغتیايي خدمتونو څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ورسره به یاد ولایت کې د عاجلو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کېږي.

همداراز قاري ګل حیدر شفق د یادې څانګې په پرانیستې خوښي څرګنده او دا یې د دغه ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، چې ورسره به د ډېری ناروغانو ستونزې حل شي.

کرنې وزارت به روان کال د کرنې او مالدارۍ سکټورونو په برخه کې ګڼې پروژې پلې کړي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ روان کال کې د هېواد د مالداري پراختیا، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، د کوکنارو بدیل کښت، د اینجې د کښت ترویج د زراعتي تخمونو او کمیاوي سرې د وېش په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کوي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي؛ کرنیزو حاصلاتو ته د بازار موندنې ترڅنګ د پروسس بسته بندي او معیاري کولو په برخه کې هم ځانکړي پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې په بشپړولو سره به یې د صادراتو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي تېر کال څه باندې ۵۰ کورنیو او بهرنیو موسیسو هم د هېواد په کچه د اوبو لګولو مالدارۍ او د کرنې په بېلابېلو برخو کې ګڼې پروژې پلې کړې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د څه باندې ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د روان کال په اوږدو کې په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د عملي کار د پیل خبر ورکوي.

د دې وزارت د ویاند ملا نورالهادی عادل وايي، د دغو پروژو د پلي کېدو ارزښت له ۵۵۰ میلیونه افغانیو څخه زیات دی او اوس هم په بېلابېلو ولایتونو کې يي چارې دوام لري.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند په وینا؛ چې دا عام المنفعه پروژې په زابل، غزني، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

په ورته مهال، یو شمېر هېوادوال د دې پراختیایي پروژو د پیل هرکلی کوي او وایي، چې له بشپړیدو سره به یې د دوی د ورځنیو ستونزو یوه برخه حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تېر کال هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې پلي کړې وې.

د یوناما راپور ته د امربالمعروف وزارت غبرګون؛ هیڅ بهرنۍ مرجع دا صلاحیت نه لري چې زموږ شرعي او قانوني ارزښتونه محدودیت وګڼي

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په یوې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور له واقعیتونو لرې، د اسلامي ټولنې په ارزښتونو ښکاره تېری او د افغانانو شرعي هویت ته سپکاوی بللی او په سختو ټکو یې غندلی.

 یاد وزارت وایي، چې ملګرو ملتونو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت پر محتسبینو یو لړ بې‌بنسټه، مغرضانه او له واقعیتونو لرې تورونه لګولي، او هڅه یې کړې چې شرعي اصول او قوانین د محدودیت په معنا تفسیر کړي.

 په دې اعلامیه کې راغلي، “یوناما باید ځان ته دا حق ورنه کړي، چې زموږ شرعي اصول د خپل لیدلوري له مخې تفسیر کړي.”

اعلامیه کې زیاته شوې؛ زموږ ټولنه د شرعي احکامو پربنسټ اداره کېږي، یاد وزارت خپل رسمي قانون لري، چې ماخذ یې شریعت دی او د همدې قانون په اساس مخته ځي او هیڅ بهرنۍ مرجع ته دا صلاحیت نه ورکوو چې زموږ شرعي او قانوني ارزښتونه “محدودیت” وبولي.

 د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له یوناما غوښتي، چې خپل مسولیت او حدودو وپېژني او د کوربه ټولنې ارزښتونو ته جدي درناوی وکړي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر وایي؛ یاد راپور نه یوازې له واقعیتونو لرې دی، بلکې د اسلامي ټولنې پر ارزښتونو ښکاره تېری او زموږ د شرعي هویت سپکاوی دی.

موږ په کلکه دا هڅه غندو چې یو بهرنی سازمان د شرعي اصولو په وړاندې دا ډول جرات وکړي او اسلامي احکام، لکه حجاب او محرمیت د ښځو پر وړاندې د محدودیت په معنا تعبیر کړي.

د امر بالمعروف وزارت د  مسولینو په وینا، دوي د ملت د باورونو، د ښځو د کرامت، او د ټولنې د اخلاقي سلامتۍ لپاره کار کوي.

موږ پر خپلو شرعي اصولو ولاړ یو او له یوناما څخه غواړو چې د خپل مسؤلیت، حدودو او د میزبان ټولنې د ارزښتونو احترام ته جدي پاملرنه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یاد کورنیو یو زر او ۴۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰۹ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۵۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷۸ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۲۳۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۴۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۳۴ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۵۶ زر او ۱۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۳۹۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۲۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زراو ۳۶۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۴ کورنیو سره ټولې  ۸۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۴ کورنیو سره ټولې ۱۳۳ زره او ۴۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۵۰ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۲۰ زر او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۶۹۶ کورنۍ او درې زره او ۶۱۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶۴۱ کورنۍ او درې زره او ۲۹۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۶۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۷۲ عدده

کابل کې د پاکستان له سفیر سره د مولوي مطیع الحق خالص لیدنه؛ له اقلیمي بدلون سره په ګډې مبارزې خبرې شوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چاپېریالي ستونزو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د وحشي ژوو او مارغانو د قاچاق د مخنیوي او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنولو پروسې پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د پاکستان سفیر هرکلی کړی او ویلي یې دي، پاکستان او افغانستان ګډ کلتوري او مذهبي مشترکات لري نو پکار ده چې له یو له بل سره ګډه همکاري وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ افغانستان او پاکستان د اقلیمي بدلون په راوستلو کې ډیر دخیل نه دي، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډیر زیات اغیزمن شوي دي، یادو ستونزو ته په کتو اړینه ده چې دواړه هېوادونه له اقلیمي بدلون سره ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي همداراز ویلي؛ په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو او اوسمهال د اقلیمي بدلون ناخوالو ته په کتو افغانان له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي، چې په دې حساس وخت کې د پاکستان له خوا په ډله‌ییزه توګه د کډوالو را ستنولو سره به ستونزې نورې هم زیاتې شي.

د کډوالو د راستنولو پروسې طریقه سمه نه ده او باید په مناسبه توګه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته د نړیوالو لخوا د افغانستان ۳۲ چاپېریالي پروژې ځنډول شوې وې، په نړیوالو غونډو کې افغانستان ته بلنه نه ورکول کېده، نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او مالي میکانیزمونه هم لازمه همکاري نه کوله، داچې اقلیمي بدلون د دواړو هېوادونو ګډ ګواښ دی؛ نو پکار ده چې په نړیوال سټیچ کې پاکستان او افغانستان ګډ دریځ ولري.

نوموړي غوښتنه کړې، چې په (COP-30) کنفرانس کې باید پاکستان د افغان پلاوي د ګډون لپاره لازمي هڅې وکړي.

د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې، چې د لیدو بلنه یې ورکړه او پر مهمو موضوعاتو یې ورسره بحث او خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، اقلیمي بدلون سرحد نه پېژني او دا د دواړو هېوادونو مشترک ګواښ دی چې د مبارزې په برخه کې به ګډې همکارۍ ته دوام ورکړو.

نوموړي ژمنه کړې، چې ذکر شوې ستونزې به د مرکزي حکومت سره شریکوي او هڅه به وکړي دواړه هېوادونه د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

همداراز هڅې به وکړې چې د کډوالو د راستنولو بهیر سم او په عزت سره خپل وطن ته راستانه شي.

په پای کې دواړو خواوو په ګډه همکارۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې وخت پر وخت د ستونزو د هوارولو لپاره مشورتي او تخنیکي ناستې کوي.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله: د شريعت په پلي کېدو کې د چا مراعت مه کوئ

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کابل ولایت د مسولینو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

‏ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کابل ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسولینو ګډ یو ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې چې د کابل والي، د استخباراتو رییس، د ملکي ادارو رییسانو، د محاکمو مسولینو، ولسوالانو، د حوزو امرینو او د کابل ولایت د استخباراتو مسولینو پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته په وینا کې وویل، علمای کرام او نېکان خلک له اجتماعي عباداتو او سیاست څخه سلګونو کلونو راهیسې لرې پاته کړل شوي او دنیا کوښښ کاوه چې نور هم هغوی څنډې ته کړي.

اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازي په کتابو او کیسو کې پاته شوي وو، خو د اټکل خلاف د الله تعالی په فضل سره اوس په افغانستان کې سیاست د علمای کرامو، طالبانو او نېکانو خلکو په لاس کې دی، نو اوس موږ الله تعالی په امتحان کې راوستلي یوو هغه سیاست چې مسلمانان تري سوونه کلونه بې برخې وو اوس ورسره مخ یوو، نو ډیر پاملرنه ولرئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته زیاته کړه؛ کله چې مو خپل مسولیت په اطاعت او د شریعت د اصولو اړوند ترسره کړ، نو الله تعالی به مو همېشه نصرت وکړي او هیڅکله به ناکامه نشئ.

د الله تعالی په لاره کې له هيڅ راز سختۍ څخه مه ویریږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مکوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل بې اعتمادي څخه ځان وساتئ، غفلت مکوئ غفلت عذر نه دی، په غیر مقصودي او عبثو کارونو کې ځان مه مصروفوئ، د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ، دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځته کړي، تاسو ۲۰ کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ، اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل؛ د الله تعالی شکر ادا کړئ، او د ولس خدمت وکړئ، هغوی په تېرو وختونو کې ستاسو خدمت کړی او له تاسو سره یې قولا او عملا زیات کومک کړی او قربانۍ یې ورکړې دي، د دې خلکو اوس تاسو ته سترګې دي، نو اوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پرې وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ، اوس وخت دی چې پر مظلوم رحم وشي او پر ظالم شدت وشي.

وروسته سمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.