د کرنې وزارت مرستیال د پاکستان د سوداګرۍ او سوداګرو د خونې له رییس سره وکتل
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ایران کې د صادراتي وړتیاوو د نړیوال نندارتون «ایران ایکسپو» په څنډه کې د سوداګرۍ خونې له مشر او یو شمېر پاکستاني سوداګرو سره وکتل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو، صنعتي کرنې، په کرنیزو محصولاتو کې پانګونې او د خصوصي سکتور د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې پاکستاني سوداګرو وویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې ۸۰ سلنه سوداګري د کرنیزو او مالدارۍ اړوند محصولاتو پورې اړه لري.
بلخوا، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي.
نوموړي له پاکستاني سوداګرو وغوښتل چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه خپل حکومت ته رغنده مشورې وړاندې کړي.
ښاغلي عثماني همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان او پاکستان د موسمي توپیر له امله، دواړه هېوادونه کولای شي یو د بل لپاره مناسب بازارونه وي.
ننګرهار کې د څهباندې ۲۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ریفرنس لابراتوار پرانېستل شو
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د ۲۷.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د زون په کچه د ريفرینس لابراتوار پرانېسته وکړه.
عامې روغتیا وزارت وایی، د یاد ریفرینس لابراتوار په پرانېسته غونډه کې د دې وزارت وزیر مولوی نورجلال جلالي، د عامې روغتیا وزیر د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امینالله شریف، د وزارت مرکزي رییسانو، د یاد ولایت مسؤلينو، د یو این ډي پي ادارې استازو او روغتياپالانو ګډون کړی و.
مولوي نور جلال جلالي په دې مراسمو کې یاد لابراتوار د ختیځ زون او ټول هېواد لپاره يو مهم او ګټور پرمختګ وباله او دا یې د تشخیصیه برخې د پیاوړتیا لپاره مهمه لاس ته راوړنه یاده کړه.
ښاغلي جلالي، زیاته کړه :« په دې لابراتوار کې به هغه معاينات ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې به هېوادوال یې د تر سره کولو په موخه بهر ته تلل، چې اوس به دا ستونزه تر یوه اندازې حل شي.»
دیادونې وړ دی، د یاد ریفرینس لابراتوار چارې شپږ میاشتې وړاندې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په غوښتنه د یو این ډي پي په مالي همکارۍ پیل شوې وې چې نن د تشخصیه خدماتو لپاره پرانېستل شو.
د ټرامپ د ملي امنیت سلاکار له خپلې دندې استعفا کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ منلې، چې د دې هېواد د ملي امنیت سلاکار مایک والټز به له خپلې اوسنۍ دندې استعفا ورکړي.
ټرامپ د دې خبرې په پخلي سره زیاته کړې، چې والټز یې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفیر په توګه نومولې او په لنډمهاله توګه به د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د نوموړي دنده مخ ته یوسي.
ورته مهال یو شمېر نړیوالو رسنیو ویلي، چې د مایک والټز ترڅنګ به د نوموړي مرستیال الېکس وانګ هم له خپلې دندې استعفا ورکړي.
کډوالو ته د کار او زدهکړو زمینې برابرولو هڅې؛ صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر د اسانه کولو، ورته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د دوی د تلپاتې پرمختګ او کورني اقتصاد رغونې په موخه له پینځو موسسو سره د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دغه موسسې به د تړون له مخې راستنو شويو مېرمنو او سړیو لپاره د فني او مسلکي زدهکړو د زمینې برابرولو، د کوچنيو کارونو پيل، د کاري وسايلو او نعدي مرستو وېش، د بسپنې ګروپونو جوړولو، کوچنيو پورونو ورکړې، سوداګریزو مشورو او يو شمېر نورو مهمو برخو کې کار وکړي.
ټاکل شوې، چې د دې هوکړې له مرستو به په کندهار، هلمند، ميدان وردګ، کندوز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل ولايتونو کې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۰۰ کسان په مستقيمه توګه ګټه پورته کړي.
مولوي امیرخان مقتي: افغان ولس د فلسطينيانو د مشروع مبارزې ملاټر کوي
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په دوحه کې د حماس جهادي غورځنګ د رهبرۍ شورا له مشر اسماعيل درويش او نورو مشرانو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې په دې ناسته کې د غزې غميزې شهیدانو ته د دعا ترڅنګ د هغوی مبارزه او ثبات ستایل شوی او په غزه کې د اسراييلي رژيم نسلوژنه او د ډلهييزې لوږې غير انساني چلند غندل شوی.
ښاغلی بلخي زیاتوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان ولس د فلسطيني ورور ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غوره لیکوالانو د ستاینې په موخه غونډه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري (کتاب د ټولو لپاره) تر عنوان لاندې د غوره لیکوالانو د ستاینې او هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهی، د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو مرستیال قاري محمد یونس راشد، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زر محمد حقاني، د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمت الله منتظر، د هنرستان رییس مفتي لعل محمد منیب، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران، د کاپي رایټ امر مولوي عبدالحق حماد، د امارتي ادارو مسولینو، لیکوالانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمت الله منتظر د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کتاب، مطالعې او د کتاب لوستنې د فرهنګ د پراخوالي په ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي وویل، دا ناسته د ۱۴۰۳ لمریز کال د غوره لیکوالانو د ستاینې او هڅونې په موخه جوړه شوې ده.
ورپسې د فرهنګ او هنر مرستیال وویل؛ کتاب ډېر ارزښت لري او باید کار ورته وشي، د کتاب مطالعې ته دیني، انساني او ټولنیزه اړتیا ده، اسلامي امارت تل له لیکوالانو ملاتړ کړی دی.
نوموړي له لیکوالانو وغوښتل، ترڅو داسې لیکنې وکړي چې تلپاتې، عام فهم او ګټورې وي.
مولوي حیات الله مهاجر فراهي هم د مطالعې او کتاب لوستنې رول مهم وباله او ویې ویل؛ لکه څنګه چې د انسان بدن خوړو ته اړتیا لري، ذهن هم مطالعې ته اړتیا لري، باید داسې کتابونه ولوستل شي چې ګټور وي او اغېز ولري.
نوموړي زیاته کړه، لیکوال باید د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ کتابونه ولیکي.
د ځوانانو چارو مرستیال وویل؛ د کتاب په مطالعې کې باید احتیاط وشي، ځکه د بېلابېلو کتابونو ازاده مطالعه ځوانان منحرفوي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، په تېرو ۲۰ کلونو کې د ځوانانو ذهنونه د لوېدیځو افکارو تر اغېز لاندې راغلي او د فکري اصلاح لپاره باید هڅې ډېرې شي.
همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپيرايټ امر هم د خپلو خبرو په لړ کې د کتابونو پر ارزښت خبرې وکړې او د کتاب لیکنه او مطالعه یې د ټولنې یوه مهمه اړتیا وبلله.
غونډه د تیاتر ټیم د تمثیلي ټوټې په اجرا سره چې موضوع یې د کتاب مطالعې ارزښت او ناسم رواجونه وو، د ۱۴۰۳ کال د غوره لیکوالانو د ستاینلیکونو په وېش او دعا سره پای ته ورسېده.
د افغانستان-چین د اقتصادي ريلي دهلېز له لارې تردې مهاله ۱۰ زره کانټینره انتقالات شوي
د ټولګټو وزارت وايي؛ په حيرتان بندر کې له چین هېواد څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې د چین، قرغيزستان، اوزبيکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځ ته شوي اقتصادي دهلېز په چوکاټ کې حیرتان بندر ته د لس زره ۲۰ فوټ کانټینرو سوداګریزو توکو د را رسېدو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس او مراسم ترسره شول.
په يادو مراسمو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د چين هېواد سفير او د ګڼ شمېر امارتي ادارو مسولينو او د بهرنيو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.
د مولوي محمد اسحاق صاحبزاده لخوا اوزبيکستان ته د وروستي سفر پرمهال د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چین ترمنځ د اقتصادي ريلي دهلېز د همکارۍ هوکړه ليک د ۲۰۲۵م کال لپاره څه موده وړاندې تمدید شوی و.
یاد دهلېز چې د چین، قرغيزستان او اوزبيکستان له لارې تېرېږي، د افغانستان د حیرتان-مزارشریف د اوسپنيزې کرښې سره نښلول شوی دی.
د افغانستان، چين، اوزبيکستان او قرغيزستان ترمنځ ياد څلور اړخيزه دهلېز د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته په ۲۰۲۲م کال کې رامنځته شو، چې پر بنسټ يې حيرتان بندر ته کانټينري انتقالات پيل شول.
تر دې مهاله د افغانستان او چین ترمنځ د یاد ريلي دهلېز له لارې شاوخوا لس زره ۲۰فوټ کانټينره انتقالات ترسره شوي وو او دا هوکړه ليک بياځلې د ۲۰۲۵ کال لپاره غځول شوی دی.
تمه کېږي، چې د دې هوکړې په غځولو سره به له دې لارې په ریلي انتقالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
ټولګټو وزارت د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د دا ډول ريلي دهليزونو رامنځته کېدو او پراختيا يو مهم ګام ګڼي، ترڅو سوداګر وکولی شي په سريع، ارزانه او خوندي توګه خپل سوداګریز مالونه ولیږدوي.







