ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 614

واشنګټن او کیېف د اوکراین له کانونو د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ

د راپورونو له مخې، امریکا او اوکراین پرون چهارشنبه یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې واشنګټن د دې هېواد ارزښتانکو او نادرو کاني توکو او منرالونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د دې هوکړې له‌مخې به امریکا د اوکراین د کانونو د قراردادونو اجازه ترلاسه کړي او په بدل کې به یې د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د پانګونې ګډ صندوق رامنځته شي.

په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو تر منځ له ناندریزې لیدنې وروسته لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه یوې هوکړې ته رسېدلي او په خپل‌منځي اړیکو کې یې پرمختګ کړی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ، چې د خپل هېواد په استازیتوب یې یاد تړون لاسلیک کړی، ویلي، “د امریکا-اوکراین د بیارغونې لپاره د پانګونې ګډ صندوق” په جوړولو یې هوکړه کړې، تر څو د دواړو هېوادونو له شتمنیو او سرچینو، استعدادونو او وړتیاوو د ګډې همکارۍ په ترڅ کې د اوکراین د بیارغونې ګړندي کولو لپاره ګټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، دا هوکړه ښيي چې دواړه لوري په اوکراین کې تلپاتې سولې او سوکالۍ ته ژمن دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۷۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو یو زر او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۵۳ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۰۴ زره او ۱۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹۴ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۴۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۳۱۱ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۶۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱۸ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۸۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰۰ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۵۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۰۸ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۱۰۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۳۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۳۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او  ۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۱۴۲ کورنۍ د نیمروز په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۴۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، مرکز ښرنې او یوسف خیلو ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 شپږ کورنۍ پکتیکا انګور اډې په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي مرسته هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۱۶ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۵۱ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۱۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۵۵ کورنۍ او څلور زره او ۶۸۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶۸۰ کورنۍ او ۳۷۶۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۹۶۴ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۷۸۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۳۰۳ عدده

مولوي احمد الله وثیق کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر سره په لیدنه کې پر ګډو ورزشي همکاریو خبرې کړي

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق د ترکیې هېواد له سفیر جنک رونال سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د ورزش ادارې د رهبرۍ یو شمېر نورو غړو هم شتون درلود.

مولوي احمد الله وثیق د ترکیې هېواد سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان په مختلفو برخو کې د یاد هېواد همکارۍ ستایلي دي.

ښاغلي وثیق هیله څرګنده کړې، چې افغانستان او ترکیه به وکولی شي په راتلونکې کې د ورزش په برخه کې ښې همکارۍ او اړیکې ولري.

د ترکیې سفیر د افغانستان په مختلفو برخو کې د خپلو همکاریو، په ځانګړي ډول د تعلیم او افغان کډوالو په برخې کې یادونه کړې.

جنک رونال هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ په راتلونکې کې د ورزش په برخه کې هم همکارۍ پراخې شي.

نوموړي ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به عملي کار پیل کړي.

د غونډې په وروستیو کې د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون د فني او مسلکي مرستیال له خوا د افغانستان د فوټبال پر جوړښت او وروستیو لاسته راوړنو بشپړ معلومات وړاندې شوي دي.

جاپان د افغانستان د ځنډول شویو چاپیریالي پروژو د بیا پیل په برخه کې همکاري کوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر ډاکټر تاکایوشي کورومییا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د جاپان سفیر ته ښه راغلاست ویلی او د یاد هېواد له مرستو یې مننه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ افغانستان او جاپان ډیرې اوږدې دوستانه اړیکې لري، په تېرو ۴۵ کلونو کې په ځانګړي ډول د کډوالۍ پر مهال له افغانانو سره د جاپان مرستې د ستایلو دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د لسیزو وروسته په افغانستان کې داسې یو نظام راغلی چې د هېواد پر ټول قلمرو حاکمیت لري، کوم کې چې د کار لپاره غوره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي خالص ويلي؛ د امارت له راتګ وروسته د نړیوالو لخوا د افغانستان ډیرې چاپېریالي پروژې ځنډول شوې دي، د جاپان هېواد څخه غواړو چې له چاپېریالي کنوانسیونونو غوښتنه وکړي، یادې پروژې بیا پیل او افغانستان ته د فعال غړي په حیث ټولو نړیوالو غونډو کې بلنه ورکړي.

مولوي مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر غوښتي؛ چې په (COP-30) نړیوال کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو موږ وکولی شو چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې ځانګړې شوې بودیجې ته لاسرسی ومومو.

همدا راز یې غوښتنه کړې، چې جاپان باید د چاپېریالي تجهیزاتو، د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ افغانستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه شپږم زیانمن هېواد دی، په داسې حال کې چې د ګلخانه‌یې ګازونو د انتشار کچه یې ډېره کمه ده.

ښاغلي خالص د جاپان له سفیر څخه غوښتي، چې د یوه دوست هېواد په توګه نړیوالو مالي میکانیزمونو کې د افغانستان د طرحو او پروژو ملاتړ وکړي.

د جاپان سفیر ویلي، جاپان په هغو برخو کې مرسته کوي چې خلکو ته یې ګټه ورسیږي.

ډاکټر تاکایوشي کورومیا ټینګار کړی، چې موږ به خپلو مرستو ته ادامه ورکړو او هر هغه څه چې د جاپان په وس کې وي ترسره به يې کړي.

د لیدنې په لړ کې د جاپان سفیر ژمنه کړې چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره به هلې ځلې وکړي.

په پای کې دواړو خواوو پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې به دواړه هېوادونه خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

په اشغال شوي قدس کې پراخه اورلګېدنه؛ زرګونه خلکو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی

پرون (چهارشنبه، د غویي ۱۰مه) د قدس په اشغال شوې برخه کې پراخه اور لګېدلی، چې له امله یې ګڼې لویې لارې تړل شوې او د مختلفو سیمو زرګونه کسانو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی.

د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم ۱۰ زره کسانو ته د سیمې د پرېښودو او د ۹ ښارګوټو د خالي کولو امر کړی دی.

ویل کېږي چې اور وژنکي د سختو بادونو له امله د اور په کنټرول کې پاتې راغلي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دې اورلګېدنې یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه نیولې او ۱۲ اسرائیلیان یې ټپیان کړي.

دا تر ټولو سخته او زروره اور لګېدنه ګڼل شوې. په سیمه کې د اور وژنو ادارو خبرداری ورکړی، چې دا اور ښايي د سختو بادونو د اټکل له مخې ډېرې سیمې لاندې کړي او راتلونکي ساعتونه به ډېر سخت وي.

د دې اور لګېدنې له امله تل‌ابیب ته غځېدلې لویه لاره هم تړل شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د اور لګېدنې له ځایه دودونه او لمبې پورته کېږي او خلک په لویو لارو د پېښې له ځایه تښتي.

د راپورونو پر اساس، د اورلګېدې شدت د قدس په اشغال شوې برخه کې د صهیونیستي رژیم نظامي اډې، په ځانګړې توګه د ټانکونو د ساتنې ځای ته نږدې زیات شوی دی.

صهیونیستي رژیم د اور لمبو په مهار کې پاتې راغلی او له اروپايي هېوادونو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د لوړو زده‌کړو وزیر د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه لیدنه کړې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له بېلابېلو برخو او بشپړو شویو رغنیزو پروژو څخه لیدنه کړې.

شیخ نداء محمد ندیم د دې لیدنې ترڅنګ د یاد پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې یې ګډون هم کړی.

نوموړي د یاد پوهنتون د علمي شورا غړو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا د شکر ځای دی چې په هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد ټول وګړي، پرته له تعصب، سمت‌پالنې، مذهبي، قومي او ژبني توپیرونو څخه، په امن او د ورورولۍ فضا کې ژوند کوي.

ښاغلي ندیم زیاته کړې؛ هڅه باید وشي، څو هر مسول چې د حکومت په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کوي، خپلې دندې په ریښتینولي، ایماندارۍ او امانت‌دارۍ سره تر سره کړي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د استادانو او مسولینو هڅې او خدمتونه ستایلي او هغوی ته یې په تدریسي چارو کې په لا زیار، اطاعت او په نبوي سنتونو ځانونه برابرولو اړوند اړینې سپارېښتنې کړې دي.

شیخ نداء محمد ندیم د پوهنتون د مسولینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي او هغوی ته یې د همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند: د ازادۍ او مالکیت احساس او رښتینې خوشحالي یوازې په خپله خاوره کې ده

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه له راستنو شویو هېوادوالو سره د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې لیدنه کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال راستنو شویو هېوادوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د نن ورځې ناسته او تاسې ته ښه راغلاست ویل د ژوند تر ټولو خوشحالوونکې او له افغاني غرور څخه ډکه شیبه ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ تاسې ته به معلومه شوې وي چې د بل تر واک لاندې خاوره کې خوشحالي، دوامداره پرمختګ، د مالکیت احساس، عزت او غرور نشته، د ازادۍ او مالکیت احساس او غرور او رښتینې خوشحالي یوازې په خپله خاوره کې ده.

نوموړي همداراز ویلي؛ موږ پوهېږو چې تاسې په زور او ناڅاپي توګه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي یاست، کاروبارونه مو خراب شوي، ډېر وسایل او امکانات مو پاتې شوي، تعلیم او زده کړې مو نیمګړي پاتې شول.

روښانه ده چې دا سخت حالت دی؛ خو زه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم چې ستاسې د ستونزو د حل لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړو.

ماشومان به مو مدارسو او ښوونځیو ته ځي، کاروبارونه به مو جوړېږي او ټولې ممکنه اسانتیاوې به درته برابرېږي.

په دې برخه کې اسلامي امارت په ډېر کم وخت کې خپلو افغان وروڼو ته ډېر سهولتونه برابر کړي او له دې وروسته به یې هم برابروي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ تاسې د دې خپلواکې خاورې بچیان یاست، دلته که هرڅومره ستونزې درباندې راشي څوک مو نه شړي، په خپلواک افغانستان کې به مو غرور ژوندی وي او د محکومیت احساس به هېڅکله نه کوئ.

یو وخت به دا ورځ راتله چې تاسې به خپلې خاورې ته بېرته راتلئ، دا ورځ نن راغله او ښه ده چې خپل کلي او خپلو وروڼو ته پخیر راغلئ.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د دې هېواد سرلوړي او عزت د افغانانو په یووالي او اتحاد پورې تړلي دي، ټول به په ګډه د خپل دین او خاورې خدمت وکړو.

خپل اسلامي نظام ته به د همکارۍ لاس ورکړو او د تل لپاره به د ګران وطن بچیان د نورو هېوادونو له مزدورۍ، بې عزتۍ او کډوالۍ څخه وژغورو.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ کړی، چې له اسلامي امارت سره په ګډه همکارۍ د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره پراخه هڅې روانې دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د بغلان ولایت د دری ولسوالیو، خوست، پرینګ او ګذرګاه نور قومي مشرانو او مخورو شتون درلود.

یادو قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي  نظام په ټینګښت سره د امنیت ټینګښت او د عدالت د پراخوالي په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې بې ساری امنیت رامنځته شوی او د ظلم، اداري فساد او بې عدالتۍ مخه نیول شوې.

همدا راز دوی د اسلامي  امارت له رهبرۍ څخه مننه او ژمنه یې کړې، چې د نظام د پیاوړتیا او دوام لپاره به هر ډول همکاریو ته دوام  ورکوي.

مخورو په یادو ولسوالیو کې د سړکونو، روغتون، د مسجدونو او مدرسو لپاره تعمیرونو، استنادي دیوالونو جوړولو او نورې ستونزې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، د شریعت مبارک احکام پلې کېږي او د افغانستان د پرمختګ لپاره پراخ اقدامات روان دي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت موخه د یو باعزته، پرځان بسیا او خپلواک افغانستان دی او د خلکو خدمت یې ستر مسولیت دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.