ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 615

د بېس بال ٢٦ کسیزې لوبډلې د بېسبال نړیوالو سیالیو ته د چمتووالي په موخه کابل کې تمرینات پیل کړل

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د هاکي ملي فدراسیون له لوري د بېس بال ورزشي رشتې ٢٦ کسیزې لوبډلې په غازي سټډیوم کې د بېس بال نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه تمرینات پیل کړل.

د بېس بال دغه نړیوالې سیالۍ به د اوو هېوادونو؛ ایران، افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سريلنکا، هندوستان او فلسطین ترمنځ د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د ایران په کوربه توب په کرج ښار کې پیل او د همدې میاشتې تر ٢١مې نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوې، چې د افغان ورزشکارانو پیل شوي تمرینات به لس ورځې دوام وکړي او په پای کې به یې ١٨ تنه په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره غوره شي.

عامې ورغتیا وزارت د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنیوي کنفرانس په ترڅ کې یو کلن فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل

د  عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د یو خبرې کنفرانس پرمهال د دې وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د یو شمېر مرسته کوونکو نړیوالو موسسو چې هېواد ته یې په زیاته کچه له نېټې تېر او بي کیفیته درمل او خوراکي توکي وارد کړي وو د نیول کېدو خبرداری ورکړ.

په همدې موخه جوړ شوی خبري کنفرانس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو، په کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت مرکزي رییسانو، یو شمېر نورو مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزیر په یاد کنفرانس کې وویل؛ دا چې عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو د خوندیتوب او کیفیت د کنټرول مسولیت په غاړه لري، په همدې موخه هڅه کوي د هغه خوراکي توکو چې حرام، بې کفیته او غیر خوندي وي او د ناروغیو سبب ګرځي، مخنیوی وکړي.

مولوي نور جلال جلالي زیاته کړه، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نږدې اووه زره ټنه بې کیفیته مواد، چې په کې سوپر سیریل، پریمیکس ( Premix ) په نوم مواد افغانستان ته راوړل شوي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یې مخنیوی شوی او هم د یو این ډي پي (UNDP) د ۶۵۰ له نېټې تېرو توبرکلوز تشخصیه کیټونو د وېش مخه نیول شوې.

نوموړي یو ځل بیا د عامې وزارت له لوري په شفافه توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ژمنه تازه او د دې معلوماتو شریکولو موخه یې هغه هېوادونه چې د افغانانو په نوم د موسساتو یا هم د نړیوالو سازمانو له طریقه مرسته کوي د مرستو سالم مدیریت، او اغېزمنتیا ته زیاته پاملرنه یاده کړه.

په یاد خبري کنفرانس کې دغه راز د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ترسره کړي یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې هم له رسنیو سره شریکې کړې، چې په کې د داخلي محصولاتو د کیفیت ارزول، نظارتونه او نور شامل وو.

د ایران د کرنې له وزیر سره د مولوي صدر اعظم عثماني لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني تهران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران د کرنې جهاد له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

لیدنه کې چې د ایران د کرنې جهاد وزارت د چارواکو او په تهران کې د افغانستان د سفیر مولوي فضل محمد حقاني په شتون کې ترسره شوه، د ایران د کرنې جهاد وزیر د ګډو کرنیزو همکاریو د پیل او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کرنیز کمېسیون د جوړېدو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه کمېسیون په چوکاټ کې د همکاریو د اسنادو ترتیب او لاسلیک کول کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.

همداراز ایران چمتووالی وښود، چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونه وړاندې کړي.

مولوي صدر اعظم عثماني د ایران له خوا صادراتي نندارتون (اکسپو ۲۰۲۵) ته د ګډون بلنه وستایله او د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا څخه خوښي وښوده.

نوموړي وویل، د دې بهیر دوام کولی شي د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د نویو ګډو پروژو زمینه برابره کړي.

ښاغلي عثماني همداراز د کرنیزو بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته اشاره وکړه او د قوش‌تیپې کانال یې د دغو هڅو یو روښانه مثال وباله.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون دویمه ځانګړې غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۸مه، ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د اقتصادي کمېسیون دویمه ځانګړې غونډه وشوه.

غونډې ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په درېیمه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په لومړۍ شوې غونډه کې د شویو پرېکړو تعقیبي راپورونه وړاندې شول.

په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، تر څو د ښاري پلانونو مطابق د امارتي ځمکو د نمرو د پلور او وېش او د ساختمان د اجارې ورکړې اسانتیاوو په اړه طرزالعمل جوړ کړي.

یادې کمېټې په همدې موخه جوړ شوی طرزالعمل په دویمه غونډه کې د ارزونې لپاره وړاندې کړ، چې د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پرځای کولو وروسته به د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر واستول شي.

د دغه طرزالعمل له مخې هېوادوال کولای شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او چارې یې پيل کړي.

همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې وه، تر څو په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقال کړي.

د دغه پرېکړې د تطبیق په اړه یادو وزارتونو خپل راپور په دویمه غونډه کې وړاندې کړ، چې په ډېری ولایتونو کې د ۸۰ زره جریبه ځمکې انتقال ترسره شوی او په یو شمېر ولایتونو کې دا پروسه په نږدې وخت کې د بشپړېدو په حال کې ده. په دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعت‌کارانو د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.

همداراز په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته هم دنده سپارل شوې وه، تر څو د انساني، حیواني او کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه کړنلاره جوړه کړي.

یادې کمېټې دغه کړنلاره جوړه او د ارزونې په موخه یې شریکه کړه، چې د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پرځای کولو وروسته به د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته واستول شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په دویمه ځانګړې غونډه کې د یو منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړل شوه. له شپږو میاشتو وروسته به د پخوا په څېر اجراات ترسره کېږي.

همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، تر څو له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په امارتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کارونو د ژر طی‌مراحل او په ټولو برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه جامع طرزالعمل جوړ کړي.

د افغان او اوزبیک پلاوو ترمنځ ګډه ناسته؛ د امو سیند د تحکیماتو په برخو کې پر دوه ‌اړخیزو همکاریو خبرې شوي

د افغانستان او اوزبیکستان د پلاوو ترمنځ ګډه ناسته د کرنې، مالدارۍ او د امو سیند د تحکیماتو په برخو کې د دوه ‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د بلخ ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې ترسره شوه.

یاده ناسته چې د دواړو هېوادونو د اړوندو وزارتونو د مرستيالانو په شتون کې جوړه شوې وه، پکې د تخنیکي همکاریو، اوبولګولو، کرنیزې سوداګرۍ او د امو سیند پر غاړه د تخریبي عواملو د مخنیوي په برخو خبرې شوې دي.

د ناستې په پیل کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستيال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده د اوزبیکستان له ښه نیت مننه وکړه او د ګډو همکاریو د دوام او پراخوالي غوښتنه یې وکړه.

نوموړي د افغانستان اړتیاوې د اوبولګولو، کرنې، سوداګرۍ او ګډو پروژو په برخو کې د اوزبیکستان له استازو سره شریکې کړې.

ورپسې د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید وویل؛ هېواد یې چمتو دی چې د کرنې، کرنتین، څاڅکي اوبولګولو، د بڼونو جوړولو او د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو په برخو کې له افغانستان سره همکاری وکړي او په دې برخه کې یې د جدي ژمنتیا ټینګار وکړ.

تر ناستې وروسته، دواړو پلاوو د امو سیند له هغو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د افغانستان خاورې پورې اړه لري او د طبیعي ویجاړیو د مخنیوي او د ساحلي تحکیماتو په اړه یې د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

قزاقستان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او ګډې سیمه‌ییزې همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، د قزاقستان شارزدافیر هرکلی کړی او ویلي یې دي، افغانستان او قزاقستان ډیر ګډ مشترکات لري چې اړینه ده یو د بل ملاتړ وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون سره د سازښت، د اوبو او طبیعي منابعو د مدیریت په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د قزاقستان هېواد په دې برخه کې کافي او مثبتې تجربې لري چې کولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې ترې استفاده وشي.

ښاغلي خالص همداراز ویلي؛ د اقلیمي بدلون له امله د سیمه ییزو هېوادونو په شمول افغانستان ډیر زیات اغېزمن شوی، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانه‌یي ګازونو په خپریدو کې ونډه نه لري، خو له بده مرغه زموږ هېواد د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډیر زیات اغېزمن شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د قزاقستان له شارژدافیر غوښتنه کړې، چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره دې په نړیواله کچه هلې ځلې وکړي.

نوموړي ویلي؛ په نړیوالو غونډو کې خصوصا په (COP-30) کنفرانس کې چې د برازیل په هېواد کې جوړیږي، باید د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره شي؛ ترڅو افغانستان وکولی شي د خپل حق غوښتنه وکړي.

ښاغلي خالص د قزاقستان له شارژدافیر څخه همداراز غوښتنه کړې، چې د دې ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې، تجربو د شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ دوه اړخیزه تفاهم‌لیکونو لاسلیکولو او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې همکاري وکړي.

د قزاقستان شارژدافیر ویلي؛ زموږ د ماموریت موخه همدا ده، چې له افغانستان سره به د بشردوستانه او زیربنایي پروژو په برخه کې همکاري کوو.

ګازیز اکباسوف ژمنه کړې، چې موږ به هڅې وکړو چې په نړیوالو غونډو کې د افغانانو غږ پورته کړو، اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزې د سیمې ګډې ستونزې دي او موږ ټول به ورسره په ګډه مبارزه کوو.

نوموړي زیاته کړې، چې هیڅ هېواد په یوازې توګه څه نشي کولی، موږ باید د یوه او بل ملاتړ وکړو.

د ناستې په پای کې پر ګډه همکارۍ ټینګار شوی او هوکړه شوې، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې به دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د اوزبیکستان هېواد په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

 د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړ شوي نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو ګډون کړی وو.

 په نندارتون کې د اوزبیکستان هېواد جمهور رییس، مرستیالانو، د یاد هېواد یو شمیر وزیرانو او د بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او سوداګریزو استازيو ګډون درلود.

د دې نندارتون موخه د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، صنعت او اقتصادي اړیکو پراختیا او د نویو فرصتونو رامنځته کول وو.

 دا نندارتون د سیمې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوه غوره بېلګه ګڼل کیږي.

د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون یوه پلاوي نیمروز ته سفر کړی

د ریاست الوزرا د دفتر مرستیال او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون د خدمتونو ريیس مفتي سید احمد مستقیم په مشري یو پلاوي د کډوالو د وضعیت ارزونې او کډوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو لپاره د جوړو شويو کمېټو د ارزونې لپاره نیمروز ته سفر کړی.

د نیمروز مرستیال والي مولوي تورجان احمدي او د کډوالو د خدماتي کمېټو مسولینو له ياد پلاوي سره په ليدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت او دوی ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات ورکړي.

دوی ویلي، ولايتي اداره له شته امکاناتو څخه په استفادې په ټول توان سره هڅه کوي، چې افغان کډوالو ته رسېدنه او ښه خدمتونه وړاندې کړي او په همدې موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي‌.

ياد پلاوي د کډوالو د ښه مديريت او‌ دوی ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ولايتي ادارې کړنې ستايلې او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.

د کډوالو د رسېدنې لپاره د عالي کميسيون له لوري راغلي پلاوي په نيمروز ولايت کې د کډوالو له پنډغالو څخه ليدنې کړې، د کډوالو وضعيت يې له نږدې څارلی، د هغوی ستونزې يې اورېدلې او د حل لپاره يې خدماتي کمېټو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

تېر کال پنجشیر کې څه‌باندې ۱۹ زره هېوادوالو ته د پیژندپاڼې، زېږون کارت وېش او پیژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي

د پنجشیر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۱۹ زره او ۲۱۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ په دې خدمتونو کې نهه زره او ۴۸۴ الکترونیکي پیژندپاڼې، شپږ زره او ۳۹۹ کاغذي پیژندپاڼې، ۴۰۵ زېږون کارتونه، ۵۱۰ د مړینې پارچې او ۹۱۹ نورو کسانو ته په تابعیت پیژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شاملیږي.

د دې ترڅنګ ۱۴۹۶ نورو کسانو ته د کاغذي پیژندپاڼې د تایید خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د پنجشیر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دې ولایت د الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش څانګې سربېره، چې مرکز کې موقعیت لري، په ټولو ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو ثبت اړوند دفترونه فعال دي او په ورځني ډول نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې ‌کوي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۳۸۸ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او دا راز یې په میاشتني ډول د ۲۹۴ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې او له ادارې سره شریکې کړې دي.

سربېره پر دې، تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د غذايي خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې هم ترسره شوې دي.

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د فراه د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو پر جوړولو او پراختیا خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم د فراه ولایت د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو جوړولو او د بندر پراختیا موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

له هر اړخیز بحث وروسته پریکړه وشوه، چې د یاد بندر د تاسیساتو جوړولو او پراختیا لپاره دې د اړوندو وزارتونو او ادارو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره اضافي ځمکه ورکړل شي.

په غونډه کې د صنایع سبز صنعتي پارک د ځمکې ارزښت معلومولو په اړه هم بحث وشو.

د یادې موضوع له هر اړخیزې ارزونې وروسته نظر ورکړل شو، چې د یاد صنعتي پارک د ځمکې د قیمت په اړه دې د صنعتي ساحو د نوي قانون له مخې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او د ځمکې لپاره في متر ۱۵۰ افغانۍ قیمت ټاکل شوی، اجراات ترسره شي.

د غونډې په پای کې په کابل ښار کې د یو ځل کارېدونکي پلاستیک د کنټرول په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري پر جوړې شوې طرحې هم بحث وشو.

له هر اړخیز بحث وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کثافاتو د پروسس لپاره وړ شرکتونه انتخاب او د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته یې پیشنهاد کړي.

یاد موضوعات د تاییدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.