ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 616

ملا عبدالغني برادر اخوند روزګان کې د برېښنا رسونې د یوې لویې پروژې د چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه له کجکي بند څخه د روزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیسته.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل؛ له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په خبره، افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل لوري پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي.

له همدې امله له کورنیو سرچینو په غوره ګټې اخیستنې سره د برېښنا تولید دا ډول پروژې کولی شي، چې په تدریجي توګه پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او ځان بسیاینې ته یې ورسوي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ د برېښنا تولید دا ډول پروژې ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د برېښنا په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د نړیوال اقلیمي بدلون له وجې افغانستان ته د ورپېښو زیانونو په اړه زیاته کړه، افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بده‌مرغه د نړۍ په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له اقلیمي تاثیراتو څخه متضرر شوی.

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د پاکې انرژۍ د تولید ډېری پروژې د نړیوالو سازمانونو له لوري بندې شوې دي؛ خو د اسلامي امارت له لوري یې یو شمېر بیا پیل او پرانیستل شوې دي.

نوموړي پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې د یو ګډ مسولیت له مخې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري هوکړه شوې پروژې له سره پیل کړي.

د یادونې وړ ده، چې له کجکي بند څخه د روزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا څلور زره او ۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.

د کابل پوهنې ریاست د راستنو شویو زده‌کوونکو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د کابل پوهنې ریاست له ګاونډیو هېوادونو څخه د را ستنو شویو زده‌کونکو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د دې ازموینې له جریان څخه لیدنه کړې او د بشپړې روڼتیا ډاډ یې ورکړی.

نوموړي ویلي، پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د هېوادوالو لپاره روزنیزې اسانیتاوې چمتو او تعلیمي خدمات وړاندې کړي.

د کابل د پوهنې رییس مولوي عبدالباسط ویلي، په دې ازموینه کې ۲۷۰ نارینه زده‌کونکو ګډون کړی، چې د سویې له تثبیت او درسي ټولګي له مشخص کېدو وروسته به له خپلو کورنو سره په نږدې ښوونځیو کې د زده‌کړو د دوام لپاره جذب شي.

په یاده ازموینه کې شامل زده‌کوونکي خوښ دي، چې د پوهنې وزارت له لوري د ښوونې او روزنې زمینه ورته برابره شوې ده.

د کابل د پوهنې ریاست وايي، چې د سویې د تثبیت ازموینې په دوو پړاوونو کې څه باندې ۶۰۰ راستانه شوي هېوادوال بېلابېلو ښوونځیو او مدرسو ته معرفي شوي او دا پروسه لا هم دوام لري.

په میدان وردګ ولایت کې د ۱۱۶ پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايې پروژو چارې د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې پیل شوې.

د دې پروژو د پیل په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د میدان وردګ ولایت مرستیال والي حافظ سعیدالرحمن، د یاد ولایت د علماوو د شورا مرستیال مولوې عابد اغا، د اړوندې ولسوالۍ ولسوال، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، یو شمیر نورو مسولینو، علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي .

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شې.

اوزبیک پلاوي له افغانستان سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په موخه بلخ ته سفر کړی

د اوزبیکستان یو لوړپوړی پلاوی د کرنې، څېړنې او ترویج، د اوبو لګولو پراختیا او د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی.

یاد پلاوی، چې مشري یې د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید کوي، غړي یې د اوبو وزارت مرستيال قرشیوف رستم او د کرنې، مالدارۍ او اوبو څلور مسلکي رییسان دي.

د دغه پلاوي هرکلی د حیرتان بندري ښارګوټي کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، د کرنې وزارت د غله‌جاتو رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین، د ترویج او څېړنې سلاکار میرویس خوګیاني، حقوقي سلاکار بشیر احمد پیغام او د بلخ د کرنې رییس حافظ محمد موسی مبین کړی دی.

د دې سفر په دوام د اوزبیکستاني پلاوي مشر د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوريو د کرنې په بېلابېلو موضوعاتو لکه د کرنیزو محصولاتو وارداتو او صادراتو پراختیا، د امو سیند د غاړو استحکامات، د مېوو او سبزیو لپاره د لابراتوارونو او معیاري پروسس‌خونو جوړول، معیاري درمل‌شیندنه (فومیګیشن) او د سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

د اوزبیکستان د کرنې مرستیال د دې سفر موخې د کرنې د پراختیا، په دې برخه کې پانګونې، د افغانستان مېوو ته په نړیوال مارکیټ کې بازار موندنې او تخنیکي همکاریو په ځانګړې توګه د امو سیند د استحکاماتو او د صادراتي زیربناوو پراخولو په اړه د هوکړه‌لیکونو لاسلیکول یادې کړې دي.

د بلخ والي غوښتنه کړې، چې د امو سیند د استحکامي پروژو په برخه کې پراخه همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، د امو سیند ویجاړیو د بلخ څلورو ولسوالیو کرنیزې ځمکې له ګواښ سره مخ کړې دي.  

ملا محمد یوسف وفا همداراز د صادراتي محصولاتو د ښې ساتنې لپاره د سړو خونو او پروسس مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې او اقتصاد د پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د اسلامي همکارۍ نړیوال سازمان د سوري زړه د ۳۰ ناروغانو د درملنې لګښت ورکوي

د افغاني سرې میاشتې او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د سوري زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ‌ شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي دکتور محمد سعید العیاش ترمنځ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال مولوي روح الله عبدالسلام او د یاد سازمان د بشري مرستو د مسول عماد الدین رباني په شتون کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۳۰ تنو ناروغانو د درملنې او عملیاتونو د مالي لګښت د ورکړې برخه کې د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس د اسلامي همکاریو سازمان له همېشنیو مرستو مننه کړې او دې برخه کې یې د لا ډېرو ماشومانو د درملنې غوښتنه کړې ده.

ورپسې د اسلامي همکاريو د سازمان استازي او مل پلاوي په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو بېلابېلو خدماتو ستاینه کړې او ډاډ یې وړاندې کړی، چې د دې خیریه ملي ټولنې له لارې به د بې وزله او اړمنو وګړو لاسنیوي ته دوام ورکوي او دې برخه کې به نوې پروژې هم پیلوي.

مالیې وزارت د کورني صنعت د ودې په موخه په یو شمېر توکو ګمرکي تعرفې کمې او په یو شمېر نورې لوړې کړې

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د مرستیال مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د تعرفې کمېټې لومړۍ غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسېدو او کورني صنعت د ودې په موخه په یو شمېر واردوونکو توکو ګمرکي تعرفې کمې او په یو شمېر نور بیا لوړې شوې دي.

  • د لوبیا، مټرو او نخودو کنسرونه: له ۳۰ ، ۲۵ او ۸۰ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته!
  • د پنیر او اوبو پوډر: له ۶۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته!
  • د ایسکریم جوړولو ماشین: له ۲۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته!
  • د اوبو یخولو ماشین: له ۲۰ سلنې څخه ۱۲ سلنې ته!
  • د نلونو، اوسپنیز نښلوونکی او شیردانونه: له ۱۰ او ۳۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته!
  • کیمیاوي سره: د ۲.۵ سلنې څخه یو سلنې ته!
  • تور نخود: له ۱۲ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راښکته شوې!
  • اچار او ککاو: له ۲۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته پورته شوې.
  • د دالو هم د پینځه سلنې څخه ۲۰ سلنې ته ګمرکي تعرفه پورته شوې ده!

د کانونو او صنایع خونه وايي، چې د مالیې وزارت له لوري په واردوونکو توکو د ګمرکي تعرفې راټیټول به کورنی صعنت پياوړی او صنعتکاران به وهڅوي، چې لا نوره پانګونه وکړي.

افغانستان اوس‌مهال په کور دننه ۵۰۰ بېلابېل توکي تولیدوي، چې په ۱۴۳ سکټورونو کې پرځان بسیا دی.

د الشفاء روغتون د ژر تر ژره فعالولو په اړه غونډه شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د الشفاء نمونه یي روغتون د رهبري غونډه شوې.

په دې غونډه کې د ساختماني چارو د ښه والي او چټکتیا، په یاد روغتون کې د برېښنایي (آی ټي) وسایلو د برابرولو، نصب او فعالولو په اړه خبرې شوې دي.

غونډه کې د الشفاء نمونه يي روغتون د بورډ غړو او متخصصینو او د کور او ښار جوړولو او د عامې روغتیا وزارتونو او ملي پراختیا شرکت انجنیرانو او د تدارکاتي چارو متخصصینو شتون درلود، چې په عاجله توګه د یاد روغتون د فعالولو او ګټه اخیستنې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته لازم تصمیمونه ونیول شوي دي.

مولوي عبدالکبیر: د ملګرو ملتونو سازمانونه دې د افغان کډوالو د ښارګوټو په جوړولو کې ونډه واخلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې چې له اغلې اوتنبایوا سره په سیاسي چارو کې د نوموړې مرستیالې هم ملتیا کوله، د افغان کډوالو، کورني بې‌ځایه شویو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې شوې دي.

د یوناما مشرې د کډوالو او کورني بې‌ځایه شویو په اړه د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ وروستۍ تخنیکي ناسته ستایلې او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی. دغه‌راز یادونه یې کړې، چې ددې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.

د اغلې اوتنبایوا په وینا، یوناما هڅه کوي تر څو له اسلامي امارت سره په شریکه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اغېزمن کار وکړي.

نوموړې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده، چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.

همدارنګه یې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پر مټ حل شي.

مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا له شویو مرستو یې مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د کډوالو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډیرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او همدارنګه کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د ویش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده. تر دې دمه کډوالو ۵۸ ښار ګوټي ته په پام کې نیول شوي دي.

مولوي عبدالکبیر کډوالو ته د مرستو د کچې پر لوړیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو سازمانونه دې د مهاجرینو د ښارګوټو په رغولو کې ونډه واخلي.

د ناستې په پای کې محترم وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته تیار دي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د افغان خاورې امنیت تضمین کړی او د ګاونډیو په ګډون نړۍ ته له افغانستان څخه ضرر متوجه نه دی.

کابل کې د قطر شارژدافیر: قطر له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د قطر له شارژدافیر او سرپرست سفیر ډاکټر میردف علي القشوطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون په اړه خبرې شوې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د قطر شارژدافیر ته ښه راغلاست ویلی او له افغانستان سره یې د یاد هېواد د مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص د قطر له شارزدافیر او سرپرست سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

نوموړي ویلي؛ د قطر هېواد په نړیواله کچه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او زموږ هیله دا ده، چې په نړیوالو غونډو کې په ځانګړي ډول په (COP-30) کنفرانس کې چې د برازیل په هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د افغانانو ستونزې تر نړیوالو ورسوو.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې د ظرفیت لوړونې، تجربو د شریکولو، د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، د قطر د چاپېریال ساتنې وزارت سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیکولو، په نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي د ګډون زمینې برابرولو، د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د قطري وګړو او شرکتونو د همکارۍ را جلبولو په برخو کې همکاري وکړي.

د قطر شارژدافیر او سرپرست سفیر ویلي، هېواد یې تل دا هڅه کړې چې له افغانستان سره په هره برخه کې مرسته وکړي او افغانستان له نړۍ سره ونښلوي.

نوموړي ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په هره برخه کې همکاري کوي او کوښښ به وکړي چې په نړیوالو غونډو کې د افغانانو غږ پورته کړي.

دواړو خواوو په ګډه همکارۍ ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د چاپېریالي مسایلو په تړاو به ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې

بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزيز الخليفي د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوه اړخيزو اړيکو، بېلابېلو برخو کې د همکاريو په پراختيا او پر یو شمېر سيمه‌ييزو مسايلو خبرې کړې.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي له قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې وبللې او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه نږدې راتلونکي کې د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په پراختيايي او بشري برخو کې افغانستان سره د قطر مرستې هم ارزښتناکې بللې.

ورته مهال محمد بن عبدالعزيز الخليفي په کلتوري، روغتيايي، سپورتي او د کاريګرو لېږد برخو کې افغانستان سره مرستو ته چمتووالي ښودلې او ټينګار يې کړې، چې د چارو د ښه تعقيب په موخه دې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د منظمو تماسونو ميکانيزم رامنځ ته شي.

د دې کتنې په پای کې دواړو لوریو د قطر او افغانستان ادارو ترمنځ پر نږدې همکارۍ او لیدو کتو هوکړه کړې ده.