ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 618

بلخ کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت د نفتي موادو د ایستنې کارخونه جوړېږي

د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د روسيې هېواد له یو شمیر سوداګرو رستم جبار، آرتور حسين بیګوف او سرګئی ګافریلوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې روسيي سوداګرو ویلي؛ مونږ غواړو په بلخ ولايت کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو ایستنې په برخو کې کارخونه جوړه کړو.

یادو سوداګرو زیاته کړې، بلخ د جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د دې کارخونې د جوړولو لپاره مناسب ځای دی.

مولوي نورالهادي ابوادریس یادو سوداګرو ته د ښه راغلاست سربېره ټولو اړوندو سکتوري اداراتو سره په ګډه همغږۍ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي؛ افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه کوي، چې دغه اړیکې لا ټینګښت ومومي.

ښاغلي ابوادریس زیاته کړې، د اوس مهال په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، ټول بهرني او کورني سوداګر کولی شي د اسلامي نظام پاليسۍ سره سم خپلې سوداګريزې چارې پرمخ بوځي.

هېره دې نه وي، چې د دې کارخونې د جوړونې موخې هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرول، اقتصادي برخو لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پالل بلل شوې دي.

 د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې چینايي او افغاني پانګوالو هم بلخ کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سمنټو کارخونې جوړولو ته لیوالتیا ښودلې وه.

له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد پروسه پیل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل نړيوال هوايي ډګر د ترمينل په تالار کې له هېواد څخه د افغان حاجیانو د لومړني پرواز په مناسبت ځانګړې غونډه او مراسم ترسره شول.

 په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د کابل نړیوال هوایي ډګر رییس او د کڼو امارتې ادارو او داریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسولینو، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو رییسانو ګډون کړی وو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج او عمرې لوی رییس مولوي محمد نبي محمدي د غونډې پرانیستونکي وینا وکړه.

نوموړي د حج د فریضې د ترسره کولو په اړه د یاد وزارت د ترتیب شویو پلانونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او څرګنده یې کړه، چې د حج پروسه د سعودي عربستان د حج له چارواکو سره په بشپړه همغږي پرمخ وړل کېږي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له وزیر، مسولینو او له ټولو هغو ادارو څخه چې د حج په دې مهمه پروسه کې یې همکاري کړي ده، مننه او قدرداني وکړه.

 مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل، څرګنده ده چې د حج د چارو مسولین دا بهیر د لوړې ژمنتیا، اخلاص، صداقت او مسلکي معیارونو پر بنسټ په بریالۍ توګه پرمخ وړي.

نوموړي ټولو افغان حاجیانو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په څلورو پروازي زونونو (کابل، کندهار، بلخ، او هرات) کې د حاجیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په بشپړه توګه برابرې شوې دي او ستاسو خدمت کول زمونږ لوموړۍ درجه مسولیت دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل؛ نن چې مونږ او تاسې په دې غونډه کې راټول شوي یو، دا غونډه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د افغان حاجیانو د لومړنۍ الوتنې په مناسبت جوړه شوې ده. نن زمونږ د ګران هېواد حاجیان د حج سترې فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.

 شیخ نورمحمد ثاقب زیاته کړه؛ دغه پرواز چې له کابل څخه د مدینې منورې پر لور ترسره کېږي، په کې ۲۳۰ تنه حاجیان سفر کوي او دغه حاجیان ډېر بختور دي چې نن د رسول الله ﷺ مبارک ښار ته دتللو شرف حاصلوې .

 نوموړي وویل؛ حج د اسلام یوه مهمه فریضه ده او ځانګړي ارزښت لري او دا یو داسې عبادت دی چې هر وخت نه‌ شي ترسره کېدای بلکې ټاکلی وخت لري، چې هغه د حج میاشتې او ورځې دي.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ مونږ د ۳۰ زره حاجیانو د سمې لارښوونې لپاره د ټول هېواد په سطحه ۶۵۲ تنه جید علماءیکرام د ازموینې له لارې د معلمینو په توګه ټاکلي دي.

دغه معلمین به له افغان حاجیانو سره حرمینو شریفینو ته یوځای سفر کوي او د مناسکو په ترسره کولو کې به د دوی لارښوونکي وي.

د نوموړي په وینا، د حج د مناسکو لارښود کتاب په پښتو او دري ژبو چاپ شوی دې اوټولو حاجیانو ته ورکړل شوی دی.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه؛ د دغو حاجیانو د ښه خدمت د ترسره کولو لپاره ۳۰۰ د بعثې اعضا هم له دوی سره سعودی عربستان ته لیږل کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل؛ نن به دالله په مرسته لوموړنۍ پرواز ترسره شي، چې زمونږ ټول ۳۰ زره حاجیان به ان شاء الله تعالی په ٩٧ پروازونو کې حرمینو شریفینو ته انتقال کړل شي .

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټولو حاجیانو او د دوی کورنیو ته د حج د دې مبارک سفر دپیل مبارکې وویله او د حج د دغې ملې پروسې په پرمختک کې یې د عامي روغتیا وزارت، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو او نورو ښکېلو ادارو د مسولینو همکاري مهمه وبلله او د دوی له بې‌ دریغه هڅو څخه یې مننه وکړه.

د غونډې په لړ کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند، د عامې روغتیا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو وزیرانو، د کابل نړیوال هوایې ډکر رییس او د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسولینو په خپل نوبت سره خبرې وکړې.

هغوی هر یو له خپل اړخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 غونډه د حج پروسې د بشپړ بریالتوب په دعاییې سره پای ته ورسیده.

افغانستان کې د غالۍ اوبدلو حرفوي مرکز د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر وايي، چې په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو مرکز د جوړولو په موخه یې د اذربایجان له نړیوالې پراختیايي ادارې (AIDA) او کابل کې د دې هېواد له سفارت سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پروژه د “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ساتنې او ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنیز مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې د افغانستان د غالۍ اوبدلو د ارزښتمن دود رواجولو په موخه ډیزاین شوې ده.

دغه‌راز دا پروژه په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت په ترویج سربېره د نورو دودیزو لاسي صنایعو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.

د یادې پروژې پر مټ به سیمه‌ییز کسبګر په مسلکي او تخصصي ډول ورزول شي، کسب او کار به پراخه شي او د اقتصاد په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

دا پروګرام د اذربایجان نړیوالې پراختیايي ادارې (AIDA) په مالي ملاتړ اجرا کېږي.

تهران کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو د پیژندنې کنفرانس ترسره شو

د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو د پیژندنې کنفرانس، د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز پلاوي په ګډون، د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون (ایران اکسپو ۲۰۲۵) په څنډه کې په تهران کې ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې چې د ایران سوداګریزو چارواکو، تولیدوونکو، اقتصادي فعالانو او د اسلامي شورا د مجلس استازو ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه، د پانګونې فرصتونه، شته چالشونه او ستونزې وارزول شوې.

د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو (B2B) ناستې ترسره شوې.

مولوي صدراعظم عثماني چې د افغان پلاوي مشري یې کوله، په خپلو خبرو کې د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل؛ اسلامي امارت هڅه کوي د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د پانګونې لپاره نور فرصتونه برابر کړي، څو د سیمې او نړۍ په بازارونو کې پراخ حضور ومومي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ګډه همکاري کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې ټینګې کړي او د دوامداره پرمختګ بنسټ شي.

همداراز مولوي عثماني د ایران د کرنیزو ټکنالوژیو د پرمختګ یادونه وکړه او افغانستان ته یې د دغو تجربو او تجهیزاتو د لېږد زمینه د کرنې د پراختیا لپاره ګټوره وبلله.

د کرنې وزارت مرستیال زیاته کړه، افغانستان د یو کرنیز هېواد په توګه چمتو دی چې په ځانګړي ډول د کرنې او اوبو لګولو په برخو کې له ایران سره پراخې همکارۍ ولري.

نوموړي د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د تبادلې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

مولوي صدراعظم عثماني همداراز د اقتصادي پراختیا په برخه کې د خصوصي سکتور محوري رول مهم وباله او له ایراني او نړیوالو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخو کې، پانګونه وکړي او په وینا یې، اسلامي امارت د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ښاغلي عثماني په پای کې هیله څرګنده کړه، چې دا کنفرانس او د ایران نړیوال نندارتون (ایران اکسپو ۲۰۲۵) د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کرنیزو اړیکو د یوه نوي فصل پیل شي او دا همکارۍ به د دواړو هېوادونو د ملتونو او د سیمې د ثبات لپاره ګټورې تمامې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې عمومي مدیر عبدالساده نیسي هم په کنفرانس کې ګډون کړی و.

نوموړي وویل، افغانستان د ایران په اقتصادي سیاستونو کې ځانګړی اهمیت لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخول د سازمان د ستراتیژیکو لومړیتوبونو له جملې څخه دي.

عبدالساده نیسي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تبادلو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړولو خبره وکړه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۳۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر ۱۰۳ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۲۲ زره ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴۶ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۲۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۷۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۶۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۳ کورنیو سره ټولې ۹۳۲ زه افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه ۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، مرکز ښرنې او یوسف خیلو ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۲۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۹ تنه و، مرکز او ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳۹۳۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱۴ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۳۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۰۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۰۶ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۶۴ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۳۱ کورنۍ او درې زره او ۷۳۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴۲۹ کورنۍ او دوه زره ۳۴۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۸۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۹۹۱ عدده

د زندانونو چارو د سمون اداره: له ایران څخه شاوخوا ۲۰۰ افغان بندیان هېواد ته را لېږدول شوي

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولین وايي، چې د اسلامي امارت په هڅو يي شاوخوا ۲۰۰ افغان زندانیان له ایران څخه هېواد ته رالیږدولي، تر څو په کور د ننه د خپل بند موده تېره کړي.

د یادې ادارې د ویاند محمد نسیم لالهاند په وینا، دوه ایراني اتباع هم، چې د افغانستان په بندخونو کې ساتل کېدل، ایراني چارواکو ته سپارل شوي، تر څو د ایران په زندانونو کې خپله د بند موده تېره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۱۶ سوه افغان زندانیان هېواد ته را لېږدول شوي.

د اسلامي امارت مسولینو ویلي، هڅه کوي چې له نورو هېوادونو هم د افغان بندیانو د را لېږدولو لړۍ روانه وساتي.

د تورخم په عمري مېشت غالي کې د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم سیمې په عمري مېشت غالي کې د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د دې شبکې د چارو د پیل په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریيس مولوي قسمت الله مبارز، د عمرې مېشت غالي مسول محمد هاشم میوندوال او د کډوالو د کمېټې یو شمیر غړو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د زر متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د څلور زره مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۸ سولر تختو او شیردهنونو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د یاد مېشت غالي ۱۰۰ زره تنه کډوال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې یوشمېر غړو او د کندهار، زابل او هلمند ځايي مسولینو په شتون کې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په اتمه نېټه په کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وویل؛ دا پروژې د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زیربنا پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي، چې په مرسته به یې د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي.

په دې برېښنا سره به کورونه روښانه او صنعت به وده وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ اسلامي امارت په کور دننه له شته سرچینود برېښنا د تولید په برخه کې جدي هڅې کوي، چې په همدې موخه یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ میګاواټه په ظرفیت له لمر، باد او ګازو څخه د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.

 په دې مراسمو کې ټولو مسولينو د برېښنا کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نیمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا پر رسولو ټينګار وکړ.

 په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سب‌سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي کارخونې څخه د کندهار ختیځ سب‌سټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

په دې پروژو باندې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي کارخونې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

پوتین له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې په دویمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد او د دوی د متحدینو د بریا ۸۰مې کلیزې په مناسبت له اوکراین سره درې ورځې اوربند کوي.

کرملین ویلي، چې دا ۷۲ ساعته اوربند به د مې میاشتې له ۸مې تر ۱۱ مې دوام وکړي.

روسیې له کیېف غوښتي، تر څو له دې موقتي اوربند سره هوکړه وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په غبرګون کې ویلي: “که روسیه ريښتیا هم سوله غواړي، ژر تر ژره باید اوربند وکړي.” نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اوکراین لږ تر لږه ۳۰ ورځني “ثابت، باوري او بشپړ اوربند” ته چمتو دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د وړاندیز له تایید پرته ویلي: “که همدا اوس له هرې نېټې تر ۳۰ ورځو ريښتینی اوربند کولای شو، نو ولې د مې تر ۸مې په تمه شو؟”

د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر بیا د روسیې د درې ورځني اوربند وړاندیز رد کړی.

کرملین د یاد ۷۲ ساعته اوربند له اعلان وروسته له کیېف غوښتي، چې اوربند ومني خو ټینګار یې کړی، چې که اوکراین سرغړونه وکړي، روسي ځواکونه به مناسب او اغیزمن ځواب ورکړي.

ایران په کابل او بامیانو کې د نیمه‌پاتې روغتونونو چارې بیا پيلوي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د سرطان په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو پر څرنګوالي، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د سرطاني ناروغیو په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، طبي تجهیزاتو برابرولو، د ناروغیو اړوند څېړنې او تحقیقاتو، افغانستان ته د با کیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو را واردولو او د کابل او بامیان ولایت د جوړېدونکو روغتونونو پر څرنګوالي او وضعیت مفصلې خبرې کړې دي.

د ایران سفیر د روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او په نږدې راتلونکي کې یې په کابل او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ډاډ څرګند کړی او د سرطان په برخه کې یې د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو ژمنه کړې ده.