ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 619

د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته رسېدلی

د ایران د بندر عباس په رجایي بندر کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله د وژل شویو شمېر ۷۰ ته رسېدلی.

چارواکي وايي، چې ۲۲ کسان نادرکه دي او لسګونه جسدونه لا هم نه دي پېژندل شوي. دغه‌راز له ۱۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د اور وژنې عملیات پای ته رسېدلي، خو ځایي مسولینو ویلي، چې د مرستې رسولو او ژغورلو عملیات لا هم روان دي.

د ایران د بندر عباس په رجايي بندر کې تېره شنبه د ثور پر ۶مه زروره چاودنه وشوه، چې تر ۵۰ کیلو مترۍ یې اغیز حس شوی. وروسته اور هم لګېدلی او ګڼې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

چارواکي د اور د کنټرول خبر ورکوي او وايي، چې د سیمې پاکول او د کانټینرونو لېږد ښايي تر دوو اونیو وخت ونیسي.

له دې چاودنې درې ورځې وروسته د مړو شمېر لا هم په زیاتېدو دی.

ایران له دې چاودنې وروسته پرون دوشنبه د ثور پر ۸مه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.

مولوي عبدالسلام حنفي: ملګري ملتونه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې ټام فلیچر افغانستان ته پخپل سفر خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت په واکمنۍ کې یې د امنیت د تامین او د شویو پرمختګونو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانان مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د مرستو رسولو کوښښ کوي.

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې، چې په افغانستان کې زیات مثبت بدلونونه راغلي او په دې حقایقو سترګې پټول له انصاف څخه لیرې دي.

ښاغلي فلیچر له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې لویې پراختیایي پروژې عملي شي، تر څو په پایله کې یې افغانان په راتلونکي کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ونه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي ټام فلیچر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو مننه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د اسلامي امارت رهبري او مسولین د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو رفع کولو او اقتصادي ودې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.

ښاغلي حنفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو را ایستلو په تړاو ویلي، چې دا پروسه د ګاونډیتوب اصولو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې ده او په دوه اړخیزو اړیکو یې منفي اغېز کړی. هیله ده ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو، په متقابل درناوي ولاړو او اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکی دی.

د قطر له لومړي وزیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د افغانستان او قطر په دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمه‌ییزو چارو خبرې شوې.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې نږدې او د ورورولي یادې کړې او د سیمې له هېوادونو سره یې د افغانستان د اړیکو له پراختیا خوښي څرګنده کړې ده.

ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور باید منظمې اړیکې ولري.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر د بلنې له امله مننه کړې او د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې يې د قطر ارزښت ځانګړی بللی دی.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

ښاغلي متقي وړاندیز کړی، تر څو قطر په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو پر لارو چارو کار وکړي.

پکتيا کې دوې کورنۍ له یوې پېړۍ دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

د پکتيا ولایت سيد کرم ولسوالۍ په کوز سیجنک کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۱۱۰ کلونو اوږده شخړه او خپلمنځي بدي تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د دیني عالمانو، قومي مخورو او نورو مسولینو په ملتیا د یوې لویې قومي جرګې په ترڅ کې حل او دواړه خواوې له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې.

د سرحدونوو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ دغه بدي چې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ یوه پېړۍ وړاندې رامنځته شوې وه، له امله یې دوه تنه وژل شوي او په دغه اوږده موده کې یې طرفینو ته زیات مالي زيانونه هم اړولي وو.

د دغو کورنیو ترمنځ دښمنۍ له پخواني نسل څخه پاته خلکو ته هم ډېرې ناخوالې جوړې کړې و. او وخت نا وخت به د دوی ترمنځ خنډونه رامنځته کېدل، چې له نیکه مرغه مسولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دوی له هر ډول دښمني څخه نور لاس واخیست او د ورورولۍ ژوند یې غوره کړ.

د جرګې پرمهال ښکېلو خواوو په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه، له مسولینو یې په مننې سره پر نورو خلګو هم غږ وکړ چې د دوی په څېر دي له بدیو لاس واخلي او یو بل ته دي بښنه وکړي.

دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او د شخړو ژوند یې له ناخوالو او ستونزو ډک یاد کړ.

د جرګې په وروستیو کې د یوې فیصلې پر بنسټ د دواړو خواوو روغه جوړه اعلان شوه او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه وکړه

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون او د کورنيو چارو وزارت د مرستیال ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوه.

 په غونډه کې د امنیتي او دفاعي برخو د تشکیلاتو د تنظیم ترڅنګ، پر یو شمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو بحث وشو.

ګډونوالو د تشکیلاتو د تنظیم او اصلاح پر اهمیت ټینګار وکړ او د یوه منظم میکانیزم د رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه، څو ژمن، مستحق او مسلکي کسان خپلو دندو ته دوام ورکړي.

 همداراز، د تصفیې اړوند چارو په اړه غونډې ته راپورونه وړاندې شول چې د تصفیې بهیر وروستۍ مرحلې ته رسېدلی او چارې به یې په نږدې وخت کې بشپړې شي.

 د غونډې په اوږدو کې ټینګار وشو، چې د ځواکونو د کمیت پرځای باید کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.

د مولوي صدراعظم عثماني او د محمدرضا بهرامي لیدنه؛ په سوداګرۍ، اقتصاد او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې له رییس محمدرضا بهرامي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصاد او د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

محمدرضا بهرامي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوسني وضعیت خوښي ښودلې او د خپل وروستي سفر یادونه یې کړې، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او د ایران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره یې د کډوالو د حضور د قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې کړې دي.

د کرنې وزارت د کرنې مرستیال د ایران له حکومت څخه مننه کړې، چې د افغانستان پلاوي ته یې د ایران اووم صادراتي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

نوموړي د تېرو درېیو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر چټک پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي همکاري نورو برخو ته هم وغځوي.

مولوي صدر اعظم عثماني د ایران له خلکو او حکومت څخه د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته بېرته ستنولو زمینه برابره کړي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنیزو صنعتي همکاریو، د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړې دي.

افغانستان او ایران د اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو برخو کې تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري.

د افغان کډوالو ستونزه د دواړو هېوادونو لپاره مهم بحث دی او په وروستیو کلونو کې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هڅې روانې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نوره هم پیاوړې شي.

د ثور اتمه؛ په ملي راډیو تلویزیون کې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ونمانځل شوه

نن دوشنبه د ثور اتمه په هېواد کې د کمونیستي رژیم د ړنګېدو له ۳۳مې کلیزې سره برابره ده.

دا ورځ د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې ګڼو چارواکو، مجاهدینو او هېوادوالو ګډون پکې کړی و.

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ثور اتمه د هېواد تاریخي ازادي او د ویاړ ورځ بللې ده.

له نن پوره ۴۷ کلونه وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پر ۷مه د کمونیزم لښکرو د وخت د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړه او د یوه غیور مسلمان ملت پر حریم د کمونیستي تېري لپاره زمینه برابره شوه.

د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس پرله‌پسې ۱۴ کاله سخته مبارزه وکړه، چې بلاخره یې د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د استعمار خوب ريښتیا کېدو ته پرې نښود او د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه یې خپله ازادي او خپلواکي واخیسته.

اسلامي امارت د ثور اتمه ویاړلې ورځ ګڼي او د تاریخي یاد په توګه یې هر کال نمانځي. سږ کال هم د تېر په څېر د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تالار کې دا ورځ د تاریخي او ویاړلې ورځې په توګه ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د درېیو امپراتوریو ماتې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې پر افغانانو د پردیو نظریو د تحمیلېدو لپاره ټولې هڅې ناکامې دي.

د افغانستان ملي‌راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، د کمونیستانو د کودتا او پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د افغانانو مبارزې ثابته کړه، چې په هېڅ قیمت پر خپل ایمان معامله نه کوي.

ښاغلي احمدي په افغانستان کې د درېیو امپراتوريو ماتې ته په اشارې زیاته کړې، افغان ملت پر خپل ايمان او اسلام ،اباد دی.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د روسانو په مقابل کې د افغانانو مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانانو د روسانو د تمې خلاف د کمونیستي رژیم پر وړاندې نه هېرېدونکې مبارزه وکړه او پخوانی شوروي اتحاد یې پر افغانستان سربېره په منځنۍ اسیا کې مات کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانانو د جهاد موخې ترلاسه کړې او ټول تر یوې رهبرۍ لاندې ژوند کوي.

ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې نور به افغانستان د خپلواک سیاست سربېره غښتلی اقتصاد او پوځ ولري.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت افغانان خپلواک ملت ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې هېڅ وخت به اشغال ته تسلیم نه‌شي، بلکې د سر په بدل کې به د خپلې خاورې دفاع کوي.

نوموړي ویلي، چې افغانان یو موټی دي او ترمنځ یې هېڅ توپیر نشته. دغه‌راز څوک چې د افغانانو ترمنځ توپیر کوي د افغانستان دښمنان دي.

یاده غونډه چې په ویاړ یې ګڼو چارواکو ویناوې وکړې، په دعا پای ته ورسېده.