پکتيا کې دوې کورنۍ له یوې پېړۍ دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې
د پکتيا ولایت سيد کرم ولسوالۍ په کوز سیجنک کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۱۱۰ کلونو اوږده شخړه او خپلمنځي بدي تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د دیني عالمانو، قومي مخورو او نورو مسولینو په ملتیا د یوې لویې قومي جرګې په ترڅ کې حل او دواړه خواوې له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې.
د سرحدونوو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ دغه بدي چې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ یوه پېړۍ وړاندې رامنځته شوې وه، له امله یې دوه تنه وژل شوي او په دغه اوږده موده کې یې طرفینو ته زیات مالي زيانونه هم اړولي وو.
د دغو کورنیو ترمنځ دښمنۍ له پخواني نسل څخه پاته خلکو ته هم ډېرې ناخوالې جوړې کړې و. او وخت نا وخت به د دوی ترمنځ خنډونه رامنځته کېدل، چې له نیکه مرغه مسولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دوی له هر ډول دښمني څخه نور لاس واخیست او د ورورولۍ ژوند یې غوره کړ.
د جرګې پرمهال ښکېلو خواوو په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه، له مسولینو یې په مننې سره پر نورو خلګو هم غږ وکړ چې د دوی په څېر دي له بدیو لاس واخلي او یو بل ته دي بښنه وکړي.
دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او د شخړو ژوند یې له ناخوالو او ستونزو ډک یاد کړ.
د جرګې په وروستیو کې د یوې فیصلې پر بنسټ د دواړو خواوو روغه جوړه اعلان شوه او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.
د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه وکړه
د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون او د کورنيو چارو وزارت د مرستیال ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د امنیتي او دفاعي برخو د تشکیلاتو د تنظیم ترڅنګ، پر یو شمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو بحث وشو.
ګډونوالو د تشکیلاتو د تنظیم او اصلاح پر اهمیت ټینګار وکړ او د یوه منظم میکانیزم د رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه، څو ژمن، مستحق او مسلکي کسان خپلو دندو ته دوام ورکړي.
همداراز، د تصفیې اړوند چارو په اړه غونډې ته راپورونه وړاندې شول چې د تصفیې بهیر وروستۍ مرحلې ته رسېدلی او چارې به یې په نږدې وخت کې بشپړې شي.
د غونډې په اوږدو کې ټینګار وشو، چې د ځواکونو د کمیت پرځای باید کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.
د مولوي صدراعظم عثماني او د محمدرضا بهرامي لیدنه؛ په سوداګرۍ، اقتصاد او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې له رییس محمدرضا بهرامي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصاد او د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
محمدرضا بهرامي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوسني وضعیت خوښي ښودلې او د خپل وروستي سفر یادونه یې کړې، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او د ایران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره یې د کډوالو د حضور د قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې کړې دي.
د کرنې وزارت د کرنې مرستیال د ایران له حکومت څخه مننه کړې، چې د افغانستان پلاوي ته یې د ایران اووم صادراتي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
نوموړي د تېرو درېیو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر چټک پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي همکاري نورو برخو ته هم وغځوي.
مولوي صدر اعظم عثماني د ایران له خلکو او حکومت څخه د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته بېرته ستنولو زمینه برابره کړي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنیزو صنعتي همکاریو، د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړې دي.
افغانستان او ایران د اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو برخو کې تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري.
د افغان کډوالو ستونزه د دواړو هېوادونو لپاره مهم بحث دی او په وروستیو کلونو کې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هڅې روانې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نوره هم پیاوړې شي.
د ثور اتمه؛ په ملي راډیو تلویزیون کې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ونمانځل شوه
نن دوشنبه د ثور اتمه په هېواد کې د کمونیستي رژیم د ړنګېدو له ۳۳مې کلیزې سره برابره ده.
دا ورځ د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې ګڼو چارواکو، مجاهدینو او هېوادوالو ګډون پکې کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ثور اتمه د هېواد تاریخي ازادي او د ویاړ ورځ بللې ده.
له نن پوره ۴۷ کلونه وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پر ۷مه د کمونیزم لښکرو د وخت د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړه او د یوه غیور مسلمان ملت پر حریم د کمونیستي تېري لپاره زمینه برابره شوه.
د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس پرلهپسې ۱۴ کاله سخته مبارزه وکړه، چې بلاخره یې د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د استعمار خوب ريښتیا کېدو ته پرې نښود او د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه یې خپله ازادي او خپلواکي واخیسته.
اسلامي امارت د ثور اتمه ویاړلې ورځ ګڼي او د تاریخي یاد په توګه یې هر کال نمانځي. سږ کال هم د تېر په څېر د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تالار کې دا ورځ د تاریخي او ویاړلې ورځې په توګه ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د درېیو امپراتوریو ماتې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې پر افغانانو د پردیو نظریو د تحمیلېدو لپاره ټولې هڅې ناکامې دي.
د افغانستان مليراډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، د کمونیستانو د کودتا او پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د افغانانو مبارزې ثابته کړه، چې په هېڅ قیمت پر خپل ایمان معامله نه کوي.
ښاغلي احمدي په افغانستان کې د درېیو امپراتوريو ماتې ته په اشارې زیاته کړې، افغان ملت پر خپل ايمان او اسلام ،اباد دی.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د روسانو په مقابل کې د افغانانو مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانانو د روسانو د تمې خلاف د کمونیستي رژیم پر وړاندې نه هېرېدونکې مبارزه وکړه او پخوانی شوروي اتحاد یې پر افغانستان سربېره په منځنۍ اسیا کې مات کړ.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانانو د جهاد موخې ترلاسه کړې او ټول تر یوې رهبرۍ لاندې ژوند کوي.
ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې نور به افغانستان د خپلواک سیاست سربېره غښتلی اقتصاد او پوځ ولري.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت افغانان خپلواک ملت ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې هېڅ وخت به اشغال ته تسلیم نهشي، بلکې د سر په بدل کې به د خپلې خاورې دفاع کوي.
نوموړي ویلي، چې افغانان یو موټی دي او ترمنځ یې هېڅ توپیر نشته. دغهراز څوک چې د افغانانو ترمنځ توپیر کوي د افغانستان دښمنان دي.
یاده غونډه چې په ویاړ یې ګڼو چارواکو ویناوې وکړې، په دعا پای ته ورسېده.
ننګرهار کې د ۷۱ ميليونه افغانيو په لګښت خدماتي پروژوې پیلیږي
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري نن له غرمې مخکې د ننګرهار او کنړ ولايتونو په یو شمېر سرحدي ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پيل او عملي چارو د ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته وکړه.
په دې مشورتي ناسته کې د سرحدي خدماتو مرکزي کمېټې استازو او د یادې کمېټې تخنیکي غړو ګدون کړی وو.
ناسته کې د سرحدي پلټنو مرستیال فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پلي کېدو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مرکزي کميټې غړو ته یې دنده وسپارله، ترڅو د پروژو د عملي کارونو لپاره لاس په کار شي.
یادې پروژې به د ننګرهار په اچين، دور بابا، لعلپوره، مومندره او خوګياڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانيو په لګښت پلې شي او ځایي اوسېدونکې به یې په نږدې راتلونکې کې له ګټو څخه برخمن شي.
فاریاب کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش لرۍ پیل شوه
د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې راستانه شویو افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د نورو په څېر د فاریاب خلکو هم د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره بې درېغه قربانۍ ورکړي، چې نن دا دی په وحدت او اخوت کې سره ژوند کوو.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ تېرې ۲۰ کلنې دورې په افغانستان کې د باثبته اقتصاد، زیربنا او د هر اړخیز فساد مخنیوي برخه کې هېڅ نه دي کړي، خو اسلامي امارت د هر څه لپاره کلک هوډ او تصمیم شته چې خلک یې په ورځني ډول د پایلو لیدونکي دي.
نوموړي ویلي، امارت د افغانستان راتلونکې ته پام کوي او په دې فکر کې دی چې څنګه هېواد اباد کړي.
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي؛ اسلامي امارت د کډوالو سربېره د کونډو، یتیمانو او بې وزله اقشارو پالنه او خدمت کوي.
ښاغلي نعماني همداراز ویلي، د اقتصادي جهاد او خپلواکۍ د باثباته کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هېواد کې حاکم اسلامي نظام توانیدلی، چې د بېلابېلو قومونو، ژبو، دودونو او سمتونو ترمنځ یووالی راولي او ظلم او فساد ختم کړي.
د فریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي په یاد ولایت کې د ځمکو د وېش پر بهیر خوښي ښودلې او ویلي یې دي، شپه او ورځ به د خپلو خلکو خدمت ته ملا وتړي او نور به هم وهڅوي چې د خپلو کډوالو ورونو لاسنیوی وکړي.
د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې کډوالو لپاره په څلور زره جریبه ځمکه کې ښارګوټي جوړ شو، چې دوه زره او ۶۲۰ استوګنیزې نمرې لري او په ټوله کې ۳۰ ډوله تاسیسات په کې په پام کې نیول شوي دي.
تېر کال په میدان وردګو ولایت کې نږدې ۶۰ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي
د میدانوردګو ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۵۹ زره او ۹۶۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ په دې خدمتونو کې ۲۱ زره او څلور الکترونیکي پیژندپاڼې، ۱۶زره او ۷۲۲ کاغذي پیژندپاڼې، ۱۷ زره او ۶۶۲ زېږون کارتونه، ۹۱د مړینې پارچې او ۴ زره او ۴۸۱ نورو کسانو ته په تابعیت تذکرو کې اصلاحي خدمتونه شاملیږي.
د میدانوردګو ولايت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي وايي؛ په دې ولایت کې د الکترونیکي پیژندپاڼو دوې وېش څانګې چې یوه یې په مرکز میدانښار او دویمه هغه یې په سیداباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، فعالې دي او په لومړۍ وېش څانګه کې د نویو الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش سربېره له نوې صلاحیتنامې سره سم تر وېش وروسته ټول اړوند خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې له معیاري فورمو څخه په ګټهاخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه یې په میاشتني ډول د ۲۵۰ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې او له ادارې سره شریکې کړي دي.
ټرمپ په نږدې راتلونکې کې له ایران سره د هوکړې خبر ورکړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره یې مذاکرات په ښه توګه روان دي او ښايي په نږدې راتلونکي کې هوکړې ته ورسېږي.
ایران او امریکا تر دې دمه د عمان په منځګړیتوب په غېرې مستقیمه توګه درې دورې مذاکرات کړي.
دواړه لوري غواړي یوې داسې هوکړې ته ورسېږي، چې لهمخې یې ایران هستهیي پروګرام د امریکا د بندیزونو لرې کېدو په بدل کې ودروي.
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له امریکایي لوري سره له درېیم پړاو خبرو وروسته ویلي وو، چې دا ځل نسبت تېرو پړاوونو ته خبرې ډېرې جدي وې.
نوموړي زیاته کړې وه، ځینې موضوعات شته، چې باید لومړی یې په اړه هوکړه وشي او وروسته یې بیا جزییاتو ته ولاړ شو.
ښاغي عراقچي دغه راز ویلي وو، لاهم د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات شته او هیله مندي یې ښودلې وه، چې راتلونکو ناستو کې په اړه پرېکړې وشي.








