ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 622

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي.

دا بریدونه د کډوالو په نصیرات پنډغالي، خان یونس، بیت‌لاهیا او د غزې په نورو بېلابېلو برخو کې شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او پرون یکشنبه هم په دې بریدونو کې ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي رژیم له ۷ اونیو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې ده.

تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) ویلي، چې په غزه کې یې د خوراکي توکو ټولې زېرمې په بشپړه توګه خلاصې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، وروستي خوارکي توکي یې د ګرمو خوړو هغو پخلنځیو ته چې خلکو ته خواړه برابروي سپارلي او اټکل کېږي، چې په دې پخلنځیو کې به په راتلونکو څو ورځو کې خوراکي توکي په بشپړ ډول خلاص شي.

صهیونیستي یرغلګرو د مارچ میاشتې پر درېیمه غزې ته په ورتلونکو بشري مرستو بندیز ولګاوه او دوې اونۍ وروسته یې یو ځل بیا پر دې تړانګه بریدونه پیل کړل.

د راپورونو له مخې، د مارچ تر پایه ټولې ۲۵ نانوايۍ چې د خوړو نړیوال پروګرام یې مالي ملاتړ کاوه د غنمو، اوړو او سون توکو د خلاصون له امله تړل شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې خوارځواکي هم په چټکۍ سره خپرېږي. ویل کېږي چې تېره اونۍ په شمالي غزه کې ۱۳۰۰ ماشومان معیانه شوي، چې تر ۸۰ ډېر پکې د سختې خوارځواکۍ ښکار ګڼل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې د زیاتو ټپیانو له امله روغتونونه د درملو، طبي توکو او تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادهانوم ګېبريوسس ویلي، چې په غزه کې یو ډېر ناوړه او بد حالت روان دی.

د دې تړانګې له ناوړه او بد حالت سره-سره اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشي بریدونو او بندیزونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان کېږي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۲۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۷ زره او ۶۳۹ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۳۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۵۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو زر تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۶۶ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶۱ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۹۳۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۲۹۴ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۵۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۳۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۱۴ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۹۳۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۷۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۵۹۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره ټولې ۴۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۶۴ کورنۍ د نیمروز په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۶۴ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۸ کورنیو سره ټولې ۳۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۹ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰۱ زره او ۱۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۵۸۳ کورنۍ او دوه زره او ۸۸۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴۶۱ کورنۍ او دوه زره او ۶۴۲ وګړي  

مرسته شوي کډوال:   ۶۷۰ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۶۰۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۱۹۷ عدده

د تورخم عمري پنډغالي ته په طبي تجهیزاتو او درملو سمبال روغتیايي ټیم واستول شو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه تورخم ته د سترګو ناروغیو د درملنې یو ګرځنده روغتیايي ټیم چې پر مجهزو درملو او تجهیزاتو سمبال و، ولېږل شو؛ ترڅو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د سترګو اړوند ناروغیو درملنې برخه کې لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

مولوي نور جلال جلالي له یاد ټیم څخه غوښتنه کړې، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د سترګو ناروغیو درملنې برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو لپاره په تورخم کې نږدې ۱۲ روغتیایي مراکز په خدماتو بوخت دي.

همدارنګه کندهار، نیمروز او نورو فرضي کرښو ته څېرمه سیمو کې هم بېرته راستنېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

د غزې له ۶۵ سلنه ډېر قربانیان ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري دي

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له ۶۵ سلنه ډېر قربانیان ښځې، ماشومان او سپين‌ږیري دي.

یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۵۲ زره او ۲۴۳ شهیدانو له ۶۵ سلنه ډېره برخه ښځې، ماشومان او سپين‌ږیري دي. له ۱۸ زره ډېر ماشومان شهیدان او له ۱۲ زره او ۴۰۰ ډېرې ښځې شهیدانې شوې دي.

د غزې د دولتي رسنیو د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو له دوه زره او ۱۸۰ ډېرې فلسطیني کورنۍ -چې مور، پلار او ټوله کورنۍ یې شهیدان شوي- له منځه وړې او له ۵ زره او ۷۰ ډېرې کورنۍ یې په داسې ډول له منځه وړې، چې په هره کورنۍ کې یوازې یو کس ژوندی پاتې دی.

دغه‌راز د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې له ۱۴۰۰ ډېرو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو، ۱۱۳ د ملکي دفاع کارکوونکو او ۲۱۲ ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند بایللی دی.

سربېره پر دې په دې بریدونو کې له ۷۵۰ ډېر د بشري مرستو ساتونکو افسرانو هم ژوند بایللی دی.

د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نوبتي غونډه کړې

د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نوبتي غونډه د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې مولوي حیات الله مهاجر فراهي د تېرو غونډو د پرېکړو او موضوعاتو ارزونه کړې، ورپسې د ځينو رسنيو له لوري دې کمېسیون ته رالېږل شوي شکايتونه څېړل شوي، چې په ترڅ کې يې د جهان راډيو د ستونزې هواري لپاره کمېټه ټاکل شوې، ترڅنګ يې د راه فردا تلويزيون او کارکوونکو ترمنځ يې د رامنځته شوې ستونزې په اړه خبرې شوي دي.

همدارنګه د داخلي رسنيو د ملاتړ په موخه د سوداګريزو اعلاناتو شريکولو موضوع ته د رسېدنې سربېره په څو نورو موضوعاتو هم بحث شوی او په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون په رسنيز ډګر کې د رامنځته شويو ستونزو د حل کولو په موخه رامنځته شوی، چې په نوبتي شکل د کمېسيون د غړو په شتون کې غونډه کوي او رالېږل شوي شکايتونه او رسنيزې سرغړونې څيړي او په اړه يې لازمې پرېکړې کوي.

د ثور اتمه؛ د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ!

نن دوشنبه د ثور اتمه په هېواد کې د کمونیستي رژیم د ړنګېدو له ۳۳مې کلیزې سره برابره ده.

۴۷ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نېټه څو پردي پالو کمونیستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شوه.

دغو پردي پالو څیرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونیستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې پاڅون وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله یې دوام وکړ.

مجاهدینو له ۱۴ کلن جهاد وروسته د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ کمونیستي رژیم ړنګ کړ.

د دې سختې او درنې  مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات وګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخ شول، چې له  ۱۴ کلونو وروسته د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.

د ۱۳۷۱ هـ ش کال د ثور اتمه نېټه د افغان ملت د بري، ازادۍ او خپلواکۍ ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ ولس او هېواد د کمونیزم له ښامار څخه ځان وژغوره.

دا بریا د میلیونونو افغانانو د قربانیو پایله ده، چې په خپل سپیڅلي جهاد سره یې ترلاسه کړې ده.

‏مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت کلک هوډ لري چې هېواد پر خپلو پښو ودروي

 د هېواد د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيال او د اوچا عمومي ریيس ټام فليچر لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو، د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو او طبيعي افتونو پر وړاندې د چمتووالي،‏ له مخدره موادو سره د مبارزې، کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو، د معتادينو د درملنې، له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د بڼې بدلولو، د مرستو په وړاندې کولو کې د اقتصادي مثمريت رامنځ ته کولو، د مرستو د اغېز د زياتوالي په موخه له داخلي توليداتو او ظرفيتونو څخه د ګټې اخيستنې، د مرستو د تطبيق د پروسو ساده کولو او لنډولو، د مرستو په تطبيق کې د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو او د مرستندويه ادارو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او پر ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي اميرخان متقي ویلي؛ په افغانستان کې له لسيزو جګړو، بې امنيتۍ، مخدره موادو او د جګړې د نورو ناوړو اغېزو له ختمونې وروسته د افغانستان اسلامي امارت کلک هوډ لري چې د هېواد په بېلابېلو ډګرونو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتيا څخه خلاص شي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته ادامه ورکړل شي، مرستې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې، او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.

ټام فليچر ویلي؛ ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدلو، امنيت، سيمه‌ييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د ګډو اهدافو له پاره کار کوي.

 نوموړي زیاته کړې، له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.

د فلیچر په وینا، له بشري مرستو څخه پرمختيايي او بنسټيزو کارونو ته د مرستو د نوعيت بدلول او د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيول به د دوی له اهدافو څخه وي.

په پای کې د بهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او دواړو لوريو د نړيوالو مرستو د موثريت او مثمريت د زياتولو په موخه د همغږۍ پر زياتوالي او ګډ کار هوکړه کړې.

هند غواړي چې په افغانستان کې د نیمه‌پاتې پروژو چارې بېرته پیل کړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي ‏رییس آنند پرکاش د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ‏لیدنه وکړه.‏

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو ‏سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي حالاتو په تړاو خبرې شوې.‏

د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر ‏پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې اوس‌مهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي ‏او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ‏

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید ‏اسانتیاوې رامنځته شي او ‏‎د سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي. ‏

ښاغلي آنند پرکاش ویلي، هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله ‏مند دی، چې په مختلفو برخو کې اړیکې نورې هم پراخه کړي. ‏

نوموړي زیاته کړې، چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي، چې په ځینو ‏زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې د څه مودې راهیسې ولاړې دي، ‏چارې يي بېرته پیل کړي.‏

په پای کې دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا د پلاوو پر تګ راتګ او د ویزو په برخه کې په اسانتیاوو راوستلو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.