ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 623

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس: د نړیوالو همکاریو جلبولو په برخه کې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره ګډ کار کوو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان  (FAO)له رییس ریچارډ ټرېنچارد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس هر کلی کړی او په افغانستان کې یې (FAO)فغالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د مثبتو لاسته راوړنو په موخه باید ګډ اقدمات ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان خلک تېرو جګړو او په وروستیو کې اقلیمي بدلون سخت ځپلي دي، موږ غواړو چې له نړیوالو او ملي موسسو سره په ګډه او همغږي توګه کار او د خپل ولس د هوساینې لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ دا اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.

ښاغلي خالص څرګنده کړې، کوښښ کوو چې له سفیرانو او نړیوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو، ترڅو په ملي او نړیوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.

ښاغلي خالص د FAO له رییس غوښتنه کړې، چې د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سفرونو د تنظیم په برخه کې د مالي امکاناتو برابرولو او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC-3) چمتو کولو په برخه کې دې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مالي او تخنیکي مرسته وکړي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي، ځکه دا بشري موضوع ده او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

مولوي مطیع الحق خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ په شمول په نورو نړیوالو غونډو کې د افغانستان حکومت استازو د ګډون زمینې په برابولو او کاپ ٣٠ کنفرانس ته د چمتووالي په برخه کې لازمه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ویلي، خوشبختانه د پخوا په پرتله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هڅې په ملي او نړیوالو مجلسونو کې مطرح او په اړه یې مثبتې خبرې کیږي.

نوموړي ژمنه کړې، چې FAO له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي.

ریچارډ ټرېنچارد ویلي، د دې ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې وندې سند د چمتو کولو  په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواو په ګډ کار، همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

مولوي امیرخان متقي له خپل اوزبیکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل اوزبیکستاني سیال بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په ځانګړي توګه د افغان-ترانس اوسپنې پټلۍ او د افغانستان اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي سعیدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اوزبیکستان ته د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.

نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په ځانګړې توګه افغان اتباعو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده.

ښاغلي متقي ویلي، چې افغانستان د لویو پروژو پلي کولو او د سیاسي، سوداګریزو او ترانزېټي همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

تېر کال د تازه او وچو میوو، حبوباتو، غله‌جاتو او ځینو نباتاتو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د ۱۴۰۲ کال په پرتله په ۱۴۰۳ کال کې د تازه او وچو میوو، حبوباتو، غله‌جاتو او ځینو نباتاتو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

یاد معاونیت زیاته کړې؛ د حبوباتو او غله جاتو له جملې په غنمو کې ۱۱، وریجو کې ۱۰، نخودو کې پینځه، باقلي کې ۲۳، جوارو کې شپږ او وربشو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د تازه او وچو مېوو له جملې په انارو کې ۲۱، انګور دوه، شفتالو درې، ناک ۲۷، ګیلاس پینځه، توت پینځه، کینو او مالټه ۶۴، زردالو ۱۰، انځر ۵۱، بادام ۳۷ او چهارمغزو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

همداراز د نباتاتو له جملې په زغرو کې ۶۵، کنجد ۱۰، زعفران ۷۶ او زیتون کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اسلامي امارت کرنه د هېواد د اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره یو مهم سکټور بولي، په همدې موخه د دغه سکټور د میکانیزه کولو او پراختیا هڅې کوي او پردې سربېره یې د کرنیزو محصولاتو لپاره په کوردننه او بهر کې د بازارموندنې په موخه هم بنسټیز ګامونه اخیستي دي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اوسېدنې دايمي ښارګوټي پرانيستل شول

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسيون له لوري په کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اوسېدنې ښارګوټي پرانيستل شول.

په دې پرانیستل شویو ښارګوټو کې د اوسېدنې لومړنۍ ټولې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.

د دغو ښارګوټو د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ریيس مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزير مولوي حمد الله نعماني او د اړوند ولايتونو سميه ييز مسولينو ګډون کړی و.

د يادو ښارګوټو د پرانيستو په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ويلي؛ اسلامي امارت د خپلو امکاناتو اړوند پرلپسې په زور راستنېدونکو کډوالو ته خدمات وړاندې کړې دي او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو، چې راستنېدونکو افغانانو ته په خپل هېواد کې د اوسېدنې باعزته او هوسا فضا رامنځته کړو.

ښاغلي حنفي د هېواد پر ټولو شتمنو وګړو او خيريه موسيسو غږ کړی، چې په دې سخت وخت کې د راستنېدونکو کډوالو لاسنيوی وکړي او ورته د اسانتياو په رامنځته کولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

ياد ښارګوټي د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ په درې زره او ۷۴۰ جريبه ځمکه کې، د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ په درې زره او ۱۰۰ جریبه ځمکه کې، د جوزجان ولايت د مرکز په دوه زره جريبه ځمکه کې، د سرپل ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په یو زر او ۲۴۷ جريبه ځمکه کې، د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په څلور زره جريبه ځمکه کې پرانيستل شول، چې د کور او ښار جوړونې وزارت د انجينرانو له خوا په معياري ډول ډيزاين او د اوسېدنې ټولې لومړنۍ اړتياوې، لکه جومات، مدرسه، ښوونځی د څښاک اوبه او نورې اړینې اسانتیاوې په پام کې پکې نيول شوې دي.

يادې ځمکې به د يوې شفافې پروسې له مخې مستحقو راستانه شويو کډوالو ته ووېشل شي.

د روان کال کانکور ازموینه د جوزا پر ۷مه پيلېږي

د ازموینو ملي ادارې مسولینو نن(یکشنبه د ثور۷ مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، اختصاصي او شپې پوهنځیو ازموینو اخیستلو د احتمالي پلان په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني په دې خبري کنفرانس کې ویلي، د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور ازموینه په پینځو پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د لومړي پړاو ازموینه به د غبرګولي په ۷، ۸ او ۹ مه؛ د دویم پړاو به د غبرګولي په ۲۸، ۲۹ او ۳۰مه؛ د درېیم پړاو به بیا د چنګاښ په ۵ او ۶مه؛ د څلورم پړاو به د چنګاښ په ۱۳ او د پینځم پړاو ازموینه به د چنګاښ په ۲۰ مه نېټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او ډایکندي ولایتونه په لومړي پړاو، ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، د نورستان درې حوزې، لغمان، هلمند، زابل، کونړ، خوست، فراه او روزګان ولایتونه په دویم پړاو؛ تخار، جوزجان، بادغیس، کندوز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونه په درېیم او کابل ولایت په څلورم پړاو کې شامل دي. 

د ښاغلي حقاني د معلوماتو له مخې پینځم پړاو، چې په کابل ولایت کې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه اخیستل کېږي، د دیني مدرسو، اختصاصي (څوارلسم پاسانو)، د ولایتونو غیرې حاضرانو، خارج مرز او د شپې پوهنځیو ازموینې ته ځانګړی شوی دی.

د ازموینو ملي ادارې مسولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال د ماسټرۍ پروګرام کې د جذب ظرفیت ۳۰۰۰، د لېسانس دورې د جذب ظرفیت ۷۶ زره او ۴۰۰ او د نیمه لوړو زده کړو د جذب ظرفیت ۳۳ زره او ۵۵۰ کسان دی.

یادو مسولینو ډاډ ورکړی، چې ازموینه به په بشپړ شفافیت واخیستل شي، تر څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.

د ازموینو ملي ادارې رییس ټینګار کوي، چې د سږني کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د ازموینې لپاره د پوهنې وزارت د موجوده نصاب له مخې په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو نوې او معیاري پوښتنې جوړې شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۴ کال د کانکور عمومي پایلې به د چنګاښ میاشتې په وروستیو او یا د زمري میاشتې د لومړۍ اونۍ په پیل کې اعلان شي.

پکتیا کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دارالقرار ښارګوټي د جوړولو عملي چارې پیلېږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا میشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي پکتیا ولایت ته سفر کړی، ترڅو له ځایي چارواکو سره د کډوالو لپاره د دارالقرار ښارګوټي د جوړېدو د عملي کارونو په اړه خبرې وکړي.

په دغه سفر کې، چې د قطر سرې میاشتې استازو هم ګډون درلود، د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد، د نوموړي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین او یو شمېر نورو ولایتي رییسانو سره د یاد ښارګوټي اړوند په مهمو تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي.

دا ښارګوټی د قطر سرې میاشتې په همکارۍ په نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ١٠٠ اساسي کورونه، مسجد، مدرسه او شنه تفریحي سیمه به ولري.

یاد پلاوي د پکتیا ولایت د مرستیال والي او اړوندو مسولینو په ملتیا د ښارګوټي ټاکل شوې ساحه له نږدې څارلې او د پلي کېدو لپاره یې لازمې مقدماتي ارزونې ترسره کړي دي.

د مسولینو په وینا، دا پروژه به نه یوازې د کډوالو لپاره د سرپناه بلکې په کاري فرصتونو او اقتصادي پرمختګ کې به هم مهمه ونډه ولري.

د  تېر کال په څلورمه ربعه کې د نږدې ۴۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال څلورمې ربعې اړوند د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.

د دې ارقامو له‌مخې د صادراتو ارزښت ۴۰۳.۹ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت درې میلیارده او ۱۴۲.۶ میلیون ډالرو ته رسېږي.

دا په دې داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۲ کال په څلورمه ربعه کې د صاداراتو ارزښت ۴۲۲.۲ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۳ کال څلورمې ربعې په پرتله ۴.۳ سلنه کموالی په‌کې راغلی دی.

همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په څلورمه ربعه کې د وارداتو ارزښت دوه میلیارد او ۳۴۸.۲ میلیون ډالره و، چې د ۱۴۰۳ کال د همدې مودې په پرتله په وارداتو کې ۳۳.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۱۴۰۳ کال په څلورمه ربعه کې تر ټولو زیات صادراتي توکي هند هېواد ته وو، چې ارزښت یې ۱۶۰.۵ میلیون ډالرو ته رسېده او ورپسې پاکستان د ۱۲۹.۳ میلیون ډالر، عربي متحده امارات د ۱۹.۱ میلیون ډالر او ایران د ۱۵.۷ میلیون ډالرو په ارزښت د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

د ۱۴۰۳ کال د څلورمې ربعې د صادراتي توکو په ډله کې وچه او تازه مېوه  د ۱۶۰.۷ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۶۳.۲ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي او د ۴۹.۱ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي په ترتیب سره دویم او درېیم ځای خپل کړی دی.

د تېر کال په یاده موده کې د هېواد تر ټولو زیات وارداتي توکي له ایران څخه وو، چې ارزښت یې ۸۶۹.۶ میلیون ډالرو ته رسېده.

ورپسې چین د ۴۳۸.۲ میلیون ډالرو، پاکستان د ۳۹۶.۳ میلیون ډالرو او عربي متحده امارات د ۲۹۹.۴ میلیون ډالرو په ارزښت په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.

د تېر ۱۴۰۳ کال په څلورمه ربعه کې د هېواد د وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنیات د ۶۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت زیاته ونډه لري او ورپسې ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت دویم، منسوجات د ۱۲۹.۸ میلیون ډالرو په ارزښت او فلزات او فلزي محصولات د ۱۰۳.۱ میلیون ډالرو په ارزښت درېیم او څلورم ځای لري.

ننګرهار کې نهه کلنه شخړه پای ته ورسېده

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې نهه کاله وړاندې د يوه واده پر مهال رامنځته شوې شخړه، چې له امله يې يو کس وژل شوی او له دواړو خواوو پکې پینځه تنه ټپيان شوي وو د مسولينو لخوا حل او دواړه کورنۍ د سولې په ټغر راټولې شوې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د دې روغې جوړې په رابلل شوې غونډه کې د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشري ځايي سپين ږيرو، علماوو او ګڼو ولسي خلکو برخه لرله، چې د ټولو په شتون کې له ښکېلو خواوو اختيار خطونه واخيستل شول، ترمنځ يې د يوې عادلانه پرېکړې پر بنسټ پریکړه وشوه او يو بل يې سره وبښل.

د يادو کورنيو مشرانو د مسولينو لخوا په ترسره شوې فيصله خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل پاتې ژوند به په ورورۍ او خوشحالۍ سره تېروي.

دوی همدا راز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت کړنې ستایلي او د شخړو د حل په برخه کې يې دا وزارت د ولسونو يو ښه ادرس ياد کړی.

فراه کې تېر کال څه‌باندې ۱۰۲ زره پیژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې ۱۰۲ زره او ۴۵۳ کسانو ته پیژندپاڼې وېشلې دي، چې ۵۷ زره او ۵۱۸ الکترونيکي او ۴۴ زره او ۹۳۵ یې کاغذي پیژندپاڼې دي.

همدارنګه ۱۷ زره او ۱۱۷ نورو هېوادوالو ته د تابعیت تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ ۳۷۰ کسانو ته د زېږون کارت او ۱۴۵۶ کسانو ته د مړینې پارچې وېشل شوې دي.

د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو رییس عبدالکریم یوسف وايي؛ چې په دې ولایت کې د الکترونیکي پیژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې یوه یې په مرکز فراه او دویمه هغه یې په فراه‌رود ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ورځني ډول نارینه او ښځینه غوښتونکو اړوند خدمتونه ته وړاندې‌کوي.

له بل لوري یاد ریاست په احصاييوي برخه کې له ۶۸۶ معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

همدارنګه له بازار څخه یې د ۲۹۰ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې کړې دي.

د دې ترڅنګ تېرکال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د افغانستان روغتیا سروې، د غذايي خوندیتوب سروې او د کورنیو د لېست‌اخیستنې سروې د پلي‌کېدو له بهیر څخه هر اړخیزه څارنه شوې ده.