ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 640

د کډوالو وزیر د نورستان له والي سره د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌العابدین عابد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت، اړتیاوو او ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

قاري زین‌العابدین ویلي، د خپل ولایت له لوري به له راستنېدونکو کډوالو سره د لا همغږۍ او موثرې همکارۍ هڅې زیاتې شي او ډاډ یې ورکړی چې د یادو کورنیو د ستونزو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ اغېزمن پلانونه جوړ شي.

مولوي عبدالکبیر د نورستان والي هڅې ستایلي او څرګنده کړې یې ده، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له راستنېدونکو کډوالو سره د خدمتونو د ښه‌والي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه لازم اقدامات پیل کړي او دغه بهیر به په راتلونکي کې لا پراخ شي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو دایمي ستونزو د حل لپاره د ښارګوټو په ابادولو ټینګار کړی

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رییس عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو پر حل، له پاکستان او ایران سره د درې اړخیزو ناستو، د کډوالۍ پر دایمي حللارو او اسانتیاوو په چمتو کېدو خبرې شوې دي.

عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همغږۍ او همکارۍ مننه کړې او د کډوالو چارو وزیر ته یې د خپلو فعالیتونو او قطر ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي ویلي؛ له قطري چارواکو سره یې د افغانستان، پاکستان او یونیسیار د درې اړخیزې ناستې په اړه خبرې کړي او تمه یې ښودلې، چې په راتلونکې میاشت کې به ترسره شي.

د کډوالو چارو وزیر له راستنېدونکو کډوالو سره د یونیسیار مرستې اغیزمنې بللي او ویلي یې دي؛ په اضطراري حالاتو کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره، پي او آر او وي آر ایف کارتونه باید معیار ونه ګرځول شي بلکې له ټولو راستنېدونکو سره دې مرستې وشي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې د دایمې حللارو لپاره د ښارګوټو ابادول ضروري دي او په دې برخه کې باید نړیوال سازمانونه مرستې وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردونکې او د اندېښنې وړ دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په اړه په پېښور کې د اسلامي امارت له قونسل حافظ محب الله سره لیدنه وکړه.

په لیدنه کې چې د کډوالو پر ایستلو او ستونزو خبرې شوي.

حافظ محب الله له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ خورا نامناسبه او دردونکې بللې.

نوموړي له پولې هغې خوا ته د کډوالو د ستونزو او د هغوي د پانګو ضایع کېدو په هکله مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړي او په وینا یې چې کډوال د ایستلو په لړ کې تر پولې پورې ستونزې ګالي.

د ناستې پر دوام حافظ محب الله د کډوالو د ستونزو حل په موخه یو شمېر وړاندېزونه د کډوالو چارو له وزیر سره شریک کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له افغان کډوالو سره ناسم چلند له ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې یاد کړی.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ افغانان د دین او اسلامي خاوري ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردونکې او د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو حل ته کافي امکانات ځانګړي کړي او ډیرې امارتي ادارې په ګډه د کډوالو خدمت ته وردانګلي دي.

د ناستې پر دوام مولوي عبدالکبیر د ایران له سره د کډوالو په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او افغان کډوالو ته یې د مرستو پر جلب ټېنګار کړی.

د افغاني او د قطر د سرې میاشتې مسولینو لیدنه؛ راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنيو مرستو پر چمتووالي خبرې شوي


د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شيخ شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسول حسین احمد بوتاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی سره د مرستو په ترسره کولو خبرې شوې دي.

شيخ شهاب الدین دلاور د قطر د سرې میاشتې د مسول په راتګ خوښي ښودلې او له افغاني سرې میاشتې سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې یې د دوی د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ مننه کړې.

دا راز ښاغلي دلاور په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسول څخه غوښتنه کړې، څو له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته خپلو سیمو ته د لېږد په موخه د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو، روغتیایي خدماتو او خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي.

حسین احمد بوتاني په خپلو څرګندونو کې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي؛ یوه خير خواه قطري میرمن هوډ لري، تر څو نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او د افغاني سرې میاشتې له لارې د یوه روغتیایي مرکز او نجونو لپاره د ښونځيو او مدرسو جوړولو په اړه د سرې میاشتې له رهبرۍ سره وګوري او له دې لارې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د کابل او تهران ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې غونډه؛ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې پر پلي کېدو ټینګار شوی

د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې د بشپړ تطبیق په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې نوبتي تعقیبي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

له اجنډا سره سم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ترانزیټ په برخه کې د شته ستونزو پر حل او د اړینو اسانتیاوو په برابرولو، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزه کولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو، د ترانسپورټ په برخه کې د شوو پرېکړو پر پلي کېدو، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د ګمرکونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د چمتو کولو په اړه خبرې وشوې.

 په غونډه کې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې پر بشپړ ډول پلي کېدو ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په همدې موخه به د دغه کمېټې تعقیبي غونډې دوام ولري.

 د یادونې وړ ده، چې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې هوکړې د سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، کرنې، کانونو او یوشمېر نورو برخو کې ۹۲ مادې لري، چې د ډېری برخو په عملي تطبیق سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی.

‏د ایران سفارت استازي او د هنرستان د ریيس لیدنه؛ هېواد کې د هنري برخې پر پراختیا خبرې شوي

په کابل کې د ایران سفارت استازي افشار سیفي نژاد په ملي نګارستان کې د هنرستان له رییس مفتي محمد لعل منیب سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په اړه مفتي محمد لعل منیب ویلي؛ د يادې ليدنې موخه په هېواد کې هنري برخې ته پراختیا ورکول وو، چې د دواړو لوريو ترمنځ د هنري اثارو د ترميم په اړه د مسلکي ورکشاپونو جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

د ایران سفارت استازي یادونه کړې، چې دواړه ګاونډي هېوادونه یو له بل سره همکاریو او مثبت تعامل ته اړتیا لري.

همداراز سیفي نژاد د ملي نګارستان له هنري اثارو څخه هم ليدنه کړې.

تېر کال په ټولو هېواد کې نږدې ۵۱۸ زره زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ تېر ۱۴۰۳ کال په ټول هېواد کې ۵۱۷ زره او ۵۸۰ تنو ته زېږون کارتونه وېشلي، چې له ډلې یې ۲۵۰ زره او ۷۸۶ ښځینه‌وو او ۲۶۶ زره او ۷۹۴ یې نارینه‌وو ته وېشل شوي دي.

یاده اداره زیاتوي؛ د دې شمېرو له ډلې یوازې په کابل ښار کې د اسان خدمت مرکزونو او په سرای شمالي کمپلکس کې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست له لوري ۱۶۰ زره او ۲۱۷ هېوادوالو ته د زېږون کارتونو د وېش خدمتونه وړاندې شوي، چې له ډلې یې ۱۴۲ زره او ۵۸ په حضوري او ۹۱۷ په غیر حضوري ډول وېشل شوي او  ۱۷ زره او ۲۴۲ نور زېږون کارتونه تایید شوي دي.

له بل لوري د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست له لوري تېر کال یوازې په کابل ښار کې څلور زره او ۷۴۹ هېوادوالو ته د مړینو د ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

تېرو دوو کلونو کې د چکډېمونو ۶۴ بدیلې پروژې بشپړې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تېر دوو ( ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳) کلونو پر مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د چک‌ډېمونو ۶۴ بدیلې پروژې بشپړې شوې دي.

یاد معاونیت زیاتوي یادې پروژې د هېواد په اتو ولایتونو( بغلان کې ۱۳، بلخ کې یوه، پروان کې ۱۳، پکتیا کې ۱۱، زابل کې درې، کاپیسا کې ۱۱، کندوز کې دوه او نورستان کې ۱۰) کې بشپړې شوې دي.

کرنیز کانالونه، د اوبو ذخیرې، سربندونه، استنادي دېوالونه او ځېنې نورې هغه پروژې دي، چې د چکډمونو بدیلې پروژې ښودل شوې دي.

د یادو پروژو موخې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول، کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول او له سېلابونو څخه د کورونو او کرنیزو ځمکو خوندي کول دي، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۹۷ میلیونه افغانۍ دی.

هېره دې نه وي، چې یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت په تمویل بشپړې شوې دي.