ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 641

د ننګرهار ولایت د کډوالو رییس د کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه تورخم ته سفر کړی

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس باز محمد عبدالرحمن تېره ورځ (د وری میاشتې په ۱۹ مه) نېټه د تورخم څخه لیدنه کړې، ترڅو د راستنېدونکو کډوالو وروستي وضعیت وارزوي.

نوموړي په خپل سفر کې د انډمهالي مېشت غالي او د ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو چارې له نږدې څارلې دي.

باز محمد عبدالرحمن اړوندو کارکوونکو ته د راستنېدونکو لپاره په ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی او په چارو کې د ځنډ د مخنوي لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې ټولو راستنېدونکو هېوادوالو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د مرستې د ترلاسه کولو وروسته به خپلو سیمو ته ولیږدول شي.

پکتيا کې د اتو بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د پکتيا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اتو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، اوبو لګولو ساختمانونو او محافظوي دیوالونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر پکتیا او پکتیکا ته سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د هېواد جنوبي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې (تېره ورځ  سه شنبه، د وری ۱۹مه) پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفرونه ترسره کړل او له اړوند مسولینو سره یې ناستې وکړې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي؛ د دغو سفرونو موخه ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د پیل شویو پروژو څارنه، د چارو ارزونه او ستونزو ته یې رسېدنه وه.

د یاد سفر په اوږدو کې ښاغلي نوري لومړی د پکتیا ولایت د مرستیال والي انعام الله صلاح الدین په مشري له جوړې شوې ولایتي کمېټې سره چې د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوژي، ارشاد حج او اوقافو، پوهنې، ټولګټو چارو، کلیو او بیا رغونې، سرحدونو او قبایلو چارو او د امربالمعروف ریاستونه پکې شامل وو، ناسته کړې او د ترسره شویو کړنو راپور یې ترلاسه کړی دی.

د ولایتي کمېټې غړو په ولسوالیو کې د پلې شویو پروژو جزیات شریک کړي او په پاتې چارو کې یې د چټکتیا ډاډ ورکړی دی.

وروسته ملا نورالله نوري پکتیکا ولایت ته سفر کړی او هلته یې د پکتیکا د والي ملاعبدالخالق عابد په مشرۍ د اړوندو ټولو ریاستونو له مسولینو سره غونډه جوړه کړې او په یاد ولایت کې د ترسره شویو پروژو له څرنګوالي او کړنو یې ډاډ حاصل کړی دی.

همدارنګه د دواړو ناستو پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د لویې پکتیا د ټولو ولسونو قربانۍ او سرښندنې د ستایلو وړ بللي او ویلي یې دي؛ چې دا ولسونه د اشغال پرمهال له ټولو امکاناتو بې برخې وو، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د شفقت له مخې به په نږدې راتلونکې کې دغه ولسونه هم د هېواد د نورو خلګو په څېر له ورته خدمتونو څخه برخمن شي.

ملا نورالله نوري له ټولو مسولینو څخه غوښتي، چې خپل ور سپارل شوي مسولیتونه په پوره دقت او سرعت سره ترسره کړي او په چارو کې له شفافیت څخه کار واخلي.

 د یادونې وړ ده، چې په یادو ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو په لړ کې به خلکو ته د اوبو رسونې، مخابراتي شبکو، ښوونځیو، مدارسو، مساجدو، سرکونو او پلچکونو رغولو پروژې پلي شي او د خلکو اولیه ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۱۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۷۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۴۰ تنه و، کنړ، لغمان، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۸۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۸۸ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۷۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۶۲۵ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او۵۹۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، زابل، هلمند، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴ کورنیو سره ټولې۳۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۵۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۲۶۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۸۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۵۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۶۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۶۲ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۲ تنه و، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، فاریاب او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۱۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    یو زر او اووه کورنۍ او څلور زره او ۶۵۲ وګړي.

لېږدول شوي کډوال:  ۵۷۱ کورنۍ او دوه زره او ۹۴۱ وګړي.

مرسته شوي کډوال:   ۸۵۴ کورنۍ.

موقت ميشت شوي کډوال:   ۶۸۷ کورنۍ.

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۹۳۲ عدده.

د پکتیا ولایت په حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د اکمال تخصص پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي پکتیا ته د سفر پرمهال د دې ولایت په حوزوي روغتون کې په لومړي ځل د اکمال تخصص پروګرام پرانیسته کړې.

یاد روزنیز پروګرام چې په لمړي سر کې به د پینځو څانګو (عمومي جراحي، عمومي داخله، د ماشومانو عمومي داخله، نسايي ولادي او ارتوپيډي) درلودونکی وي د ځوانو ډاکټرانو د روزنې او د زون په کچه د متخصصینو د شتون اړوند به خورا موثر ثابت شي.

مولوي نورجلال جلالي د یاد پروګرام د پرانیستې پر مهال د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته په اشارې سره ویلي، هڅه کوي چې د اکمال تخصص برنامه لا پراخه او معیاري کړي ترڅو د هېواد روغتیایي سیستم لا پیاوړی او شته ستونزې تر ډیره حل شي.

 ښاغلي جلالي د پکتیا ولایت سیمه‌ییز روغتون لپاره د سي ټي سکن خدماتو په اړه هم ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به یې تدارکاتي چارې پیل شي.

د یادې پرانستې پر مهال د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رییس ډاکټر نثار احمد نیازي په پکتیا ولایت کې د اکمال تخصص پروګرام  پیل د رهبرۍ هڅې، او د ملت لپاره د ښې ارادې او ژمنتیا څرګندونه ګنلې ده.

نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به یاد پروګرام ته ځوانان ور وپیژني او د اړوند اړینو بستونو لپاره به هم ازموینه واخیستل شي.

د ایران د ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

د ایران د ولسمشر مرستيال محمدرضا عارف د دې هېواد خراسان رضوي ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له افغانستان سره د مرزي ولایتونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عارف ویلي، چې ګاونډي هېوادونو لکه افغانستان د ایران مرزي ولایتونو لپاره، په ځانګړې توګه خراسان رضوي ته لوی فرصتونه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پزشکیان دولت د دې ولایت د اقتصادي او ملي پراختیا لوړولو او د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي.

د ایران د ولسمشر مرستيال دغه راز له منځنۍ اسیا او افغانستان سره د خراسان رضوي ولایت ګاونډیتوب د دې ولایت لپاره یو ارزښتناک فرصت بللی دی.

له دې وړاندې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه بللې او له اسلامي امارت سره یې د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې وه.

نوموړي په تاشکند کې د پارلمانونو د اتحادیې په ۱۵۰ مه غونډه کې ویلي وو، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تعامل او خبرې اترې اړینې دي.

د اوزبیکستان ولسمشر ویلي: “افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه ده، د اسلامي امارت له مسولینو سره رغنده خبرې اترې او جوړ جاړی اړین دی او اوزبیکستان به خپل ګاونډی هېواد افغانستان هېر نه کړي.”

د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ننګرهار کې د لنډمهالي مېشت‌غالي څخه لیدنه کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني ننګرهار ته سفر کړې او د یاد ولایت د صفري نقطې او لنډمهالي مېشت غالي څخه یې لیدنه کړې.

شیخ کلیم الرحمن فاني د یوه پلاوي په ملتیا ستونزو څخه د نږدې لیدنه کړې او اړوند مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړي، ترڅو له پاکستان څخه په زور د راستنیدونکو لپاره اړین خدمات وړاندې کړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې وه، چې له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.

هېره دې نه وي، چې د افغانستان اسلامي امارت په زور راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره بشپړ چمتووالی پیل کړی دی.

نړیوال فدراسیون او د کډوالو نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره مرستې زیاتوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د افغانستان لپاره د سره صلیبونو او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون له مسول احمد سلیمان او په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې میاپارک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ایستلو په هکله خبرې شوي.

په پیل کې د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون مشر احمد سلیمان ویلي؛ چې د اړوندو افغان ادارو له لارې یې د افغانستان په پولو کې د کډوالو لپاره د روغتیا، خوراکي توکو، څښاک اوبو، خیمو او په ځینو نورو برخو کې مرستې پیل کړې او هڅه کوي چې د بیړنیو مرستو لړۍ پراخه کړي.

د ښاغلي سلیمان په وینا، افغان کډوالو ته به په دویمه او درېیمه مرحله کې د میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي او د اغېزمنې همکارۍ په موخه له ټولو حکومتي ادارو سره په اړیکه کې دي.

 همدارنګه په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې میاپارک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو په مننې ویلي، یاد سازمان د افغانستان په څلورو بندرونو کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي او په راتلونکې کې یې هم اړمنو ته د مرستو د رسولو ډاډ څرګند کړی.

میاپارک زیاته کړې؛ د مالي سرچینو د کمښت ستونزې پر حل لګیا دي، خو بیا هم توانیدلی چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۳.۲ میلیونه امریکايي ډالر پر افغان کډوالو ووېشي.

نوموړې څرګنده کړې، د افغان کډوالو لپاره د مناسب ژوند چمتو کولو لپاره هم کار کوي.

پارک دغه راز زیاته ویلي، په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټېنګښت له امله په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې میشت یو شمېر افغانان غواړي خپل هېواد ته په خپله خوښه راستانه شي او د کډوالو نړیوال سازمان به یاده پروسه له اسلامي امارت سره په همغږۍ پیل کړي.

مولوي عبدالکبیر په یادو ناستو کې دوی ته ښه راغلاست ویلی او له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې یې د هغوي له مرستو او همکاریو مننه کړې.

نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره ناسم چلند ته په اشارې سره ویلي، په دایمي ډول د افغان کډوالۍ ستونزې حل وخت او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په وینا، اسلامي امارت په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو نوې چوپې ته اړینه تابیا نیولې ده او د تېر په څير به دغه لړۍ هم په ښه ډول مدیریت شي.

د ناستو پر دوام مولوي عبدالکبیر د مرستندویه بنسټونو لخوا له افغان کډوالو سره د مرستو د کچې د ډېریدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، نړیوال بنسټونه دې د افغان کډوالو د ښارګوټو په ودانولو کې ونډه واخلي.

په پای کې نوموړي همدارنګه له نړیوالو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په مخنیوی کې دې هڅې وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون غونډه کړې

د ‎کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د ریيسانو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د یادو کمېټو د ریيسانو او د یاد کمېسیون د ځينې اعضاوو په ګډون، تېره ورځ له غرمې مخکې ترسره شوه.

دا غونډه د هغو کډوالو د ستونزو د حل په موخه چې په اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه را ايستل کېږي، جوړه شوې وه.

د يادې موضوع له هر اړخيزې ارزونې وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې د خپلو کاري استقامتونو په چوکاټ کې راستنېدونکو کډوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅې او لازم اقدمات وکړي او د هغوی د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.