ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 642

تېر کال په ننګرهار کې څه‌باندې ۱۸۸ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۱۸۸ زره او ۳۱۲ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، په دې خدمتونو کې ۹۷ زره او ۹۹۳ برېښنایي پېژندپاڼې، ۶۲ زره او ۶۶۸ کاغذي پېژندپاڼې ، ۱۵ زره او ۷۹۰ زېږون کارتونه، څلور زره او ۵۸۳ د مړینې پارچې او اووه زره او ۲۷۸ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري عارف‌الله حنیف حمزه وايي؛ چې هره ورځ شاوخوا دوه زره او ۶۰۰ ښځینه او نارینه مراجعین د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د یو زر او ۳۲ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د ۲۹۱ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.

 سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې د وریجو د کښت سروې، د پنبې د کښت او تولید او ځینې نورې مهمې سروې‌ګانې ترسره شوې دي.

عامې روغتیا وزارت راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته کړې

عامې روغتیا وزارت د بېرته راستنېدونکو هېودوالو لپاره د روغتیایي خدماتو اړوند د بېلا بېلو ادارو له استازو سره د همغږۍ ناسته کړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د یاد وزارت مرکزي رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، UNHCR، IOM  او UNFPA استازو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یادو سازمانونو له استازو څخه غوښتي، چې د روغتیا وزارت سره د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې برخه کې همغږي اوسي او د راستنېدونکو لپاره د بېړنیو او دوامداره روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې له دې وزارت سره همکار اوسي، په ځانګړې توګه په هغه ولایتونو کې چې راستنېدونکي په کې مېشت وي.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، UNHCR، IOM او UNFPA استازو ژمنه کړې، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ به د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنیو روغتیایي خدماتو ترڅنګ د مور او ماشوم خدماتو برخه کې هم همکاري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی: پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو له لارې د یوې نوې پروژې په لټه کې دی

د سیاسي چارو کارپوه داوود خان شیراز له ملي‌تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو له لارې غواړي، چې له نړۍ څخه نوي پروژې ترلاسه کړي.

ښاغلی شیراز زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت غواړي د خپل اقتصادي وضعیت ښه کولو او پیسو ترلاسه کولو په موخه افغان کډوال وباسي، ترڅو خپل ځان ته د نړۍ پام را واړوي.

ورته‌مهال د سیاسي چارو ځینې نور کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان حکومت د خپلو شخصي غوښتنو تحمیلولو لپاره له افغان کډوالو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل شوي.

تورخم ښارګوټي کې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوي

 مخابراتو او ټکنالوجي وزارت وايي؛ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي چوپړتیا او د لا ډېرو اسانتیاو د برابرولو په موخه د پینځه مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغو نمایندګیانو کې د افغان کډوالو هرې کورنۍ ته درې وړیا سیمکارټونه ورکول کېږي، چې یو جي بي انټرنټ او زر وړیا دقیقې هم لري .

 دا اسانتیاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د افغان کډوالو لپاره د سهولت د رامنځته کېدو او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه رامنځته شوي، چې وکولی شي پر وخت لازمې اسانتیاوې او د مخابراتي شرکتونو اړوند سیمکارټونه هرې کورنۍ ته ورکړل شي .

 د یادونې وړ ده، یاد سیمکارټونه به اوس مهال د افغان کډوالو د کډوالۍ په فورمو ثبت او راجسټر کېږي او تر څلورو میاشتو پورې به فعال وي وروسته له هغې د سیمکارټ درلودونکي اړ دي، څو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټر ادارې د طرزالعمل اړوند خپل سیمکارټونه ثبت کړي .

 ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د یاد ولایت د نورو برخو تر څنګ تورخم ښارګوټي اړوند عمري پنډغالي کې د مخابراتي استازولیو او خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه له نیږدې څارنه ترسره کوي او له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای د افغان کډوالو لپاره د سهولتونو په رامنځته کېدو کې هلې ځلې کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر خوست ته سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري خوست ولایت ته سفر د پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمو ولسوالیو کې د پیل شویو پروژو د ارزونې په موخه، د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوجۍ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، ټولګټو چارو، کلیو او بیا رغونې، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او د امربالمعروف رییسانو او استازو ګډون درلود.

ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې د تېرو ۲۰ کلونو جهاد پر مهال د خوست ولسونو قربانیو ته په اشاره سره ویلي، چې دغو ولسونو د افغانستان د یرغل پر وړاندې هر ډول قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د اطرافي ولسوالیو ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کول د دوی حق بللی او له مسولینو یې غوښتي، چې دغه حق او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري ورسپارل شوی مسولیت په پوره جدیت، سرعت او شفافیت ترسره کړي.

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت ویلي؛ چې د هغه تر مشرۍ لاندې ادارې به هڅه کوي، څو ورسپارل شوي مسولیتونه له جدیت او شفافیت سره ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې په خوست کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په لارښوونه لسګونه پروژې تثبیت، تشخیص او ډیزاین شوې، چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي، او لسګونه نورې پروژې د ډیزاین او ارزونې په پړاو کې دي.

د اوزبیکستان ولسمشر له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه بللې او له اسلامي امارت سره یې د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په تاشکند کې د پارلمانونو د اتحادیې په ۱۵۰ مه غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تعامل او خبرې اترې اړینې دي. ښاغلي میرضیایف زیاته کړې، چې افغانستان به هیر نه کړي.

د اوزبیکستان ولسمشر ویلي: “افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه ده، د اسلامي امارت له مسولینو سره رغنده خبرې اترې او جوړ جاړی اړین دی او اوزبیکستان به خپل ګاونډی هېواد افغانستان هېر نه کړي.”

اسلامي امارت د اوزبیکستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو او مثبت دریځ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو د اوزبیکستان دریځ د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا چاره د نورو هېوادونو لپاره ښه تګلاره کېدای شي.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له دې وړاندې ویلي و، چې اسلامي امارت د خپل هېواد ثبات ټینګ کړی او د افغانستان ثبات او بیارغونه یې د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې په ګټه بللې وه.

د عدلیې وزیر او د خوست د والي لیدنه؛ د امارتي ملکيتونو د غصب پر مخنيوی خبرې شوي

د عدليې وزير مولوي عبدالحکیم شرعي د خوست ولایت والي او د ياد ولايت د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو سره لیدنه کړې.

 په دې ليدنه کې مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي، عدالت په نظام کې یو لوی زينت دی او اسلامي نظام بايد د عمري عدالت بېلګه وي.

نوموړي زياته کړې، کله چې په یو نظام کې عدالت رامنځته شي د هغه پایله مثبته ګرځي.

د عدليې وزير ویلي؛ موږ او تاسو ته الله ج یو ستر فرصت راکړې، تر څو د اسلامي نظام په چوکاټ کې ولسونو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو، نو اړینه ده چې د دې موقعې څخه سالمه ګټه واخلو.

ښاغلي شرعي زیاته کړې؛ د غصب لويه ګناه او ظلم دی او دا د اسلامي نظام مسولیت دی، چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

دغه‌راز نوموړي د یاد ولایت له رهبرۍ او د غصب د مخنيوي کمېسيون غړو څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې پرته له کوم ډول توپیري چلنده اجراات وکړي.

مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي؛ اسلامي امارت نظام ته مالداره او غريب، اماراتي او غير امارتي يو ډول دی او يو ډول چلند به ورسره کوي.

نوموړي په ياده ناسته کې، تخنیکي استازي ته دنده سپارلې، چې په امارتي ملکيتونو کې د ترسره شويو چارو مخه ونیسي او د غاصبينو له منګولو یې راوګرځوي.

مولوي عبدالحکیم شرعي د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو ته سپارښتنه کړې، چې جديت غوره کړي او خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي.

د غونډې په وروستيو کې د خوست والي، مرستيال او د غصب د مخنیوي کمیسیون غړو له لوري مولوي عبدالحکیم شرعي ته ډاډ ورکړل شوی، چې د اسلامي امارت د اصولو له مخې به د امارتي ملکيتونو د غصب مخنيوی کوي او هيچاته به دا اجازه ورنکړي، چې غصب وکړي او د امارتي ملکيتونو څخه د شخصي ملکيتونو په توګه استفاده وکړي.

په تېر کال کې د برېښنایي پېژندپاڼو څه‌باندې دوه میلیونه غوښتونکو هویت تثبیت شوی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ چې د دې ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې د اسانتیا په موخه توانېدلی، چې تېر کال په ټول هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د دوه میلیونه، ۷۳۴ زره او ۲۷۴ غوښتونکو هویت تثبیت کړي.

یاده اداره زیاتوي، دې ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېوادوالو ۱۱۵ زره او ۷۵۲ پاڼې معلومات د هویت تثبیت په ملي سېسټم کې تجدید کړي او ترڅنګ یې ۹۹ زره او ۴۵۰ غوښتونکو او حکومتي مراجعوو ته د هویت اړوند معلومات وړاندې کړي دي.

د یادې ادارې په وینا؛ د هویت تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست همدارنګه د ولایتونو او ولسوالیو سره د اړیکو له لارې د ۷۴ زره او ۵۰۰ هېوادوالو د پېژندپاڼې معلومات ترلاسه او د اړوندو مراجعو استعلامونه یې ځواب کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټلي کول او ارشیف د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.

تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۹ چکډېمونه جوړ شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، تېرو دوو کلونو (۱۴۰۲ او ۱۴۰۳) پر مهال د کلیــو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري ۷۹ چک‌ډېمونه جوړ شوي.

یاد معاونیت زیاتوي؛ د یادو چکډېمونه له جملې څخه په بادغیس کې ۹، زابل کې ۱۰، بغلان کې څلور، سرپل کې اووه، فراه کې ۱۰، کندوز کې اووه، بلخ کې نهه، هرات کې ۱۶، نیمروز کې درې او پکتیا کې څلور جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

اقتصادي معاونیت د دې چکډېمونو د جوړېدو موخې تر ځمکې لاندې د اوبو تقویه کول، د سېلابونو مخنیوی، د باران او واورې اوبو ذخیره کول او د وچکالۍ د زیانونو راکمول ښودلې دي.

د دې معاونیت د معلوماتو له مخې په یادو جوړو شویو چکډېمونو ټولیز لګښت ۳۱۷ میلیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان هڅه کوي، چې د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو پرېمانه داخلي سرچینو متکي کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د بېلا بېلو کانونو په ځانګړې توګه د ګچو کانونو څخه لیدنه وکړه.

ملا هدایت الله بدري د بادغیس ولایت د کانونو د کیندنې چارې له نږدې وڅارلې او د تړون ‌لرونکو شرکتونو مسولینو ته یې د کار د چټکتیا او روڼتیا په برخه کې ځانګړې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې باید د دغو پروژو له لارې د خلکو لپاره د کاري زمینې هم برابرې شي.