ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 643

د سیاسي چارو شنونکی: د پاکستان حکومت د کډوالو له موضوع څخه سیاسي ګټه اخلي

د سیاسي چارو شنونکی سید قریب‌الله سادات له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه وایي، چې د پاکستان حکومت د کډوالو له موضوع څخه سیاسي ګټه اخلي او نړیوال سازمانونه هم په چوپتیا سره د دې کړنې ننداره کوي.

ښاغلی سادات زیاتوي، چې د پاکستان حکومت د خپلو غوښتنو تحمیلولو لپاره د تورخم د دروازې تړل او د افغان کډوالو جبري اخراج د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د سید قریب‌الله سادات په وینا، د پاکستان حکومت تل له افغانستان سره دوه ګونی چلند کړی دی.

پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل شوي.

د یاد سازمان په وینا؛ په دې کډوالو کې بې‌اسناده او د (ای‌سي‌سي) کارت لرونکي افغانان شامل دي، چې د تورخم او سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي، چې ۲ زره او ۶۱۴ راستنېدونکو کډوالو سره یې مرستې هم کړې دي.

د کډوالو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او ښه مدیریت په موخه د همغږۍ ناسته کړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو او ښه مدیریت په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وویل؛ د راستنېدونکو کډوالو ښه مدیریت، د هغوی ستونزو ته رسېدنه او له ټولنې سره یې اغېزمن ادغام زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه ؛هڅه کوو چې د ټولو اړوندو ادارو او همکارو موسسو په همکارۍ د دغو ستونزو د حل لپاره عملي، ګډ او همغږي ګامونه واخلو.

په ناسته کې په ځانګړي ډول د تورخم، سپین بولدک او نورو سرحدي سیمو وضعیت ته پاملرنه وشوه.

ګډونوالو د هغو کډوالو لپاره چې هېواد ته راستانه کېږي، د لنډمهاله استوګنې ځایونو، بیړنیو روغتیايي خدماتو، د کډوالو د ثبت او تثبیت، او نورو ابتدايي او اساسي خدمتونو د برابرولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې.

همداراز، د ناستې په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداري مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په تورخم کې د کډوالو پنډغالی څخه لیدنه وکړي او د شته اسانتیاوو او اړتیاوو په اړه به خپل راپور له وزارت سره شریک کړي.

د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ جوړولو لپاره ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې شوې

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړې پېرزوینې پر بنسټ د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې لیلیې ودانۍ جوړولو لپاره په ۱۴۰۴هـ.ش مالي کال کې ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې شوې.

یاد وزارت زیاتوي؛ جوړېدونکې ودانۍ د شاوخوا زر تنو محصلینو د اوسېدو ظرفیت لري، چې په جوړېدو سره به یې په یاده موسسه کې د لیلیې محصلینو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د یادونې وړ ده، چې په پنجشیر لوړو زده کړو موسسه کې د لیلیې محصلینو لپاره د اوسېدو مناسب ځای نشتون له امله لوړو زده کړو وزارت د یادې لیلیې د جوړولو وړاندیز وکړ، چې له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت لخوا یې بودیجه منظوره شوه.

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ “میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو ته پاملرنه د راتلونکي لپاره پانګونه ده” تر شعار لاندې ونمانځل شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، UNFPA  استازو او د یاد وزارت مرکزي رییسانو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ګډونوالو ته په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو پراختیا، د خدمتونو عادلانه وېش، د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د خدمتونو کیفیت لوړولو، د نویو روغتیايي مرکزونو له لارې خدماتو ته د لاسرسي، د درملو د بیو کنټرول او د عامه روغتیایي سیستم د پیاوړتیا په اړه معلومات ورکړي دي.

مولوي عبدالولي حقاني په دې نمانځغونډه کې ویلي:” د روغتیایي خدمتونو سیستم معیاري کول، د روغتیا برخې د اړتیاوو ارزونه، د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه او د میندو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د هغو اقداماتو څخه دي؛ چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ پرې کار کړی او په دې برخه کې هڅې لا هم دوام لري“.

همداراز شیخ محمد طاهر حلیم ګډونوالو ته د اسلام له نظره د روغتیا ارزښت په اړه وینا کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د ځان او خپلو کورنیو روغتیا ته پاملرنه وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي، د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او UNFPA استازو د روغتیا نړیوالې ورځې په اړوند هر اړخیزې ویناوې  کړې دي.

راتلونکې اونۍ د ایران او امریکا تر منځ مذاکرات پیلېږي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (دوشنبه، د وري ۱۸مه) ویلي، چې امریکا او ایران به د تهران د اټومي پروګرام په تړاو مستقیمي خبرې اترې پیل کړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې دغه خبرې به راتلونکې اونۍ په عمان کې په غیرې مستقیمه بڼه پيل شي.

ټرمپ خبرداری ور کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي “ایران به له جدي ګواښ سره مخ شي.”

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې ټینګار کړی وو، چې له ایران سره به مستقیمې خبرې اترې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ایران او امریکا استازي به راتلونکې شنبه په عمان کې د لوړ پوړو چارواکو په کچه د غیرې مستقیمو خبرو لپاره سره وويني.

ښاغلي عراقچي دغه مذاکرات یو فرصت او یوه ازموینه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوس توپ د امریکا په میدان کې دی.

ایران او امریکا د جو بایډن په دوره کې هم غیرې مستقیمې خبرې درلودې، چې څه نا څه پرمختګ یې هم کړی و. له دې وړاندې د بارک اوباما په دوره کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ مستقیمې خبرې اترې شوې دي.

د راستنېدونکو ګډوالو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه!

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په نشرولو سره ویلي؛ په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان ګاونډو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه پیل شوې ده.

سره له دې چې اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته په دې اړه خپل دریځ بار- بار روښانه کړی او ټينګار یې کړی، چې افغان کډوالو ته دې زمینه برابره او وخت دې ورکړل شي چې په خپله خوښه او د افغانستان اسلامي امارت سره په هوکړه د یوه ګډ میکانیزم له لارې خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو له ټولو هڅو سره سره د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه پیل شوې.

 اعلامیه زیاتوي؛ دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په غیر قانوني ډول نیول کېږي او په زوره زندانونو ته، تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کېږي چې افغانستان ته را ستانه شي.

 یاد وزارت د پاکستان دغه ډول کړنو ته خواشینې څرګنده او زیاته کړې یې ده؛ په ډېرې خواشينۍ سره چې له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، د هغوی شتمني لوټل کېږي او د کورونو اسباب ترې‌نه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه توقع لري، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلن پای ته ورسوي.

یاد وزارت وايي، هيڅوک نه باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه وکار وي.

اسلامي امارت د پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې، چې د کډوالو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي او له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.

 د افغانستان اسلامي امارت د اجباري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی دی، خو له هغوی سره د ګاونډیو هېوادونو ناوړه چلن د منلو او تحمل وړ نه دی.

 افغان لوري د پاکستان څخه جدي غوښتنه کړې، چې ټولو کډوالو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپله شتمني، مالونه او د کور اسباب له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي.

همداراز یې له نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او له هغوی سره دې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ترسره کړي او باید اجازه ور نه کړل شي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال هغوی له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخ شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له افغان شتمنو او پانګوالو هم هیله کړې، چې د پخوا په څېر یو ځل بیا د خپل اسلامي او انساني احساس او ورورګلوۍ له مخې له افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

یاد وزارت دا د عامو افغانانو وجیبه ګڼلې، چې په ورین تندي د خپلو کډوالو ورونو او خویندو هرکلی وکړي او هر څه چې په واک او وس کې لري، له هغوی دې نه سپموي.

“له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند غیرې اسلامي او انساني دی”

د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري ایستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.

‏په دې غونډه کې د کابینې نورو غړو ترڅنګ د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ګډون کړی و.

غونډه کې له افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو خلاف په زور را ایستل په کلکو ټکو وغندل شوي او دغه کړنه د ټولو اسلامي ارشاداتو، نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف عمل بلل شوی دی.

همدرانګه په غونډه کې د پاکستان له ولس سیاسي ګوندونو علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه غوښتنه شوې، تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسولیت ادا کړي.

د یادې غونډې په اړه اسلامي امارت په نشر کړي خبرپاڼه کې ویلي؛ ټولو ته واضحه ده چې د افغان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي، ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.

په دې غونډه کې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه شوې، چې د دې انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه راستنېدو کې خپل مسولیت ادا کړي.

همدا راز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، راستنېدونکو افغان کډوالو ته لازمي اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو راستانه شویو افغانانو ته اړین تسهیلات، موقت هستوګنځي، او خدمات ژر تر ژره برابر شي.