ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 644

د کتاب ارزونې کمېسیون په نوبتي غونډه کې د یو شمېر چاپېدونکو کتابونو ارزونه شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د باختر خبري اژانس د رییس مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ ترسره شوه.

 په دې غونډه کې مولوي ضیاءالحق حقمل سربېره د کمېسیون نورو غړو هم ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې چمتو شوی راپور وړاندې کړی او ورپسې مولوي ضیاءالحق حقمل د کمېسیون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د یاد کمېسیون فعالیتونه یې مثبت ارزولي دي.

همدا راز د کمېسیون غړو د ارزول شویو کتابونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړی، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

هغه شمېر کتابونه چې د اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو سره سم وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.

د کتاب ارزونې کمېسیون ته هغه کتابونه چې د ارزونې لپاره ورسپارل شوي وو، د مطالعې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو د راتلونکې غونډې لپاره خپل راپورونه چمتو کړي.

د مولوي مطیع الحق خالص او د اکبر موسسې مسول لیدنه؛ د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په اړه خبرې شوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د اکبر موسسې له مسول نمیک حیدروف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو خبرې کړي.

د اکبر موسسې رییس چاپېریالي مسایل او اقلیمي بدلون خورا مهم موضوعات بللي او ټینګار یې کړی؛ چې په دې برخه کې باید زیات کار وشي، ترڅو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو مالي سرچینو څخه مرستې راجلب شي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوی هېواد دی چې د څېړنو او کره معلوماتو راټولولو په برخه کې د ادارې، ملي او نړیوالو موسسو لخوا ګډ کار ته اړتیا ده.

نوموړي څرګنده کړې؛ د نړیوالو لخوا د اسلامي امارت په راتګ سره د ۹۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت چاپېریالي پروژې ځنډول شوي وې، چې له نېکه مرغه شپږ پروژې له تعلیق څخه ويستل شوي او پر پاتې نورو پروژو هم کار روان دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اذربایجان هېواد څخه مننه کړې، چې د (COP29) کنفرانس کې یې ورته د ګډون بلنه ورکړه.

ښاغلي خالص زیاته کړې: موږ به په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان چاپېریالي ستونزې شریکوو او هڅه به کوو څو نړیوال پر دې قانع کړو، چې د افغانستان تعلیق شوې پروژې بېرته پیل او تطبیق کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اکبر موسسې له مسول څخه غوښتنه کړې، چې ټولې موسسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همغږې کړې؛ ترڅو چټک قدمونه واخیستل شي.

ده همدا راز یې ټینګار کړی، چې ملي او نړیوالې ادارې او بنسټونه دې په (COP30) کنفرانس کې د افغانستان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو د افغانستان چاپېریالي ستونزې تر نړیوالو ورسېږي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت: امریکا باید د سوداګرۍ برخه کې له افغانستان سره ملاتړی چلند غوره کړي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا د ۱۰ سلنه وضع شوې تعرفې په تړاو یوې خپرې کړې اعلامیه کې له افغانستان سره د صادراتو برخه کې د امریکا د جوړونکي او ملاتړي چلند غوښتنه کړې.

دغه وزارت په یاده اعلامیه کې ویلي، چې دغه ډول سوداګریز فشارونه له هر څه وړاندې د افغانستان خلک، لاسي صنایع، نوې سوداګري، کوچني تشبثات په ځانګړې توګه سوداګرې مېرمنې زیانمنوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

اعلامیه زیاتوي:” څرنګه چې افغانستان یو اړمن او مخ پر ودې هېواد دی، نو دا ډول سوداګریز فشارونه کولی شي د هېواد اقتصادي ودې مخه ونیسي. افغانستان اړتیا لري چې له متحده ایالاتو څخه په مختلفو برخو کې نوي وسایل، تجهیزات او ټیکنالوژي وارد کړي، په داسې حال کې چې افغانستان په دې توکو صفر تعرفه ټاکلې او د صادرونکو هېوادونو لپاره یې ترجیحي تعرفې په پام کې نیولې دي “.

یاد وزارت د متحده ایالاتو حکومت او نورو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د صادراتو او سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې د افغانستان سره رغنده او ملاتړ کوونکی چلند وکړي، ترڅو افغانستان وکولی شي په نړیواله سوداګرۍ کې فعال او اغیزمن رول ولوبوي.

د افغان او اوزبیک سوداګرو ترمنځ د درملو سکتور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس جوړ شو

د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د درملو سکتور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د نظریاتو د تبادلې او ګډو پانګونو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالي او اداري مرستیال میرزمان پوپل، د اوزبیکستان تجارتي اتشه جمشید بدلوف، د درملو خدمتونو اتحادیې مرستیال او د اتاق لوړپوړي سلاکار محمد محسن ساحل پرواني او د دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر درملو سوداګرو په ګډون کابل کې جوړ شو.

میرزمان پوپل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ۹۴ کلنو فعالیتونو او د هېواد په اقتصادي وده کې د دې اتاق پر رول خبرې وکړې.

نوموړي د عامې روغتیا له وزیر سره د وروستۍ ناستې جزییات او د درملو وارداتو ارقام هم ګډونوالو ته وړاندې کړل.

ښاغلي پوپل د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او له ازبیک سوداګرو یې وغوښتل، چې له افغان سوداګرو سره په ځانګړې توګه د درملو په سکتور کې ګډې پانګونې وکړي.

نوموړي وویل، ګډې پانګونې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

جمشید بدلوف دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او له دواړو لوریو سوداګرو یې وغوښتل چې له ننني کنفرانس څخه ښه ګټه واخلي.

ساحل پرواني، د اوزبیک مېلمنو او ګډونوالو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ دا ناسته کولی شي په ځانګړې توګه د درملو او روغتیايي خدمتونو سکتور کې د سوداګرۍ پراختیا ته مهم رول ولوبوي.

نوموړي د دې ناستې له پایلو څخه د ښې پایلې هیله وښوده.

په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۲۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وری مياشتي له لومړۍ نيټې څخه د تر ۱۴مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې ۱۲۸ زره او ۸۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۹۶ زره او ۴۰۳  ټنه، د اقینې بندر له لارې لس زره او ۹۱۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷ زره او۹۱۱ ټنه او د خواف –هرات درې زره او ۵۹۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۲۸ زره او ۸۱۴ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو دوو اوونيو کې څلور زره او ۵۷۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.

تېر کال څه باندې ۳۴ زره بهرینو وګړو هېواد ته تګ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

یاده اداره زیاتوي؛ ثبت شوي ارقام ښیي چې تېر کال د ۵۹۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۸۲ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۵ زره او ۵۶۵ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۵۴ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې دوه زره او ۷۲۱ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو ډېر لس زره او ۶۴۱ بهرني وګړي چې ډېری یې ډرایوران دي د کار په موخه د نیمزور له بندر او ورپسې څلور زره او ۳۴۵ تنه چې ۱۳۲۵ یې سېلانیان دي د تورخم بندر څخه راغلي دي.

همدارنګه درې زره او ۵۸ تنه نور بیا د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر، د فاریاب له آقینې او د بدخشان له اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په تېرو ۲۰ ورځو کې ۴۹۰ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو په تېرو ۲۰ ورځو کې ۴۹۰ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي دي.

یاد دفتر پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې د اسرائیلي یرغلګرو کړنې او وحشت په اوسني وخت کې تر ټولو وحشتناکه جنایات ګڼلي او ویلي یې دي، چې صهونیستي یرغلګر بې‌دفاع فلسطینیان قتل عام کوي او ماشومان یې هدف ګرځوي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پیل وروسته هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان او یا ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې د اوربند هوکړې له لومړي پړاو وروسته یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی. په دې بریدونو کې هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو تازه د غزې په خان یونس کې د خبریالانو خېمې په نښه کړې، چې لږ تر لږه دوو کسانو ژوند پکې بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۶۹۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۵ زره او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

د عامې روغتیا وزیر او د اوزبیکستان سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو پر زیاتوالي خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اوزبیکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

عامې روغتیا وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې افغانستان ته د اوزبیکستان هېواد څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې وشوې.

مولوي نور جلال جلالي اوزبیکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل: “موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولی شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو”.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، هغه درمل چې له اوزبیکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردیږي باید اقلام او کمپنۍ یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت سره ثبت او راجسټر شي.

بل لور اوزبیکستاني پلاوي روغتیا برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ خوښي څرګنده او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو برخه یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې صنعتي پارک جوړیږي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هېواد له ملي او نړیوال سوداګر خلیل ځدران، د پلچرخي د صنعتي پارک د صنعت کارانو اتحادیې له رییس عبدالجبار صافي او ملي سوداګر بختاور کوچي سره لیدنه کړې.

په دې  لیدنه کې د هېواد خصوصي سکټور یو شمېر غړو ویلي، غواړي د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه ډالرو په پانګونې سره یو صنعتي پارک جوړ کړي.

دغه پارک به په زر جریبه ځمکه جوړ شي، چې له ورسره به سلګونه صنعت کارانو ته د فعالیت زمینه او زرګونه تنو ته به د کار زمینه برابره شي.

ورته‌مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې پلان هرکلی کړی او له هغوی څخه یې غوښتي، چې د یاد پارک د جوړولو پروپوزل له دغه وزارت سره شریک کړي تر څو نخینکي ټیم پرې کار وکړي.

د ټیکسي په توګه د شخصي موټرو پر فعالیت بندیز ولګېد

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست وايي، چې له دې وروسته هېڅ شخصي تېز رفتاره موټر د ټیکسي په توګه په کابل او ولایتونو کې فعالیت نه‌شي کولای.

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه کسان چې له خپلو موټرو څخه د ټیکسي په توګه استفاده کوي، باید خپل وسایط د ټرافیکو له ادارې سره ثبت او خپل موټر دې ټیکسي کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، یاده پرېکړه د نظم، ټرافیکي مدیریت او قانوني فعالیت لپاره شوې ده.

یو شمېر موټر چلوونکو له دولت غوښتي، چې د ټیکسي کولو پروسې لګښت راکم او دا پروسه ساده کړي.

کابل ښاریان بیا په ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د ټرافیکو دا اقدام ستايي او وايي، چې شته ټکسيان بسنه نه کوي او پکار ده، چې د ترانسپورټ بدیلې لارې ولټول شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پولیس ترافیکو ریاست څو-څو ځله له موټر چلوونکو غوښتي، چې په ښار او لویو لارو کې د کاروبار په موخه خپل موټر ټیکسي او دې ریاست دې مراجعه وکړي.