ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 645

کډوالو چارو وزارت نويو راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه غونډه کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغان کډوالو د نوې جوپې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال سربــــېره څو تنو رییسانو هم برخه لرله، په كور دننه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړیوالو او حکومتي بنسټونو او ادارو سره پر همغږۍ خبرې او پریکړې وشوې.

په غونډه کې د مولوي عبدالکبیر لخوا د کډوالو د نوې جوپې لپاره چمتو شوی پلان وارزول شو او د نیمګړتیاوو حل په موخه مسولینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د پلان په اغېزمن ډول د پلي کېدو یادونه وشوه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل؛ د کډوالو د ثبت پروسې کړندي کولو په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان پولو ته ولیږل شي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې دې مسلکي او وړ کسان د کډوالو د ښه خدمت او مدیریت په موخه وګمارل شي.

د غونډې پر دوام یادونه وشوه، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمومنین له فرمان سره سم دې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب کړل شي او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمیټو سره ناستې دوامداره وشي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی دې تورخم پولې ته ولیږل شي، څو د کډوالو اړتیاوې وارزوي او د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

 دغه راز په پای کې یادونه وشوه، چې له نړیوالو اړوندو بنسټونو سره به د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د مرستو کچې لوړلو لپاره ناستې وشي

افغان پلاوي چین کې د درې ګونو کنوانسیونونو کنفرانس په مقدماتي ناسته کې ګډون کړی

د افغانستان اسلامي امارت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مرستیال مولوي سعدالدین سعید په مشرۍ یوه پلاوي د چین په بیجینګ ښار کې اسیا-پسیفیک ناسته او د بازل، روتردام او استاکهلم کنوانسیونیونو په مقدماتي کنفرانس کې ګډون کړی.

دغه غونډه د درې ګونو کنوانسیونونو د غړو رسمي کنفرانس لپاره د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، چې ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د اپریل میاشتې له ۲۸مې څخه د مې میاشتې تر ۱۲مې د سویس په ژنو ښار کې ترسره شي.

د اسلامي امارت پلاوي په دې غونډه کې د نړیوالو همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او د کنوانسیونونو له غړو او د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام څخه یې د تخنیکي او مالي ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه کړې، ترڅو د دغو کنوانسیونونو مقررات په افغانستان کې ښه پلي شي.

یاد پلاوي دغه راز په راتلونکو پروګرامونو کې د افغانستان د فعال ګډون پر اهمیت ټینګار کړی.

د عامې روغتیا وزیر: پاکستان کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی، په غزه کې د صهیونیستي رژیم له ظلمونو سره ورته دی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وايي، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی، په غزه کې د صهیونیستي رژیم له ظلمونو سره ورته دی.

افغان کډوالو له تېرو څو لسیزو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې د سکون او ارام ساه نه ده اخیستې.

پاکستان د تېرو درېیو کلونو راهیسې له افغان کډوالو سره د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف عمل کړی او سلګونه زره افغانان يې په جبري ډول ایستلي دي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې پاکستان تل له افغان کډوالو سره د نړیوالو او ګاونډیتوب د اصولو خلاف چلند کړی او کوم ظلمونه چې په دې هېواد کې له افغانانو سره کیږي، پر غزه د صهیونیسټي رژیم ظلمونو ته ورته دي.

تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی و، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ باید ودرول شي؛ خو پاکستاني پولیسو له دې سره-سره په جبري ډول افغان کډوال له کورونو ایستلي، د بشري حقونو خلاف چلند یې ورسره کړی او له هېڅ ډول زیاتي څخه یې ډډه نه ده کړې.

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین په پاکستان کې پر افغان کډوالو غږ کوي، چې اسلامي امارت په کور د ننه ټولو بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د پانګونې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې او دوی باید د افغاني غرور له مخې په خپله خوښه هېواد ته راستانه او د هېواد په بیا رغولو کې ونډه واخلي.

که څه هم له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېرې زرګونو کسانو ته رسېږي، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي، چې اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اونېو کې له پاکستان څخه ۹۷۴ کورنۍ، چې د افرادو شمېر يي ۴ زره او ۷۵۹ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستنې شوې او د اسلامي امارت له لوری د نغدي، غیرې نغدي او خوراکي توکو مرستې ورسره شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۱۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د شوال المکرم میاشتې له لومړۍ نېټې تر اتمې نېټې پورې د تورخم له لارې ۸۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۲۰۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۳ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۸۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۵۱۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶ تنه و، زابل، هلمند، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې ۱۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۰ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۶۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې ۲۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۶ کورنیو سره ټولې۳۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    زر کورنۍ او ۳۶۸۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۱۵ کورنۍ او ۸۶ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۳۵۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۶۲۹ عدده

احمد الشرع راتلونکې اونۍ متحده عربي اماراتو او ترکیې ته سفر کوي

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته سفر کوي او له هغې وروسته به ترکیې ته ولاړ شي.

نوموړي خپل لومړنی بهرنی سفر د روان زېږدیز کال په فبروري میاشت کې سعودي عربستان ته کړی و.

احمد الشرع وروسته بیا په همدې میاشت کې ترکیې ته هم سفر وکړ.

د احمد الشرع په مشري هیئت تحریر شام په تېره ډسمبر میاشت کې د بشارالاسد رژیم سقوط کړ. نوموړی وروسته د ۲۰۲۵ په جنوري میاشت کې د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.

سوریه چې د اسد د رژیم پر مهال د کورنۍ جګړې او بندیزونو له امله له ګواښونو سره مخ وه، د احمد الشرع په مشري یې حکومت هڅه کوي، چې جګړه ځپلې سوریه یو ځل بیا د امریکا، انګلستان او اروپايي ټولنې له بندیزونو را وباسي او له ټولو اړخونو سره ښې اړیکې جوړې کړې، تر څو دا هېواد په پښو ودرېږي.

د نورستان د لوړو زده کړو موسسې لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د پېرلو بودیجه منظوره شوه

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي شفقت له مخې د نورستان لوړو زده کړو موسسې لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د خریدارۍ بودیجه منظوره شوه.

د یاد وزارت په وینا؛ نورستان لوړو زده کړو موسسه د تدریسي او اداري چارو لپاره د مناسب ځای د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ وه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اوسمهال لپاره مسولینو ته د يادې موسسې لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د تثبيت او خریداری لارښوونه کړې.

لوړو زده کړو وزارت زیاتوي، په نږدې راتلونکې کې به یې د تثبيت او خریداری چارې پیل شي.

نږدې ۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له سیند او پنجاب ایالتونو څخه ایستل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌ مخې، د سیند ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د وري ۱۷مه) له دغه ایالت څخه ۳۰۷ افغان کډوال ایستل شوي دي.

ورته‌مهال د پنجاب ایالت سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي، چې ۱۵۷ افغان کډوال یې د دې ایالت له جهلم سیمې څخه نیولي او د تورخم فرضي کرښې له لارې یې افغانستان ته لېږلي دي.

سربېره پر دې پرون یکشنبه د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، د وري میاشتې په ۱۶مه د تورخم له فرضي کرښې څخه ۳۱۶ کورنۍ، چې شمېر یې یو زر او ۵۸۹ کسانو ته رسیږي، له پاکستان څخه د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو له توند غبرګون سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو څار ادارې د پاکستان دا پریکړه غندلې او دغه لړۍ یې د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

یادې ادارې ویلي: “موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې سملاسي په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو په زوره ایستلو، نیولو، ګواښلو او نورو فشارونو مخه ونیسي او پرېږدي، چې افغانان په باعزته توګه بېرته افغانستان ته ستانه شي.”

عامې روغتیا وزارت راستنېدونکو هېوادوالو ته د ښو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه غونډه کړې

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره په غوره شکل د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه عامې روغتیا وزارت کې د همغږۍ کمېټې غونډه شوې.

یاده غونډه د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي رییسانو او اړوندو معینیتونو د مشاورینو په شتون کې ترسره شوې.

په دې غونډه کې د کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې غوره مدیریت، د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه د وقایوي خدماتو تر سره کول، د روغتیایي خدماتو لا په ښه شکل برابرول، د ټاکل شوې کمېټې د دندو او مسولیتونو اړوند د ملي او نړیوالو موسسو سره د لا زیاتې همغږۍ او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو روغتیايي حالت د څرنګوالي اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو په ښه شکل تر سره کولو په موخه د عملیاتي پلان ارزونې او راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د پراختیا اړوند لازمې سپارښتنې کړې دي.