ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 657

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ په سرپل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په پینځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکېټ جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د پانګونې یوشمېر نورې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له هر اړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دې طرحې له مخې خصوصي سکټور د شاوخوا ۹۶ میلیونو افغانیو په پانګونې سره پینځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي، چې په تهکاوۍ(ځمکتلې) کې به د پارکینګ په درلودو سره ۳۴۱ دوکانونه ولري.

د پانګونې بین‌الوزارتې کمېټې په دې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل صنعتي پارک کې د موټر جوړونې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتيژیک چوکاټ او په اسلام قلعه بندر کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.

د یادو طرحو د هر اړخیزې ارزونې په اړه ټاکلو شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، تر څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي او خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

کابل کې د چین له سفیر سره د نورالدین عزیزي لیدنه؛ له افغانستان څخه چین ته د صادراتو پر زیاتوالي خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د چین د خلکو جمهوریت له سفیر ژاو شینگ سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګریز توازن پر ټینګښت ټینګار شوی او دواړو لوریو چین ته له افغانستان څخه د صادراتو د زیاتوالي او په تېره بیا د جلغوزیو، انارو، قیمتي ډبرو لکه: نفرایت، اونکس، لاجورد، تالک او داسې نورو محصولاتو په اړه خبرې شوې دي.

د دې لیدنې موخه چین ته د افغانستان نېغ په نېغه صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو راوستل ښودل شوي، تر څو چین ته د افغانستان صادراتي توکيو او مالونو او همدارنګه افغانستان ته د بېلابلو اقتصادي سکټورونو د ودې په موخه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو په لاره کې د ترانزیټي او لېږد رالېږد لګښتونو کم شي.

د دې خبرو اترو په پایله کې دواړو لوریو هوکړه کړې، تر څو د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ په ډګر کې د لازمو آسانتیاوو د رامینځ ته کولو په موخه یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي، چې منظمې غونډې به ولري.

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمن دی، تر څو له بېلابېلو هېوادو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا سره د ملي صادراتو د ودې او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

امریکا نور افغانستان د ځان لپاره ګواښ نه ګڼي

اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړې، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او هېچاته ګواښ نه ده.

تازه د امریکا استخباراتي ټولنې د متحده ایالتونو د ملي امنیت لپاره د ګواښونو ارزولو په راپور کې د افغانستان یادونه نه ده کړې.

دا کړنه ثابتوي چې امریکا دې واقعیت ته رسېدلې، چې افغانستان نور دې هېواد ته ګواښ نه دی.

د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې هېچا ته خطر نه پېښېږي.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې په ریښتینې مانا امنیت تامین شوی او د افغانستان جغرافیه تر واحد مرکزي حاکمیت لاندې راغلې ده.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي وو، چې اوس‌مهال په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ شوي او له اسلامي امارت پرته بل هېڅوک د افغانستان په خاوره واکمني نه لري.

روسیې او اوکراین په تور سمندر کې د اوربند لپاره هوکړه کړې

روسیې او اوکراين په سعودي عربستان کې له درې ورځنیو خبرو وروسته له امریکا سره په جلا جلا تړونونو کې په تور سمندر کې له سمندري اوربند سره هوکړه کړې.

په یاده هوکړه کې د نظامي موخو لپاره د سوداګریزو کښتیو د کارولو بندیز، په تور سمندر کې په خوندیتوب سره سمندري سفرونه او یو شمېر نورې برخې شاملې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دوی دغه راز ژمنه کړې، چې د یو بل د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو مخه ونیسي.

بلخوا کرملین ویلي، چې سمندري اوربند به یوازې هغه وخت پلي شي، کله چې د روسیې د خوراکي توکو او کیمیاوي کوډ د سوداګرۍ پر وړاندې ځینې بندیزونه لغوه شي.

په کاپیسا کې د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کاپیسا والي قاري بريال صاحب او د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي سید ابرار محمدي د دې ولایت یو شمیر نورو مسولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځواناو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې ملا محمد یونس اخندزاده د یادي سېمې ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې رسېدنه کیږې.

نوموړي ویلي، چې موږ به خپلو امکاناتو ته په کتلو سره د هېواد په لیرې پرتو سېمو کې هغه بنسټیزو پراختیایي پروژې پلې کوو، کومو پروژو ته چي د سېمې خلک اړتيا لري.

په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د دې پروژو په پیلېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر یو حده حل شي.

د هند د پخواني لومړي وزیر له همکار سره د مولوي بلال کریمي لیدنه؛ د افغانستان او هند پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې شوې

په چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي بلال کریمي د هندوستان د پخواني صدر اعظم اتل بهاري واجپای له همکار او پخواني ډیپلومات ښاغلي سودهیندرا کلکرني سره په سفارت کې لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د افغانستان او هند تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او قونسلي مسائلو خبرې او بحث شوی.

ښاغلي کلکرني د اسلامي امارت او افغانستان په اړه خوښي څرگنده کړې او ټینګار یې کړی، چې هڅه به کوي د اسلامي امارت او هند حکومت ترمنځ سیاسي اړیکې لوړې کچې ته پورته شي. په اقتصادي او سوداګریزو ساحو کې مهم پرمختګونه وشي او هند په افغانستان کې د صحت، ودانیزو، برېښنا او په نورو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي سفیر ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په لرلو سره د متقابل تعامل پر بنسټ ولاړې سالمې اړیکې غواړي. دغه‌راز په افغانستان کې اوس‌مهال د پانګونې لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هیله لرو چې هندوستان به په افغانستان کې پخوانۍ نيمه پاتې پروژې بیرته پیل کړي، په بیلابیلو برخو کې به پانګونې وکړي او د چابهار له لارې به دوه اړخیزه سوداګریزي لا وغوړیږي.

ښاغلي کریمي همدا راز ویلي، چې منځنۍ اسیا ته د هندي توکو د لیږد په برخه کې افغانستان مهم ترانزیټي رول ادا کولای شي.

پر دې سربېره په ناسته کې د یو لړ نورو ګډو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه هم بحث شوی دی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ولس د هوسا ژوند لپاره هڅې کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې له یو شمېر پخوانیو چارواکو، قومي مخورو او د رسنیو له فعالانو سره لیدنه کړې.

مولوي عبدالکبیر په پیل کې حاضرو شخصیتونو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې افغانستان د افغانانو شریک کور دی او هر فرد پکې حقونه لري او همدارنګه اسلامي امارت د ولس د هوسا ژوند لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام، د اسلام اصولو ته په پام سره د ټولنې د ستونزو حل ته ژمن دی او د وخت په تېردو سره به ټولې ستونزې حل شي.

د ناستې پر دوام راغلو قومي مخورو، پخوانیو چارواکو او رسنیزو فعالانو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پر فعالیتونو خبرې کړې او ویلي یې دي، اړتیا ده چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړۍ او ولسونو سره په بشپړ ډول شریکې شي.

دغه راز حاضرو شخصیتونو د یو لړ مسائلو او موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او مشورې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې او یادونه یې کړې، چې ولس د اسلامي امارت لخوا د شته ستونزو د حل هیله لري.

په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر په عربي اماراتو کې د افغان بندیانو د بښنې غوښتنه کړې

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو له مسول دکتور ماجد المنصوري سره لیدنه کړې.

نوموړي د اماراتو له دولت مننه کړې، چې زرګونو افغانانو ته یې د کار، سوداګرۍ او مېشتېدو اسانه فرصتونه برابر کړي دي.

همدا راز یې افغان وګړو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اړینو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.

مولوي بدرالدین حقاني ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې له ټولو زنداني افغانانو سره دې له نېږدې د پوښتنې او لیدنې اسانتیاوې برابرې شي او په دې لړ کې یې د اماراتو د دولت له اړخه د روژې مبارکې میاشتې په پار د یو شمېر افغان بندیانو په بښلو هم ټینګار کړی دی.

دکتور ماجد المنصوري د افغانستان سفیر د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د یادو موضوعاتو د حل په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.

پر دې سربېره دواړو لوریو په یو لړ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو هم بحث کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې او د يوناما مشرې استازې روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د يوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما ماموريت د تمديد، او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همداراز يې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، خصوصي سکټور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه کړی او د اسلامي امارت د نظر رعايت په صورت کې يې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.