ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 656

په کاپيسا کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې شبکو کې د درېیو ژورو څاګانو کیندل، د ۵۰،۳۰ او ۴۰ متر مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو د درېیو ذخیرو جوړول، د ۲۳۸۰۱ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۴۷۱ شیردهنونو او ۸۸سولر تختو نښلول شامل دي.

د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د یادو ولسواليو ۸۹۴ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

د نېکمرغه کوچني اختر  په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ  پیغام!

د نېکمرغه کوچني اختر  په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة ﷲ  اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ  پیغام!

بسم ﷲ الرحمن الرحیم

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.

أما بعد: فقد قال ﷲ تعالی: قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى (۱۴) وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى (۱۵) سورة الأعلی.

ترجمه: په تحقیق بری موندلی، (په مراد رسیدلي دي) هغه څوک چې پاک شوي دي(په ایمان سره له معاصیو) او یاد یې کړ نوم د رب خپل(په تکبیر سره) بیا یې لمونځ وکړ(چې نښه د اسلام ده). [تفسیر کابلی]

دلته د تزکیې څخه مراد د فطر صدقه ده او له ذکر څخه مراد د اختر تکبیرونه دي، او له لمانځه څخه مراد د اختر لمونځ دی، (یعنی د اختر په ورځ اول د فطر صدقه (سرسایه) ورکړه، بیا تکبیرونه ووایه او د اختر لمونځ وکړه). [تفسیر کابلی]

عن ابن عباس رضی اللّٰه تعالیٰ عنهما قال: في آخر رمضان أخرِجوا صدقة صومکم فرض رسول اللّٰه ﷺ هذہ الصدقة صاعاً من تمر او شعیر او نصف صاع من قمح علی کل حرٍ او مملوکٍ ذکرٍ او أنثی، صغیرٍ او کبیرٍ. [رواه ابوداؤد]

ترجمه: روایت دی چې ابن عباس رضي ﷲ تعالی عنهما د روژې په آخر کې فرمایل: چې تاسو د خپلو روژو زکات وباسئ، (یعنې صدقه فطر ادا کړئ) رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم دا صدقه فرض کړې ده، یوه کاسه (پیمانه) د خرما او اور بشو او نیمه کاسه(پېمانه) د غنمو څخه پر هر مکلف نر او ښځې باندې.

و عنه قال: فرض رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم زكاة الفطر طهر الصيام من اللغو والرفث وطعمة للمساكين . رواه أبو داود

ترجمه: ابن عباس رضي ﷲ تعالی عنهما روایت کوي چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د بېهوده او بدو خبرو څخه د روژې د پاکولو لپاره او په مسکینانو باندې د خوړلو لپاره صدقه فطر لازمه ګرځولې ده.

ــ د افغانستان مؤمنو او مجاهدو خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت ټولو افغانانو وروڼو او د نړۍ مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

ﷲ تعالی مو روژې، تراویح، صدقې او نور عبادات او خدمتونه قبول او منظور وګرځوه . آمین یارب العلمین

محترمو وروڼو! د روژې میاشت د ﷲ جل جلاله لخوا د مسلمانانو د پاکولو او تزکیې، پر عبادت عادت کولو او د تقوی خوا ته د تشویقولو یوه ستره میاشت وه، هر مسلمان چې دا روژه د خپلو لازمو شرائطو سره نیولې وي نو امید دی چې ﷲ تعالی به مغفرت ورته کړی وي او له ګناهونو څخه به یې پاک کړی وي. ان شاءﷲ تعالی

اوس دا لازمه ده چې مسلمانان تقوا خپل عادت وګرځوي، د ﷲ جل جلاله له نافرمانۍ څخه ځان وساتي، له کبائرو څخه اجتناب وکړي او پر صغائرو اصرار ونه کړي، همدا د کامیابۍ لاره ده او همدا د انسان د ژوند مقصود او د ﷲ تعالی ریښتوني بندګي ده.

ﷲ تعالی فرمایلي دي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ‏. سورة البقرة ایة ﴿١٨٣﴾

ترجمه: ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی (ای مؤمنانو!) فرض کړی شوې ده، پر تاسې باندې روژه؛ لکه چې فرض کړی شوې وه، په هغو کسانو چې پخوا له تاسې څخه وو، (لکه پخواني امتونه، او پيغمبران علی نبینا و علیهم السلام) لپاره د دې چې تاسي ځان وساتئ!

همدا ډول ﷲ تعالی بل ځای په قرآن کریم کې فرمايلي دي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْاٰنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدٰى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ… سورة البقرة آیة ﴿١٨٥﴾‏‎

ترجمه: میاشت د روژې هغه میاشت ده، چې نازل کړی شوی دی، په دې کې، قرآن چې هدایت دی لپاره د خلکو او دلیلونه دي ښکاره (له جنسه د هغو شیانو) چې هغه لاره ښيي او بیلوونکي د حق او باطل دي، نو هرڅوک چې ومومي له تاسې (ای مکلفینو) دا میاشت، نو ضرور دې روژه ونیسي د هغې (میاشتې).

همدارنګه په حدیث شریف کې راغلي دي: من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه . ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه . ومن قام ليلة القدر إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه متَّفق عليه.

ترجمه: څوک چې د ایمان له مخې او د ثواب په نیت سره روژه ونیسي، د هغه مخکیني ګناهونه بښل کېږي او څوک چې د ایمان له مخې او د ثواب په نیت سره د رمضان شپه ودریږي (تراویح وکړي)، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کېږي او څوک چې د ایمان له مخې او د ثواب په نیت د قدر په شپه ودریږي(عبادت وکړي) د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږي.

مسلمانانو وروڼو! راځئ له ﷲ تعالی سره خپل تعهد تجدید او محکم کړو، چې د ﷲ تعالی نا فرماني او د شیطان پيروي به نه کوو، د ﷲ جل جلاله شریعت ته به غاړه ږدو او ﷲ تعالی د صالحو او ښو بندګانو په څېر به ژوند کوو.

که د ﷲ تعالی په نعمتونو کې فکر وکړو، نو خپله به هم فیصله کوو چې موږ باید نور د ﷲ تعالی د نافرمانه بندګانو په جمله کې نه شو او نه به پر هغه لاره ځو چې ﷲ جل جلاله پرې ناراضه کیږي، پر خپل نفس به پښه ږدو او د شيطان او د هغه د ملګرو لاره به پرېږدو او هغه به د خپل دښمن پيروي ګڼو، همدا ريښتونی نجات دی. ﷲ تعالی دې موږ او ټولو مسلمانانو ته د ښې تقوا او ښې بندګۍ توفیق راکړي. آمین

لکه چې ﷲ تعالی فرمایلي دي: إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ. سورة الفاطر ایة ﴿۶﴾

ترجمه: بې شکه چې شیطان ستاسي دښمن دی پس تاسي هم ونیسئ دی (خپل) دښمن بې شکه چې هم دا خبره ده چې بولي شیطان ډله خپله (ځای د هلاک ته) لپاره د دې چې شي دوی له ملګرو د دوزخ (په آخرت کښی). [کابلی تفسیر]

محترمو مسلمانانو وروڼو! اختر د مسلمانانو د خوشحالۍ، یوځای کیدو، یو بل سره د نېک سلوک او عبادت او دعاګانو ورځ ده.

عن أنس قال: قدم النبي صلى ﷲ عليه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ” ما هذان اليومان ؟ ” قالوا : كنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم : ” قد أبدلكم ﷲ بهما خيرا منهما : يوم الأضحى ويوم الفطر ” . رواه أبو داود

ترجمه: انس رضي ﷲ عنه روایت کوي چې کله رسول ﷲ ﷺ مدینې ته راغی، نو هلته د هغوی(مدینې منورې خلکو لره) دوې ورځې وې چې لوبې به پکښي کولې (د جاهلیت د زمانې اخترونه چې نوروز او مهرجان نومیدل). نو رسول ﷲ ﷺ وفرمایل: “ﷲ تعالی تاسو ته د دې دواړو ورځو پر ځای غوره ورځې درکړې دي: د قربانۍ ورځ (د لوی اختر ورځ) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).

د کوچني اختر په ورځ مسلمانانو ته د تېرې یوې میاشتې د روژې نیولو ثوابونه ورکول کیږي، په دې ورځ ﷲ تعالی له مسلمانانو څخه راضي کیږي او په دې ورځ د ﷲ تعالی یوه لویه فریضه او عبادت بشپړیږي، چې په مناسبت یې مسلمانان خوښۍ کوي او یو بل ته مبارکۍ ورکوي.

وروڼو! دا یو لوی الهی نعمت بولو چې دا ورځ د امن په فضا او خوشحالیو کې لمانځو ، یو وخت به په همدې ورځ زموږ د افغانانو جنازې وتلې، په همدې ورځ بمبار راباندې کېده او په همدې ورځ مو کورونه پلټل کېدل او زندانونو ته کشېدلو، خو اوس لله الحمد هغه ورځ په امن اوسوکالۍ بدله شوې ده، راځئ ټول یې شکر ادا کړو او له راغلي امنیت، سعادت او خوشحالي څخه ساتنه وکړو او په دې لاره کې ټولو شهیدانو ته دعا وکړو، ﷲ تعالی دي د ټولو سعیې، جهادونه او شهادتونه قبول کړي.

ﷲتعالی فرمایې: لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ. سورة ابراهیم ایة ﴿۷﴾

ترجمه: … قسم دی که چیرې شکر وویستلو تاسې (په تیرو نعمتونو/ احساناتو زما)، نو خامخا زیات به کړم تاسې ته نعمت، او قسم دی که بې قدري ناشکري وکړه تاسې (د نعمتونو/ احساناتو زما)، نو بې شکه عذاب زما خامخا ډیر سخت دی.

مسلمانانو وروڼو!

ــ مسلمانان د یو بدن حیثیت لري، ټول مسلمانان په درد او غم کې سره شریکان دي.

رسول ﷲ ﷺ فرمایلي دي: مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ، مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ، تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. صحیح مسلم

ترجمه: مؤمنان د یو بل سره په مینه، مهربانۍ، او شفقت کې د یو بدن مثال لري؛ که د بدن یو اندام درد وکړي، نو ټول بدن ورسره بې خوبه وي او تبه یې وي.

نو د اخترونو اجتماعات او راټولیدل هم موږ ته د اتفاق وحدت او یو موټی پاتې کیدو پيغام راکوي، موږ ته دا را زده کوي چې موږ باید د نورو مسلمانانو په خوشحالۍ خوښ او پر خفګان یې خفه شو، که د نړۍ په کوم ګوټ کې مسلمانان له ځور، درد او غم سره مخ وي، زموږ او ستاسو مکلفیت دی چې په غم او درد کې ځان ورسره شریک وګڼو.

افغانانو کلونه کلونه په مخالفتونو او جګړو کې تیر کړي، اوس الحمدلله د وحدت او اتفاق ښه فرصت ﷲ تعالی راکړی دی، راځئ له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یو والی چې د بریا او عزت راز مو دی لا ډیر ټینګ او یقیني کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه و اوسو، له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدې نظام تر چتر لاندې افغانان سره راټول وساتو.

لكه چې ﷲ تعالی فرمایي: وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ. سورة الانفال آیة ﴿۴۶﴾

ترجمه: او مه کوئ جګړه په خپلو منځونو ( په کار د جهاد کښي) پس بې زړه به شئ تاسي او لاړ به شي قوت (د نصرت او د دولت) ستاسي او صبر کوئ (په قتال او سختیو) بېشکه ﷲ له صابرانو سره دی (په جنګ کښي په نصرت او حفاظت).

ــ الحمدلله چې د ﷲ جل جلاله په نصرت او د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو او ستړیاوو په برکت افغانستان امن شو، خلک مو د بل هر وخت په نسبت، په ښه امنیت کې ژوند کوي، باید دا هېره نه کړو چې امنیت یو لوی الهي نعمت دی چې باید له امله یې د ﷲ تعالی دوامداره شکر ادا کړو.

ﷲ تعالی فرمايي: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ … ‎ ﴿۱۲۶﴾‏ سورة البقرة

ترجمه: او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم: ای ربه زما! وګرځوه دا ښار (چې کعبه مې په کې ودانه کړیده) ځای د امن. او روزي ورکړه اوسیدونکو ته یې له هر راز میوو نه، هر هغه چا لره چې ایمان یې راوړی دی له دوی ځنې په ﷲ او په ورځ آخره باندې (چې د قیامت ورځ ده). [کابلی تفسیر]

حضرت ابراهیم عليه السلام لومړی د مکې مکرمې لپاره د امن دعا وکړه او وروسته یې د هغه ښار آبادي وغوښته، له دې څخه واضح کیږي چې امنیت له نورو نعمتونو څخه مخکې یو مهم الهي نعمت دی.

بله دا چې د خپلو امنیتي ځواکونو او مجاهدینو کلک حمایت او ملاتړ وکړئ، ځکه د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن لرو، د دښمنانو دسیسې ختمې شوې دي، خلک مو د شپې او ورځې د وطن هرې برخې ته سفرونه کولای شي، د خلکو سر، مال، عزت او حیثیت خوندي دی، دا ټول باید هېر نه کړو او قدر یې وکړو.

وعن أبي هريرة قال: قال رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم : ” من لم يشكر الناس لم يشكر ﷲ ” . رواه أحمد والترمذي

ترجمه: او حضرت ابو هریره رضی ﷲ عنه وایې چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم وفرمایل: کوم سړی چې د خلکو شکر نه ادا کوي، هغه د ﷲ جل جلاله شکر هم نه ادا کوي.

ــ اسلامي امارت ټول محاکم د حنفي فقهي په رڼا کې د شریعت په تطبیق مکلف کړي دي.

ﷲ تعالی فرمایلي دي: وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ… سورة المائده ایة ‎﴿ ٤٩﴾‏.

ترجمه: او ( ته لیږلی یې موږ او دغه حکم مو فرمایلی دی تاته) چې حکم کوه په منځ د دوی کې په هغه شي چې نازل کړی (لیږلی) دی ﷲ، او مه کوه متابعت د خواهشاتو د دوی، او وېره کوه (ځان ساته) له دوی نه، چې وا نه ړوي، (ونه ګرځوي) تا له ځینې هغه شي څخه چې نازل کړی (لیږلی) دی ﷲ تاته ( ای محمده!). [کابلی تفسیر]

بل ځای ﷲتعالی فرمایلي دي: ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ. سورة الجاثیة آیة ﴿۱۸﴾‏.

ترجمه: بيا مو وګرځولې ته پر شریعت ارته لیاره له کاره د دین پس متابعت وکړه د هغه او متابعت مه کوه د ارزوګانو د هغه کسانو چې نه پوهیږي دوی(په حقیقت د توحید) [کابلی تفسیر]

په همدې اساس د اسلامي امارت محاکم مکلف دي چې د مطهره شریعت مطابق فیصلې وکړي او د ﷲ تعالی حدود جاري کړي، دا زموږ ستاسو د جهادونو او قربانیو تر ټولو ستر هدف و.

ــ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هر ډول فساد د مخنیوي هڅه کوي.

ﷲ تعالی فرمایي: الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ .. سورة الحج آیة ﴿۴۱﴾.

ترجمه: (دغه مهاجر مظلومان) هغه کسان دي چې که چیري قدرت ورکړو موږ دوی ته په ځمکه کښي (په دښمن باندي د غلبې په اعتبار) نو قائموي دوی (سم ادا کوي به سره له ټولو حقوقو) لمونځ او ورکوي به زکوة او امر حکم به کوي (خلکو ته) په معروف (په نېک شرعي کار) سره او منع کوي به (خلک) له بد کار څخه او خاص د ﷲ په اختیار کښي ده آخره خاتمه د ټولو کارونو. [کابلی تفسیر]

بل ځای ﷲ تعالی فرمايي: كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِﷲ ۗ….‎ سورة آل عمران آية ﴿١١٠﴾.

ترجمه: يئ تاسي (ای محمدي امته!) خیر (بهتر د هر هغه) امت چې ایستلي شوي دي، لپاره د خلکو، چې حکم کوئ تاسي (هر چا ته) په معروف (نیکۍ) سره او منع کوئ تاسې (هرڅوک) له منکر (بدۍ) څخه.

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین په خپله سعیه او کوښښ سره د خلکو په اصلاح بوخت دي، چې له امله یې د منکراتو کچه ټيټه شوې ده او دا د اسلامي نظام یو له سترو اهدافو څخه دی چې په ټولنه کې د هر ډول مفاسدو مخنیوی وشي. کله چې فساد ختم شي، زموږ تاسو ژوند سوکاله، عزت مو خوندي، وقار مو پرځای او خلک مو د اسلام له خوند څخه برخمن کیږي او د ﷲ جل جلاله د رحمت مورد ګرځو. د اسلامي امارت ټول ارګانونه همدا ډول عام خلک مو باید د فساد د محوې او له منځه وړلو لپاره د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو له وزارت سره دوامداره همکاري ولري او ملاتړ یې وکړي، ترڅو له فساد او فتنو څخه پاکه ټولنه ولرو او راتلونکي نسلونه مو د ناسمو عقائدو، ناوړه رواجونو او بد اخلاقیو قرباني نه شي.

د پورته مفاسدو په مخنیوي کې د ټولو علماء کرامو مسئولیت جوړیږي چې د ځوانانو د عقیدو په سمولو او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې پوره همکاري وکړي او خپل شرعي مسئولیت ادا کړي، د ناسمو رواجونو اړوند په دې وروستیو کې زموږ صادر شوی فرمان پوره تطبیق کړي او د خلکو پوره پوهاوی وکړي تر څو له ټولنې مو ناوړه رواجونه ختم شي او د هغو بې ځایه مصارفو او اسرافونو مخنیوی وشي چې له امله زموږ خلک مسافریو او مهاجرتونو ته اړ شوي دي.

د اسلامي امارت ټول فرامین، قوانین او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف قانون ټولو خلکو ته تشریح کړي او خلک یې و عمل کولو ته وهڅوي.

په دې اړه د اسلامي امارت تعلیمي ادارې هم مکلفیت لري چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقائدو او اعمالو اصلاح ته جدي توجه وکړي او نصابونه دي د شریعت مطابق عیار کړي او د ځوانانو سالمه روزنه دي وکړي.

ﷲ تعالی فرمایي: وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ.. سورة آل عمران آية ﴿۱۸۷﴾.

ترجمه: او (یاد کړه) هغه وخت چې واخیست ﷲ عهد محکم له هغو کسانو ځني چې ورکړی شوی دی دوی ته کتاب چې خامخا به بیانوئ تاسي هرومرو (خامخا) دا (کتاب) خلکو ته او نه به یې پټوئ تاسي نو وغورځاوه دوی دا (کتاب) وروسته له شاؤ خپلو او وایې خیست په (عوض د) دې (کتاب) قیمت لږ نو بد اخیستل د دوی (دغه اخیستل) دي (یا نو څومره بد دي هغه شی چې دوی یې پیري (اخلي)). [کابلی تفسیر]

ــ اسلامي امارت د دیني پرمختګونو تر څنګ د وطن د ابادۍ او د خلکو د اقتصادي پياوړتیا لپاره د شریعت مطابق خپله هڅه کړې او کوي یې.

ﷲ تعالی فرمایي: فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ، الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ. سورة قریش ﴿۳﴾ او ﴿۴﴾ ایتونه

ترجمه: نو ښایي چې بندګي وکړي دوی رب د دې کوټې (کعبې) ته هغه (رب) چې طعام خواړه یې ورکړي دي دوی ته په لوږي کښي او امن یې ورکړی دی دوی ته له خوف ویرې څخه. [کابلی تفسیر]

نبي صلي ﷲ علیه وسلم فرمايي: إِنْ قَامَتْ السَّاعَةُ وَبِيَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ فَإِنْ اسْتَطَاعَ أَنْ لَا يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعَلْ (مسند أحمد)

ترجمه: که قیامت هم نږدې وي، او د یو چا په لاس کې د نیالګي د کښېنولو موقع وي، نو باید هغه وکري، که څه هم قیامت راځي.

بل ځای نبي صلي الله علیه وسلم فرمايلي: خیرالناس من ینفع الناس. کنزالعمال

ترجمه: غوره د خلکو هغه کس دی چې خلکوته ګټه رسوي.

اسلامي امارت کوښښ کړی چې د پرختګ او بیا رغونې لپاره هر کال سلګونه لوی او واړه انکشافي کارونه تر کار لاندې ونیسي، د ولایاتو ترمنځ لویې لارې اساسي ورغوي، له دنیا سره د تجارت ساحه پراخه او د صادراتو کچه لوړه کړي، تجارت او صنعت ته خاصه توجه وکړي، چې الحمدلله ښه پرمختګونه هم پکې شوي دي، د لویو انکشافي کارونو په پیل، د معادنو په استخراج او تجارانو او صنعتکارانو ته د پراخو ځمکو په ویش سره هڅه کیږي چې د خلکو د بې کارۍ کچه ټيټه او اقتصادي حالت ښه شي، دا ګامونه د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لا ډیره توجه، اخلاص، هڅې او زحمت غواړي چې باید ویې کړي او د خلکو له خوا هم پراخ حمایت او ملاتړ ضروري دی چې باید ویې نه سپموي.

خلک مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي سازمانونو په هغو تبلیغاتو باور ونه کړي چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي، یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو تشویش خپروي.

ﷲ تعالی فرمايي: الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ .. سورة البقرة آیة ﴿٢٦٨﴾.

ترجمه: شيطان وعده درکوي تاسې ته د خوارۍ ( او ویروي مو چې خوار به شئ) او حکم کوي تاسې ته په (کولو د) ناوړو (غلطو) کارونو، (لکه بخل)، او ﷲ وعده کوي له تاسې سره د مغفرت (د ګناهونو) له خپل (لوري) او د فضل (د انفاق په بدل کې) او ﷲ پراخ دی، (رحمت فضل او احسان د ده) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو).[کابلی تفسیر]

او بل ځای ﷲ جل جلاله فرمایي: …وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ‎.. سورة التوبة آیة ﴿۲۸﴾ .

ترجمه: … او كه ووېرېږئ تاسو له فقره په (سبب د منع د دوی) نو ژر به غنیان کړي تاسې ﷲ له فضله خپله که اراده وفرمایي (د غنا ستاسې)؛ بېشکه چې ﷲ ښه عالم دی (په ټولو احوالو) ښه حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي). [کابلی تفسیر]

اسلامي امارت د ﷲ جل جلاله په نصرت سره خپل ټول کوښښ کوي چې ستاسو ژوند ښه شي.

ــ اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت په اساس ټينګې او ښې اړیکې ولري.

ﷲ تعالی فرمايي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ… سورة الحجرات آیة ﴿١٠﴾ .

ترجمه: بېشکه چې مؤمنان ټول (په دین کې) سره وروڼه دي.

همدا راز غواړي له نورو ملکونو سره په اسلامي اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولرې.

له ټولو خواوو څخه غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ مانع ونه ګرځي.

ــ د فلسطین قضیه د ټولې اسلامي نړۍ قضیه ده.

ﷲ تعالی فرمايي: وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا. سورة النساء آية ﴿۷۵﴾.

ترجمه: او څه مانع ده تاسې ته چې جنګ نه کوئ تاسې په لاره د ﷲ جل جلاله کښي ( د دین د ترقۍ لپاره) او په خلاصولو د ضعیفانو کې چې سړي دي، ښځې دي او ماشومان دي، هغه کسان چې وايي دوی، ( ای ربه زموږ!) وباسه موږ له دې کلي (د مکې) څخه، چې ظالمان دي اوسیدونکي د هغې او وګرځوه موږته له خپل درباره کوم ولي (حامي، ساتونکی) او وګرځوه موږته له خپله درباره مددګار!. [کابلی تفسیر]

موږ د فلسطین پر مظلوم او بې دفاع خلکو د صهیونیستي رژیم وحشیانه حملې او بمباردونه په کلکه غندو او دا یو ستر ظلم او وحشت بولو، موږ د فلسطین د خلکو له مشروع غوښتنو څخه ملاتړ کوو او له نورې اسلامي نړۍ څخه هم غواړو چې تر وسه وسه د فلسطینیانو څخه حمایت وکړي، ترڅو هغوی خپل غصب شوي حقوق بیرته تر لاسه کړي، د صهیونیستي ژريم له ظلم او تجاوز څخه خلاص شي او هلته روان وحشت او ظلم پای ته ورسیږي.

ــ داچې د اختر شپې او ورځې د خیر او صدقو ورځې دي، له خپلو ټولو غني وطنوالو څخه غواړو چې خپل بې وزله او غریب خلک له نظره ونه باسي.

ﷲ تعالی فرمايي: وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا. إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا. سورة الدهر ﴿۸﴾ او ﴿۹﴾ آیتونه.

ترجمه: او (ابرار) ورکوي طعام خواړه پر محبت میني د دغه (ﷲ یا طعام) مسکین اړ (مجبور) ته او یتیم ته او اسیر ته.(وايي ابرابر ـ صالح خلک) بېشکه چې موږ طعام خواړه درکوو تاسې ته خاص د ﷲ تعالی د رضا لپاره ( چې ويي وینو او د هغه رضا مو نصیب شي)، نه غواړو موږ له تاسې څخه جزاء، بدل او نه شکر ایستل.[کابلی تفسیر]

نو د خپل توان مطابق له بې وزله مسلمانانو وروڼو په ځانګړي ډول د شهیدانو له کورنیو، یتیمانو، کونډو او معیوبینو سره کومک وکړئ، د هغوی د اختر شپې ورځې ور خوشحاله او د هغوی لاسنیوی وکړئ، اسلامي امارت هم د خپلو اړوندو ادارو له لارې کوښښ کوي چې له فقیرانو سره کومک وشي او هغوی ته د خوراک او ژوند انتظام برابر شي.

په پای کې یوځل بیا خپلو ټولو مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر په مناسبت مبارکي وایم، له ﷲ تعالی څخه غواړم چې خوشحاله او له امن ډک اختر ولرئ او د اختر شپې ورځې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره په عبادت او خوښۍ کې تیرې کړئ او له تاسو ټولو څخه هیله کوم چې زموږ لپاره په خاص ډول د استقامت او اصلاح دعاګانې وکړئ؛ ځکه د فقهي شریفې په کتابونو کې راغلي دي(و یجب أن یدعی له بالصلاح) ترجمه: او واجب ده چې امیر ته د خیر دعا وشي.

او ټولو مسلمانانو ته په عام ډول دعاګانې وکړئ او د اسلامي امارت ټولو مسئولینو ته د استقامت، صبر، حوصلې، د شریعت د ښه تطبیق او ښه خدمت کولو دعاګانې وکړئ او زه هم تاسو ټولو ته دعا کوم، ﷲ تعالی مو روژې او ټول عبادات قبول کړه. آمین یا رب العلمین.

والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده حفظه ﷲ تعالی

۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ ق

۷/۱/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/3/27م

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د ایمرجنسي سازمان له پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د بیړني غبرګون او پراختیا له سیمه‌ییز رییس دانییلي جیاکومیني په مشرۍ د ایمرجنسي سازمان له پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان رییس ښاغلی دیان پانیچ او د هلمند ولایت د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون مشر جراح ډاکټر خوشحال هم ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د ایمرجنسي سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یاد سازمان د روغتیایي خدماتو مننه او قدرداني کړې ده.

ښاغلي دانییلي جیاکومیني ویلي، ایمرجنسي سازمان له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، چې په کابل، هلمند، پنجشیر او نورو لیرې پرتو ولسوالیو کې یې ۲۷ روغتیایي مرکزونه فعال دي.

نوموړي د افغانستان په ګډون په سوریه، یوګانډا، عراق، سوډان، یمن، غزه او نورو هیوادونو کې د ایمرجنسي سازمان د روغتیایي خیریه فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.

هغه ویلي، چې ایمرجنسي سازمان په افغانستان کې پخوا د جنګ د ټپيانو درملنه کوله او اوس د ترافیکي او نورو پېښو د ټپیانو درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي او ټول روغتیایي خدمات، جراحي عملیات او درمل یې وړیا دي.

ښاغلی جیاکومیني د ایمرجنسي سازمان د راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال ویلي، چې د افغانستان مختلفو برخو ته د خدماتو پراخول او د عامې روغتیا په برخه کې لا زیاتې مرستې شاملې دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان پلاوي ته په خطاب کې ویلي، تاسې د افغانانو د بې وزله او مظلومې طبقې د لاسنیوي په موخه خپل فعالیتونه او هڅې روانې ساتلي او موږ درسره په هره برخه کې همکار او ملاتړي یوو. هیله ده چې د روغتیا برخې په بنیادي رغاونه کې خپله همکاري دوامداره وساتئ.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت عام المنفعه فعالیتونو ته زیاته پاملرنه کوي. د هغو خدماتو چې د خلکو په ګټه وي، همکارۍ او ملاتړ کوي او د ایمرجنسي سازمان په څېر موسساتو ته چې افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د اړیکو اسانتیاو په برابرولو کې خپله همکاري نه دریغوي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د کډوالو لپاره د ۴۶ استوګنیزو ښارکوټو د رغولو هوډ لري

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر له شارژدافیر مرُدف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره پر مرستو او همکاریو خبرې شوې دي.

ښاغلي القاشوطي له افغان کډوالو سره د قطر مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په مناسب ډول د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره په همکارۍ غور کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره يې کړې ژمنې عملي کړې او په راتلونکې کې یې د لاډېرو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

هغه د خبرو پر دوام څرګنده کړې، چې د قطر ولس او مرستندویه بنسټونه له افغانانو سره مرستو ته لېواله دي او له همدې امله د قطر د سرې میاشتې ټولنې او قطر الخيريه بنسټ په کابل کې فعالیت پیل کړی دی.

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر د دولت شارژدافیر ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد له همکاریو او مثبتو اړیکو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزې د حل هڅې کوي. دغه‌راز له مرستندویه او اړوندو ادارو سره کار کوي تر څو د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت رسیدونه وشي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې افغان حکومت د کډوالو لپاره د هېواد په کچه د ۴۶ استوګنیزو ښارکوټو د رغولو هوډ لري او په دې برخه کې یې د قطر په ګډون د مرستندویو بنسټونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.

د ناستې په پای کې محترم وزیر د افغان کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو له امله د قطر هېواد له مرستو مننه کړې ده.

کندهار کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډم د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ د پای کاریز په کلي کې د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت د یوه چکډم د جوړولو چارې پيل شوې.

د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رییس ملا سید محمد شرافت وايي، دا چکډم د ۲۳ متره په اوږدوالي او ۸.۳۵ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۲۲ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.

د دې چکډم د چارو په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه پورته او د اوبو په برخه کې به د یاد کلي د کروندګرو ستونزې اوارې شي.

د دې پروژې چارې به، چې د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي، په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ملا حمدالله فطرت: په ۱۴۰۳ کال کې ۴۱۰ چک‌ډیمونه او څلور د اوبو ستر بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د افغانستان اسلامي امارت مرسیتال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د اوبو مدیریت او کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه کې ۴۱۰ چک‌ډیمونه او څلور د اوبو ستر بندونه جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

که څه هم چې هېواد کې د وچکالۍ څپو او د بارانونو او واورو کمښت په ځینې سیمو کې د اوبو سطحه ټیټه کړې او په کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ یې هم اغیز کړی دی. خو د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مدیریت او وچکالۍ سره مبارزې په موخه د کرنې، اوبو او انرژۍ او کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو له لارې ۴۱۰ چک‌ډیمونو او د اوبو د څلورو لویو بندونو چارې بشپړې کړې دي.

یو شمېر کروندګر د اسلامي امارت له لوري د اوبو مدیریت په موخه د چک‌ډیمونو جوړول ګټور بولي او وايي، چې په دې چک‌ډیمونو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او کرنه او مالداري به هم وده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېر ژمی د هېواد په ډېری ولایتونو کې د نورو کلونو په پرتله د ورښتونو کچه لوړه وه، چې بڼوال او بزګران یې ابادۍ او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ښه حاصل ته هیله‌من کړي.

په ۱۴۰۳ کال کې نږدې ۳۵ زره بهر مېشتو افغانانو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۳ کال کې ۳۴ زره او ۵۹۲ هېودوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو اړوند غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي، چې په دې خدمتونو کې ۸ زره او ۳۶۵ غیرې حضوري نوې تذکرې، ۶ زره او ۷۵۵ غیرې حضوري مثنی تذکرې او په غیر حضوري ډول د ۱۹ زره او ۴۷۲ پېژندپاڼې تایید پکې شاملیږي.

له بل لوري د ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست تېر کال ۶۶ زره او ۲۱۳ کسانو ته د نوې، مثنی او د کاغذي پېژندپاڼو لغوه‌کولو او ۱۱۸ زره او ۲۲۳ کسانو ته د کاغذي تذکرو د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.

همدارنګه یادریاست په ۱۴۰۳ کال کې په کابل ښار کې ۱۱۰ زره او ۵۴۷ هېوادوالو ته په حضوري ډول په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو مسولیت په غاړه لري او ژمن دی، چې په چټک او روڼ ډول هېوادوالو ته یاد خدمتونه وړاندې کړي.