ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 655

د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون له مسول سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د د سره‌ صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) له مشر احمد سلیمان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو همکاریو، لا ښې همغږۍ رامنځته کولو، د روغتیايي خدمتونو په ښه والي او د روغتیايي کارکوونکو په لا ښه مدیریت بحث او خبرې شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د (IFRC) موسسې له مشر څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو برابرولو، په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحي عملیاتونو پیلولو اړوند ملاتړ، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې.

د (IFRC) موسسې مشر احمد سلیمان په افغانستان کې د خپلو روغتیايي فعالیتونو اړوند معلومات وړاندې کړي او د شریکو شویو غوښتنو اړوند یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په ۱۴۰۳ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه ۵.۵ سلنه لوړه شوې

ټولګټو وزارت وايي، چې په ۱۴۰۳ هـ.ش. کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال په پرتله په انتقالاتي کچه کې ۵.۵ سلنه زياتوالی راغلی دی؛ حال دا چې په ۱۴۰۲ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د مجموعي انتقالاتو کچه ۴.۱ میلیونه مټريک ټنه وه، خو په ۱۴۰۳ هـ.ش. کال کې ياده کچه ۴.۴ میلیونه مټريک ټنه ته لوړه شوې ده.

د حیرتان بندر له لارې ۳ میلیونه، ۳۸۶ زره او ۱۴۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۶۹ زره او ۸۶۵ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۹۲ زره او ۴۸۷ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې ۵۰ زره او ۷۹۹ ټنه انتقالات، چې ټولټال ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له جملې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې ټولټال ۱۴۵ زره او ۱۶۸ مټريک ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې ۳۷ زره او ۸۹۴ متریک ټنه صادرات شوي و. دا په۱۴۰۳ هـ ش کال کې د صادراتو په کچه کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د صادراتو لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو، تالک ډبرې او د آنارو جوس دي، چې د انتقالاتو دغه زیاتوالی تر ډېره بريده د یو مثبت بدلون او د هېواد د ښېرازۍ او زېربنايي بنسټونو د خودکفايۍ زېری ورکوي.

په ۱۴۰۳هـ. ش کال کې ۷۳ زره او ۵۷۶ واګونونه او په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۶۹ زره او ۳۸۰ واګونونه د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي او دغه راز په ۱۴۰۳هـ. ش کال کې ۴۳۶۵ کانټینرونه او په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۸۳۰ کانټینرونه د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ۲۰.۷ میلیارده افغانیو په پانګونې د برېښنا د تولید او لېږد پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په اوومه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا تولید د ۷ او د برېښنا انتقال د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.

د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي، چې د برېښنا مجموعي ظرفیت یې ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي.

د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.

د یادو پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي، چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲۶ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۷۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۳۵۷) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳) کورنیو سره مجموعًا (۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۲۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۳۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۲۰۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۹) کورنیو سره مجموعًا (۲۱۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۱) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۶) کورنیو سره مجموعًا (۵۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷) تنه و، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۸۲) کورنۍ او (۸۰۱) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۷) کورنۍ او (۹۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۰۸) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۱) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

په زابل کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ترانسپورټي ترمینل دجوړولو چارې پیل شوې

د زابل په مرکز کلات کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د یوه ترمینل دجوړولو چارې پیل شوې.

دترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق الله عابد په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې وزارت یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري ترانسپورټي ترمینلونو د جوړولو هڅي پیل کړي او په ډیری ولایتونو کې رغېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد ترمینل به په شپږ جریبه ځمکه کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت ورغول شي او د جوړیدو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

دغه‌راز دا ترمینل به دوه پوړیزه اداري ودانۍ، جومات، د موټرو تم ځای او نورې اسانتیاوې ولري.

د ښاغلي عابد په وینا؛ ترانسپورټ او هوایې چلند وزارت تېر کال د ۳.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۵۳ پروژې درلودې، چې ټولې یې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویل شوې دي.

د قرارداري شرکت مسولین وايې، هڅه به وکړي، چې ژر تر ژره د دې ترمینل د جوړیدو کارونه بشپړ کړي. دغه‌راز له شوي قرارداد سره سم به په معیاري ډول یاد ترمینل ورغوي.

له دې وړاندې په روزګان او کندهار ولایتونو کې هم د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ورته ترمینلونو چارې پیل شوې وې.

د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت له ۱۲ موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په ۶ مه په هېواد کې د تشبثاتو سکټور د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۲ موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

ښاغلي عزیزي د موسسو مشرانو ته په خطاب کې ویلي، د سوداګرۍ وزارت ستاسو د هڅولو او ستاسو د چارو د ګړندیتوب په موخه تل هڅه کړې چې اړونده اسناد ژر تر ژره لاسلیک شي.

نوموړي له یادو موسسو غوښتي، تر څو د پروژو مالي ملاتړ کوونکو ته د خپلو طرحو د وړاندې کولو پر وخت، مهاجرینو ته لومړیتوب ورکړي.

ټاکل شوې، چې دا ۱۲ موسسې به یادې پروژې د ظرفیت جوړونې، د کورنیو مالي اړتیاوو پوره کولو او د درامد په ترلاسه کې ابتکار، سلمه دوزۍ او ډیزاین زده کړې، د وړو سوداګریو مدیریت، بېرته را ستنیدونکو ته د معشیتي فرصتونو د لاسرسي د زیاتوالي او پایښت او متشبثینو ته د غالۍ اوبدلو او ګرافیک ډیزاین د زده کړې په برخو کې د یو میلیون  ۵۵۳ زره او ۱۸۰ ډالرو په ټولییز ارزښت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې پروژو څخه به یو زر او اوه تنه نېغ په نېغه د کندوز، لوګر، فاریاب، ننګرهار، کابل، بدخشان، بامیان، هرات او تخار په ولایتونو کې ګټه پورته کوي.

سویلي کوریا کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي

د سویلي کوریا په سویل ختیځ کې ځنګلي اور لګېدلی، چې تر دې مهاله ۲۶ کسان پکې وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي. د ۱۲ ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

دا ځنګلیزه اورلکېدنه لا هم دوام لري او د سختو بادونو له امله یې د لا پراخېدو وېره هم شته.

چارواکو ویلي، چې د ډېری قربانیانو عمرونه د ۶۰ او ۷۰ کلونو تر منځ دي.

د راپورونو له‌مخې دې اورلګېدنې شاوخوا ۲۷زره کسان د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د یاد هېواد لنډمهالي ولسمشر هان دوک‌سو دا وضعیت بې‌ساري بللی او ویلي یې دي، چې د اور د مهار لپاره به دولت ټول امکانات او وړتیاوې وکاروي.

زرګونه اور وژونکي او شاوخوا ۵۰۰۰ پوځي پرسونل د اورونو د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوي او په کوریا کې د مېشتو امریکایي ځواکونو چورلکې هم پکې مرسته کوي.

د امریکا د نړیوالې سوداګریزې جګړې پراختیا؛ ټرمپ د موټر پر وارداتو هم ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه اعلان کړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (چهارشنبه، د وري ۶مه) د موټرو او پرزو پر وارداتو ۲۵ سلنه نوې تعرفه اعلان کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، ټرمپ ویلي چې دا تعرفه به د روان میلادي کال د اپریل له درېیمې نیټې څخه پلې شي.

ټرمپ ادعا کړې، چې دا ګام به د امریکا د موټرو صنعت ته وده ورکړي او ژمنه یې کړې، چې دا پرېکړه به د امریکا دننه د دندو او پانګونو د زیاتوالي لامل شي.

د راپورونو له مخې، امریکا په ۲۰۲۴ کې له مکسیکو، جاپان، سویلي کوریا، کاناډا او المان څخه د ۴۷۴ میلیارده ډالرو په ارزښت موټر او پرزې واردې کړې دي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم د کاناډا، مکسیکو او چین پر وارداتي توکو درنې تعرفې وضع کړې وې، چې د یادو هېوادونو له ورته غبرګون سره مخ شوې دي.