ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 654

د متحده عربي اماراتو له بندخونو د ۵۴ افغان بندیانو د خوشي کېدو هوکړه شوې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او په ابوظبي کې د افغانستان سفارت د پرله‌پسې هلو ځلو په پایله کې د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو بندخونو د ۵۴ هېوادوالو د راخوشي کېدو هوکړه شوې.

د افغانستان اسلامي امارت د اماراتو د دولت له رییس جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل‌نهیان څخه مننه کوي، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې د بندي افغانانو د خوشي کولو لورینه کړې او دا ګام یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پالنې ښه څرګندوی بللی دی.

میانمار کې له زورورې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

د میانمار په مرکزي سیمې کې د رېښتر په کچه ۷.۷ درجې زوروره زلزله شوې.

د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې ویلي، چې د زلزلې مرکز له ساګائینګ ښاره ۱۶ کیلومتره لرې په شمال لوېدیځ کې د ځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې دی.

د میانمار (برما) په شپږ زلزله ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د میانمار په مانډالې سیمه کې د مرستو رسولو یوه مسول بي‌بي‌سي ته ویلي: ”خورا ډېره ویجاړي رامنځته شوې. د مرګژوبلې شمېر هم خورا زیات دی، د اوس لپاره همدومره ویلای شو. تر اوسه پورې کره شمېر معلوم نه دی، خو لږ تر لږه سلګونه کسان مړه شوي دي.”

د زلزلې زورور ټکانونه په ټایلنډ او د چین په سویل لوېدیځ یونان سیمو کې هم احساس شوي دي.

د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې د زلزلې شدت په میانمار کې ۷.۷ او په ټایلنډ کې بیا ۷.۳ ښودلی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې هم ودانۍ زیانمنې شوې دي.

په ټایلنډ کې چارواکو ویلي، په پلازمېنه کې یوه ۳۰ پوړیزه ودانۍ، چې رغنیزې چارې یې لا نه وې بشپړې شوې، نړېدلې او ۴۳ کارګر نادرکه دي. ویل کېږي، چې د زلزلې پر وخت ۵۰ کسانو کار پکې کاوه. سربېره پر دې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي هم دي.

د میانمار او ټایلند په ځینو برخو کې د یادې زلزلې له امله ګن شمېر ودانۍ نړېدلې، بنسټیزو تاسیساتو ته زیان اوښتی، او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، په میانمار کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسان مړه او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په میانمار کې له لومړنۍ سختې زلزلې ۱۲ دقیقې وروسته دویمه زلزله شوې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۶.۴ درجې ښودل شوی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵) تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته (۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲) کورنیو سره مجموعًا (۹۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۹۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۴۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۵۹) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۲۷۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۶) تنه و، ننگرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۵) کورنیو سره مجموعًا (۴۳۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۵۰) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴) تنه و، کندز او پکتیا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۵۷) کورنۍ او (۱۰۵۵) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۰) کورنۍ او (۱۲۵) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۱۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۷۶) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۴۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو بریدونه جاري ساتلي، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپيان کېږي. یوازې د نن سهار په بریدونو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

شاوخوا درې اونۍ کېږي، چې صهیونیستي رژیم غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په دې تړانګه کې زرګونه فلسطینیان له شدیدې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) ویلي، چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې غزې ته هېڅ بشري مرستې نه دي رسېدلي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۵۰ زره او ۲۰۸ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۹۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د بشري ډیپلوماسۍ له مسولې سره لیدنه وکړه

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د نړیوال فدراسیون (IFRC) د ستراتېژیکو تعاملاتو او بشري ډیپلوماسۍ له مسولې هما ذکریا نادر سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې له پاکستان څخه د احتمالي جبري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي خبرې شوې.

ښاغلي ترابي د یاد فدراسیون پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او په ښه توګه یې د احتمالي جبري راستنېدونکو وضعیت د مدیریت لپاره د دې ادارې او فدراسیون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د ستراتېژیکو تعاملاتو او بشري ډیپلوماسۍ مسولې ویلي، چې د دواړو ادارو ترمنځ همغږي او همکاري د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېره مهمه ده.

نوموړې زیاته کړې، چې د خپل کاري مسولیت له مخې بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي او په هغو هېوادونو کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې څخه د یو بریالي، فعال او بېلګې وړ سازمان په توګه یادونه کوي.

هغې د دې ادارې له ښاغلي ترابي څخه ځانګړې مننه کړې، چې دا اداره یې د یو کارا، فعال او اغېزمن سازمان په توګه جوړه کړې، چې د پېښو د مدیریت او زیانمنو شویو کسانو ته د رسېدنې په برخه کې یې ستر فعالیتونه ترسره کړي دي.

په پای کې دواړو لوریو د بشردوستانه پروګرامونو، له پاکستان څخه د احتمالي جبري راستنېدونکو د ملاتړ، د کډوالو ننګونو، او د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره د نوې ستراتېژۍ د جوړولو په اړه بحث کړی او د دواړو تر منځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

مولوي امیرخان متقي د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې؛ د اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو لورو سره ښې اړیکې غواړو

په کابل کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان په همکاریو او نورو نړیوالو مسائلو خبرې شوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چې له سيمې او نړۍ سره مو تعاملات ښه لور ته روان دي او اسلامي امارت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکو ته لېواله دی.

نوموړي په دې وروستیو کې جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره رغنده ګام ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول تعاملات باید دوام ومومي، ترڅو د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې عملي پرمختګونو ته لاره هواره شي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې دا مهال په افغانستان کې د سراسري امنیت په ټینګیدلو سره د پانګونې ګڼ فرصتونه رامنځته شوي او جاپان په لویو پروژو پانګونه کولای شي.

د جاپان سفیر ویلي، چې په وروستیو کې جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر یو مثبت ګام و او هیله یې څرګنده کړې، چې یاد سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي کورمایا د نشه‌يي توکو د کښت او تولید پر ضد د قوي مبارزې ستاینه کړې او د بدیل کښت په اړه یې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

همداراز نوموړي د دوحې پروسې د کاري ګروپونو یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ګډ کار به ښې پایلې ولري.

د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې ‏د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی ريیس ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري په کندهار کې ‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.

ښاغلی مجاهد زياتوي؛ په دې ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه اورېدل شوي او هغوی ته د اجرااتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازمې سپارښتنې شوې او د لاښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په موخه لازم تصمیمونه نيول شوي دي.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشري اداري کمېسيون غونډه وکړه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړي.

وروسته یې د اطلاعاتو او کلتور او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او همداراز د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند موضوعات هر اړخيز ارزولي او د یادو زمینو په اړه اړین تصميمونه نيول شوي دي.