د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۳۹) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۹۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸) تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۹) کورنیو سره مجموعًا (۳۱۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۶۶) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپين بولدک څخه (4) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، کندهار او هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۰۰0) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۲۰۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۴۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۲) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۱۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۳) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۷۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۰) کورنیو سره مجموعًا (1۱۰۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹) تنه و، میدان وردګ، خوست، کندز، تخار، جوزجان او بدخاشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۷۲۵۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۲۴۷) کورنۍ او (۹۱۱) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۲۶) کورنۍ او (۱۴۰) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۲۳۳) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۳۱) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
فراه کې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د فراه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په رنج کلي کې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د پنځه زره مترو په اوږدوالي پايپ غځول او د ۲۱ سولر تختو نښلول شامل دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د یادې کلي ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د نېکمرغه کوچني اختر د رخصتۍ او له هغه وروسته د کار د پیل او پای په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!
د شوال المکرم لومړۍ نېټه؛ چې د نېمکرغه کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده، په ټول هېواد کې درې کاري ورځې عمومي رخصتي ده.
په همدې توګه له هغه وروسته د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د کار د پیل او پای مهال وېش، د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د وږي میاشتې تر پایه پورې په لاندې ډول تنظیم شوی دی.
له شنبې څخه تر چهار شنبې پورې، د کار پیل د سهار له ۸ بجو څخه تر مازدیګز ۴ بجو پورې، له ۱۲ بجو څخه تر یوې بجې پورې د غرمې ډوډۍ او د ماسپیښین د لمانځه لپاره له یوه ساعت وقفې سره.
د پنجشنبې ورځ، د کار پیل د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپیین تر يوې بجې پورې، پرته له وقفې.
همدا راز تولیدي او خداماتي موسسات، په دایمي توګه فعالې برخې، نشراتي، روغتیایي، پوهنیزې او د لوړو زدهکړو موسسې دې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د کار پیل او پای خپل مهالوېشونه د اړونده لایحې او مقراتو په پام کې نیولو سره تنظیم او پلي کړي.
یادونه: د کوچني اختر دقیقه نېټه او ورځ د افعانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اړونده د رویت هلال محترمې کمېټې له لوري اعلانېږي
د کابل ښار اوسېدونکي: خلک باید د پلاستیکي کڅوړو پرځای کاغذي او تکهیي کڅوړې وکاروي
د کابل ښارځينې اوسیدونکي وايي، چې خلک باید د پلاستیکي کڅوړو پر ځای کاغذي او تکیي کڅوړې وکاروي، ځکه چې دا کړنه به د چاپېریال په پاکوالي کې ډیره مرسته وکړي.
ورته مهال روغتیاپالان د پلاستکي کڅوړو کارونه د ناروغۍ لامل ګڼي او وايي، چې په پلاسیتکې کڅوړو کې د ګرمې ډوډۍ انتقال د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د پلاستیکي کڅوړو ډېره کارونه د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي. یاده اداره زیاتوي، چې هېواد ته ېې د پلاستیکي توکو او کڅوړو د واردولو او ګټې اخېستنې د مخنیوي تګلاره جوړه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسولینو د شمېرو له مخې، هره ورځ په کابل ښار کې څلور ټنه پلاستیکې کڅوړې کارول کېږي.
له بل لوري کابل ښاروالي وايي، چې په میاشت کې یو ځل د پلاستیکي کڅوړو د لږې کارونې او زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي.
د کابل امنیه قومنداني: د اختر په شپو او ورځو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي
د کوچني اختر له را رسېدو سره سم د کابل امنیې قومندانۍ مسولین د خلکو د خوشحالیو ښې نمانځنې په موخه په کابل ښار او اړوندو ولسوالیو کې د امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي. دوی وایي، خلک دې په ډاډه زړه خپلې خوښۍ ونمانځي.
د مسولینو په وینا؛ د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او په کابل ښار او اړوندو ولسوالیو کې به سیارې او منظمې ګزمې تر سره شي. دغهراز هېچاته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي.
د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي محمد شاکر سعد وایي، چې په کابل ښار او ولسوالیو کې یې ګرځنده او منظمې ګزمې دوام لري او په وینا یې په ټولو مهمو سېمو کې به امنیتي منسوبین ځای پر ځای شي.
نوموړی زیاتوي، چې کابل ګڼ مېشتی او تفریحي ښار دی او د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه خلک پرې ور مات دي. ښاغلي سعد له امنیتي مسولینو او ځواکونو غوښتي، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره خلک نه یوازې په کابل، بلکې په ټول هېواد کې په بشپړ امنیت کې ژوند کوي او د اختر د خوښۍ شېبې له کومې امنیتي ستونزې پرته په ډاډه زړه سره نمانځي.
کابل کې د ۱۰۰ موټرسایکل او بايسکل ځغلونکو ترمنځ ورزشي نندارې وشوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار کابل نندارې سیمه کې د ۱۰۰ موټرسایکل او بايسکل ځغلونکو ترمنځ په فري سټایل سبک کې د موټر سایکل او بایسکل ځغلولو ورزشي نندارې وشوې.
په دې نندارو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد فدراسيون رییس سید نبي الله سادات او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
یادې نندارې د روژې مبارکې میاشتې ته د احترام او د کوچني اختر د را رسېدو په موخه شوې دي.
په پای کې د موټر سايکل ځغلونې فدراسيون له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلکونه هم ورکړل شوي دي.
مولوي عبدالکبیر: د خلکو د هوساینې لپاره باید له شته امکاناتو اغیزمنه ګټه واخیستل شي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر پ د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قومندان مولوي رحمت الله محمد او د میدان وردګ ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره لیدنه کړې.
د ناستې په پیل کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان مولوي رحمت الله محمد د هېواد په شمالي ولایتونو کې د امن یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د الفتح قول اردو اړوند مجاهدینو مسلکي زدهكړې ترلاسه کړې دي.
نوموړي د هېواد په شمال کې له امارتي ادارو سره د خلکو همکاري د پام وړ بللې او زیاته کړې یې ده، چې ولس په بشپړ ډول له امنیتي ادارو سره همغږي لري.
همدارنګه د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ په یاد ولایت کې د حکومتي چارو له پرمختګ یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د پخوا په پرتله حکومتي ادارې د ښه کار جوګه دي او هر بنسټ خپلې مسولیتونه په سم ډول مخکې وړي.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د مسولینو او چارواکو د هڅو په ستایلو سره ویلي، چې له شته امکاناتو دې اغېزمنه ګټه واخیستل شي او د ولس اړتیاوو ته په کتو دې د ادارو چارې تنظیم شي.
نوموړي د اسلامي امارت د مسولینو او ولس تر منځ پر لیدنو او ناستو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له خلکو او علماوو سره همغږۍ ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې مسولین دې خپلې چارې ولس ته پر خدمت متمرکزې کړي.
په ۱۴۰۴ کال کې به په یوشمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د روان ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې د نیولو پرېکړه وشوه.
په دغه غونډه کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند جوړولو، له کابل ولایت څخه تر جلال اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو او په جلال اباد ښار کې د شیخ مصري سبسټېشن د چارو بشپړولو پر موضوعاتو هم بحث وشو.
له تفصیلي بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ګنده کوتل د سرپ او جستو کان څخه لاسته راغلي عواید دې د مالیې وزارت له لوري د ځانګړي کوډ په ایجادولو سره یادو عامالمنفعه پروژو ته ځانګړي شي.
همداراز په دې غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي مزي د پاتې چارو، د بت خاک نوي سبسټېشن جوړولو، د چمتلي سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو له پاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم بحث وشو.
له بحث وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، تر څو د یادو پروژو له پاره د ځمکې د تصفیې او استملاک پاتې ۲۰ سلنه چارې بشپړې او مالیه وزارت دې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یادو پروژو له پاره د ځمکې استملاک ته بودیجه ځانګړې کړي.
د غونډې په پای کې له خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه تایید شوه. خصوصي سکټور به د دغه طرحې له مخې ۵۰.۶۹ میلیون ډالره پانګونه کوي.
پورته ذکر شوي تصامیم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري تایید شوي دي.
د کوچني اختر په مناسبت نږدې دوه زره او ۵۰۰ زندانیان ازاد شول
د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی) د عالي مقام د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د حکم او د سترې محکمې د محترم رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني صاحب په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل پر اساس د هېواد په کچه له زندانونو څخه ۵ زره او ۶۱۵ مستحق زندانیان له بنده ازاد او یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د یادو زندانیانو له ډلې ۲ زره او ۴۶۳ هغه زندانیان، چې د عفوې مستحق وو، خوشي شول او ۳ زره او ۱۵۲ نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د کوچني اختر په مناسبت د بندیانو د هیئتۍ لپاره طرزالعمل د سترې محکمې د قضایي تفتیش عمومي رییس په مشرۍ د یوه مؤظف پلاوي لخوا، چې د قضایي تفتیش عمومي ریاست معاون، د زندانونو چارو د سمون ادارې استازي، د کورنیو چارو وزارت د جرایمو د کشف لوی ریاست استازي، د کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو استازي، د احکامو او فرامینو د تعقیب لوی ریاست استازي او د استخباراتو لوی ریاست استازي یې غړیتوب درلود، لخوا ترتیب او د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر ریاست لخوا په مکتوبي بڼه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی محترم مقام ته وړاندې شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د محترم عالي مقام لخوا یاد طرزالعمل د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې حکم په اساس تایید شو.









