به پیغام کې راغلي دي:« نو هیله ده په دغو ښو ورځو او شپو کې د صله رحمۍ او قرابت پاللو فریضه په ښه توګه پر ځای کړئ. حسد او خصومتونه له زړونو وباسئ، په اخلاص او مهربانۍ یو او بل ته د خیر او فلاح دعاګانې وکړئ.»
دغه راز رییسالوزرا په خپل پیغام کې د اسلامي امارت مسوولین، تاجران، پانګوال او هغه هېوادوال چې مالي وس او توان یې ښه دی وغوښتل چې د اختر په دغو مبارکو ورځو او شپو کې دې د بې وسه هېوادوالو، بې سرپرسته کورنیو او یتیمانو لاسنیوی وکړي او د اختر په خوښیو کې دې را شریک کړي.
په دې پیغام کې رییسالوزرا هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې ان شاء الله روان کال به هم د تېر په څېر د لویو پروژو د تطبیق، په بېلابېلو برخو کې د پانګونو د جذب، د اوبو د تنظیم، د زراعت او د سوداګرۍ د ودې، زدهکړو او روغتیایي خدماتو د اسانتیاوو او هېوادوالو ته د کاري او هوسا ژوند زمینې برابرولو کال وي.
ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې افغان کډوالو په اجباري توګه ونه باسي، دغه راز یې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د هیچا په کورنیو چارو کې نه یوازې مداخله نه کوي، بلکې له ټولو سره د اسلامي اساساتو او ملي منافعو په رڼا کې د متقابل درناوي په اساس تعامل او ښه روابط غواړو.
همداراز په پیغام کې راغلي، دوی دې زموږ حسن نیت درک کړي، د مشکلاتو جوړولو، محدودیتو، بندیزونو او فشارونو پرځای دې د تفاهم لاره اختیار او مثبت تعامل ته دې راوړاندې شي.
د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا د خپل پیغام په پای کې د «فلسطین او غزې» پر محصورو مسلمانانو چې د بې رحمه صهیونستانو تر سخت ظلم او بمبار لاندې دي څرګنده کړې.
همدا راز پیغام کې لیکل شوی دی:« موږ د اسلامي اخوت او عقیدوي خپلوۍ په اساس د دوی هر درد او تکلیف احساسوو، دوی زموږ هېر نه دي او نه یې هېرولای شو، الله تعالی دې د دوی د نجات ذریعه برابره او ظالم اسراییلي یرغلګر دې د عاد، ثمود، فرعون او نورو جابرانو غوندې هلاک او تباه کړي.»
د دغو مراسمو په پای کې د افغانستانو علومو اکاډمۍ عمومي رییس شیخ فریدالدین محمود دافغانستان غیور ولس ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اتحاد، اتفاق، خیر او فلاح ترڅنګ د خوښۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.
ورته مهال، علیرضا بیکدلي افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللی او ویلی یې دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر کلتور ولاړې دي او باید لا ډېرې پیاوړې شي.