د لګښتونو کمولو لپاره د ترمپ هڅې؛ لس زره روغتیایي کارکوونکي له دندو ګوښه کېږي
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د میلیاردر متحد ایلان ماسک لخوا د فدرالي حکومت د کوچنی کولو او د لګښتونو کمولو پروګرام پلي کولو پر دوام، د دې هیواد له روغتیایي ادارو څخه د لس زره کارکوونکو د ګوښه کولو لړۍ پیل شوه.
د رويټرز خبري اژانس د راپور لهمخې دا کارکوونکي د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزارت تر چتر لاندې د مهمو ادارو دي.
له دې وړاندې، د امریکا د دفاع وزارت هم خبر ورکړی و، چې پلان لري څه باندې ۵ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
په افغانستان کې د سویس د پراختیا او همکارۍ سازمان دفتر پرانېستل شو
د سویس د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دې هېواد د پراختیا او همکارۍ سازمان بېرته په کابل کې خپل دفتر پرانیست.
یاد وزارت په دغه اعلامیه کې زیاته کړې، دغه دفتر د سویس د بشرپاله مرستو واحد د کارپوهانو د ډلې له لوري د افغانانو د ملاتړ په موخه پرانیستل شوی دی.
داقتصادي چارو شنونکی قطب الدین یعقوبي ویلي:« دغه دفتر د سویس د بشرپاله مرستو واحد د کارپوهانو د ډلې له لوري د افغانانو د ملاتړ په موخه پرانیستل شوی دی.»
د نوموړي په وینا:« موږ ټینګار کوو چې په سیمه کې د دوی حضور د «هدفمندې مرستې» د وړاندې کولو لپاره حیاتي دی، چې له ځايي شریکانو سره نږدې همغږي وساتي او د اړتیا وړ مرستې ورسوي.»
دغهراز د سیاسي چارو شنونکي ابوالحسن صالحي او محمد حسن حقیار ویلي؛ په افغانستان کې د دغه شان سازمانونو د کار بیا پیل نیک اقدام دی او په وینا یې دا کولی شي، چې په افغانستان کې نورو مرستندویه سازمانونه هم فعالیت ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځلونو له نړیوالو غوښتي وو، چې له افغانستان سره کړې مرستې سیاسي نه کړي او له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
یونیسف: غزه کې له اوربند وروسته لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان شهیدان شوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق «یونیسف» په یوه راپور کې ویلي، چې تېرو دوو اوونيو کې پر غزه د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له بیا پیلېدو راهیسې په دې تړانګه کې لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان شهیدان شوي او ۶۰۹ نور د بریدونو په ترڅ کې ټپیان او معیوب شوي دي.
د یونیسف اجرائیوي رئيسې کترېن رسل ویلي، په غزه کې اوربند د ماشومانو پر مخ د اړتیا وړ مرستې پرانیستې او د پرمختګ لپاره یې هیله پیدا کړې وه، خو اوس ماشومان یو ځل بیا د تاوتریخوالي او محرومیت په وژونکې دوره کې ښکېل شوي.
نوموړي زیاته کړې، ټولې ښکېلې خواوې باید د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مسولیتونه ادا کړي او ماشومان خوندي وساتي.
د یونیسف ادارې ويلي، په غزه کې د جګړې له بیا پیل راهیسې، او د مارچ تر ۳۱ پورې د لسو ورځو په موده کې، «بې رحمه او بې توپیره بمبارۍ» هره ورځ د ۱۰۰ ماشومانو د مړینې یا معلولیت لامل شوې ده.
یادې ادارې زیاته کړې، ډېری وژل شوي ماشومان په غزه کې د جګړې قربانیان وو، چې په لنډمهالو خېمو او یا ویجاړو کورونو کې يې ژوند کاوه.
د یونیسف ادارې ویلي، د اسراییلي اشغالګرو د دوامدارو او بېرحمه بمباریو له بیا پیل سره، چې له درېیو اوونیو راهیسې غزې ته د مرستو د ننوتو مخه یې هم بنده کړې، بشري مرستندویه هڅې له سخت فشار سره مخ دي، او د غزې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول یو میلیون ماشومان، له جدي خطر سره مخامخ دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د مارچ له ۲مې راهیسې غزې ته هېڅ مرستې نه دي پرېښودل شوې، چې دا د جګړې له پیل راهیسې د مرستو تر ټولو اوږد بندیز دی.
یاد راپور کې راغلي، چې غزه کې د خوړو، پاکو اوبو، سرپناه او طبي خدماتو کمښت ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
د دې ادارې په وینا؛ که چېرته دا حیاتي توکي ور ونه رسېږي، نو د خوارځواکۍ، ناروغیو او نورو مخنیوي وړ ستونزو خطر به زیات شي، چې د ماشومانو د مړینې کچه به نوره هم لوړه کړي.
د یونیسف ادارې د راپور له مخې، د نږدې ۱۸ میاشتو جګړې په ترڅ کې، له ۱۵ زرو څخه زیات ماشومان شهیدان شوي، له ۳۴ زرو څخه زیات ټپیان شوي او نږدې یو میلیون ماشومان بیا بېځایه شوي او له اساسي خدماتو محروم شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسراییلي اشغالګرو د جګړې له امله لږ تر لږه ۵۰ زره او ۳۹۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۴ زره او ۵۸۳ نور ټپيان شوي دي.
اختر کې شاوخوا ۲۵ زره کورنیو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې
د پنجشېر ولایت سیمهییز چارواکي وایي، چې د کوچني اختر له پیل څخه تر دې مهاله شاوخوا ۲۵ زره کورنیو سیلانیانو له دې ولایت څه لیدنه کړې.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم وایي، چې د اختر په ورځو کې د ګرځندویانو لپاره د آسانتیاو برابرولو په موخه بېلابېلې کمېټې ګمارل شوي دي.
ورته مهال، د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نصرالله ملکزاده وایي، چې سیلانیانو ته په دې ولایت کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او په راتلونکي کې به هم د هغوی هرکلي لپاره لا ښه امکانات برابر شي.
همداراز د پنجشېر امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د اخترپه ورځو کې اړین امنیتي تدابیر نیول شوي او ګرځندویان کولی شي په ډاډه زړه دې ولایت ته ورشي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه وروسته هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او هېوادوال کولالی شي په ډاډه زړه د هېواد هرې سیمې ته سفر وکړي.





