د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر تېره ورځ (چهارشنبه، د وري ۱۳مه) اسلامي امارت یو شمېر چارواکو او مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د لوګر والي مولوي ضیا الرحمن مدني، د پروان والي مفتي محمد ادريس انوري، د کونړ د علماو شورا رییس شیخ عبدالقهار، د کونړ امنیه قومندان مولوي ضیأ الحق، د ۲۰۹ الفتح قول اردو رییس ارکان شیخ نقیب الله عزیزي او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو ګډون درلود.
یادو چارواکو او مسولینو د کوچني اختر په ورځو کې د امنیت په ټېنګښت او د امن په فضا کې د اختر په نمانځلو خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت د پوځي ادارو او مجاهدینو له هڅو یې ستاینه کړې ده.
ورتهمهال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د ټولو چارواکو او مسولینو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د ولس خدمت ته باید لومړیتوب ورکړل شي او په نرمۍ دې ورسره چلند وشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت له اړوندو نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ستونزو حل ته هڅې کوي او پلان لري، چې په کوربه هېوادونو کې افغان کډوالو ته د اړتیا وړ اسناد وویشي.
مولوي عبدالکبیر: د ولس خدمت ته باید لومړیتوب ورکړل شي
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشیانه بریدونو په ترڅ کې نږدي ۸۰ فلسطینیان شهیدان شوي
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، تېره ورځ (چهارشنبه، د وري ۱۳مه) د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
دغه بریدونه د صهیونیستي رژیم د دفاع وزیر له هغو څرګندونو وروسته شوي، چې ویلي یې و غزه کې به خپل عملیات نور هم پراخ کړي.
ورته مهال د اسراییلي اشغالګرو پوځ له لوري د سوریې په پلازمېنه دمشق، حما او حمص ولایتونو باندې د نویو بریدونو پخلی هم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلي اشغالګرو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، ځواکونه یې د غزې تړانګې د اشغال په هڅه کې دي او غواړي چې یاده سیمه د فلسطینیانو څخه خلاصه کړي.
اسراییلي یرغلګرو له دې سره سره غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې او د ټولو فلسطینیانو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له امله لږ تر لږه ۵۰ زره او ۴۲۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۴ زره او ۶۳۸ نور ټپيان شوي دي.
د اوزبیکستان ولسمشر: اسلامي امارت په افغانستان کې ثبات رامنځته کړی
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف له یورو نیوز سره په تازه مرکه د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت مشرانو په افغانستان کې ثبات ټینګ کړی او توانېدلی، چې د دغه هېواد سرچینې بنسټیزې پراختیا ته واړوي.
شوکت میرضیایوف ویلي؛ د افغانستان د اوسني حکومت مشران توانېدلی، چې د خپل هېواد ثبات ټینګ کړي، د دغه هېواد ثبات او بیارغونه د منځنۍ آسیا او اروپايي ټولنې په ګټه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان په اړه د اوزبیکستان پالیسي تل عملي او د اوږدمهاله ستراتیژۍ پر بنسټ ولاړه ده؛ ډېری هغه هېوادونه، چې په پیل کې یې د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د پالیسۍ مخالفت کاوه؛ اوس دې پایلې ته رسیدلي، چې دا سمه پالیسي وه.
ورته مهال د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان په تړاو د شوکت میرضیایوف څرګندونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له اوزبیکستان سره ښې اړیکې غواړي.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکو ویلي، اوزبیکستان د افغانستان واقعیتونه درک کړي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د اوزبیکستان د اوبو سرچینو وزیر ویلي و، افغانان زموږ نیږدې دوستان دي او حق لري چې د امو سنید له اوبو څخه ګټه واخلي او زیاته کړې وه، چې اوزبیکستان غواړي له افغانستان سره لا پیاوړې اړیکې ولري.
عبدالرحمن عطاش: د ملي پراختیا شرکت د هېواد اقتصادي ودې ته ژمن دی
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش د تېر شوي نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په پار جوړې شوې غونډه کې د ملي شرکت کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ د دې ادارې د لید لوري، ماموریت او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کړې دي.
عبدالرحمن عطاش د ملي پراختیا شرکت د موخو، ارزښتونو او اوږدمهاله ستراتیژۍ په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې ملي شرکت د هېواد د اقتصادي ودې، زیربنایي پراختیا او عامه پروژو پلي کولو ته ژمن دی.
د نوموړي په وینا، ملي شرکت هڅه کوي، چې د هېواد ملي پراختیا لپاره د تلپاتې او بنسټیزو پروژو پلي ته زمینه برابره کړي.
همدا راز عبدالرحمن عطاش د ملي شرکت د روانو پروژو، لاسته راوړنو او د کارکوونکو له هڅو ستاینه کړې او ویلي يې دي، چې د دې ادارې هر پرمختګ د کارکوونکو د ژمنتیا او هلو ځلو پایله ده.
نوموړي د بېلا بېلو پراختیايي پروژو یادونه کړې، چې د ملي شرکت د هڅو له برکته پلي شوي، یو شمېر د پلي کولو په حال کې دي او یو شمېر لوی پروګرامونه به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
عبدالرحمن عطاش ویلي، د کارکوونکو مسلکي پرمختګ ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، څو هغوی وکولی شي د خپل مسلک په چوکاټ کې پرمختګ وکړي او د ادارې د لا ښه فعالیت لپاره زیاته ونډه واخلي.
دغهراز نوموړي د نوښت، خلاقیت او مسولیت احساس ته د هڅونې پر اړتیا ټینګار کړی او له کارکوونکو یې غوښتي، چې د نوښت له لارې ستونزو ته حل لارې ومومي او خپل مسولیتونه په پوره امانتدارۍ ترسره کړي، ځکه دا مسولیت ډېر دروند او د میلیونونو هېواد والو هیلې او امېدونه ور پورې نغښتي دي.
ورته مهال د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل هم په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو، همغږۍ او روڼتیا په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، د دې ادارې اصلاحات، د کارکوونکو معیاري کړنې، روڼتیا او د حساب ورکونې اصل په پام کې نیولو پایله ده، چې کارونه یې غوره او اغېزمن روان دي.
د اوبو او انرژي وزیر: د هېوادوالو خدمت او د هېواد پرمختګ نهستړې کېدونکې هڅې غواړي
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یاد وزارت له مسولینو، رییسانو او کارکوونکو سره د اختر مبارکي په لیدنو کې، د کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ، د هېواد او خلکو د خدمت په لاره کې د اخلاص، مسولیت منلو او لا زیاتو هڅو باندې ټینګار کړی دی.
ملا عبداللطیف منصور په دغو ناستو کې د انسان د خلقت موخه د الله ج بندهګي او پېژندنه بللې ده، او د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونو ته په اشارې سره یې د الله ج له لوی دربار څخه د نړۍ د مسلمانانو د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړي په هېواد کې هر اړخیز امنیت او د اسلامي نظام استقرار د الله ج یو لوی نعمت بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ټول خلک باید د الله ج د دغو نعمتونو د شکر ادا کولو لپاره، د نظام د ټینګښت او د هېواد د آبادولو په لاره کې په یووالي او ورورولۍ سره هڅې وکړي.
دغه راز، ښاغلي منصور د اوبو او انرژي وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې، د دندو د ترسره کولو پر مهال د مسولیت منلو، ژمنتیا او اخلاص پر اهمیت ټینګار کړی او له هغوی یې غوښتنه کړې، چې د خلکو د خدمت او د هېواد د پرمختګ لپاره، شپه او ورځ په خپل ټول توان هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یادې لیدنې په بشپړه توګه د ورورولۍ او دوستۍ په فضا کې ترسره شوې او د خیر په دعا سره پای ته ورسېدې.
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره کار کوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په درېیمه ورځ د کابـــینې له څو تنو غړو، ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو، مجاهدینو، او عامو هېوادوالو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو مشرانو، قومي مخورو، علمای کرامو، مجاهدینو او هېوادوالو د هېواد په کچه د امن په فضا کې د اختر پر نمانځلو خوښي څرګنده کړې او اوسنی سرتاسري امنیت یې د جهاد او اسلامي نظام پایله بللې ده.
همدارنګه په دغو ناستو کې له ولایتونو او لرې پرتو سیمو څخه راغلو مخورو او علماو د اسلامي امارت پرمختګونه ستایلي او په هېواد کې یې د امن ساتلو په برخه کې د امنیتي ادارو له هڅو مننه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر ټولو مشرانو، علماو، قومي مخورو او مجاهدینو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ ويلي، اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره کار کوي او په دې برخه د ولسونو همکارۍ خورا مهمې او اغېزمنې دي.
نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې د ستونزو حل او پرمختګونه د اسلامي نظام له برکته دي، امنیتي ادارې او مجاهدین د تلپاتې امن لپاره شپه او ورځ د ولس په همکارۍ هڅې کوي.






