ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 649

له مولوي امیرخان متقي سره د متحده عربي اماراتو د ځانګړي استازي کتنه؛ د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې شوې

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سيف محمد الکتبي سره کتلي .

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، د ویزو د اسانتیاوو، د ټرانزیټ ودې او سیمه‌ایزو چارو خبرې وشوې.

د یاد وزارت په وینا، مولوي امیرخان متقي عربي اماراتو سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې وبللې او هيله يې څرګنده کړې چې اماراتو ته د وروستي سفر پرمهال د شوو هوکړو له پلي کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداګريزې او ټرانزيټي اړيکې لا وده وکړي.

ورته مهال، ښاغلي سيف محمد الکتبي د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې وبللې او زياته يې کړې چې کابل ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د وروستيو هوکړو تعقيب دی.

غزه؛ د اسراییلو اشغالګرو د تېرې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي

الجزیرې خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې تېره ورځ د غزې په بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.

د راپور له‌مخې، د دې شهیدانو له ډلې ۳۳ یې په شمالي غزه کې پر یوه ښوونځي د اشغالګرو د بریدونو له امله شهیدان شوي دي.

 په ورته وخت کې، صهیونیستي رژیم د غزې د جنوبي سیمو د اوسیدونکو د اجباري بې ځایه کولو حکم صادر کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، د اسراییلو د بریدونو له بیا پیلېدو راهیسې، شاوخوا ۲۸۰ زره فلسطینیان بیا کډوال شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۵۰ زره او ۵۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۴ زره او ۶۳۸ نور ټپيان شوي دي.

المان کې له درملنې وروسته یو شمېر ماشومان هېواد ته راسته شول

المان هېواد څخه یو شمېر په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته ماشومان تر درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول.

افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، نن ( جمعه، د حمل ۱۵ مه ) د یاد ټولنه له لوري المان هېواد ته ۲۰ تنه په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي استول شوي ماشومان د بشپړې درملنې او روغتيا له ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د يادونې وړ ده چې، افغاني سره میاشت د المان د سولې کلي له خیریه بنسټ سره د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال ۲ ځل په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي ماشومان، چې عمرونه یې له یوه کال څخه تر ۱۱ کلونو پورې وي، المان هېواد ته د درملنې په موخه لېږي او د بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راګرځي.

له ایراني دیپلوماټانو سره د بهرنیو چارو وزیر کتنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په نوي پړاو خبرې شوې

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د ایران د بهرنيو چارو وزير سلاکار ښاغلي محمد رضا بهرامي او په کابل کې د یاد هېواد له سفیر علی‌رضا بیکدلي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړيکو په نوي پړاو، وروستيو پرمختګونو، د اوبو سربېره ايران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعيت په تړاو خبرې شوې.

د ښاغلي تکل په وینا؛ دې کتنه کې ښاغلي بهرامي کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير له سفر وروسته د دوو اړخيزو اړيکو د نوي پړاو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري باید دا اړیکې ښې مدیریت کړي.

د سویلې کوریا د اساسی قانون محکمې د دې هېواد ولسمشر له دندې ګوښه کړی

د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې د دې هېواد د استیضاح شوي ولسمشر یون سوک یول، د ګوښه کولو حکم کړی دی.

د راپورونو له مخې، دې محکمې اعلان کړی چې یون سوک یول د نظامي حکومت د اعلانولو له لارې د خلکو اساسي حقونه نقض کړي او له خپلو صلاحیتونو یې تېری کړی دی.

ورته مهال، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې په سویلې کوریا کې ټولټاکنې ترسره شي، او تر هغه وخت پورې به د دې هېواد صدراعظم هان داک سو، د سرپرست ولسمشر په توګه خپل دنده سرته رسوي.

د یادونې وړ دی، چې د سویلې کوریا ولسمشر د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په درېیمه، د لنډې مودې لپاره په سویلي کوریا کې نظامي حکومت اعلان کړی و.