ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 648

د پوهنې وزیر فراه ولایت ته سفر کړی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د کندهار ولایت د پوهنې رییس مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا فراه ولایت ته سفر کړی.

نوموړي د یاد ولایت د پوهنې له مسولینو، یو شمېر علماءکرامو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې او د یاد وزارت د قوانینو او کړنلارو د تشرېح کولو ترڅنګ یې د دیني او عصري علومو د رول او اهمیت په اړه مهمې او هر اړخیزې خبرې کړې دي.

نوموړي د یاد سفر پر مهال د فراه ولایت په ولسوالیو کې د جامعه الاسراء مدرسې سربېره له یو شمېر نورو دیني مدارسو څخه هم لیدنه کړې.

همدارنګه د پوهنې وزیر د یو شمیر چارواکو او علماءکرامو سره په ګډه، د فراه ولایت مرکز اړوند په مرواري کلي کې د یوه لوی دیني مرکز په پرانیستلو او تاسیس کې هم ګډون کړی دی.

د اقتصادي کمېسیون له لوري په هرات ولایت کې د ‘بام هرات’ تفریحي کمپلکس د جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم په هرات ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه، پر اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو باندې د دولتي داغمه‌جاتو د وېش او پلور، د بدخشان ولایت د وېکادور سرو زرو کان د قرارداد او همدا راز یوشمېر نور تعقیبي موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

په غونډه کې له مفصل بحث وروسته په هرات ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس د جوړولو طرحه تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي، چې شاوخوا څلور زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، تر څو د اوسپنې ویلې کوونکو شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه او له هغو شرکتونو چې د افغانستان اسلامي امارت پوروړي دي، پورونه ترلاسه او هغو شرکتونو ته، چې د افغانستان اسلامي امارت یې پوروړی دی، پورونه تادیه کړي او د داغمه‌جاتو د وېش او پلور په تړاو دې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم تطبیق کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم هدایت وشو، تر څو د بدخشان ولایت د وېکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان کړي او د دغه کان لپاره نوې داوطلبي ترسره شي. د نوې داوطلبۍ پر مهال دې وړ شرکت انتخاب شي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

پورته ذکر شوي تصامیم د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري منظور شوي دي.

په تېره کب میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۰.۲ سلنه ټیټې شوې

‌د احصایې او معلوماتو ملي اداره په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له‌مخې یې د تېر کال په کب میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۲ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

دا ټیټوالی ۵.۶ سلنه د غلو دانو، ۵.۹ سلنه د غوړیو او ۳.۱ سلنه د بېلابېلو سبزیو په بیو کې دی.

همدارنګه د غیرې خوراکي توکو په بیو کې ۰.۷ سلنه ټیټوالی ښکاري، چې ۴.۴ سلنه یې د جامو او البسې شاخص او ۲.۴ سلنه د کور سامان شاخص په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.

‌د تېر ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۰.۵ سلنه ټیټوالی ښيي، چې د پړسوپ دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غلې دانې، غوړي او سبزي) او غیرې خوراکي توکو (جامې او البسه او د کور سامان) د بیو د ټیټوالی له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښکاري.

بل خوا د تېر کال په کب میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۷۲.۴ افغانۍ او د سلواغې په میاشت کې ۷۴.۷ افغانۍ و، چې د سلواغې میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۳.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۰.۳ سلنه کموالی راغلی دی.

افغانستان د رنګ د تولید په برخه کې پرځان بسیا شوی

افغانستان د رنګ د تولید او د داخلي اړتیاوو پوره کولو په برخه کې پر ځان بسیا شوی.

د رنګ تولیدي شرکتونو ټولنه وایي، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه دې دولت په واردېدونکونو رنګونو تعرفې لوړې کړي.

ورته مهال د تولیدي شرکتونو مسولین وایي، چې اوس‌مهال یې په ډېرو برخو کې ستونزې هوارې شوې او له پانګوالو غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې په هېواد کې پانګونه وکړي.

په دې برخه کې کارکوونکي خوښ دي، چې پخپل هېواد کې د کار زمینه ورته برابره شوې او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه برابروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تیرو ۱۱ میاشتو کې اوزبیکستان، تاجکستان او پاکستان ته د ۳ میلیون ډالرو په ارزښت رنګ صادر شوی دی.

د افغانستان د رنګ تولیدي شرکتونو سراسري ټولنه وايي، په افغانستان کې ۹۰ کارخونې فعاله دي، چې د ودانیو، سړک، صنعت، موټرو، ترافیکي او افوکسي رنګونه تولیدوي او ۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه پکې برابره شوې ده.

د صنعت او سوداګري وزارت: تېر کال د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې

د صنعت او سوداګري وزارت وايي، چې تېر کال د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۳۹۰۰ ټنه ډېرې غالۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د غالۍ اوبدونکو او صادروونکو ټولنې د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې غالۍ په دودیز ډول اوبدل کېږي. د غالیو د تولید ظرفیت د کچې په لوړېدو سره یې اوبدونکي په هېواد کې د ننه او بهر د پېرېدونکو له غوښتنې سره سمې په بېلابېلو رنګونو او ډیزاینونو غالۍ جوړوي.

د غالیو په تولیدوونکو کارخونو کې ګڼ شمېر ځوانان هم په کار بوخت دي.

د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسولین وايي، که څه هم چې د غالیو ۵۰ سلنه خام مواد له ګاونډیو هېوادونو واردېږي، خو اسلامي امارت د ګمرکي تعرفو په معافیت سره په دې برخه کې د ملي او نړیوالو غالیو د نندارتونونو په جوړولو کې ډیرې اسانتیاوې را منځته کړې دي.

سږ کال په اختر کې د تېر کال په پرتله ترافیکې پېښې کمې وې

د ترافیک پولیسو لوی ریاست وایي، چې د روژې له ۲۹مې نېټې څخه د اختر تر درېیمې ورځې پورې، په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله د ترافیکي پېښو کموالی ښیي.

یاد ریاست زیاتوي، په دې پېښو کې د ۹ ماشومانو او دوو میرمنو په ګډون ۳۰ تنو ژوند بایللی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې ریاست په وینا، تېر کال د اختر په څلورو ورځو کې ۹۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې وې، چې په ترڅ کې یې ۵۰ تنو ژوند بایللی او ۱۸۵ نور ټپیان شوي وو.

دغه ریاست د ترافیکي پېښو د کمښت لامل د اختر په ورځو کې د ترافیک پولیسو او امنیتي ځواکونو ځانګړي امنیتي تدابیر یاد کړي دي.

مولوي عبدالکبیر: له افغان کډوالو سره دې په نرمۍ چلند وشي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمد رضا بهرامي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغان کډوالو وضعیت او د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتیاوو پر برابرولو بحث کړی دی.

مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې افغانستان او ایران دوه دوست او ګاونډي هېوادونه دي او ډېر مشترکات لري.

نوموړي د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، د ایران د لوړ پوړو چارواکو تکراري سفرونه دا ښيي، چې ایران د افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې غواړي.

هغه له افغان کډوالو سره د ایران د مرستو او کوربه توب ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې ایران او پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی.

نوموړي غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره په چلن کې له لا زیات زغم او نرمۍ کار واخلي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت غواړي کوربه هېوادونه افغان کډوالو ته وخت ورکړي، تر څو هغوی په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شي. د دې لپاره اسلامي امارت د ۴۶ ښارګوټو طرحه جوړه کړې، چې په ځینو یې عملاً کار روان دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وړاندیز کړی، چې د کډوالو چارو وزارت او د ایران اړوند چارواکي باید ګډې ناستې ولري، تر څو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره تفاهم ته ورسېږي.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ایران کې د اقامې قانوني موده یې پای ته رسېدلې، د قانوني اسنادو د برابرولو لپاره یو میکانیزم چمتو کوي، تر څو هغوی ته د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي.

په دې ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد رضا بهرامي تهران ته د سفر لپاره مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړې او ویلي یې دي، چې له سفر وړاندې که د کډوالو د بېرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه یو ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره خپله طرحه له مخکې څخه شریکه شي. دا به د کار له بهبود سره اساسي مرسته وکړي.

هغه له افغان کډوالو پر انساني چلند ټینګار کړی او د اسلامي امارت له لوري د ۴۶ ښارګوټو د جوړولو اقدام یې ستایلی. دا کړنه یې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره یو مهم پرمختګ بللی دی.

محمد رضا بهرامي ویلي، دا مهال په ایران کې ۸ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له جملې یې ۴ میلیونه قانوني اسناد نه لري او یا یې قانوني موده پوره شوې ده.

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت پرون په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

ورته‌مهال د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو او د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

پاکستان د تېرو درېیو کلونو راهیسې د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف سلګونه زره افغان کډوال له خپل هېواده په جبري ډول ایستلي دي.

متحده عربي امارات له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سيف محمد خلفان سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې لومړی د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سيف محمد خلفان په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو اړيکو يادونه کړې او ویلي یې دي، چې دا اړيکي د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د دوستۍ نښه ده.

نوموړي همداراز د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې جلب ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې هيواد يې د دې اړيکو د پراختيا او پياوړتيا غوښتونکی دی.

د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي له ګاونډيو هيوادونو څخه له اخراج کېدونکو افغان کډوالو سره د همکاريو د زياتېدو ډاډ ورکړی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سيف محمد خلفان ته د ښه راغلاست تر څنګ زياته کړې، چې متحده عربي امارات له ډېرو کلونو راهيسې له افغانستان سره د يو ښه دوست په توګه سوداګریزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او موږ هيله لرو، چې په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې لا زياتې پراخې او پياوړې شي.