ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 647

د افغانستان او ترکمنستان یوه ګډ پلاوي د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي او د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او مل لوړ پوړي پلاوي په هرات کې د ټاپي پروژې له روان کار څخه لېدنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې لیدنه کې یاد پلاوي د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او دواړو لورو د کارونو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي شاوخوا ۱۲ کیلو مټره نل‌لیکه غځول شوې او د څه باندې ۲۰ کیلومټرو په اوږدوالي د نل‌لیکې سیمه هواره شوې ده.

همدارنګه ټاکل شوې، چې د کارونو د چټکتیا په موخه په راتلونکو ورځو کې هم‌مهاله په څو سیمو کې کارونه پیل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلورو کورنیو سره ټولې ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۶ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۵۸زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۴۷۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵ کورنیو سره ټولې ۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره ټولې ۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳ تنه و، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۸۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوالو:    ۴۵ کورنۍ او ۱۹۱ وګړي

لېږدول شوي کډوالو:  ۵۲ کورنۍ او ۲۵۹ وګړي

مرسته شوي کډوالو:   ۶۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳ عدده

د بېرته راستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره یوه پلاوي تورخم ته سفر کړی

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په مشرۍ یوه پلاوي د راستنېدونکو افغان کډوالو د دويمې څپې بهیر څارلو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه د تورخم فرضي کرښې ته سفر کړی.

په دې سفر کې د ولايت دفتر رییس سربېره د عامې روغتيا، اقتصاد، کليو پراختيا، برېښنا، کډوالو چارو رییسانو او يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و.

یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د لنډ مهال مېشت کېدنې، د خوړو، روغتيا، پاکو اوبو، ترانسپورت، نغدي او خوراکي توکو مرستو او نورو برخو کې د شته امکاناتو ډاډ ورکړی دی.

مولوي عزيزالله مصطفی په دغه سفر کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، شته زيربناوو ته پر پاملرنې او د اړوندو موسسو له خوا د مرستو رسولو پر چټکتيا ټينګار کړی.

همداراز وړانديز شوی، چې په ملي کچې يو تخنيکي پلاوی تورخم ته سفر وکړي، څو وضعيت له نږدې وارزوي او د لا اغېزمنو اقداماتو زمينه برابره شي.

په ورته مهال په تورخم کې راستنو شويو هېوادوالو خپلې خاورې ته په راتګ او دلته په شته امکاناتو خوښۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه ځينې کورنۍ په جبري ډول راوېستل کېږي، د ځینو کورنيو غړي په جلا ډول را ایستل کېږي او د ډېری کورنيو مالونه او حقونه ترې اخیستل کېږي، بايد مخنيوی يې وشي او افغانان باعزته راستانه شي.

مولوي عبدالکبیر هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د پروسې منظم والي او اغیزمنتیا ډاډ ورکړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د ارتباط له مسول حافظ انس حقاني، د سرحدونو او قبایلو وزارت له مسلکي مرستیال احمد طه او د بغلان ولایت لېواه له مسول سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د هغوی د کاروبارونو د ودې او د بازارموندنې اسانتیاوو په اړه خبرې شوې دي.

د لیدنې په پیل کې مولوي عبدالکبیر د هغو ستونزو یادونه کړې، چې راستنېدونکي کډوال ورسره مخ دي او له هغوی سره یې په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ډاډ څرګند کړی؛ چې یاد وزارت به له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې کړي.

همدار راز په دې لیدنه کې حافظ انس حقاني ویلي؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون هڅه کوي، چې له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو ترڅنګ له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او هغوی ته د بېرته راستنېدو مناسب شرایط برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې موخو د لا ښه تحقق لپاره د اړوندو ادارو همکاري مهمه ده.

مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت له لوري به له دوی سره اړینې همکارۍ وشي، څو دا پروسه لا اغېزمنه او منظم پر مخ ولاړه شي.

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو ایستلو ته غبرګونونه؛ د ملګرو ملتونو کارپوهان یې د سملاسي درولو غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.

یادو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې په زوره له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د بشري او کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان دې د یوه ګاونډي هېواد په توګه د افغان کډوالو منلو رول ته دوام ورکړي.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د یادو کار پوهانو د دې غوښتنې هرکلی کړی او د ملګرو ملتونو سازمان څخه یې غوښتي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د نقض مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د هغو افغان کډوالو په ګډون چې د اوسېدنې قانوني اسناد لري د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي.

چین د امریکا پر وارداتي توکو ۳۴ سلنه تعرفه وضع کړه

د راپورونو له مخې، چین په یوه غچ اخیستونکي اقدام کې د امریکا پر ټولو وارداتي توکو ۳۴ سلنه تعرفه وضع کړې ده.

د چین مالیې وزارت د امریکا د نویو وضع شویو سوداګریزو تعرفو په اړه ویلي، چې دغه اقدامات د نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف، د چین د مشروع حقونو نقض‌کوونکي اود یو اړخیز چلند او زورواکۍ بېلګه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د ټولو هېوادونو پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې، چې دغه پرېکړه د امریکا د سوداګریزو شریکانو له پراخه غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د دې تعرفې له اعلان وروسته د ونډو بیې په کمساري بڼه پرېوتې دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د هېواد اقتصاد به یې پر ټولو وارداتي توکو له دغو لږ تر لږه ۱۰ سلنه اعلان شویو تعرفو سره وده وکړي.

د ننګرهار ولایت د کډوالو په ریاست کې بېړنۍ غونډه وشوه

نن شنبه د حمل میاشتې پر ۱۶مه له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د ښې رسېدنې په موخه د ننګرهار ولایت د کډوالو د رییس په مشري یوه بېړنۍ ناسته وشوه.

د ننګرهار د کډوالو رییس باز محمد عبدالرحمن په دې ناسته کې ویلي، چې پاکستان غواړي افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې وباسي، خو اسلامي امارت به هڅه وکړي، تر څو ټولو راستنېدونکو کډوالو ته لازم امکانات برابر کړي.

نوموړي همداراز د خیریه موسسو او ادارو تر منځ د غوره همغږۍ او راستنېدونکو ته د چټکو او پر وخت خدماتو په وړاندې کولو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د تورخم په عمري کمپ کې ټول اړین امکانات برابر دي او ټول راستنېدونکي به د مرستې د ترلاسه کولو وروسته خپلو ټاکل شویو سیمو ته ولېږدول شي.

ښاغلي عبدالرحمن په پای کې له ټولو خیریه او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې نویو راستنېدونکو ته له هر اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ټولګټو وزیر د کندهار ولايت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت تر کار لاندې او نويو پيل کيدونکو پروژو څخه ليدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د کندهار زون د پروژو تخنيکي مسول انجنير شېر حسن خوشيوال او يو شمېر نورو مسولينو هم ګډون درلود.

د ټولګټو وزیر په یاد سفر کې د کندهار-روزګان( جنوب-شمال دهليز) سړک د ۱۶۰ متره په اوږدوالي د ميوند ولسوالۍ سرکاري باغ پل چې رغنيزې چارې يې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د کندهار-سپين بولدک دويم لين سړک او د خاکريز-کندهار سړک له رغنیزو چارو څخه ليدنه کړې، د پروژو تخنيکي ټيمونو او مسولينو ته یې د کار د غوره کيفيت او چټکتيا په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

همدارنګه د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د خلکو د ستونزو هوارولو په موخه د کندهار ولايت د ټولګټو رياست کارکوونکو ته لارښوونه کړې، تر څو د ۱۵ کيلومتره په اوږدوالي سره د ميوند ولسوالۍ جغلي سړک، د بند تيمور سړک، د شورابک، بولدک اسفالټي سړک شولډرونه او د شاه ولي کوټ-ترينکوټ سړک په ۱۴۰۴ ه ش کال کې ترمیم او ورغوي.

سربېره پر دې یې د قراردادي شرکتونو تخنيکي ټيمونو او مسولينو ته لارښوونه کړې، چې د پروژو کار ژر تر ژره بشپړ او له خپل توان سره سم د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.