ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 661

حافظ انس حقاني: خلیفه سراج‌الدین حقاني او اسلامي امارت د دوو نورو چارواکو پر سر د جایزې لغوه کول مثبت او مهم ګام دی

حافظ انس حقاني د الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په لوړ پوړو حکومتي چارواکو د امریکا له لوري د لګول شوې جایزې لیرې کول په سیاسي ډګر کې مثبت ګام او لاسته راوړنه ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړې: “دا چې د امریکا حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، بل ورور مو عبدالعزیر حقاني او د ترور زوی مو حافظ یحی حقاني پر سر جایزې لغوه کړې، دا په سیاسي برخه کې یو مثبت او مهم ګام دی.”

ښاغلي حقاني د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوس افغانستان امن او اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی، نور دې عمل او چارې ته اړتیا نه لیدل کېږي.

نوموړي د کورنیو چارو پر وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت پر دوو نورو چارواکو د جایزې لغوه کول په سیاسي ډګر کې مثبت ګام ګڼلی او زیاته کړې یې ده، د امریکا پرېکړه څرګندوي چې نوی حکومت یې د افغانستان اوسنی وضعیت درک کړی. افغانستان اوس یو امن هېواد دی او د بل هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

حافظ انس حقاني هیله څرګنده کړې، چې دا کار به د افغانستان او امریکا تر منځ بندې دروازې پرانیزي.

د انس حقاني په وینا؛ د کابل له فتحې وړاندې د دوحې په تړون کې هوکړه شوې وه، چې پر یادو کسانو به جایزې لیرې کېږي او دا د یادې هوکړې یوه برخه وه. په ټولو ناستو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په دې موضوع هم بحث کېده، نو له همدې امله دا یو اغیزمن ګام او لویه بریا ده.

د یادونې ده، چې امریکا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پر سر ۱۰ میلیونه ډالر او د اسلامي امارت دوو نورو غړو حافظ عبدالعزیز حقاني او حافظ یحیی حقاني پر سر پینځه-پینځه میلیونه ډالر جایزې لغوه کړې دي.

په ۱۴۰۳ کال کې له ۲.۶ میلیونه زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۳ کال کې ۲ میلیونه، ۶۳۴ زره او ۶۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

په دې پېژندپاڼو کې یو میلیون او نږدې ۹۳۰ زره پر نارینه او څه باندې ۷۰۵ زره پر ښځینه‌وو وېشل شوې دي.

تېر کال په کابل کې نږدې ۶۶۰ زره، په هرات کې څه‌باندې ۲۰۰ زره، په کندهار کې ۱۹۰ زره، په بلخ کې نږدې ۱۷۲ زره او په ننګرهار کې څه‌باندې ۱۱۷ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تر اوسه ۱۵ میلیونه او څه‌باندې ۴۶۸ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د اسان خدمت او برېښنايي پېژندپاڼو ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

احمد الشرع له پوتین څخه غوښتي، چې بشار الاسد سوریې ته وسپاري

العربیه خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د سوریې انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په رسمي توګه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، چې بشارالاسد د محاکمې لپاره دمشق ته وسپاري.

له دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې الشرع له روسیې غوښتي، تر څو هغه شتمنۍ بېرته ورکړي چې بشارالاسد روسیې ته د تګ نه مخکې مسکو ته انتقال کړې وې.

څه موده وړاندې د سلواغې پر ۲۴مه د روسیې د دولتي خبري اژانس “ټاس” راپور ورکړی و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چهارشنبه، د سلواغې۲۴مه) د سوریې د انتقالي حکومت له مشر احمد الشرع سره د سوریې د اوسني وضعیت په اړه تلیفوني خبرې کړې دې.

ولادیمیر پوتین ټینګار کړی و، چې روسیه د “سوریې د دولت یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا” د اصل ملاتړ ته ژمنه ده او د دمشق د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی و.

احمد الشرع د روان زېږدیز کال د جنوري میاشتې په پای کې په رسمي ډول د سوریې د انتقالي دولت د مشر په توګه وټاکل شو.

هیت تحریر الشام د احمد الشرع په مشري د ۲۰۲۴ کال ډسمبر میاشتې پر ۸مه د سوریې پلازمېنه دمشق ونیو او د اسد رژیم ته یې د پای ټکی کېښود.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې د حماس یو لوړ پوړی غړی شهید کړی

د قدس خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی غړی صلاح البردویل او مېرمن یې د غزې په جنوب خان یونس کې شهیدان کړي دي.

صهیونیستي رژیم د غزې پر بېلابېلو سیمو یو ځل بیا درنې او بې‌امانه بمبارۍ پیل کړې او یوازې پرون شنبه په دې بریدونو کې ۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنه وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو د رفح په سویل کې د دوی امبولانسونه هم کلابند کړي او له ګڼو روغتیايي کارکوونکو سره یې اړیکه پرې شوې ده.

یادې ټولنې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې یو شمېر طبي کارکوونکي ټپيان شوي هم دي، له نورو کارکوونکو سره اړیکه پرې ده او له څو ساعتونو راهیسې کلابند دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۹ زره او ۷۴۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۳ زره او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

دا ناسته او خبرې د دواړو هېوادو تر مینځ د شته سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو د څېړنې او د دواړو هېوادو تر منځ پر اقتصادي اړیکو د سیاسي تاوتریخوالي د اغېزو مخنیوي او د بنسټیزو اقتصادي ستونزو د حل په موخه شوې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو منظمو ناستو پر اهمیت، د سوداګریزو اړیکو پر عادي کولو، د ترجیحي سوداګرۍ یا (PTA) د هوکړه لیک پر نهایي کولو، د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداکریز تړون (APTTA) په اړه د ستونزو پر حل ټینګار شوی.

همدارنګه افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او پاکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي پر سفرونو، پر شته سوداګریزو ستونزو، د افغانستان پر فصلي او موسمي اړتیاوو او د افغانستان پر اقتصادي ودې هم خبرې اترې شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په تېره بیا د سوداګرۍ په اړخ کې رغنده او مثبت ګام شمېرل کېږي.

نوموړي د وارداتو او صادراتو په برخه کې د خنډونو لیري کولو لپاره پر متقابلې همکارۍ ټینګار کړی او راتلونکی کرنیز فصل یې د دواړو هېوادونو تر مینځ د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره ښه فرصت ګڼلی دی.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو خبرو اترو پر دوام او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو راپیدا کولو لپاره د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار کړی دی.

د اوبو او انرژي وزارت: تېر کال له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې لویې پروژې پلې شوې

د اوبو او انرژي وزارت د سره صلیب نړیوالې کمیټې هغه راپور رد کړی، چې پکې ويلي یې دي، په افغانستان کې ۳۳ ملییونه وګړي د څکلو پاکو اوبه ته لاس رسی نه لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسب په خپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې ۳۳ میلیونه وګړي د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د اوبو او انرژي وزارت بیا د سره صلیب نړيوالې کمېټې دا راپور بې بنسټه بولي او وايي، چې تېرکال يې له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې لويې پروژې پلې کړې؛ د ۸ لویو بندونو چارې یې پيل کړې او په ټول هېواد کې یې ۴۰۰ چک‌ډېمونه جوړ کړي دي.

د اوبو او انرژي وزارت ویاند قاري مطیع الله عابد وايي، چې په ښارونو کې یې هم د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه کړې ده او د کابل د اوبو کمښت ستونزې د له منځه وړلو په موخه به ډېر ژر د پنجشیر سیند د اوبو رالېږد پروژې چارې پیل شي.

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د اوبو مهارولو لپاره کوټلي ګامونه اخیستې، چې له جملې یې په شمال کې د قوش‌تیپې کانال پیل او د کمال خان او شاه و عروس بندونو چارې بشپړې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲۲ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷) تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۸) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۵۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۳۴)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۱۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنیو سره مجموعًا (۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵) تنه و، کندز او بلخ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۷) کورنۍ او (۶۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۳) کورنۍ او (۱۵) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۷) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کرنې وزیر: د هېواد ابادي په خصوصي سکټور پورې تړلې ده

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس خان محمد فروتن او یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کړې.

نوموړي په دې کتنه کې ویلي، چې د هېواد ابادي په خصوصي سکټور پورې تړلې ده.

نوموړي زیاته کړې، په هغو هېوادونو کې چې ښه اقتصاد لري، خصوصي سکټور له دولت سره په همغږۍ فعالیت کوي او د اقتصاد د پراختیا لامل کېږي. زموږ سوداګر هم باید د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي، ځکه چې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده.

ښاغلي عمري ټینګار کړی، چې که سوداګر پانګې ته اړتیا ولري، موږ د کرنې د پراختيا له صندوق څخه پور ورکوو او که ځمکې ته اړتیا ولري، موږ ورته ځمکه هم ورکوو. د پانګونې او اقتصادي ودې اساسي اصل د خصوصي سکټور فعالیت دی، چې باید پیاوړی شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس ویلي، چې د کرنې خونه باید له کرنې وزارت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ داخلي او نړیوال سوداګر سره ونښلوي، کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي او کرنې وزارت د کرنیز سکټور ملاتړ وکړي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزیر او د کرنې خونې مسولینو د هګیو تولیدي چرګانو، بڼوالۍ پراختیا، سوداګرۍ او صادراتو پیاوړتیا، پانګوالو ته د ځمکې برابرولو، د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.

د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ غزه کې د اسرائیلي جنایتونو پای ته رسولو لپاره پر ګډ اقدام ټینګار شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړې ډول غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل‌وژنې زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي عراقچي په دې خبرو کې د فلسطیني ولس پر ضد د اسرائیلو جنایتونه غندلي او د اسلامي هېوادونو له خوا د دې جنایتونو د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره یې د ګډ اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

بل لور ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلي یرغلونو په کلکه غندنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ناورین لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید د سیمې هېوادونه نږدې همغږي او تعامل ولري.

کورنیو چارو وزارت پر خلیفه سراج الدین حقاني د اېښودل شوې جایزې لغوه کېدل تایید کړل

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ملي‌تلویزیون ته تایید کړه، چې د امریکا حکومت پر خلیفه سراج الدین حقاني اېښودل شوې جایزه لغوه کړې او نوموړی یې تر تعقیب لاندې کسانو له نوملړه ایستلی دی.

د نوموړي په وینا، د ښاغلي عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر اېښودل شوې پینځه، پینځه میلیونه ډالري جایزې هم لیرې شوې دي.

امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو شریکولو په بدل کې لس میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.