ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 662

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې؛ افغان کډوال باید ابرومندانه هېواد ته راستانه شي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان د حکومت له ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزیټ او د ولسونو تر منځ په تګ راتګ خبرې شوې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار ویلي، چې په ټرانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې دا مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال باید د جبري ایستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته راستانه شي.

د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه بللی او ژمنه یې کړې، چې افغانانو ته د ویزو د ورکړي او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار به اړین اقدامات کوي او هم به د تجارت او ترانزیټ په برخو کي د شته ستونزو د حل په لوري عملي ګامونه پورته کړای شي.

په پای کې دواړو لوریو د مسایلو د حل په موخه د ګدو ناستو او پلاوو په تګ راتګ ټینګار کړی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کب میاشتې لاسته راوړنې؛ د مېرمنو ۸۴ حقوقي قضیو ته رسېدنه شوې

د مېرمنو حقونو ته رسېدنې برخه:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د روان ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب او ورکړې ته په ژمنتیا د ۸۴ مېرمنو حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې ۳۲ مېرمنې د میراث او مهر له حقونو څخه برخمنې شوې، د ۲۲ مېرمنو د اجباري نکاح او بدو کې د ورکړې پېښو مخه نیول شوې او ۳۰ نورې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې دي.

همداراز د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په یاده موده کې د ټولنیز عدالت، یووالي او اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا په برخه کې د خپلو هڅو په دوام د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷۷ دښمنیو او قومي شخړو مخه نیولې او ښکېلو اړخونو ترمنځ یې سوله کړې ده.

کوډګر:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې د هېواد په کچه د خرافاتو ، غیرې شرعي کړنو او د فساد د مخنیوي په موخه ۱۸ کوډګر نیولي او د نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له سوداګرو سره اصلاحي ناستې:

د امربالمعروف وزارت محتسبینو د یو سالم اقتصادي چاپیریال او په اسلامي ارزښتونو سمبالې راکړې ورکړې درلودلو په موخه د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې په مرکز او ولایتونو کې له سوداګرو سره د نرخونو د کنټرول، احتکار، سود، دوکې او خیانت کولو د مخنیوي په موخه ۲۸ اصلاحي ناستې کړې دي.

د عامه پوهاوي په موخه ناستې:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې له امارتي مسولینو، قومي مخورو، ځوانانو او د یني عالمانو سره ۵۶۰ د اصلاحي ناستې کړې دي.

د شکایتونو اورېدلو برخه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې په فزیکي ډول د عامو ولسونو ۲۸۷ شکایتونه ثبت کړي، چې له ډلې یې ۹۶ شکایتونه په یاد معینیت کې حل او فصل شوي او د شکایت کوونکو قناعت ترلاسه شوی دی، ۲۴ شکایتونه د حل لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوي او پاتې نور یې د حل په موخه تر څېړنو لاندې دي.

همداراز په یاده موده کې یې د وړیا ۱۹۱ تلیفونی شمېرې له لارې ۷۶۴ شکایتونه ثبت کړي او شکایت کوونکو ته د شکایت د حل مرجع ورښودل شوې او اړوند ولایت د امر بالمعروف د ریاست شمېره ور کړل شوې ده.

په ټوله کې د کب میاشتې په اوږدو کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو معینیت له لوري په ټوله ۱۰۶۱ شکایتونه ثبت شوي او په یاده موده کې ۹۶ شکایتونه حل او فصل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ټلیفوني اړیکو له لارې ثبت شوي ډېری شکایتونو د حل او څېړنو په موخه ولایتي او یا اړوندو څانګو ته راجع شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت: په ناروې کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت پیلوي

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ناروې په شاهي هېواد کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت بیا پيلوي.

په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي: “په ناروې کې مېشتو درنو هېوادوالو او نورو مراجعينو ته خبر ورکول کیږي، چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د حمل له څلورمې نېټې څخه، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ له ۲۴مې سره سمون لري، قونسلي خدمتونه بيا پيلوي.”

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د قونسلي خدمتونو بیا پيل یو مثبت ګام بللی دی.

د ټیټ کیفیت او جعلي تلیفونونو د واردولو مخنیوي په موخه نوی سیسټم جوړ شوی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وايي، چې د ټیټ کیفیت او جعلي ټلیفونونو د واردولو او له غلا څخه د مخنیوي په موخه یې نوی سیستم جوړ کړی دی.

د دې وزارت ویاند وايي، چې دا سیستم (IMEI) نومېږي او تر دې مخکې چې بازار ته وړاندي شي په ځیرک ګرځنده مبایلونو کې لګول کیږي.

د ګرځنده مبایل یو شمیر پلورونکي د دې سیسټم کارول یو ارزښتناک ګام بولي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي هم په ګرځنده مبایلونو کې د یاد سيسټم کارول د غلا په مخنيوي او امنيت کې اغېزمن ګڼي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هغو شرکتونو، چې ګرځنده مبایلونه واردوي، غوښتنه کړې تر څو د قانوني فعالیت لپاره د مخابراتي خدماتو تنظیم ادارې (اترا) څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

کابل؛ د هېواد اهل تشیع علماوو د یوې غونډې پر مهال د اسلامي امارت فعالیتونه ستایلي

د کابل په لوېدیځ کې د هېواد یو شمېر اهل تشیع علماوو د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې امنیت تامین شوی، بنسټیزې پروژې پلې کېږي او افغانستان ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

په دغو مراسمو کې یو شمېر اهل تشیع دیني عالمانو د اسلامي امارت د کړنو قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په دې موده کې د منلو وړ کړنې ترسره کړې دي.

دوی د امنیت تامین په ځانګړې توګه د مذهبي مراسمو پر مهال، د بیو کنټرول او د بازار ثبات د ټینګښت هرکلی کړی.

یادو علماوو د هېواد له اتباعو غوښتي، چې په هېواد کې د يووالي او امنیت د ټينګښت لپاره له اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړي.

په دیني او ځانګړو ورځو کې د هېوادوالو د امنیت تامین او په هېواد کې د رغنیزو پروژو د پلي کیدو هڅې د راتلونکي په اړه د خلکو د مثبت فکر لامل شوې دي.

نورستان کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې کتابتونونه تجهيز او ورغول شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست په هڅو د شانتي رضاکاره ټولنې له لوري د نورستان په مرکز پارون، کانتیوا او واما ولسوالیو کې درې کتابتونونه ترمیم، په یو شمېر تجهيزاتو سمبال او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

په دې مراسمو کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سميع الحق حق‌بیان د شانتي رضاکاره ټولنې فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې یې د کتابتونونو د بډاينې، بیارغونې او حرفوي زده‌کړو په برخه کې ګټور کارونه کړي دي.

ښاغلي حق بیان زیاته کړې؛ مطالعه د ټولنې د پرمختګ لپاره اساسي ارزښت لري او موږ د هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن یو، چې د مطالعې کلتور ته وده ورکوي.

نوموړي د شانتي رضاکاره ټولنې مسولینو څخه د مننې تر څنګ د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

د شانتي رضاکاره ټولنې مسول موسی کلیم ویلي، چې زموږ موخه د مطالعې کلتور دود او پراختیا ورکول دي، ترڅو ځوانان او نوی نسل مو د مطالعې له کلتور سره اشنا شې.

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د ښې همغږۍ له امله مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې خپلو پروژو کې به نورستان ولایت ته خاصه پاملرنه وکړي.

د اقتصاد ریيس مولوي عبدالرحمن صدر او د ولايت مقام د کارکوونکو چارو امر عبدالله عزام د اطلاعاتو اوکلتور ریاست او شانتي رضاکاره ټولنې هڅې د ستاینې وړ بللې او د دا ډول هڅو د دوام هیله يې کړې ده.

په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شانتي رضاکاره ټولنې یو شمېر مسولینو ته د دوی د هڅو د قدردانۍ په موخه ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو بیا پیل؛ فرانسی، المان او برېتانيا د سملاسي اوربند لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې

د فرانسې، المان او برېېانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره د خبرو اترو د بېرته پيل غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسرائیل باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې سمدستي غزې ته ورسول شي.

په یاده اعلامیه کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار شوی او له اسرئیلو غوښتنه شوې، چې د نړیوالو بشري قوانینو له‌مخې دې اوبو، برېښنا او روغتیایي خدماتو ته د غزې د خلکو لاسرسی تضمین کړي.

غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځه اوربند د جنوري پر ۱۹مه پیل شو، خو له پای ته رسېدو وروسته یې لا هم د دویم پړاو خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

د لومړي پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام وکړ، له پای ته رسېدو وروسته اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړي، چې سلګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې یې غزې ته د بشري مرستو ټولې لارې بندې کړې او برېښنا یې هم پرې کړې ده.

پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا بيل وروسته په یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطیني ماشومان او له ۱۱۰ ډېرې ښځې شهیدانې شوې دي.

د اسرائیلي رژیم له لوري په غزه تړانګه کې د اوربند هوکړې له ماتولو او بیا بریدونو پیلولو وروسته نږدې ۶۰۰ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۹ زره او ۶۱۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۲ زره او ۹۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.