ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 663

اهل تشیع مشران: حکومت پر وخت د ولس غږ اورېدلی او ستونزې یې حل کړې دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال مدار علي کریمي بامیاني او د اهل تشیع له مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته د اهل تشیع حاضرو مخورو د اسلامي امارت د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د حکومت لخوا پر وخت د ولس غږ اورېدل شوی او د امکان تر بریده یې ستونزې حل شوې دي.

دغو مخورو او علماو د یو لړ موضوعاتو اړوند خپلې سلا مشورې او نظرونه له محترم وزير سره شریک کړي او همدارنګه په ځینو برخو کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتونه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین په مشرۍ راغلو قومي مخورو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه ولس ته د خدمت مسولیت لري.

نوموړي له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماو او قومي مشرانو له همکاریو په ستاینې سره د نظام د قوت او یووالي په برخه کې د هغوی له هڅو ملاتړ کړی.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر حاضرو علماو او مخورو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د هنر او کلتور مرستیال د قطر د موزیمونو له ریيس سره انلاین ناسته وکړه

‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د قطر د موزیمونو له اجرايوي رییس محمد الرمیحي او د اسلامي موزیمونو رییسې شیخه النصر سره په دې هېواد کې د راتلونکي تاریخي آثارو نندارتون په اړه انلاین ناسته وکړه.

‏په دې ناسته کې د قطر د موزیمونو اجرایوي رییس د راتلونکي تاریخي آثارو نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د تاریخي آثار یوه ټولګه د دې نندارتون لپاره ور وسپارل شي.

نوموړي ویلي، چې موږ به د افغانستان تاریخي آثار د نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم قطر هېواد ته انتقال کړو او ټینګار یې کړی، چې د آثارو ساتنې، امنیت او ترانسپورټ لپاره به دقیق تدابیر ونیول شي.

‏د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د قطر هېواد استازو ته د آثارو د لېږ په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې دا پروژه د افغانستان د فرهنګي میراث ساتنې او نړۍ ته د هغه د ارزښتونو پېژندنه کې مرسته کوي.

دغه‌راز د یاد نندارتون له لارې به افغان تاريخي آثار د نړیوالو کلتوري حلقو سره شریک شي، چې د افغانستان د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په برخه کې به نړیواله پاملرنه جلب کړي.

‏ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې د قطر د تاریخي آثارو په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د تاریخي اثارو شتون به د سیاحت صنعت ته پرمختګ ورکړي او دا به د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه خلک د افغانستان فرهنګ ته را جذب کړي.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳۹ ځوان منسوبین فارغ شول

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳۹ ځوان منسوبین له نظامي، مسلکي او عقیدتي زده‌کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله مطیع، د هرات مرستیال والي، د دې ولایت د نظامي محکمې رییس او د لویدیځ زون یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسولینو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د فارغانو له لوري نظامي تمرینونه، تکتیکونه او بېلابېل ډول حرکات نندارې ته وړاندې شول او مراسم د مسولینو له لوري د تصدیق‌ پاڼو په ورکولو سره پای ته رسېدلي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶) کورنیو سره مجموعًا (۵۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۱۳) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۵۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (.) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۵۸) کورنۍ او (۲۳۶) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۸) کورنۍ او (۵۰) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۶) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له ښوونيز مرکز څخه څه باندې زر تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو له ښوونيز مرکز څخه یو زر او ۸۰ تنه ځوان منسوبین له اوومې دورې د دوه نيمو مياشتو بېلابیلو مسلکي، عقیدوي او پوځي زده‌کړو څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د یاد وزارت په وینا، دغو مراسمو کې د ۲۰۱ قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند، د قول اردو مرستيال، درستيزوال او د ختیځ زون ګڼ شمېر مسؤلینو د ګډون کړی وه.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، په دې مراسمو کې، فارغانو د نښه ويشتنې، لاس په لاس جګړې، نظامي تمرينات او پوځي حرکاتو سربېره په بېلابېلو برخو کې نندارې وړاندې کړې.

مسؤلینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اسلامي نظام او شریعت په رڼا کې د جهاد، معسکراتو، ګزمې، جګړه‌یيز چمتووالي، د الله تعالی په لاره کې د مجاهد ويښ پاتې کېدل، او د اسلامي هېواد له سرحداتو څخه ساتنې د ارزښت په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۶۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸) کورنیو سره مجموعًا (۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۸) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۴۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۵۶)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۳) کورنیو سره مجموعًا (۲۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۷) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۸۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۱) کورنیو سره مجموعًا (۵۵۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹) تنه و، ، بغلان، بدخشان، بلخ، تخار او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۹۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۰) کورنۍ او (۴۸۷) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۱) کورنۍ او (۵۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۲۲) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۶۳) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

مولوي اميرخان متقي بنديانو چارو کې د ټرمپ له استازي او زلمي خليلزاد سره کتلي

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ځانګړي استازي اډم بوایلر او افغانستان لپاره د یاد هېواد د پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې مولوي امیرخان متقي کابل ته د دغه پلاوي راتګ د امریکا او افغانستان د دوه‌اړخیزه اړیکو برخه کې ښه پرمختګ بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سیاست په رڼا کې ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې غواړي.

ښاغلي متقي دغه راز ویلي، دا مهمه ده، چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسایل د خبرو له لارې حل او د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او يو بل سره مثبتې سياسي او اقتصادي اړيکې ولري.

ورته مهال د بندیانو په چارو د امریکا استازي افغانستان کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د امنیت ټینګښت ستاینه کړې او د اړیکو رغېدو لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دې کتنه کې د بندیانو د تبادلې او او امریکا کې افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو هم خبرې شوې.

مولوي عبدالکبیر: د نظام د پیاوړتیا او یووالي برخو کې د اهل تشیع مشرانو له هڅو ملاتړ کوو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر دغه موضوع د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال مدار علي کریمي بامیاني او د اهل تشیع له مشرانو سره په کتنه کې مطرح کړې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې د اهل تشیع حاضرو مخورو د اسلامي امارت له همکاریو یادونه وکړه او ویلي دي، چې د حکومت لخوا پر وخت د ولس غږ یې اورېدل شوی او د امکان تر حد یې ستونزې حل شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، یاد مخورو او علماو د یو لړ موضوعاتو اړوند خپلې سلا مشورې او نظرونه له وزیر سره شریک کړل او همدارنګه په ځینو برخو کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین په مشرۍ راغلو قومي مخورو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه ولس ته د خدمت مسوولیت لري.

ښاغلي وزیر له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماو او قومي مشرانو له همکاریو په ستاینې سره، د نظام د قوت او یووالي په برخه کې د هغوی له هڅو ملاتړ وکړ.

د ناستې په پای کې، مولوي عبدالکبیر حاضرو علماو او مخورو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.