د افغانستان اسلامي امارت د یوه بشردوستانه اقدام په توګه يو امریکایي اسیر جورج ګلیزمن له بند څخه ازاد کړ
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه بشردوستانه اقدام په توګه يو امریکایي اسیر جورج ګلیزمن له بند څخه ازاد کړ.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د خبرو، تفاهم او دیپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل لپاره لارې چاري پیدا کېدلای شي او د یاد امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم د ښه نیت له مخې پورته شو چې دا ښيي ټولو لوریو سره، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو دی.”
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، دا چې په افغانستان کې جنګ ختم شوی، د داعش په څېر فتنه ګرې ډلې ځپل شوې او له افغانستان څخه هېچا ته خطر نه دی متوجه، دا ښیې چي افغانستان د سیمي او نړۍ په ثبات کي مثبت رول لوبولای شي او هم له نړیوالو سره خپل مسایل په ښه ډول حل کولای شي.
په دې اعلامیه کې د عربي متحده اماراتو او قطر له دوستو دولتونو څخه مننه شوې، چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو تر منځ یې د دې پرمختګ د رامنځته کولو په برخه کې د ښه اسانچاري او د دې قضیې په اواري کې مهم او اغېزناک رول لوبولای دی.
مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت مکلف دی چې د افغان ملت اولادونه په اسلامي او هېوادپاله روحیه وروزي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو او نورو مس,لینو په ګډون، د نوي تعلیمي کال د پیل په جوړو شویو مراسو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت رهبرۍ پلاوي په ځانګړي ډول د یاد وزارت وزیر مولوي سید حبیب الله اغا څخه د دغو پرتمینو مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د ګران افغان ملت د زده کوونکو او ماشومانو لپاره نوی تعلیمي کال پیلوو.
نوموړي د نوي تعلیمي کال پیل ټولو زده کوونکو او زده کوونکو، قدرمنو والدینو، ګرانو استادانو، د پوهنې وزارت ټولو مسولینو او ټول افغان ملت ته مبارکي وویله او ټولو زده کوونکو، استادانو او د پوهنې کارکوونکو ته یې د لوی الله (ج) له دربار څخه د بریالیتوب دعا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زده کوونکو ته په خطاب کې وویل؛ د علم او پوهې ترلاسه کولو لپاره له خپل وخت څخه غوره استفاده وکړئ او د فرصتونو او وخت له ضایع کېدو ځان وساتئ، ترڅو وکولی شئ په راتلونکي کې د ګران ملت او ځورېدلي وطن د خدمت مصدر وګرځئ.
نوموړي استادانو ته په خطاب کې زیاته کړه؛ دا زموږ لوی مسولیت او اسلامي مکلفیت دی، ترڅو په امانتدارۍ د افغان ملت اولادونه په اسلامي او هېوادپاله روحیه وروزو، چې هغوی وکولی شي په راتلونکې کې هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو خبرو کې، د پوهنې وزارت مسولین او کارکوونکي مخاطب کړل او څرګنده یې کړه، چې د یو باکیفیته سیستم رامنځته کولو او د هېواد د اولادونو ښوونیزو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د پوهنې وزارت مسولینو او منسوبینو ته لازمه ده، ترڅو د پوهنې د کیفیت او کمیت د ښه والي لپاره لکه د تعلیمي نصاب تدوین، د لایقه استادانو ګمارل، د لابراتوارونو او نورو درسي لوازمو برابرول، د قدرمنو استادانو د ظرفیت لوړول، د سواد زده کړې اړوند مسایل، د درسونو نظارت او د دیني او عمومي درسونو د کیفیت لوړولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، د ریاست الوزرا مقام، کابینه او ټول امارتي مسولین د افغانستان ټولو نقطو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د ښوونې او روزنې د پراختیا په موخه د یو غوره معارف رامنځته کولو ته ژمن دي او هر هغه څه چې د اسلامي امارت په توان کې وي د هېواد د اتباعو د ښوونې او روزنې د ودې لپاره به یې ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې هیله وښوده، چې ځورېدلی افغانستان د یوه غوره، پرمختللي او د افغانانو ټولو تعلیمي اړتیاوو ته د ځواب ویونکي معارف لرونکی وګرځي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د پوهنې وزارت ټولو منسوبینو او استادانو ته د بریالیتوب هیله لرو.
د یادولو ده، چې اوسمهال اسلامي امارت د نږدې ۴۰۰ زره کارمندانو او د ۱۰ میلیونه زده کوونکو په لرلو سره، چې په ۴۴ زره مدرسو او ښوونځیو کې ورته د ۲۵۰ زره استادانو لخوا تدریس کیږي، د هېواد بچیانو ته په خدمت بوخت دی.
د ټولګټو وزارت استازي د “سولې او باور” په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ
د ټولګټو وزارت وايي؛ د دې وزارت په استازيتوب د هرات د ټولګټو ریيس ملا محمد ادريس، د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د “سولې او باور” تر عنوان لاندې په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د هرات د ټولګټو رییس ملا محمد ادريس، په دغه کنفرانس کې د وينا پرمهال ريل پټلۍ په نړۍ کې یو له مهمو ترانسپورتي زیربناوو څخه وګڼل، چې په سيمه ايزه او نړيواله اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو کې مهم رول لوبوي.
نوموړي وويل؛ د افغانستان اسلامي امارت رهبري او ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې په افغانستان کې د ريل پټلۍ شبکه پراخه کړي، ترڅو د افغانستان د ريل پټلۍ شبکې له لارې سيمه ايز هېوادونه په ځانګړي ډول ترکمنستان، اوزبيکستان، ايران او پاکستان سره ونښلوي.
د ياد کنفرانس مهمې اجنډاوې سیمه ایزه اقتصادي پیاوړتیا، د ریل پټلۍ شبکې پراختيا، برېښنا، د ګازو انتقال او د اقتصادي ثبات په تړاو هراړخیز مذاکرات ښودل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ د ۱۰۰ بېلابېلو هيوادونو استازي ګډون درلود، چې د افغانستان له لورې د برېښنا شرکت، کانونو او پترولیم وزارت او ټولګټو وزارت استازو ګډون کړی وو.
د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو
د هېواد په سړو سیمو کې د ۱۴۰۴ نوی ښوونیز کال نن د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پيل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې او بېلابېلو وزارتونو چارواکو، ښوونکو، زدهکوونکو او ګڼو مشرانو ګډون کړی و.
د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله اغا د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: “افغاني ټولنه د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم سخته اړتیا لري، تر څو مو هېواد له نړۍ سره سیالي شي.”
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه لري.
د مولوي حبیبالله اغا په وینا، عصري علومو ته د اسلامي امارت نه پاملرنه یوازې د افغانستان د دښمنانو زهرجن او دروغجن تبلیغات دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې زدهکوونکو ته د نوي ښوونیز کال مبارکي ویلې او د وخت نه ضایع کولو سپارښتنه یې ورته کړې ده.
نوموړي زدهکوونکي د هېواد راتلونکي معماران بللي او له ښوونکو یې غوښتي، چې په اسلامي او هېوادنۍ مینه یې وروزي.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت د یوه نظام په توګه خپل ټول مسولیتونه په ښه توګه ادا کړي دي.
ښاغلي انور د شریعت پلي کول، ډاډمن امنیت، زدهکړه، روغتیا او اقتصادي پیاوړتیا هغه مسولیتونه یاد کړي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو خلک ترې برخمن شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېر په پرتله د افغانستان په ښوونیز وضعیت، امنیت، نصاب او نورو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني په دې مراسمو کې ویلي، چې اشغالونو زموږ د هېواد د بچیانو ذهنونه اشغال کړي وو او تېرو حکومتونو داسې نظریې خپرې کړې وې چې نه د اسلام او نه د هېواد په ګټه وې.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت باید هڅه وکړي، تر څو د هېواد د بچیانو ذهنیتونه په اسلامي او ملي روحیه وروزي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې زموږ هېواد په تېرو کلونو کې د علم په ډګر کې وروسته پاتې شوی او اوس د پوهنې وزارت مسولیت لري چې په دې برخه کې خپل مکلفیت په ښه توګه ادا کړي.
د ازموینو ملي ادارې رییس ویلي، د هېواد بچیان باید داسې وروزل شي، چې د نړۍ د هېوادونو سیال وي او افغانستان پر ځان بسیا کړي.
د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې او حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) له اکاډمۍ څخه څه باندې ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت وایي؛ د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې تعليمی مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین له درېیو میاشتنیو نظامي، عقیدتي او فرهنګي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یادو مراسمو کې د بدخشان ولایت مرستیال والي قاري محمد طیب، د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي احمدالله سعید، د فرقې مرستیال قاري عبدالواصل نظري او ګڼ شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.
مسولینو پخپلو خبرو کې د اسلامي اصولو او ارزښتونو پوره پابندي، او د خلکو او ټولنې ته خدمت پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ لکه څرنګه چې د اسلامي امارت له فتوحاتو وړاندې د قربانۍ او فداکارۍ لپاره چمتو وو، اوس هم غواړي چې د دین، خلکو او خپل هېواد د خدمت لپاره سختې وګالي او د دې لپاره سختې روزنې ترلاسه کړي.
همدارنګه د حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) د قوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ييزو قل اردوګانو ۱۷۰ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ د عربي، ترکي او انګلیسي ژبې له نهه میاشتني کورس څخه ١١٦ تنه او د اوپراتيفي شپږ میاشتني کورس څخه ۵۴ تنه ځوان منسوبین د مسلکي او نظامي زده کړو د تر لاسه کولو څخه وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعليماتو معينيت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه او ګڼ شمېر مسولینو، مجاهدینو او استادانو ګډون کړی وو.
مسولینو نویو فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ د هغوی د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ په خپلو تر لاسه کړو زده کړو بسنه مه کوئ نور هم کوښښ وکړئ په هره برخه کې زده کړې وکړئ او مهارتونه تر لاسه کړئ تر څو خپل اسلامي نظام او خپل ولس ته د خدمت جوګه شئ.
ډاکټر عبدالباري عمر د سولې او باور کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته سفر کړی
د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یوه پلاوي چې د ټولګټو او کانونو پټرولیم وزارتونو استازي یې هم ملتیا کوي د «سولې او باور کنفرانس» کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته سفر کړی.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ دغه کنفرانس چې د ۱۰۰ بېلا بېلو هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شوی، د برېښنا لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه د ځانګړو بحثونو سربېره به پکې د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا، ریل پټلۍ، برېښنا، د ګازو لېږد او ثبات په اړه خبرې وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې به د برېښنا لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه ځانګړي بحثونه هم ترسره شي.






