ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 665

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې ځمکني پوځي عملیات پيل کړي

د اسرائیلي یرغلګرو پوځ اعلان کړی، چې پرون (چهارشنبه، دکب ۲۹مه) یې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې ځمکني پوځي عملیات بیا پیل کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي رژیم له دې وړاندې د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه پيل کړي وو. په دې بریدونو کې ۴۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۸۳ یې ماشومان دي.

حماس دا بریدونه له اوربند سرغړونه بللې او له منځګړو هېوادونو یې غوښتي، چې د دې یرغل د مخنیوي په اړه اقدام وکړي.

غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځه اوربند د جنوري پر ۱۹مه پیل شو، خو له پای ته رسېدو وروسته یې لا هم د دویم پړاو خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

د لومړي پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام وکړ، له پای ته رسېدو وروسته اسرائیلي یرغلګرو غزې ته د بشري مرستو ټولې لارې بندې کړې او برېښنا یې هم پرې کړې ده. سربېره پر دې یې یو ځل بیا په غزه تړانګه کې هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۹ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵) کورنیو سره مجموعًا (۵۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۱۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۱۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۹۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۲) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۱۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۷۸۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۵) تنه و، سمنګان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۸۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۵) کورنۍ او (۵۸۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۳) کورنۍ او (۱۱۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۴۷) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۵۶) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

ايران د ورېښمو پله له لارې ۲۱۱ افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپارل

ايران د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۱۱ افغان بندیان، چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي وو، د ورېښمو پله له لارې اسلامي امارت ته وسپارل شول.

په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد د زندانونو چارو عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري او د ولايتي ادارې يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و.

ښاغلي مستري د بنديانو د سپارلو د پروسې په تړاو ویلي، ۴۸۴ افغان بندیان چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د خبرو اترو په پايله کې د نيمروز ولايت ورېښمو پله له لارې اسلامي امارت ته سپارل کیږي.

نوموړي زیاته کړې، د بنديانو د لېږد پروسه نن د ۲۱۱ افغان زندانيانو په سپارلو سره پيل شوه، چې هر يو به خپلو ولايتونو ته انتقال او د حبس ټاکلې موده به هلته تېره کړي.

د نیمروز والي اسلامي امارت ته د افغان بندیانو د سپارلو پروسې پر ښه مدیریت او دوی ته د خوړو، روغتيايي خدمتونو او نورو اسانتياوو د برابرېدو ډاډ ورکړی دی.

عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د روغتیايي معلوماتو د مدیریت او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د پلي کولو سیسټم معرفي کړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري په لومړي ځل د روغتیايي معلوماتو د مدیریت او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د پلي کولو سیسټم (P-HMIS) معرفي شو.

دا سیسټم د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسانو او د کابل خصوصي روغتونونو د مسولینو په شتون کې ګډونوالو ته معرفي شو.

مولوي نور جلال جلالي په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم پرانیستل د هېواد په روغتیايي برخه کې یو اغېزمن ګام او لویه لاسته راوړنه بللې او د خصوصي روغتونونو له مسولینو یې غوښتي، چې یاد سیسټم په روغتونونو کې پلي کړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز د خصوصي روغتیايي سکټور له فعالیتونو مننه کړې او دا سکټور یې د روغتیا وزارت یوه پیاوړې برخه یاده کړې ده.

ښاغلي وزیر ویلي، موږ هڅه کوو چې موجوده تشې ډکې کړو او د کره روغتیايي معلوماتو راټولولو پر بنسټ د خصوصي او امارتي سکټورونو لپاره د اوږدمهاله کړنلارو او پلانونو په جوړولو کې اړینې پرېکړې وکړو.

مولوي عبدالولي حقاني بیا د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم چمتو کولو کې د برخه اخیستونکو کسانو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د خصوصي روغتیایي سکټور فعالیتونه د ستایلو دي او موږ هڅه کوو، چې د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم د دې سکټور سره په همغږۍ پلی کړو، ترڅو پر ټاکلي وخت د روغتیايي برخې کره معلومات راټول او له مخې یې راتلونکي پلانونه جوړ او اړینې پرېکړې وکړو.

دغه راز د څارنې او پلټنې لوی رییس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو، لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو جوړولو، ناروغیو مخنیوي او د خلکو د هوساینې لپاره اغېزمن بللي او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د هغې پلي کول اړین یاد کړي دي.

د افغاني سرې میاشتې رییس افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست او د فنلینډ د سره صلیب له مسول سره لیدنه کړې

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور پخپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست احمد سلیمان او د فنلینډ د سره صلیب له سيمه ييز مسول جوین ریس سره له افغاني سرې مياشتې د ملاتړ او یو لړ نورو موضوعاتو په موخه ناسته کړې.

په دې ناسته کې ښاغلي دلاور د فنلینډ هېواد د سره صلیب له تېرو همکاریو او مرستو څخه مننه کړې او د افغاني سرې میاشتې له لوري یې اړمنو او بې سرپرسته وګړو ته د روغتیايي او پېښ‌ځپلو ته د طبيعي او غیرې طبيعي پېښو پر مهال د ترسره کېدونکو خدماتو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړي.

نوموړي له یادو مسولینو څخه له بهرنيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې د بېړنیو مرستو برابرولو، د سوري زړه لرونکو ماشومانو او په رواني ناروغيو د اخته وګړو د درملنې او لاسنيوي په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

د نړیوال فدراسیون سرپرست او د فنلینډ هېواد د سره صلیب مسول اړمنو او پېښ‌ځپلو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره کېدونکي خدمات او فعاليتونه اغېزمن بللي او د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته او رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې یې د همکارۍ سربیره په راتلونکې کې د مرستو د پراختیا ډاډ څرګند کړی دی.

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله فرمان!

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

د ﷲ تعالی دین چي خاتم النبیین حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم انسانانو ته رسولی او بیان کړی دی، د دنیا او آخرت هر ډول نېکمرغي، ښېرازي او خوښي پکي نغښتې ده، چي عملي کولو سره یې یقیناً د انسانانو ټولې ستونزې حل او د ژوند په هره مرحله کي یې له بې سارې اسانتياوو څخه برخمن وي، ﷲ تعالی ته خپل دين خوښ دی او خپلو بندګانو ته يې د مهربانۍ له مخې د فکر، تدبر او عملي کولو بلنه ورکړې ده او د ژوند په ټولو ساحو کي د دین عملي کولو لپاره یې حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم نمونه ګرځولی دی او د هر هغه څه چي نبي صلی ﷲ علیه وسلم امت ته وړاندي کړي دي د عملي کولو او له هر هغه څه څخه چي منع کړي یې دي د ځان ساتلو حکم یې کړی دی.

لکه څنګه چي ﷲ جل جلاله په لاندي آیتونو کي فرمايلي دي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ في رَسُول ﷲ ‌أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ…﴾(الأحزاب: 21)

ژباړه: خامخا په تحقیق سره دی تاسو لره په (کار د) رسول ﷲ کي اقتداء غوره نیکه (کابلی تفسیر)

همداراز ﷲ جل جلاله فرمایلي دي: ﴿وَما آتاكُمُ الرَّسُولُ ‌فَخُذُوهُ وَما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾(الحشر، آیت: ۷).

ژباړه: او هغه څه چي درکړي تاسي ته رسول (د ﷲ)، نو واخلئ هغه؛ او هغه څه چي منع کوي (رسول ﷲ) تاسي له هغه څخه، نو بېرته شئ (مه يې غواړئ) (کابلی تفسیر)

بله دا؛ هر هغه څه چي په دین کي نه‌وي، رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم هغه مردود او باطل ګرځولي. لکه څنګه چي له حضرت عائشې رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا ‌فَهُوَ ‌رَدٌّ.()

ژباړه: چا چي داسي يو عمل وکړ چي زموږ په دين کي نه‌وي، هغه مردود او باطل دی.

له حضرت شعبي رحمه ﷲ تعالی څخه روایت دی چي حضرت عمر بن الخطاب رضي ﷲ تعالی عنه وفرمایل: یآأیهاالناس رُدُّوا الجهالاتِ إلى السنةِ().

ژباړه: ای خلکو! جاهلانه (د سنتو خلاف) طریقې سنتو ته واړوئ (د سمون کوشش يې وکړئ).

پورته آیتونو، حدیث شریف او مبارک اثر ته په کتو، اسلامي امارت غواړي چي د ژوند په ټولو ساحو کي د سنت خلاف طریقې سنت ته واړوي، بناءً دا چي؛ نکاح (واده کول) سنت ده؛ خو متأسفانه زموږ په ټولنه کي له دغه شرعي او مسنون عمل سره ناسم او تاواني رواجونه تر دې حده ګډ شوي چي خلک یې نه یوازي په دنيوي لحاظ له ملا ماتوونکو مالي زیانونو سره مخ کړي؛ بلکي په ديني لحاظ هم ډېر منکرات پکي ترسره کيږي چي د څو مواردو یې دلته د اصلاح او مخنيوي په موخه یادونه کيږي:

په مهرونو کي زیاتوالی غوره کار نه‌دی:

شریعت، په ودونو کي د اسانتيا او له درنو مصارفو څخه د ډډې کولو ترغیب ورکوي.

له حضرت عائشې رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی چي، رسول ﷲ صلي ﷲ عليه وسلم فرمايلي دي: «إِنَّ ‌‌أَعْظَم ‌النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيْسَرُهَ مَؤُونَةً»()

ژباړه: په تحقيق سره، ډېره برکتي نکاح هغه ده چي لګښت يې لږ وي.

په یو بل حدیث شریف کي راځي:

“تَيَاسَرُوا فِي الصَّدَاقِ، إِنَّ الرَّجُلَ يُعْطِي الْمَرْأَةَ حَتَّى يَبْقَى ذَلِكَ فِي نَفْسِهِ عَلَيْهَا حَسِيكَةً…”()

ژباړه: په مهر کي له يو بل سره اسانۍ کوئ (یعنې لږ مهر ټاکئ) ځکه کله نارینه، ښځې ته دومره مهر ورکړي چي له امله یې له هغې ښځې سره په زړه کي کینه (نفرت) پیدا شي.

حضرت عمر رضي ﷲ عنه فرمايلي دي:

أَلاَ لاَ تُغَالُوا صَدُقَةَ النِّسَاءِ، فَإِنَّهَا لَوْ كَانَتْ مَكْرُمَةً فِي الدُّنْيَا، أَوْ تَقْوَى عِنْدَ ﷲ لَكَانَ أَوْلاَكُمْ بِهَا النَّبِيُّ صَلَّى ﷲ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.()

ژباړه: خبردار! د ښځو مهرونه ډېر مه‌زياتوئ؛ ځکه که د مهر زياتوالی دنيوي عزت او يا د ﷲ عزوجل په نزد تقوی وای، نو نبي صلی ﷲ علیه وسلم يې تر تاسي زيات مستحق و.

له یادو او ځینو نورو مبارکو حديثونو څخه په استدلال سره، فقهاء کرامو رحمة ﷲ تعالی علیهم په مهر کي تخفيف مسنون او مرغوب بللی دی.()

مهر، د منکوحې ښځي حق دی او بل هېچا ته يې خوړل صحیح نه‌دي.

مهر، د ښځي حق دی بل هېڅوک حق نه‌لري چي د هغې له خوښې پرته یې مصرف کړي، تر دې چي فقهاء رحمهم ﷲ تعالی وايي: کوم پلرونه او نيکونه چي د لوڼو یا لمسیو مهرونه خوري هغوی غاصب او د مهر ضامن دي؛ نو چي پلار او نیکه د مهر په خوړلو غاصب ګڼل کيږي، ورور، تره او نورو خپلوانو ته خو بېخي هېڅ لاره نشته چي د خويندو، ورېرونو او یا د نورو خپلوانو نجونو مهرونه وخوري یا يې د هغوی له خوښې پرته مصرف کړي.()

پلرونه او خپلوان که د مهر له خوړلو راوګرځول شي، مهرونه خپله را کمېږي؛ ځکه نن سبا ډېرې پيسې هغه دي چي د مهر په نوم اخيستل کيږي خو پلار يا نور خپلوان يې خوري او ښځو ته د مهر په نوم ډېرې کمې پيسې ورکوي.

بناءً هغه څو رواجونه چي پر شرعي منعې او اسراف سربېره په لوړه کچه د اقتصادي ستونزو او د اجتماعي او اخلاقي ناخوالو سبب ګرځېدلي دي، چي د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء اړوند د فقهي مجالسو د علماء کرامو، د افغانستان د معتبرو شیوخ عظامو، د اقتصادي کمېسیون د محترمو غړو او د اړوندو وزارتونو او امارتي ادارو د ګډ ګمارل شوي هیئت د استازو له لوري تشخیص شول چي په هکله یې لاندي مراتب منظوروم:

د واده په اړوندو امورو کي د رعایت وړ ټکي

لومړۍ ماده:

  • (1) د بالغې نجلۍ ولي چي اکثره اوقاتو کي د هغې پلار يا ورور وي شرعاً مکلف دی، د هغې د شرعي حقوقو رعایت وکړي.
  • (۲) د بالغې نجلۍ ولي شرعاً مسئولیت لري، د هغې په کوزده کولو کي له هغې سره مشوره او د هغې مثبت نظر واخلي.
  • (۳) د بالغې نجلۍ ولي، شرعاً نه‌شي کولای د هغې له خوښې پرته په اجبار سره یې چاته په نکاح ورکړي.
  • (۴) که د بالغې نجلۍ ولي، یاده نجلۍ د هغې له خوښې پرته په اجبار سره چاته په نکاح ورکړه، هغه کولای شي محاکمو او اړوندو ادارو ته شکایت او عریضه وکړي، په دې صورت کي د عالیقدر امير المؤمنين حفظه ﷲ تعالی د (۲۷/۴/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۸۳ج۱) ګڼه د ښځو د حقونو فرمان رعايت ضروري دی.
  • (۵) ښځه، د اسلام له نظره د نکاح کولو په موضوع کي د نارينه په څېر خپلواکه ده، په هېڅ صورت د چا مال نه‌ګرځي او د خپل خاوند له مړينې او يا طلاق وروسته د دې له خوښې او مشورې پرته یې خسرګنۍ او يا هم پلارګنۍ په زوره بل چاته په نکاح نه‌شي ورکولای، په‌خپله خوښه چيرته او چا سره چي وغواړي، له شرعي اصولو سره سم نکاح کولای شي.
  • (۶) کوم مهر چي په نکاح کي ښځې ته ورکول کيږي، هغه د ښځې حق دی او څوک يې نه‌شي ترې اخيستلی، په دې هکله د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ﷲ تعالی د (۲۷/۴/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۸۳ج۱) ګڼه د ښځو د حقونو فرمان رعايت ضروري دی.
  • (۷) که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه ډزې وکړي يا یې پیکی پرې کړي او يا څادر پرې واچوي، په دې او یا په بلې طریقې سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیرشرعي عمل او جرم دی، داسي اشخاص دي د اسلامي امارت محاکمو ته معرفي کړل شي، ترڅو د خپل جرم په سزا ورسېږي.()
  • (۸) هغه کوزده چي د شاهدانو په مخ کي عقد (ايجاب او قبول) پکي نه‌وي شوی، شرعاً نکاح نه‌بلل کيږي.
  • (۹) په اسلامي شريعت کي د مهر کمه اندازه لس درهمه او زياته اندازه يې حد نه‌لري، كه مېرمن راضي وي، په لس درهمه یا د هغې په معادل مال هم نکاح کيږي، که د هغې خوښه نه‌وي، بیا له زړه سوانده او خیرخواه پلار یا نيکه پرته نور خپلوان او یا بد اختیاره پلار او نیکه نه‌شي کولای چي تر مهر مثل په کمه اندازه د هغې نکاح وتړي او که يې تر مهر مثل په کمه اندازه د هغې نکاح تړلې وي، داسي نکاح صحیح نه‌ده؛ مهر د مېرمنې حق دی، خپلوان د ځان لپاره یوه پيسه هم نه‌غوښتلی او نه‌اخيستلی شي.()
  • (۱۰) اسلامي شريعت د مهر د کموالي ترغيب کړی دی؛ خلک دي هڅه وکړي چي د زیات مهراخيستلو رواج ختم او په کم مهر دي اکتفاء وکړي.
  • (۱۱) له مهر څخه علاوه د ولور، خوړې، بابېړي، طویانې او خوښي په نامه د خسرګنۍ له‌خوا او یا د نورو رواجونو په نوم پیسې اخيستل جائز نه‌دي، فقهاء کرام رحمهم‌ اﷲ يې رشوت ګڼي.()
  • (۱۲) له کوزدې وروسته د پښه خلاصي یا پښه ارتي او شریني خوري (غټ دستمال) او یا په نورو نومونو سره میلمستياوې جوړول، بېځایه رواجونه دي، ډډه دي ورڅخه وشي، د دوه ځله دستمال وړلو (غټ دستمال) اجازه نشته او په يو ځل دستمال (وړوکی دستمال) کي به هم د نارينه او ښځينه میلمنو تعداد په کمه اندازه وي او په دې مراسمو کي له زوم او ناوي پرته بل چاته تحفې ورکول منع دي؛ البته زوم او ناوي ته تحایف به هم د وسعې مطابق یوازي جامې او نور د ډول او سینګار عادي شیان وي؛ موټر، موټرسایکل، کور (سرای) او داسي نور قیمتي شيان به په تحفه کي نه‌ورکول کيږي.
  • (۱۳) د دستمال مراسم به په هوټل کي نه‌وي؛ ځکه دا اسراف دی او اﷲ تعالی فرمايلي دي: ﴿يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ﴾ (الاعراف: آیت 31).
  • ژباړه: ای زامنو د آدمه! واخلئ تاسې زینت (ښائست) خپل په نزد (د وخت) د هر لمانځه (په اغوستلو د پاکو کاليو(جامو) د عورت ستر) او خورئ او څښئ او اسراف (بې ځایه خرڅ) مه کوئ تاسې بې شکه چي الله نه خوښوي مسرفان (بې ځایه خرڅ کوونکی). (کابلی تفسیر)
  • (۱۴) له کوزدې او نكاح وروسته دي هڅه وشي چي د امکان په صورت کي هر څومره چي ژر وي، واده وشي.
  • (۱۵) له کوزدې وروسته رواجي او تکراري پوښونه (جوړې) منع دي، په کال کي يو ځل د زوم له‌خوا يوازي ناوي ته له اسراف پرته د وسعې مطابق د پوښ (جوړې) وړلو اجازه شته، د ناوي له‌خوا زوم ته پوښ (جوړې) وړل مطلقاً منع دي.
  • (۱۶) د ولیمې او واده مراسم به له اسراف او رياء پرته د زوم د وسعې مطابق د هغه د خوښې په ځای او موټرو کي ترسره کيږي، خسرګنۍ يې نه‌شي مجبور کولای چي په هوټل، یا قیمتي موټرو کي د واده مراسم ترسره کړي.
  • (۱۷) زوم به د واده مراسم په امارتي موټرونو کي نه ترسره کوي.
  • (۱۸) د واده پر وخت د زوم له‌خوا دي د ناوي کورنۍ ته خوړې يا طوی (پاخه یا خام خوراک) نه وروړل کيږي، همدارنګه د بولې(شيريني خورۍ) او جوړې د مصارفو اخيستل او غوښتل هم منع دي او همداراز له زوم څخه د دودي او ټکري په نوم او يا په نورو نومونو رختونه غوښتل منع دي او د شريعت له‌مخې د يادو شيانو اخیستل ناجائز کار دی.()
  • (۱۹) د ناوي وړلو پر وخت د ناوي د ماما، د ناوي د همزولو، د کليوالو او یا بل خدمتګار له‌خوا او یا د دوی لپاره د زوم له کورنۍ څخه پیسې غوښتل منع دي، البته که د کلي خدمتګار ته چي همېشه په ښادیو کي د کلیوالو خدمت کوي په خپله خوښه څوک د صدقې په نوم پیسې ورکوي، باک نه‌لري.()
  • (۲۰) په ودونو کي د لوبو داسي مسابقې جوړول چي ګټونکي ته د موټر، موټرسایکل یا بل شي انعام ورکول کيږي منع دي، ترڅو د بېځایه اسراف مخه ونیول شي، البته د جائزو لوبو مسابقې چي انعام پکي نه‌وي، جوړېدای شي.
  • (۲۱) د کوزدې، دستمال يا واده د مراسمو پرمهال ډزې (ټکان) کول او له امارتي وسايطو څخه استفاده کول منع دي؛ همدارنګه په ورته مراسمو کي د موټرو او موټرسایکلو ځغلول، لویې وراوې تيارول او یا داسي نور کارونه چي د لاري د بندېدو یا د تلفاتو او یا د خلکو د اذیت سبب کيږي، منع دي.
  • (۲۲) په واده کي یا له هغه وروسته ناوي ته د نورو کورونو د نارینه‌وو او ښځینه‌وو له‌خوا برخه (جامې/پیسې) ورکول او بیا د ناوي له‌خوا په عوض کي برخه ورکول منع دي؛ ځکه له دې ناوړه رواج څخه یو دروند تکلیف رامنځته شوی او بده لا دا چي د هر څه عوض به بېرته ورکوي چي د محبت پرځای نفرت پیدا کوي.
  • (۲۳) د دستمال په مراسمو کي به د زوم له کور پرته نور مېلمانه ناوي ته د پیسو ډالۍ نه‌ورکوي او نه به د ناوي کورنۍ مېلمنو ته جامې او نورې ډالۍ ورکوي، البته له اسراف او رياء پرته د مېلمنو اکرام پروا نه‌کوي.
  • (۲۴) بدل/موخۍ ښه عواقب نه‌لري حتی الامکان دي ترې ډډه وشي، د بدل/موخۍ په صورت کي د مهر ټاکل او ورکول ضروري دي، علماء کرام دي د بدل/موخۍ د کراهیت په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي.()

د مړي په مراسمو کي د رعایت وړ ټکي

دوهمه ماده:

  • (۱) په ځينو سیمو کي د مړي د کورنۍ له لوري کلیوالو او نورو خلکو ته په معينو ورځو کي طعام او مېلمستیا برابرېږي، چي فقهاء کرامو ترې منع کړې ده، په دې هکله د فقهاء کرامو څو اقوال په لاندي ډول دي:
  • – د مړينې په مناسبت د مړي د کورنۍ له لوري خلکو ته مېلمستيا برابرول مکروه دي؛ ځکه مېلمستيا په خوشحاليو کي وي، نه په غمونو کي، دا ډېر بد بدعت دی (چي د غم په ورځ خلکو ته مېلمستيا تياروي، ځکه چي شريعت کي دا اصل نه‌لري او بل دا چي د دغو ورځو خپل خپل ترتيبونه او مکلفيتونه دي).()
  • – د مړينې په مناسبت راټولو شویو خلکو ته د مړي د کورنۍ له لوري د خوراکونو چمتو کول ګناه ده؛ جریر بن عبد ﷲ رضی ﷲ عنه وايي: د مړي په کور کي د هغه د خپلوانو راجمع کيدل او د هغوی له لوري د خوراک ترتیبول موږ له نياحت څخه ګاڼه؛() يعنې لکه ویر (چيغي او فرياد) مو چي ممنوع او بد ګڼلو دا مو هم بد ګڼلو (حال دا چي نیاحت او وېر کبیره ګناه ده).()
  • – د مړي د کورنۍ لهخوا خلکو ته خوراک برابرول مکروه دي، ځکه چي له دې سره يې مصیبت زياتېږي او بل دا چي د جاهليت د زمانې له خلکو سره مشابهت راځي.()
  • – رواجي خیراتونه د ځان مشهوره کولو او رياء لپاره دي، د ﷲ تعالی لپاره يې نه‌کوي له دې امله باید ډډه ترې وشي.()
  • – رواجي خیرات که مباح هم شي له دې امله چي خلکو د واجب‌والي مرتبې ته رسولې، مکروه او ترک یې ضروري دی.()

پورته ذکر شویو شرعي دليلونو او همداراز نورو ګڼو، ټولنيزو، شرعي او اقتصادي رامنځته کيدونکو زيانونو ته په کتو سره په لاندي ټکو باندي عمل کول ضروري دي:

(1) د مړي د کور له لوري د بدرګې او مېلمستيا په څېر د رواج له مخې (په لومړۍ، دريمه، اوومه او څلوېښتمه ورځ) طعام برابرول، منع دي،() د مېلمستیا له شکل او د ورځې له تعيین پرته د نقد مال يا جنس صدقه کول چي لاندي شرطونه هم پکي رعايت شوي وي، مړي ته د ثواب سبب دي:

  • ۱- صدقه به د رياء، شهرت، سيالۍ، رواج او د خلکو د پېغور له امله نه‌وي.
  • ۲- صدقه او خیرات به واجب او ضروري نه‌ګڼل کيږي، که چا ونه‌کړ هغه ته به په بده سترګه نه‌کتل کيږي.
  • ۳- صدقه او خیرات یوازي بالغ او عاقل وارثان له خپل مال څخه په خپله خوښه کولای شي، د يتيم او غيرحاضر وارث مال به پکي نه‌مصرفېږي.
  • (۲) د يتیم له مال څخه په مړي پسې خيرات او صدقه کول که څه هم د يتيم په اجازه وي، منع دي، هغه څوک چي د يتيم په مال کي دا ډول تصرف وکړي، ضمان پرې لازم دی.
  • (۳) په ځينو سیمو کي د رواج له ‌مخې خلک د مړي په لومړي اختر د مړي کور ته د تعزيت لپاره ورځي، دا هم ناسم رواج او منع دی.
  • (۴) په ځينو ځايونو کي رواج دی چي ښځه تر وفات وروسته ضرور بايد د پلرنۍ (هديرې) ته انتقال کړل شي او نه انتقال يې د ټول قوم لپاره پېغور ګڼل کيږي، چي دا کوم شرعي حيثيت نهلري، بلکي غوره دا ده چي د هغې د خاوند او اولادونو د خوښې په هديره کي دفن کړل شي.
  • (۵) د ګاونډيانو او خپلوانو له لوري د مړي کور ته طعام برابرول مستحب عمل دی.
  • (۶) د تعزيت لپاره د شريعت مطهره له لوري د دفن له ورځې سره درې ورځې ټاکل شوي دي، البته غائبو اشخاصو ته تر هغه وروسته هم د تعزيت کولو اجازه شته.
  • (۷) له يو ځل فاتحې کولو وروسته بیا د مړي کور ته د فاتحې په نيت ورتلل مکروه دي.
  • (۸) امارتي مسئولين دي د خپلو وفات شويو خپلوانو فاتحې نه‌اعلانوي، له اعلان پرته د خپلو اوسېدلو په ځای کي دي يوازي تر درو ورځو د فاتحې لپاره کښېناستلای شي.
  • (۹) حيله اسقاط د هغه مړي لپاره کيږي چي فقير، يا مالدار وي خو له وصيت پرته وفات شوی وي، يا يې وصيت هم کړی وي خو د مال دريمه برخه يې د واجبو فديو لپاره کفايت نه‌کوي، که مړی شتمن وي او وصيت يې کړی وي پر ولي باندي يې واجب دی چي واجبې فديې به يې د مال له دريمې برخې څخه اداء کوي او يوازي په حيله اسقاط به بسنه نه‌کوي، البته د حيلې طريقه به د حنفي فقهې د هغو شرطونو مطابق وي چي يادونه یې شوې ده.
  • (۱۰) د شرعي حیلې شرطونه په لاندي ډول دي:
  • ۱- د حیله اسقاط لپاره جمع شوی مال به د قبض لپاره یوازي مسکینانو ته ورکول کيږي، غني، ماشوم، لیوني، سفیه (بې عقله) او کافر ته به نه‌ورکول کيږي.()
  • ۲- حيله اسقاط به د رواج او ځان ښودنې په خاطر نه‌کيږي؛ بلکي په دې نیت به کيږي چي د مړي غاړې پرې خلاصې شي.()
  • ۳- د مړي وارثان به د حیلې لپاره له داسي سړي څخه پیسې یا بل جنس نه ‌قرض کوي چي هغه يې په ‌خپله مالک نه‌ وي او نه به له داسي شریک څخه قرض اخلي چي د بل شریک يې اجازه نه ‌وي.()
  • ۴- د فدیو ګرځوونکی باید د مړي وارث یا د وارث وکیل وي او وکیل ته وویل شي چي د هرې دورې له ختمېدو وروسته د هرې بلې دورې لپاره فقیر ته د مال په ورکولو او بېرته اخیستلو کي بيا زما وکیل یې.()
  • ۵- د مړي قضاء شوي لمونځونه او روژې باید دقیق حساب شي او که دقیق معلوم نه ‌وي نو په غالب ګمان دي حساب شي.()
  • ۶- فقیر ته د ورکړې پرمهال به يې دا نیت وي چي فقیر د دغو پیسو او شیانو مالک ګرځي.()
  • ۷- فقیر به په دې پوه وي او یا به يې څوک پوهوي چي په قبض کولو سره يې مالک ګرځي.()
  • ۸- کوم شخص چي فدیې ګرځوي او فقیر ته یې ورکوي باید لاسونه ترې لرې کړي او له هغه څخه په بېرته اخیستلو کي تلوار ونه‌کړي.()
  • ۹- د فدیو ګرځوونکی به فقیر ته داسي الفاظ وایې: دا د فلانکي چي د فلانکي زوی دی د لمونځ، روژې، قسم یا …فدیې دي قبولې یې کړه، هغه به ووایې: قبولې مي کړې، زه یې مالک شوم، بیا به یې بېرته یاد شخص ته هبه کړي.()
  • ۱۰- حیله کوونکي به له دورې وروسته د فقیر له زړه بد‌والي څخه ځان ساتي، که مال د حیله کوونکو وي دومره مال به په صدقه کي ورکوي چي د فقیر زړه پرې خوشحاله شي.()
  • ۱۱- که د حج په مياشتو کي حیله کيږي دا دي په نظر کي ونيسي چي دومره پيسې يو ځای فقير ته ورنه‌کړي چي حج ورباندي فرض شي.
  • ۱۲- که مړي وصیت نه ‌وي کړی، ولي يې له مال څخه فقير ته د وارثانو په رضا هغه مهال څه مال ورکولای شي چي په وارثانو کي به يې غائب او صغير نه ‌وي او که یې وصیت کړی وي، نو بیا د ميت د مال له دريمې برخې څخه مال ورکولای شي که څه هم په وارثانو کي غائب یا یتیم وي.()

له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال له ځینو غیرضروري مصارفو او ناسمو رواجونو څخه ډډه

دریمه ماده:

په ځينو سیمو کي له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د مبارکۍ او ستړې مشۍ په مناسبت د سیمې د خلکو او راغلو او رابلل شویو مېلمنو ته درنده مېلمستیا او خيرات برابرول او همداراز لوړ بیه تحفې خلکو ته ورکول ضروري رواج ګرځېدلی دی چي له يوه پلوه کوم شرعي حيثیت نه‌لري او له بله پلوه د زيات لګښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا د تأخير سبب ګرځيدلی دی، له همدې امله باید ټول حجاج او معتمرین له یادو مصارفو او زیان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي.

د دې فرمان د حکمونو پوهاوی ورکول او د هغو عملي کول

څلورمه ماده:

  • (۱) د کورنیو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو، اطلاعاتو او فرهنګ، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه، رسنۍ او په ولایتونو او ولسوالیو کي د علماوو شوراګانې، فقهي مجالس، د مساجدو خطیبان او امامان، ولسي مخور او نفوذ لرونکي مشران دي په حکمت، مصلحت او تفاهم سره په خپله برخه کي د دې فرمان د حکمونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او د پورتنیو احکامو د عملي کولو کوښښ دي وکړي.
  • (۲) د چارو د ادارې لوی ریاست، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دي، په دوامداره توګه د دې مادې په (۱) فقره کي د يادو وزارتونو، ادارو او اشخاصو له اجراءآتو څخه څارنه وکړي.

انفاذ

پنځمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة ﷲاخندزاده

د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ د برېښنایي تادیاتو هوکړه وشوه

د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ په شفاف ډول عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د برېښنایي تادیاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه د امیرالمومنین حفظه‌الله د سپارښتنو په رڼا کې د مالي سکتور د پرمختګ، روڼتیا او حساب ورکونې لپاره یو مهم ګام دی.

د دې هوکړې له مخې، د افغانستان بانک بین‌البانکي تادیاتي سیستمونه (ACSS) او د افغانستان د تادیاتو سیستم (APS) به د مالیې وزارت اړوند سیسټمونو  ASYCUDA، SIGTAS  او  AFMIS سره وصل شي.

په هغه خبري کنفرانس کې چې د یادو سیستمونو د نښلونې د هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شوی وو، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد دا چاره د هېواد د مالي او بانکي نظام د پرمختګ په برخه کې مهمه یاده کړه او زیاته یې کړه؛ چې د دې سیستمونو په وصل سره به امارتي عواید په شفاف ډول راټولیږي، امارتي لګښتونه به د الکترونیکي تادیاتو له لارې تنظیم شي، د امارتي کارکوونکو معاشونه به پر وخت او په اسانه توګه تادیه شي، د سوداګرو لپاره به د ګمرکاتو او بانکي سیستمونو اړینې اسانتیاوې زیاتې شي.

ښاغلي خالد زیاته کړه؛ د افغانستان بانک په خپلو داخلي ظرفیتونو د تادیاتو سیستمونه له سره رغولي، چې دا د مالي خپلواکۍ په لور یو مهم پرمختګ دی.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل؛ دغه هوکړه نه یوازې د عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د تادیاتو شفافیت زیاتوي، بلکې د مالي فساد مخنیوی، د حساب ورکونې کچه لوړولو، د بانکي خدماتو پراختیا رامنځته کولو او د خصوصي سکتور لپاره اسانتیا هم تضمینوي، چې په پایله کې د هېواد اقتصادي ثبات او مالي سیستم پیاوړی کوي.

ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس حافظ مولوي شاه حسین حسینې وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې له فتحې وروسته ملي بودجه هر کال د ملي عوایدو څخه تمویلېږي، نو هیله لرو چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې د موجوده عایداتي سرچینو څخه عواید په شفاف ډول را ټول او د عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

د ښاغلي حسینې په خبره، له دې وړاندې وزارتونو او امارتي ادارو په مرکز او ولایتونو کې ملي عواید د بانک له لارې او ځینې عواید په فزیکي ډول راټولول، چې په فزیکي ډول د عوایدو راټولونې یو شمېر ستونزې رامنځته کړې وې، خو له دې وروسته به د یادې هوکړې په بنسټ د لومړي ځل لپاره ملي عواید په شفافه توګه په برېښنايي ډول په ټاکلي وخت سره را ټولېږي او د مالیې وزارت واحد حساب ته به انتقالېږي.

د یادونې وړ ده، چې د سیستمونو نښلول او د الکترونیکي تادیاتو سیستم پلي کول به د اجرااتو چټکتیا او د مالي خدماتو پراختیا کې مرسته وکړي.

دا ټوله پروسه د شفافیت، حساب ورکونې او د معیاري مالي سیستمونو د پیاوړتیا سبب ګرځي، چې په مجموع کې د هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره ستره ګټه ده.

باید وویل شي، چې دا سیستمونه، پخوا د بهرنیو کمپنیو له لوري په لوړ لګښت سره جوړ شوي وو او د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته وتړل شول، خو د افغانستان بانک دا ننګونه یو فرصت وګاڼه او د خپلو داخلي ظرفیتونو پر مټ یې له سره ورغول.

اوس دا سیستمونه د افغانستان بانک خپل ملکیت دی، چې نه یوازې په رغونه یې لګښت نه دی راغلی، بلکې کلنی فیس هم نه لري.

کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر: هڅه کوو چې د افغانستان په لویو بنسټیزو پروژو کې ونډه واخلو

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس مولوي ذاکر الله ذاکر نن (چهارشنبه، ۲۹ د حوت) په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ پر همکاریو خبرې وشوې، محمد سعید العیاش وویل چې د اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی.

ښاغلي العیاش د اسلامي امارت له لوري د ښو اړيکو او همکاریو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه، چې دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې ځينې وړې رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او هڅې کوې چې په لویو بنسټيزو پروژو کې هم ونډه واخلي.

مولوي ذاکر الله ذاکر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو په مننې، یاد سازمان د اسلامي نړۍ د یووالي ښه سمبول یاد کړ.

ښاغلي ذاکر زیاته کړه؛ اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پلوی دی او یادونه یې وکړه، چې اسلامي نړۍ دې د افغانستان په بنسټيزو، ديني، علمي او فرهنګي پروژو کې ونډه واخلي.

د دغې ناستې په پای کې د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د قومي مخورو د وړاندېز او د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت په همغږۍ او هڅو د اوبو رسولو د یوې شبکې او د یوه جومات د نیمګرو چارو بشپړولو په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان د سفیر او د سیاسي معاونیت د دفتر د عمومي ریيس ترمنځ تړون لاس لیک شو، چې پر بنسټ به یې د یادې پروژې چارې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا بشپړې شي.