ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 666

په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۴۳۰ میلون ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وایي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریز اړیکي پراخې شوي.

وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ روان کال د کرنیزو پیداوارو د صادراتو ترڅنګ د کارخونو خام مواد افغانستان ته را وارد شوي، چې ټولیز ارزښت یې ۴۳۰ میلونه ډالرو رسېږي.

دغه راز د یاد هېواد ډیپلوماتانو د کانونو او پټرولیم وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې د کانونو په ځانګړې توګه د تېلو، ګازو، سرب او جستو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې.

ورته مهال اقتصادي کارپوهان د دواړو هېوادنو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ګټوره بولي او وايي، چې وبه کولی شي چې په دې برخو له بوبل څخه خپلې اړتیاوې پوره کړي.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تګ راتګ، د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کول او افغان سوداکرو ته په دې هېواد کې د نندارتونونو جوړول هغه څه دي؛ چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا ښکارندویي کوي.

د ٢٢١ شهید افتاب (رح) فرقې او د ٢٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکزونو څخه نږدې زر تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د ٢٢١ شهید افتاب (رح) فرقې له ښونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین د څلورمې دورې له درې میاشتنیو پوځي، فکري او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ٢٢١ شهید افتاب(رح) فرقې مرستیال مولوي عبد الله سعد، د یادې فرقې درستیزوال مولوي ثناء الله سنګین، ګن شمېر مسولینو، علمای کرامو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوی عبدالله سعد ګډون والو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ په اسلامي نظام کې اعداد او د هېواد د سرحداتو ساتل د جهاد حیثیت لري، چي باید په کلک عزم او مورال یې ترسره او ساتنه وکړو.

مسولینو د خبرو په دوام زیاته کړې؛ تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتئ، د ملت سره ښه سلوک وکړﺉ او اعتماد یې تر لاسه کړﺉ.

د یادونې وړ ده، چې تازه فارغ شوو منسوبینو ته د مجربو استادانو له لوري شرعي درسونه، پوځي تکتیکونه او نورو برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.

 همدارنګه د ٢٠٣ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لوا چې په خوست ولايت کې موقعيت لري له ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین د درېیو مياشتو نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.

 په یادو مراسمو کې د قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعلي جهادیار د ملي دفاع وزارت استازو، د لومړۍ پلې لوا قوماندان قاري عبدالباقي حسن، د ښوونیز مرکز قوماندان، په خوست ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو مسولینو ګډون درلود.

په دغه مراسمو کې ویناوالو په ټوله کې د یو اسلامي او شرعي نظام د نفاذ او پایښت لپاره د مسلکي او عقیدوي ملي اسلامي اردو د جوړښت لپاره د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په ارزښت او اړتیا په تفصیل سره خبرې کړي او د ۶۰۰ تنه ځوانو منسوبینو فراغت یې د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د منصوري قول اردو لپاره لویه لاسته راوړنه بللې او د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په دوام یې ټینګار کړی دی.

په پای کې نویو فارغ شویو منسوبینو د بېلابېلو نظامي او مسلکي زده کړو عملي نندارې هم وړاندې کړې.

د اسلامي همکاریو سازمان پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو بیا پیل په کلکه غندلی

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په یوه اعلامیې کې د صهیونیستي رژیم له لوري پر غزه تړانګه د بریدونو بیا پیل په کلکه غندلی دی.

یاد سازمان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو بیا پیل، چې سلګونه کسان پکې شهیدان، ټپيان او نا درکه شوي، د فلسطینیانو پر ضد د نسل وژنې دوام بللی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره د اسرائیلو د یرغل په مخنیوي کې خپل مسولیت ادا او د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو مخه ونیسي.

صهیونیستي رژیم د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته پرون سې‌شنبه یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو سخت بریدونه پيل کړي.

په دې بریدونو کې له ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه ډېری کسان لا هم تر ویجاړیو لاندې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته نهه عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۵ زره او ۵۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷ کورنیو سره ټولې۲۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۶ کورنیو سره ټولې لس میلیونه او ۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، تخار، بلخ او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۹۴ کورنۍ او ۷۶۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴ کورنۍ او ۲۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۸۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۷ عدده

پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو له ځنډولو سره هوکړه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (سه‌شنبه د کب ۲۸مه) د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې د ۳۰ ورځو لپاره به د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بنسټونو بریدونه وځنډوي.

کریملین د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اوږدو خبرو اترو وروسته په یوه بیانیه کې ویلي، پوتین روسي ځواکونو ته امر کړی، چې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ټرمپ او پوتین په اوکراین کې د اوربند او سولې اړتیا په تړاو خبرې کړې او په سیمه کې یې د تلپاتې سولې په اړه موافقه کړې ده.

پوتین په دې خبرو کې له اوکراین سره د اوربند هغه ۳۰ ورځنۍ طرحه رد کړې، چې د امریکا له لوري وړاندې شوې وه.

ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره خپلې خبرې اترې ” رغنده او ډیرې ښې ” بللې دي.

ملا حمدالله فطرت: افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او په دې تړاو ټولې اندېښنې بې ځایه دي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې له افغانستان څخه پېښېدونکو ګواښونو ته یې پام دی.

خو اسلامي امارت دغه څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او هیڅ هېواد ته له افغان خاورې کوم ګواښ نشته.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له افغانستانه هېڅ کوم هېواد ته امنیتي ګواښ نشته.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او په دې تړاو ټولې اندېښنې بې ځایه دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي؛ اسلامي امارت د امنیت په تړاو خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړی او زیاتوي، چې له افغانستان څخه د ګواښ پېښېدو په تړاو ټولې اندېښنې او ادعاوې بې ځایه دي.

یو شمېر هېوادونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له کلونو وروسته افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې هیڅ هېواد ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي. دا بریدونه د غزې په سویل خان یونس او رفح کې شوي دي.

صهیونیستي رژیم د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته پرون سې‌شنبه یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو سخت بریدونه پيل کړي.

په دې بریدونو کې له ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه ډېری کسان لا هم تر ویجاړیو لاندې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو له خبردراي پرته بریدونه پيل کړي او ډېری فلسطینیان داسې مهال له خوبه وېښ شوي، چې د ملګرو ملتونو له قوله په ځمکه د دوزخ شاهدان وو.

د سې‌شنبې د ورځې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې ملکي وګړي په ویجاړیو او روغتونونو کې پخپلو خپلوانو پسې ګرځي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۲ زره او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو او ۲۱۷ عمري قول اردو له مرکزونو څخه څه باندې زر تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي؛ د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ښوراب تعليمي مرکز څخه ۹۰۰ تنه ځوان منسوبین د دوه نيمو مياشتو نظامي او عقيدوي زده کړو څخه وروسته د يو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.

په يادو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي، د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو رياست مرستيال ملا فقير محمد درویش، د هلمند ولايت د استخباراتو رییس مولوي کمال، د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه عبيده او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی وو.

د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه عبيده په خپلو خبرو کې ویلي، يادو منسوبینو په نظامي زده کړو کې پوره پوهه او مهارت ترلاسه کړی او د هېواد د خپلواکۍ او اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري.

همدارنګه د ٢۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه۵۲۰ تنه ځوان منسوبين د معسکر د درې میاشتنیو عقيدتي، فکري، ديني، نظامي او مسلکي زده کړو له اتمې دورې څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې  د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين منصور د کندوز ولايت د علماوو شورا مرستيال شيخ ممتاز الله البشراني د کندوز او تخار ولايتونو واليانو، ګڼ شمېر ملکي او نظامي مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين منصور په خپله وینا کې د منسوبینو د کوښښونو ستاینه کړې او ویلي يې دي؛ دفاعي ځواکونه د هېواد د سرحداتو او امنيت د ټينګښت لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، تر څو مو چې دفاعي ځواکونه په پوره ډول د نظامي او مسلکي زده کړو څخه برخمن وي هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا به مو په امن او ثبات کې وي.

نوموړي زياته کړې، دا اردو د اسلام او د خپلې خاورې څخه د دفاع او ساتنې اردو ده، چې د سر او ځان په قيمت به د دې جغرافيه څخه ساتنه کوي.

د عامې ورغتیا وزیر: هڅه کوو چې د معافیت په برخه کې له خپلې داخلي بودجې څخه کار واخلو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر اډوین سینیزا سلاوډر، د یونیسیف ادارې له مرستیالې، ګاوي ادارې له مسولینو او نړیوال بانک له استازو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې افغانستان کې د وقایوي خدمتونو اړوند معافیت برخې د فعالیتونو پر څرنګوالي، د کیفیت پر ښه والي او د پوښښ ساحې پر پراختیا خبرې شوي.

مولوي نور جلال جلالي د پلي کوونکو موسسو له لوري د واکسیون پروګرام پر ښه پلي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هڅه کوو چې له خپلې داخلي بودجې څخه هم په معافیت برخه کې کار وکړو، ترڅو  یاده برخه لا پیاوړې کړو.

بل لور د نړیوالو ادارو په ځانګړې توګه د یونیسیف او ګاوي مسولینو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند او د واکسین پروګرام ښه پلي کولو برخه کې د ژمنتیا ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د معافیت برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او د واکسین پلي کولو پر مټ د مخنیوي وړ ناروغیو لپاره هڅې ترسره کړي.

اسلامي امارت پر غزه تړانګه د صهیونیستي يرغلګرو د بریدونو بیا پیل وحشیانه بللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزه تړانګه د اسراییلي اشغالګر رژیم د بریدونو بیا پیل، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه تر ۳۰۰ زیات بې ګناه فلسطینیان، چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلی.

اعلامیه کې ویل شوي:” د صهیونیستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري “.

اسلامي امارت یو ځل بیا پر ذيدخله په ځانګړي ډول مؤثرو هېوادونو غږ کوي، چې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر د فلسطین قضیه د اسلامي امت یوه اساسي او ګډه موضوع بولي او د هغوی حقه مبارزه او مشروع مقاومت یو ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.