ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 667

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند: هېواد کې د رسنیو وضعیت مخ پر ودې دی

د کب ۲۷مه په هېواد کې د خبریال ملي ورځ ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې مناسبت د خبریالانو د ملاتړ  او ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي، د خبریالانو لپاره بل ښه خبر دا دی چې د مسولینو په وینا، د خبریالانو د مالي صندوق پر میکانېزم کار دوام لري.

د دې وزارت ویاند خبیب غفران له خبریالانو غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت پالیسي ته په پام خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه  اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په موخه د امارتي ادارو د ویاندویانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول ګټور بولي او وايي اوس په هېواد کې ۴۷۰ انځوریزي، غږیزي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

په همدې حال کې یو شمیر خبریالان له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د پروپاګند او ناسمو خبرونو د مخنیوي په موخه دې اطلاعات په خپل وخت له خبریالانو سره شریک کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت همدارنګه وایي، چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت د ښه والي په حال کې دی او دا خپله په هېواد کې له خبریالانو او رسنیو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ښکارندويي کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۷ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، کندهار، زابل، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۲۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۱۷۷مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۹ کورنیو سره ټولې۴۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۳ کورنیو سره ټولې۹۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، کندز او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره او۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۸۹ کورنۍ او ۷۲۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۰ کورنۍ او ۵۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۹ عدده

د کډوالو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړه‌ کړې

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۴۷ زره ۷۱۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د خلکو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه مرستو او ټولنیزې او پراختیایي نوې لار موسسو سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

یاد وزارت وایي؛ د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ به دغه موسسې یادې پیسې په کندوز، بدخشان او باميان ولايتونو کې د ژمنيو جامو وېش، خوراکي توکو او حرفوي زدکړو په برخو کې ولګوي، چې ٣٦٠ بېځايه شوې او راستنې شوې کورنۍ او د کوربه ټولنې غړي به ترې ګټه پورته کړي.

دا هوکړه لیکونه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو له خوا لاسلیک شول.

د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه د مولوي ذبیح الله مجاهد څرګندونې؛ یوناما باید د مغرضو کړیو د لاس آله نه شي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه ویلي، چې دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو سم انعکاس، او د افغانانو د نړیوالو حقونو ترلاسه کولو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې یوناما باید د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پیسو د کنګلتیا پای ته رسولو، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه راز ویلي، چې یوناما باید له بې ځایه تشویشونو ډډه وکړي او د افغانستان په وړاندې پروپاګند او د مغرضو کړیو د لاس اله نه شي.

صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه تایید شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دغه طرحې له مخې به په صادراتي اسنادو کې له جعل څخه مخنیوی وشي، د صادراتو وخت او لګښت به راکم شي، د صادراتو د تضمین اعتبار به زیات او په مجموع کې به د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس له موسساتو سره د ګډو همکاریو پیاوړتیا په موخه د همغږۍ غونډه کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او ورسره تخنیکي ټیم د غیر امارتي موسساتو له مسولینو او استازو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه کړې.

دا غونډه چې د اکبر موسسې په کوربتوب جوړه شوې وه، موخه یې د چاپېریالي ساتنې په برخه کې د ګډې همکارۍ پیاوړتیا وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب، د ځنګلونو او اوبو د سرچینو د ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، غیر امارتي موسسات د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه اساسي رول لري او د دوی همکاري د پایدارو حل‌لارو لپاره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو، چې د امارتي ادارو، خصوصي سکټور او غیر امارتي موسساتو تر منځ یو قوي میکانیزم رامنځته کړو، تر څو د چاپېریال ساتنې ملي ستراتېژۍ په پلي کېدو کې ښې پایلې ترلاسه کړو.

ښاغلي خالص ټينګار کړی، چې دا هېواد د ټولو مشترک کور دی او باید په جوړونه او ابادۍ کې یې هم ټول په ګډه ونډه واخلو.

نوموړي د موسساتو له مسولینو څخه غوښتنه کړې، مخکي له دې چې ډونر ته د پروژو اخیستلو پروپوزلونه وړاندي کړی د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو امارتي ادارو نظریات او وړاندیزونه په پام کې ونیسی، ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نشی او پروژې مو په بشپړ موثریت سره تطبیق او عملي شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس دغه راز زياته کړې؛ هڅه يې را پیل کړې ترڅو نړیوال قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیم بدلون اړوند مسایل سیاسي نه بلکې یوه بشري موضوع ده او مشترکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري، چې له نېکه مرغه په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان حکومت د استازو ګډون او په دې وروستيو کې د اقلیمي بدلون اړوند پروژو له تعلیق څخه ايستل يې د پرمختګ او لاسته راوړنو په توګه يادولی شو.

مولوي مطیع الحق خالص څرګنده کړې، دا مهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی موسسات کولی شي چې په پوره ډاډ او اطمینان سره پروژې پلي او عملي کړي.

په غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پلان او پروګرامونو رییس فيض الله امين، د اقلیمي بدلون رییس انجنیر روح الله امین او د نورو برخو مسولینو د ادارې د دندو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندي کړي او د موسساتو څخه یې د کارونو او فعاليتونو د غوره اجرا په برخه کې د لازمي همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې.

د غیر امارتي موسساتو استازو د خپلو فعالیتونو په تړاو خبري وکړې نوموړو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه غوښتي، چې د ستونزو په حل او د تخنیکي همکاریو په زیاتوالي کې له دوی سره همکاري وکړي.

د غونډې په وروستۍ ارزونه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د ټولو په توافق پرېکړه وکړه، چې د غیر امارتي موسساتو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ یوه دایمي همغږي رامنځته شي، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق، د پالیسو د اجرا او د تمویل د سرچینو د تنظیم لپاره ګډ کار ترسره شي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له‌‌مخې اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو پراخ هوایي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان دي.

د غزې روغتیا وزارت له قوله، د دې بریدونو ډېری قربانیان ماشومان ښودل شوي.

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې په یادو بریدونو کې د غزې په جنوب خان یونس کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان او د غزې په ښار کې بیا لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

سربېره پر دې اسرائیلو دیرالبلاح او رفح کې هم ځینې سیمې په نښه کړې دي.

حماس اسلامي غورځنګ د یادو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د اسرائیلو بریدونه د جنوري د ۱۹مې پيل شوي اوربند یو طرفه لغوه کول ګڼي.

حماس په یوه بیانیه کې ویلي: “نتانیاهو او افراطي حکومت یې پرېکړه کوي، چې اوربند لغوه او په غزه کې بندیان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.”

دوی په عربي او اسلامي نړۍ او د نړۍ په ټولو خپلواکو خلکو غږ کړی، تر څو د اسرائیلي رژیم د دې جنایت پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

له بل لوري د فلسطین اسلامي جهادي غورځنګ ویلي، چې اسرائیلي یرغلګر په قصدي ډول اوربند ته د رسېدو هڅې له خنډ سره مخ کوي.

یاد بریدونه داسې مهال کېږي، چې لا هم د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړې خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

غزه کې د مارچ په لومړۍ نېټه د اوربند لومړی پړاو پای ته ورسېد او مذاکره کوونکو په تېرو درېیو اونیو کې د دویم پړاو پلي کولو هڅه کوله، خو دې خبرو کوم پرمختګ نه دی کړی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۲ زره او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

د عامې روغتیا وزیر له روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت په لا پیاوړتیا ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په شتون کې د څارنې، پلټنې او روغتیايي معلوماتو سیستم، د خصوصي سکتور د همغږۍ، د روغتیايي کارکوونکو د جوازورکړې او د روغتیايي تاسیساتو څخه د بازرسۍ ریاستونو ترمنځ د چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته شوې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او د اړوندو ریاستونو مسولینو ګډون کړی و.

ناسته کې چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې، د خصوصي سکتور مسولینو له لوري د شریکو شویو شکایتونو په اړه د پرېکړو، د ښې همغږۍ په موخه د خصوصي روغتیايي مرکزونو لپاره د یو واحد ډیټابیس سیسټم جوړولو، ګډ نظارتي پلان جوړېدو او پلي کېدو اړوند خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د چارو لا ښه والي لپاره د اړوندو ریاستونو له لوري د یوې ګډې نظارتي کمېټې په جوړېدو، د روغتیايي خدماتو لپاره د لګښتونو د اندازې تعینولو، له خصوصي سکتور د ارقامو په منظم راټولولو او له روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت په لا غښتلي کولو ټینګار کړی او اړونده مسولینو ته یې په دې برخه کې د اقدام کولو سپارښتنې کړې دي.