ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 668

د کانونو او پټرولیم وزیر او د چین سفیر لیدنه؛ د قشقري تېلو په ایستلو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا هدایت الله بدري ویلي؛ چین او افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو مخینه لري، چې دواړه خواوې یې د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ژمن دي.

نوموړي زیاته کړې، موږ هڅه کوو چې د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړو.

د چین سفیر ویلي؛ چین او افغانستان دوه ښه ګاونډیان دي، چې اوږدې او ښې اړیکې لري.

دغه راز دوی د قشقري د تېلو د څاګانو د ایستنې او د عینک مسو کان د اکتشاف د چټکتیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار: د ایران پر ضد د مستقیم نظامي اقدام احتمال شته

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، ویلي، چې د ایران پر ضد د مستقیم نظامي اقدام احتمال شته او ټینګار یې کړی چې “ټول انتخابونه تل پر مېز دي.”

والټز دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا پوځ د شنبې په ورځ پر یمن کې د حوثيانو کنټرول شوې سیمې بمبار کړې.

نوموړي زیاته کړې، “ایران باید دا پیغام په روښانه او واضح ډول واوري چې د حوثيانو ملاتړ یې د منلو وړ نه دی او باید ودریږي.”

ورته‌مهال حوثیانو، چې د امریکا په برېدونو کې یې ۵۳ کسانو ژوند بایللی خبرداری ورکړی، چې د امریکا دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ٨۵٠ ځوان منسوبین فارغ شول

د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ۸۵۰ ځوان منسوبين د دوو نیمو میاشتنيو مسلکي، نظامي او عقیدوي زده کړو څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمد شاه دیندوست، د قول اردو رییس ارکان شیخ نقیب الله عزیزي او ګڼ شمیر مسولینو علماء کرامو، قومي مخورو او منسوبینو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې مسولینو د مسلکي، نظامي او عقیدوي زده کړو پر اهمیت او په اسلامي نظام کې پر نظم او ډسپلین هر اړخيزي ویناوې کړې دي.

شیخ نقیب الله عزیزي ټولو فارغ شویو منسوبینو ته ویلي: «د الله ﷻ د حکم مطابق باید موږ او تاسو ټول عقیدوي او فزیکي اعداد وکړو او تاسو، چي کومي زده کړې تر لاسه کړې په هغو کې غفلت مه کوئ بلکه نورو منسوبینو ته یې ورسوئ.»

په پای کې د منسوبینو له لوري د نمایشاتو له وړاندې کولو څخه وروسته د مسولینو له لوري فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.

د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې ۱۴۴.۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۷۶.۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

حال دا چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲.۲ میلیونو ډالرو ته رسید.

د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د سلواغې مياشتې د صادراتو ارزښت د مرغومې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۸ ميليونه ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۹۷.۲ میلیونو ډالرو ته رسیده، چې د همدې کال په سلواغه مياشت کې د ۲۱.۱ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غيرې محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته شامل دي.

د اردوغان او ټرمپ ټليفوني خبري؛ د انقرې او واشنګټن د اړيکو ترڅنګ پر يو شمېر نړیوالو مسایلو خبرې شوې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ د اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث کړی دی.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اردوغان په دې خبرو کې څرګنده کړې چې ترکیه او امریکا به د دوه متحدینو په توګه په نوي پړاو کې خپل پیوستون او همکاري وساتي.

ښاغلي اردوغان دغه راز د سوریې د بیا ثبات لپاره په یاد هېواد د لګول شویو بندیزونو لغوه کېدو په موخه د ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ګام به د سوریې له خلکو سره مرسته وکړي، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه ٩۵٠ ځوان منسوبین فارغ شول

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي پوځي ښوونیز مرکز څخه ٩۵٠ ځوان منسوبین د دوه نيمو میاشتو پوځي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مرستیال شیخ نورمحمد حقانی، د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله محمد اکا، د بلخ ولایت د علماوو شورا ریيس شیخ عبدالجلیل شهیدخیل او د شمال زون ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مرستیال په روژه مبارکه میاشت کې د دې منسوبینو د هڅو او زحمتونو ستاینه کړې او د افغانستان اسلامي پوځ يې د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتونکي ونومول.

د یادونې وړ ده، چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو ساحوي پوځي ښوونیز مرکز څخه د تېرو دورو په دوام دا اوومه دوره ده، چې د ښونيز مرکز څخه په پوځي، تکتیکي او عقیدوي برخو کې په بریالي توګه د هېواد د دفاع په پار ځوان منسوبین فارغوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۶ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰) کورنیو سره مجموعًا (۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۴۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۱۰۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۹۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۲۸) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۵۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۲) کورنیو سره مجموعًا (۳۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۹۶) کورنۍ او (۳۶۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۹۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۶) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ناسته وکړه. په دې ناسته کې د کمېسیون غړو او د ټولو کمېټو مسولینو ګډون کړی و.

په پیل کې د یاد کمېسیون او د کمېتو کړنې، لاسته راوړنې او فعالیتونه بیان شوي او د کډوالو ستونزو ته د ښې رسېدنې پر لارو چارو خبرې شوې دي.

دغه‌راز ټینګار شوی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ټولې کمېټې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي؛ ترڅو خدمات چټک شي، په ځانګړي ډول د افغان کډوال سوداګرو لپاره په کور دننه اسانتیاوې برابرې شي او د پانګونې فرصوتونه ورته رامنځته شي.

همداراز د غونډې په جریان کې پر ګاونډیو هېوادنو غږ شوی، چې د افغان کډوالو له جبري او بېړنۍ را ایستنې څخه ډډه وکړي، د مهاجرینو لپاره دکړیو خدمتونو پای په حسن اختتام سره وکړي او د دواړو هېوادونو په همغږي د یوه ګډ مکانېزم له مخې افغان کډوال هېواد ته را ولېږدول شي.

یاد کمېسیون له او آي سي، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو د ګاونډيو هېوادونو د چارواکو د عاجلانه او نا عادلانه پريکړو له امله د افغان کډوالو حقوق پایمال نشي اود هغوي سره ظلم زیاتی ونشي.

یاد نړيوال بنسټونه بايد له کوربه هېوادونو سره د لېږد په سالمې پروسې کار وکړي، ترڅو هېواد ته د مهاجرينو راستنېدل د ځانګړي مکانېزم له مخې ترسره شي. همدا ډول له یادو ټولنو غوښتل شوي، چې له افغان مهاجرینو سره خپلو لازمو همکاريو ته دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې په ډاګه شوې، چې د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې جدي اقدامات کړي او په راتلونکې کې به هم هغه امکانات، چې په واک کې لري د دوی په چوپړ کې مصرف او مصروف کړي او بشپړه هڅه به وکړي، چې ټول افغانان په خپل کور کې هوسا ژوند ولري.