ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 669

د اوزبیکستان له تخنیکي ټیم سره د ډاکټر عبدالباري عمر لیدنه؛ د برېښنا پر دوو مهمو پروژو خبرې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرايوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر پخپل کاري دفتر کې د تخنيکي ټيم په ملتیا له اوزبیکستان څخه راغلي د برېښنا تخنيکي ټیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له ياد هېواد څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي او د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د يوې فابریکې جوړولو په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د یادو لويو عام المنفعه پروژو د پیل په اړه د اوزبیکستان هېواد له لېوالتیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي، هیله‌مند یم چې له تخنیکي بحثونو وروسته داسې یوې پایلې ته ورسېږو چې د نوي کال په راتلو سره د یادو دوو مهمو پروژو چارې پيل شي.

د اوزبیکستان هېواد تخنیکي ټیم بیا په افغانستان کې د انرژۍ زیربنا د جوړولو اوپراختیا په برخه کې د خپل هیواد پر ژمنو ټینګار کړی.

د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزی او د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید یوې فابرېکې جوړول د افغانستان د انرژۍ زیربناوو د پراختیا په برخه کې دوې مهمې طرحې شمېرل کېږي، چې دا به په هېواد کې د دوامدارې برېښنا په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۸ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۳ نورو یې تعدیل کړل.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له دې جملې د ۸ پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغوه او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې.

د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، تر څو د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شویو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې چارو بشپړول، د کابل طبي پوهنتون د علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکز د پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د ترانسپورټي ترمینلونو جوړول، د کابل-کندهار لویې لارې د پاتې برخو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مشر سره لیدنه کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۳ کال د کب په ٢٦مه پخپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP) له رییس سټیفن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د 9.98 میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري د تصویب شوې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په تړاو نړیوالو کنوانسیونونو ته د یو شمېر وړاندیز شوو پروژو په هکله بحث او خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د (UNDP) مشر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ترې غوښتي یې دي، چې هره پروژه باید په ګډه همکارۍ او همغږۍ تطبیق شي، ځکه ګډ او مشترک کار ډیرې لاسته راوړنې لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ریيس هم د ګډ او مشترک کار پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره تر ټولو ډیره همغږي لري.

نوموړي زیاته کړې؛ دا زموږ او تاسو ګډې لاسته راوړنې دي، چې د ۱۰میلونو ډالرو په ارزښت پروژه تصویب شوه او هیله یې ښودلې، چې نورې پروژې به هم را جلب کړو.

په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي پروژو د تطبیق د څرنګوالي په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې شوې او پر ګډ کار او همغږۍ ټینګار شوی دی.

افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه ۱۰ میلیونه ډالر بودیجه تصویب شوه

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي، چې دغه بودیجه د نړیوال چاپیریالي اسانتیاوو (GEF) له‌خوا د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې ده.

د چاپېریال ساتنې او د ځایي ټولنو د ژوند د ښه والي په برخه کې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم بدلون ته د ځواب ویلو پروژه د ځنګلونو کرنې او د معیشت ښه والي له لارې تمویل شوې ده.

د دې پروژې ارزښت ۹.۹۸ میلیونه ډالر دی، چې د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري د کم پرمختللو هېوادونو د صندوق (LDCF) په شورا کې تصویب شوه.

له دې بودجې څخه ۸.۹۸ میلیونه ډالره د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو GEF له لوري او یو میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د داخلي مالي همکارۍ (Co-Finance) له لارې برابرېږي.

یاده پروژه به د پینځو کلونو لپاره د بدخشان او کونړ په ولایتونو کې پلې کېږي، چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.

د دې پروژې پلي کېدل د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) له لوري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.

د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کول، د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو او علفچرونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیستمونه رامنځته کول؛ لکه چکډیمونه، د قطره‌یي اوبولګولو سیستم، د سېلاب ضد محافظتي دیوالونو او د اوبولګولو کانالونو جوړول په یاده پروژه کې شامل دي.

دا پروژه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندي د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د دې پروژې پلي کېدو سره نه یوازې د چاپېریال وضعیت ښه شي، بلکې د ځایي ټولنو د ژوند سطحه هم لوړه شي.

ټولګټو وزارت په نوي کال کې د پروژو د رغولو په اړه مشورتي ناسته کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني په ټول هېواد کې د یاد وزارت د پروژو د رغنیزو چارو د پیلېدو په هکله د يو شمېر ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو له مسولینو، پانګه والو او د یاد وزارت تخنیکي رییسانو سره مشورتي ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې په هېواد کې د ټولګټو وزارت اړوندو د پروژو د رغولو په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د ټولګټو وزیر د قراردادي او غير قراردادي شرکتونو مسولینو ته لارښونه وکړه، چې هر ډول چې لازمه وي، په همهغه ډول بايد په نوي کال کې د ټولګټو وزارت ټولې پروژې په ښه ډول پلي کېدو او د پلان سره سم يې کارونه بشپړ شي.

د قراردادي شرکتونو مسولينو د ټولګټو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي د اړونده پروژو چارې په ټاکلي وخت او د پلان سره سم بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت په هېواد کې د یو شمېر لویو پروژو کار پیل کړی دی او دا مهال یې د ځينو پروژو کار جریان لري.

د پوهنې وزیر لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې څلور پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارلې

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت اړوند پوهنې په برخه کې څلور رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې نوموړي ویلي، اسلامي امارت د هېواد پوهنیز پرمختګ لپاره بې سارې هڅې کوي.

مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې، لغمان ته یې د سفر موخه د پوهنې په برخه کې د شخصي پانګوالو هڅول او په دې برخه کې د هېوادوالو لپاره پانګونه ده.

نوموړي ویلي، بهرنیو پانګوالو ته د هېواد په هره برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې او همداراز یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د پوهنې وزیر په وینا؛ تر اوسه یې په ټول هېواد کې د خپلو همکارو بنسټونو په مرسته یو زر او ۴۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې او د ځینو یې بیارغونه کړې ده.

نوموړي همداراز ویلي، چې راستنېدونکو کډوالو ته یې د پوهنې په برخه کې د ځانګړو پلانونو په جوړولو سره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د لغمان ولایت د پوهنې رییس مولوي شاه جهان ساجد ویلي، یادې څلور پروژې د یوه شخصي پانګوال لخوا د ۱۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلو سیمو کې جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نیلاواټ لېسه د درې میلیونه او ۵۰۰ زره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مرکزي جومات د یو میلیون او ۵۰۰ زره، د کتبزایو لیسې ودانۍ د دوه میلیونه او ۵۰۰ زره او د چندلام دوه پوړیزه ودانۍ د څلور میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۵ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درېیو کورنیو سره ټولې۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې پینځه مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۴۶کورنۍ او ۱۸۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۴۶ کورنۍ