کندوز کې د یوه پله رغنیزې چارې د څه باندې نهه میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د ټولګټو وزارت له لوري د کندوز ولایت اړوند د (ایرگنک سړک) پل چې د کندوز–بلخ عمومي سړک پر مسیر موقعیت لري د پاتې برخو د رغونې کار یې د نهه میلیونه او ۷۰۵ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکت سره قراداد شوی دی، چې دا مهال یې کار عملا پیل او د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد پل چې ۴۸.۵ متره اوږدوالی او ۱۲متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې د تېرې ادارې پرمهال د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې وې، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې کارونه ځنډېدلي و او د ټولګټو وزارت د کندوز ولایت د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو ته په کتو د دغه پل رغنیزې چارې بیا پیل کړې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کندوز – بلخ پر لویه لار د تلونوکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
جوزجان کې اووه کلنه قومي اختلافي موضوع حل شوه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ په جوزجان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام نبي صمیم د قومي مخورو او علماوو په منځګړیتوب د یوه پلاوي په مشرۍ د شبرغان ښار د آب ګرمي په سیمه د نورزي، هوتکو او ازبیک قومونو ترمنځ اووه کلنه اختلافي موضوع او شخړه حل کړه.
یاد وزارت زیاتوي، له دواړو خواوو سره یې ناستې وکړې او د رضایت تر اخیستلو وروسته یې یوې ناستې پرمهال د دواړو خواوو ترمنځ روغه جوړه وکړه.
د روغې جوړې په یاده ناسته کې مسولینو، دیني عالمانو او ولسي سپین ږیرو په سوله او ورورۍ ټینګار وکړ، عفوه او بښنه یې د نېکو مومنانو له خصوصیاتو یاده کړه.
ښکېلو خواوو هم د یاد پلاوي له لوري ترسره شوې فیصله منصفانه وبلله او ژمنه یې وکړه چې نور یو بل ته ستونزې نه جوړوي.
عامې روغتیا وزیر له ولایتي روغتیايي رییسانو سره د اختر په ورځو کې د فعالو روغتیايي خدمتونو په اړه خبرې کړي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونو جوړېدو د چارو پر څرنګوالي، د کوچني اختر په ورځو کې د روغتیايي خدماتو فعال ساتلو او د ساري ناروغیو د مخنیوي اړوند انلاین خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونو د چارو پر څرنګوالي لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
مولوي نور جلال جلالي د اختر را رسېدو په مناسبت ټولو ولایتي رییسانو ته لارښوونه وکړه، ترڅو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته او د اختر په ورځو کې روغتیايي مراکز فعال وساتي.
همدارنګه نوموړي، د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پر لا ښه والي او د واکسیناسیون پروګرام په ښه پلي کېدو ټینګار وکړ.
بل لور ولایتي رییسانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونو کې په غوره توګه د لومړنیو چارو پر مخ وړلو ډاډ ورکړ او هم یې په دې برخه کې شته پوښتنې شریکې کړې، چې د تخنیکي ټیم له لوري ورسره معلومات ورکړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم د غونډې په پای کې د روغتیايي خدماتو اړوند، د درملو د تر لاسه کولو او د عمومي روغتونو اړوند خپلې سپارښتنې ولایتي رییسانو سره شریکې کړې.
اسلامي امارت د تاجکستان او قرغیز ترمنځ د پولې د ترسیم تړون لاسلیک هرکلی کړی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د تاجکستان او قرغیز جمهوریتونو ترمنځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي.
اعلامیه زیاتوي؛ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام دی.
د دې وزارت په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت تل د سولې، تفاهم او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ اسيا کې د دوامداره سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.
ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۴۱ هېوادونو پر اتباعو د سفر بندیز لګوي
رویټرز خبري اژانس د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو پر اتباعو د سفر بندیزونه ارزوي.
د راپور له مخې، دغه بنديزونه به په درېیو کټګوریو کې، د ویزو ورکولو بشپړ، نسبي او مشروط ځنډول وي.
افغانستان، ایران، سوریه، کیوبا او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې په لومړۍ کټګورۍ کې شامل دي، کوم چې د امریکا د ویزې د ورکولو لپاره یې دایمي ځنډول ټاکل شوي دي.
د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته، نوموړي ګڼ شمېر جنجالي اقدامات ترسره کړي، چې زیاتره یې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
هېواد کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ صنعتکارانو ته په هېواد کې د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش په تړاو د امیر المومنین حفظه الله فرمان توشیح شوی، چې دې وزارت ته د ځمکو له تسلیمېدو وروسته به په صنعتکارانو ځمکې ووېشي.
ها خوا د صنعتکارانو ټولنه د هېواد د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې د صنعتي ځمکو وېش ګټور او د وخت اړتیا بولي.
دوی وایي، څومره ژر چې کېدی شي د صنعتي ځمکو د وېش لړۍ دې پیل، چې په دې سره به د صنعتکارانو ستونزې هوارې شي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي؛ هر صنعتکار چې له غوښتنلیک سره خپل سوداګریز پلان، د غوښتل شوې ځمکې نقشه، د جواز، تشخیصې نمبر، او شرکت د رییس او مرستیال د برقي پېژند پاڼو کاپيانو ترڅنګ د شرکت فروفایل او بانکي سټېټمینت ولري د وزارت له ارزونې او منظوري وروسته ورته ځمکه ورکول کېږي.
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې، چې اوس مهال د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده، تېره ورځ (جمعه) له سعودي عربستان سره یې په دوستانه سیالۍ کې دغه هېواد ته د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه سیالۍ کې اکبر بهادري، فهیم حیدري او سعید سیاسي د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.
د دغو سیالیو پر دوام به د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن (شنبه، د کب ۲۵مه) په خپله دویمه دوستانه لوبه کې له جاپان سره مخامخ کیږي.
دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې په ټایلینډ کې پیلیږي.
د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر ۲۰مه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.
افغانستان کې د قزاقستان له سفیر سره د بلخ والي لیدنه؛ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي
د بلخ والي محمد یوسف وفا د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ همغږي، د تولیداتو زیاتوالي او په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاو په اړه خبرې کړې دي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیز دفتر وایي؛ چې محمد یوسف وفا په دې لیدنه کې ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره باید په حیرتان بندر کې کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د سبزیجاتو او میوو د بستهبندۍ او مینځلو یو مرکز جوړ شي.
په ورته وخت کې اکباسوف ویلي؛ قزاقستان غواړي د افغانستان له لارې له سویلي اسیا، روسیې، پاکستان او هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او په دې اړه څو پروژې پلي کوي.







