ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 671

د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه؛ د سرحدونو په ساتنه خبرې شوي

کندهار کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه شوې.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر، د کندهار والي ملا محمد شیرین اخوند، د کندهار امنیه قومندان مولوي عبدالاحد طالب او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

 غونډه کې د تصفیوي چارو د لا ښه تنظیم، امنیتي وضعیت، نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوي، له جرمونو سره مبارزه او د سرحدونو د ساتنې په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان څرګندونو ته د هند غبرګون؛ نړۍ پوهیږي چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرته ده

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د پاکستان د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، “موږ د پاکستان له لوري لګول شوي بې بنسټه تورونه ردوو او ټوله نړۍ خبره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرته ده.”

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري ناسته کې هند تورن کړی و، چې ګواکې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید کې یې مرسته کړې ده.

مولوي امیرخان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر سره لیدنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي عمان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د سلطان د دفتر له وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرانو او د اوقافو او دیني چارو وزیر سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

مولوي امیر خان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه غوښتي، چې په عمان کې بندي افغانانو ته د بند د مودې کمولو او خلاصون برخه کې مرسته وکړي او  د مېشتو افغانانو د کونسلي ستونزو د حل لپاره له افغان سفارت سره همکار پاتې شي.

ښاغلي متقي د عمان د اوقافو او دیني چارو له وزیر څخه غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د خپلو تجربو د شریکولو ترڅنګ په افغانستان کې د جوماتونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

ورته‌مهال د عمان سلطنت وزیر ژمنه کړې، چې د افغان بندیانو د بښنې زمینه برابره کړي او د افغانانو کونسلي خدماتو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به لازمه همغږي وکړي.

د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره په لیدنه کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې، پانګونې ته فرصتونه برابر او مستقیمې الوتنې پیل شي.

د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت هم د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د تجاربو شریکولو او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

د ملي‌ پراختیا شرکت: د قوش‌تېپې کانال شاوخوا سیمو کې د نیالګیو چمتو کولو یو مرکز جوړوو

د ملي پراختیا شرکت مسولین وايي، پام کې لري چې د قوش تیپې کانال شاوخوا سیمو څخه د ښه ګټې اخیستنې په پار د نیالګیو چمتو کولو مرکز جوړ کړي.

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د قوش تیپې کانال د شاوخوا سیمو زرغونتیا په موخه د هېوادوالو په مرسته د سینځلو نیالګي راټول او د قوش تیپې کانال ته يي ولېږدوي.

د یادونې ده، چې د قوش ‌تیپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد یوه ستره ملي پروژه ده، چې د امو سیند اوبه د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه را اخلي او د فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ ته یې رسوي.

د عامې روغتیا وزیر او د غزني والي لیدنه؛ د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غزني له والي مولوي عبدالصمد جاوید سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک هم شتون درلود.

لیدنه کې د سیمه ییز روغتون  تعمیر د پاتې چارو بشپړېدو، روغتیايي خدماتو د پراختیا او کیفیت ښه والي، راتلونکي کال لپاره د بودیجې زیاتوالي او په روغتیايي مرکزونو کې د شته ستونزو حل اړوند خبرې شوې دي.

د غزني والي، په یاد ولایت کې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د حوزوي روغتون پاتې چارو بشپړېدل، راتلونکي کال لپاره د بودیجې زیاتوالی او شته ستونزو حل اړین بللی او د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې د پاملرنې غوښتنه کړې.

مولوي نور جلال جلالي د نوموړي غوښتنې واورېدې د خدماتو د پراختیا او ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د غزني سیمه ییز روغتون پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

له خپلې پریکړې د ټرمپ شاتګ؛ له غزې به هېڅ فلسطیني وګړی ونه ایستل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غزې څخه د فلسطیني وګړو د جبري اېستلو په تړاو له خپلې طرحې شاتګ کړی.

 ټرامپ په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د غزې هېڅ اوسېدونکی به د خپل کور پرېښودو ته اړ نکړي.

له غزې د فلسطینیانو اېستلو او یو شمېر هېوادونو کې یې، بیا مېشتېدنه وروسته له هغې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه، چې ټرمپ جنورۍ کې په دې اړه طرحه وړاندې کړه او په وار وار یې پر غزې د امریکا ولکې او پېرلو په اړه څرګندونې وکړې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو زر او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره ټولې ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۰۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۰۲۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره ټولې ۲۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵ کورنیو سره ټولې ۵۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰ تنه و، پروان، کاپيسا، تخار، بلخ او جوزجان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۱ کورنۍ او ۴۴۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۲ کورنۍ او ۵۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۹ عدده