ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 672

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله له سعودي عربستان سره سیالي کوي

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، چې اوس مهال د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده، نن ( جمعه، د کب ۲۴‌مه) د سعودي عربستان د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره دوستانه سیالي لري.

دغه لوبه به د کابل پر مهال مازیګر ۵:۳۰ د ټایلنډ هېواد په کوربتوب ترسره شي.

د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر ۲۰مه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به  په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

کرنې وزارت بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادراتو په اړه مشورتي غونډه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د غوښې د صادراتو د ارزولو لپاره مشورتي غونډه کړې.

په دې غونډه کې د مالدارۍ د برخې رییسانو، د کابل پوهنتون استادانو، د مالدارۍ متخصصینو او سلاکارانو او د خوراک او کرنې سازمان استازي ګډون کړی و. 

مولوي عطاالله عمري ویلي؛ څه‌باندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د غوښې صادرات ګټور ثابتېدای شي، خو شرط دا دی چې د څارویو نسل ته زیان وانه وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې لومړی باید د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي، بیا د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، بېلابېل هېوادونه له افغانستانه د غوښې اخیستلو ته لېوال دي.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې باید د پسونو د روزنې کچه لوړه شي او د صادراتو مناسب شرایط برابر شي، ترڅو مالداران ښه عاید ترلاسه کړي. 

د خوراک او کرنې سازمان د مالدارۍ د برخې مسول ډاکټر لطف‌الله ننګ ویلي، افغانستان د چرګانو په ګډون شاوخوا ۴۳ میلیونه څاروي لري او هر کال ۶.۷ میلیارده ډالر عاید ترې ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې جګړې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مالدارۍ فعالیتونه کم کړي دي. 

همداراز د کرنې وزارت متخصصینو او سلاکارانو د غوښې د صادراتو هرکلی کړې او وړاندیز یې کړی، چې د صادراتو ترڅنګ باید د مالدارۍ ستر فارمونه جوړ شي، څړځایونه ورغول شي، نوي نسلونه ترویج شي او د څارویو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي. 

په پایله کې پرېکړه شوې، چې د غوښې د صادراتو او د څارویو د پالنې د ودې لپاره دې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او ریاست الوزرا ته واستول شي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کډوالو دایمي ستونزې حل کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مرستیالې موتیا مسکون او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د افغان کډوالو او داخلي بیځایه شوو پر وضعیت خبرې شوي.

میرمن موتیا مسکون د روان زیـږدیز کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان کاري پلان له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړی.

نوموړې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو انديښنه څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي افغان کډوالو ته اړینې نقدي او غیرې نقدي مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مرستیالې زیاته کړې، چې د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه هوډ لري څو له پاکستان څخه د کډوالو د نوې لړې له پیل وړاندې په پولو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته او د اغېزمنو مرستو رسونې په موخه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره همغږي زیاته کړي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغان کډوالو لپاره د ایټالیا هېواد له وروستۍ مرستې ستاینه کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بیځایه شوو د لاس نیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزو د حل هڅې کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ښارګوټو د رغولو په برخه کې د اړوندو بنسټونو پر همکاریو او مرستو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو را ایستلو په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.

د کابل او مسقط ترمنځ د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ هوکړه وشوه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان سلطنت د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې  وزیر قیس بن محمد الیوسف سره په مسقط کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې شوې دي.

لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټور ترمنځ پر تبادلې هوکړه کړې. 

همداراز دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو خوندیتوب سربېره پر سوداګریزي راکړه ورکړې او ټرانسپورټ هم د نظر تبادله کړې او هوکړه شوې، چې ګډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.

د پاکستاني پوځ ویاند څرګندونو ته د بهرنیو چارو وزارت غبرګون؛ افغانستان پورې د بلوچستان پېښې د تړلو ادعا بې‌بنسټه ده

بهرنیو چارو وزارت بلوچستان کې پر مسافر وړونکي رېل ګاډي د شوي برید په تړاو د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې.

 بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ د ویاند هغه بې‌بنسټه تورونه چې ګواکې بلوچستان کې پر رېل ګاډي شوی برید له افغانستان سره تړاو لري په کلکه رد کړي او له پاکستاني لوري یې غوښتي، چې د بې‌ځایه څرګندونو پر ځای د خپلو کورنیو او امنیتي ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

 یاد وزارت افغانستان کې د بلوڅو د کومې مخالفې ډلې د غړو شتون او له اسلامي امارت سره یې اړیکې ناسمه ادعا بللې او دې پېښه کې یې د بې‌ګناه وګړو پر مړینه هم خپله ژوره خواشینې ښودلې ده.

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شویو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د اطلاعاتو فرهنګ او عامې روغتیا وزارتونو، د چارو ادارې عمومي ریاست او د امارتي شرکتونو ریاست د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او د یادو زمینو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.