ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 673

د اوبو او انرژي وزیر او د ایران سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ایران د سفارت له سرپرست علي رضا بیکدلي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو همکاریو د مخنې یادونه وکړه او د هغه د پراختیا او دوام په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر د ایران سفیر ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت هم د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره یې هر کلی کوي.

په ورته مهال، د ایران سفیر هم په دغه لیدنه کې څرګنده کړه، چې ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا باندې د ټینګار ترڅنګ د اوبو د کموالي او وچکاليو د مسایلو په هکله هم خبرې وشوې.

د علیزي قوم دوه خېلونه له ۱۵ کلنې بدي وروسته سره پخلا شول

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جمال الدین عمري او مل استازي، د سیمه ییزو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي مسولینو په ګډو هڅو او همغږي، د یوې قومي جرګې په ترڅ کې د یاد ولایت د علیزي قوم د دوو خېلونو ترمنځ یوه ۱۵ کلنه بدي حل کړه.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بدي چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د کورنیو موضوعاتو پرسر راپورته شوې وه، د دواړو لوریو د اختلافاتو په پایله کې درې تنه په کې مړه او دوه نور په کې زخمیان شوي وو، چې د یادو تلفاتو له وجې یې د دښمنۍ لمن ورځ تربلې په پراخېدو وه او هیڅ یو لوري سولې ته زړه نه ښه کوه.

د خیرخواه مصلحینو او مسولینو د ډېرو ستړیاوو په برکت، تېره ورځ د یادې ناستې پرمهال دواړو خواوو له بدي لاس واخیست.

 د دغې بدي د حل په مراسمو کې د یاد ولایت د والي مولوي اسلام جار په شمول، د ګڼو نورو دولتي ادارو چارواکو او قومي مشرانو ویناوې وکړې. بدۍ او دښمنۍ یې دټولني بدمرغې ناروغۍ یادې کړې او ولسونه یې اخوت او ورورۍ ته راوبلل.

دوی عفوه او بښنه د مومن له هغو نېکیو یاد کړل، چې اجر یې الله ج په خپله ورکوي.

د دغې غونډې په وروستیو کې په بدي کې ښکېلو خواوو یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړې او له یو بل سره د ښه ژوند تېرولو ژمنه یې وکړه.

یو المانی شرکت د سړکونو جوړولو برخه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست الماني شرکت له مسول دوکتور محمد درخشان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې او د اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو هم شتون درلود.

په یاده لیدنه کې د ترستکو میدل ایست شرکت مسول ویلي؛ موږ غواړو په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د کانونو په بدل کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو او لیواله یو، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت سره په ګډه کار وکړو.

د ټولګټو وزیر د ترستکو میدل ایست شرکت مسول ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له ليوالتيا څخه مننه کړې او ویلي یې دي، دا مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.

ملا محمد عیسی ثاني زیاته کړې؛ د غور–هرات او بادغیس–فاریاب سړکونو چې د افغانستان له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، یاد وزارت یې د رغولو پلان لري، په دې تړاو به د اسلامي امارت له رهبرۍ سره له سلا (مشورې) ترسره شي او د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به له یادو سړکونو څخه د یو سړک د رغونې کار له تاسو سره قرارداد کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې  په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګوالو هم د هېواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې سلګونه پروژې منظورې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۲۵۲ پروژې منظورې شوې دي.

یاد معاونیت زیاتوي، چې د دې منظور شویو پروژو ټولیز لګښت شاوخوا ۷۴ میلیارده افغانۍ ټاکل شوی دی.

د دې معاونیت په وینا؛ یادې پروژې د زیربنا، ترانسپورټ، روغتیا، مخابرات، برېښنا، د اوبو مدیریت، صنعت او پوهنې سکټورونو کې منظور شوې دي.

دا پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلي شوي او د ټولو پروژو تمویل د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې څخه شوی دی.

هېره دې نه وي، چې په منظور شویو پروژو کې زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د واخان سړک د دویم فاز جوړولو تړون لاسلیک شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن (پنج‌شنبه، د کب ۲۳مه) د بدخشان ولایت واخان سړک د دویم فاز چارو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده وویل، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري او کارونه به یې په چټکۍ سره پیل شي.

ملا محمد یونس اخوندزاده زیاته کړه، چې د واخان سړک د جوړولو بودجه د اسلامي امارت له‌خوا ورکول کېږي.

د اسلامي امارت لخوا د دغه سړک د دویمې پړاو تړون په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د واخان اوسیدونکي د تېرو حکومتونو پر مهال له پامه غورځول شوي وو او له اړینو اسانتیاوو څخه محروم پاتې وو.

کرنې وزارت د لرګیو د اغېزمنې کارونې او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پار غونډه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د مرستیالانو او مسولینو په ګډون د لرګیو د اغېزمنې کارونې او د ځنګلونو د ساتنې په پار غونډه شوې.

په دې غونډه کې چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، مولوي بازمحمد فیضان، د مالیې وزارت مرستیال، مولوي دوست محمد مخلص، د کورنیو چارو وزارت مرستیال، مخدوم مولوي عبدالحق، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د کرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس، ملا سراج الحق میرویس ذاکري او د ځنګلونو د ساتنې د زرغون قطعې لوی قوماندان، حاجي عبدالحلیم یاسین حضور درلود.

په دې غونډه کې د کونړ ولایت د لرګیو صنعتکارانو د فعالیتونو او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په اړه خبرې شوې دي.

په یاده غونډه کې هغه پلاوی، چې د کابینې د مصوبې له مخې د لرګیو د پروسس او د ځنګلونو د ساتنې او ارزونې لپاره ګمارل شوی و، د دې موضوع په اړه خپل مفصل راپور وړاندې کړ، چې د غونډې په ترڅ کې دیاد راپور هر اړخیزه ارزونه شوې.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار پراخې هڅې کړې دي.

جوزجان او کونړ ولایتونو کې دوه شخړې حل شوي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام نبي صمیم د یاد ولایت مقام د هدایت پر اساس د متنفذو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا یوه اووه کلنه جنجالي موضوع حل او د شخړې دواړې لوري یې د سولې په ټغر کښېنول.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه موضوع چې د نورزي او هوتک قومونو ترمنځ د جوزجان په آب ګرمي سیمه کې له اوو کلونو راهیسې د کرنیزو ځمکو او څړځایونو پرسر روانه وه، د یاد پلاوي د منځګړیتوب او زیاتو هڅو په پایله کې دواړه لوري اول یوې مرکې ته دعوت شول، د دواړو خواوو له رضایت، پوره غور او څېړنې وروسته د دوی ترمنځ د سولې او پخلاینې فیصله وشوه، چې پرمهال یې طرفینو ژمنه وکړه چې په یاده پرېکړه به عمل کوي او به یو بل ته خنډونه نه جوړوي.

همدارنګه د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسولینو په هڅو د یاد ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ننګلام بازار کې د یوې دردونکې پېښې له وجهې د یو تن د قتل پرسر رامنځته شوې بدي، چې د ښکېلو غاړو تر منځ د دُښمني سبب ګرځېدلې وه، د سیمه ییزو قومي مخورو او علماوو په همکاري او د یوې دودیزې مرکې په ترڅ کې حل شوه.

د دودیزې جرګې پرمهال مرکچي پلاوي، چې یاده موضوع یې پوره مطالعه کړې وه، د یوې منصفانه فیصلې پر بنسټ حل کړه او له دواړو لوریو یې غوښتنه وکړه، چې خپل اختلافات نور ختم کړي او د ورورۍ ژوند ته را وګرځي.

د قومي مشرانو او دیني عالمانو د منځګړیتوب په برکت دواړو خواوو له بدي لاس واخیست او د سولې او اخوت ژوند ته راضي شول.

پنجشیر کې د بنسټیز پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د ملاتړ ناسته شوې

د پنجشیر ولایت د پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ تر سرلیک لاندې یوه ناسته د یاد ولایت د اته ګونو ولسوالیو او د هغه نړیوالو موسسو د استازو په ګډون چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي، د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي تر ریاست لاندې جوړه شوه.

 په لومړي سر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر څرګنده کړې، چې د یاد وزارت له پروګرامونو څخه یو دا دی چې د تشبثاتو سکتور لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او خاصو سیمو د برابرولو له لارې خلکو ته د کارزمینه برابره کړي، ترڅو له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

 وروسته د پنجشیر ولایت د خلکو استازو خپلې ستونزې د فقر او بېوزلۍ، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د نشتوالي، د کانالیزاسیون نه شتون، طبیعي پېښې، د پنجشیر سیند د اوبو پورته کېدو په موسم کې د خلکو د کرهنیزو ځمکو تخریب، د معیاري برېښنا نه شتون، په ولسوالیو کې د مناسب سړک او د څښلو د پاکو اوبو نه شتون په توګه یادې کړې او مالداري، د چرګو ساتنه، باغداري، د مچیو ساتنه، د سړو خونو جوړول، د کبانو نیونه او پالنه، سیاحت او لاسي صنایع یې د هغه فرصتونو په توګه یاد کړي، چې په پنجشیر ولایت کې شته دي.

د ملي او نړیوالو موسسو مسولینو د دغه ناستې له برابرولو او د پروژو په پلي کولو کې یې له موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همکارۍ مننه کړې، پنجشیر ولایت کې یې د خپلو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې چې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو لپاره او د یادو ستونزو د لیري کولو لپاره به هڅه کوي.

 په پای کې نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د پراختیا او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ غونډې به د نورو لږ پرمختللیو ولایتونو له استازیو سره هم دوام مومي.

د نوموړي په وینا؛ د سوداګرۍ او تشبثاتو په برخه کې فعالیت، د نغدي او غیر نغدي مرستو په پرتله یو بنسټیز کار دی.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له فعالیت څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د تشبثاتو په سکتور کې شا او خوا ۱۲۲ څانګې شته چې د موسسو مسولین کولی شي د هر ولایت د خلکو د اړتیا پر بنسټ، هلته خپل پروګرامونه پلي کړي.

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون د زونونو مسولينو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غړو او د زونونو مسولینو د هېواد بېلابېلو زونونو ته کاري سفرونه کړي، څو له ولايتي امنیتي کمېسيونونو او کره کتنې کمېټو سره وويني، د هغوی ستونزې واوري، او د لا ښې همغږۍ لپاره لازمې لارښوونې ورته وکړي.

 په يادو سفرونو کې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه ليدنه شوې، چيرې چې د واليانو په مشرۍ د امنيتي کمېسيونونو له غړو، د کره کتنې کمېټو استازو او اړونده مسولینو سره مهمې ناستې ترسره شوې دي.

په دې ناستو کې د امنيتي چارو په پياوړتيا، د مخدره موادو د قاچاق په مخنيوي، د جرايمو پرضد مبارزه او په مسلکي توګه د سرحداتو د ساتنې په اړه مهمې خبرې شوې دي.

 د کمېسيون د مشرتابه له لوري د زونونو مسولینو ته سپارل شوې ځانګړې سپارښتنې د ولايتونو مسولینو سره شريکې شوي، په دغو سپارښتنو کې د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا، د شفافیت ساتنه، د تصفیوي چارو لا ښه تنظیم او دقت، او د خلکو سره د نږدې همکارۍ ټینګښت ته جدي اشاره شوې وه.

 د ولايتي امنیتي کمېسيونونو مسولینو د دې سفرونو او ناستو هرکلی کړی، خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې مطرح کړې، او د امنيتي کمېسيون د جوړښت ستاینه یې کړې ده.

هغوی څرګنده کړې، چې د کمېسيون جوړېدو سره نه یوازې ښه همغږي رامنځته شوې بلکې د دوی چارې يي اسانه او چټکې کړې دي او همدا راز د امنیتي خدماتو کیفیت هم ورسره لوړ شوی دی.

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د نړیوالو سازمانونو له استازو سره د بدیل معیشت پروژو په اړه خبرې کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ ې د بدیل معیشت رییس او د کرنې وزارت د کرنې برخې د کارپوهانو په شتون کې تخنیکي غونډه دایره شوه.

په دې غونډه کې د پرمختیایي ادارو اړوندو استازو له ډلې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې، له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو ګډون درلود.
غونډه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د بدیل معیشت پروژو د پلي کېدو بهیر، چې په تېرو درېیو کلونو کې پلی شوی څېړلی دی.

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د دوامداره معیشت د تامین په پار د یادو ادارو له هڅو مننه کړې او د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
همداراز په دې غونډه کې ویل شوي؛ په هغو ولایتونو کې چې پخوا پکې کوکنار کرل کېدل، ډېر ژر د بدیل معیشت پروژې پلې کېږي، ترڅو خلکو ته تلپاتې اقتصادي فرصتونه برابر شي.