ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 674

د ټرمپ لیک په رسمي توګه ایران ته وسپارل شو

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش تهران ته رسیدلی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي قرقاش په دې کتنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لیک عراقچي ته سپارلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.

له دې وړاندې تسنیم خبري اژانس د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي ویډیو خپروه کړې وه، چې له امریکا سره د خبرو اترو هر ډول امکان یې رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره ویلي “ځینې حکومتونه او زورور شخصیتونه پر خبرو اترو ټینګار کوي، حال دا چې موخه یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي.”

ټرمپ تېره جمعه ویلي وو، غواړي له ایران سره یو نوی تړون وکړي، چې د دې هېواد د اټومي پروګرام د نور پرمختګ مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې ایران به یې یا د خبرو لپاره وړاندیز مني او یا به د خپل اتومي پروګرام په نښه کولو خطر مني.

ایت الله علي خامنه‌اي بیا د شنبې په ورځ په غبرګون کې ویلي، چې ایران له هغو حکومتونو سره خبرو ته نه کېني، چې نور ځوروي.

روسیې له اوکراین سره د اوربند لپاره خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې روسیې له اوکراین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې دي.

په دې راپور کې نه ده روښانه شوې، چې مسکو کومې غوښتنې پخپل لېست کې شاملې کړې او یا د دې شرایطو له منلو مخکې به له کېيف سره د سولې خبرو اترو ته چمتو شي که نه.

د دې سرچینو له قوله، روسي او امریکایي چارواکو په تېرو درېیو اونیو کې د حضوري ناستو او انلاین خبرو له لارې دا شرایط څېړلي دي.

له دې وړاندې کریملین ویلي و، تر هغو چې د دې خبرو د پایلو په اړه معلومات نه وي ورکړل شوي، د امریکا له لوري د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.

په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېیف د امریکا له لوري له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او اوس توپ د روسیې په ډګر کې دی.

د دې وړاندیز له منلو سره سم امریکا له اوکراین سره خپلې پوځي او استخباراتي مرستې بېرته پيل کړې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۲ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، کندهار، پکتیکا، کابل او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې۲۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوی:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۷ کورنیو سره ټولې۵۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۸ کورنۍ او ۴۵۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۱ کورنۍ او ۶۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۵۶ عدده

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر او د مولوي بدرالدین حقاني لیدنه؛ د افغانستان او سیمې هېوادونو پر اقتصادي موضوعاتو خبرې شوي

ابوظبي كې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني د افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سفير پرالبیرت ایلساس او په ابوظبي کې د ناروي له مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې مولوي بدرالدين حقاني یاد پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان او سيمې هېوادونو په بېلابېلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي.

 پرالبیرت ایلساس ویلي؛ په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوی دى، سراسري امنیت ټینګ شوی او همداراز یې د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې په لور مختګ ته هيله مندي ښودلې.

 په پای کې د افغانستان سفير ټینګار کړی، چې ناروي شاهي دولت دې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ دریځ لا پیاوړی کړي.

کډوالو وزارت د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې وکړې

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د ډنمارک د کډوالو ټولنې جي آر اس او د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې سره د اووه میلیونه، ۳۸۵ زره او ۸۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به یاد مقدار پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو کې د نغدي پیسو په وېش، د سرپنا د ساتنې او ښه والي، د لمریزې بریښنا یا سولرونو د وسایلو کڅوړو، ظرفیت جوړونې او د فني او حرفوي زدکړو په برخو کې لګوي، چې ۳۷ زره او ۷۱۸ بېځایه شوي، راستانه شوي، د کوربه ټولنې غړي او ۸۶۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

دا هوکړه لیک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسلیک شو.

د ټرمپ او شهباز شریف ادعا ناسمه ثابته شوه؛ شریف الله د کابل هوايي ډګر د برید اصلي طراح نه دی

محمدشریف‌الله چې د کابل هوایي ډګر په برید کې د اصلي طراح په تور نیول شوی و، له څېړونو وروسته ثابت شوه چې نوموړی د یاد برید اصلي پلان جوړوونکی نه دی.

د اف‌بي‌ای ځانګړي افسر سېټ پارکر محکمې ته ویلي، چې محمدشریف‌الله د کابل د هوایي ډګر په برید کې اصلي طراح نه و، بلکې یوازې یې په دې برید کې مرسته کړې وه.

د شریف‌الله وکیل هم ویلي، چې هغه د دې برید اصلي طراح نه دی.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ برید اصلي طراح نیولی دی.

پاکستاني لوري تورخم کې استوګنیز کورونه او عامه ځایونه په نښه کړي

له کله نه چې پاکستاني لوري د تاسيساتو جوړولو په بهانه د تورخم دروازه تړلې، ورسره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځ ته شوي.

د تورخم اوسېدونکي وايي پاکستاني فوځيانو په دغو نښتو کې تر ډیره د دوی کورونه، مساجد، هټۍ او سوداګريز مارکېټونه په نښه کړي.

دوی زیاتوي؛ افغانان له خپلو ګاونډيو سره د دوستې په فضا کې وخت تېرول غواړي خو په خبره يي که څوک پرې زياتی کوي نو د امنتي ځواکونو ترڅنګ د عامو هېوادوالوم دا حق جوړيږي، چې د خپلو امنتي ځواکونو او مجاهدينو سره خوا په خوا له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د ننګرهار کډوالو چارو مسولين وايي، په دغو نښتو کې چې پاکستاني لوري په کې عامه ځايونه په نښه کول شاوخوا یو زر او ۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي.

د دروازې بندېدو دواړو لوريو سوداګرو ته هم په زياته اندازه مالي زيانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دروازې د خلاصون په موخه افغان او پاکستاني سوداګرو يوه ناسته هم ترسره کړه، چې بې پايلې پای ته ورسېده.

ملا حمدالله فطرت: افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل‌سري فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو څرګندونې عقده‌مندانه بللې او ویلي یې دي، چې افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل‌سري فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړې: “متاسفانه بېلابېل جهتونه په داسې ناستو کې له افغانستان سره خپلې عقدې پالي او هڅه کوي، چې ناسم انځور یې وړاندې کړي.”

ښاغلي فطرت د بل چا له عینکو د افغانستان قضیو ته کتل په زیان ګڼلي او ویلي يې دي، چې د افغانستان په اړه د دوی څرګندونې له واقعیت څخه لیرې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان یو امن هېواد دی، یو واحد نظام پکې حاکم دی او ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده.

ملا حمدالله فطرت ډاډ وکړی، چې هېڅ ډول خپل‌سري څوک دلته نشته او نه د فعالیت اجازه لري.

نوموړي یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان څوکۍ ومني او د افغانانو حق ورکړي، تر څو په داسې ناستو کې سم قضاوت وشي او د عقدوي اړخونو پروپاګند ته زمینه برابره نه شي.