د کرنې او لوړو زدهکړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه وشوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او لوړو زدهکړو وزارت ترمنځ د څېړنیزو تجربو د شریکولو او د محصلینو لپاره د عملي کار زمینې برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
یاد هوکړهلیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ترمنځ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند حاجي سالم، د کرنې وزارت ځینو رییسانو او د بېلابېلو برخو متخصصینو په شتون کې لاسلیک شو.
د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو کې د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د موجوده ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او وې ویل؛ د افغانستان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو سره له ډېرو هڅو، لږ حاصل ترلاسه کوي. اصلي لامل یې دا دی چې متخصصینو خپل څېړنیز معلومات بزګرانو ته نه دي انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ لا هم زموږ بزګران په دودیز ډول کار کوي، چې د تولیداتو کچه یې ټیټه ده. له همدې امله، د کرنې وزارت د لوړو زدهکړو وزارت متخصصینو ته جدي اړتیا لري، ځکه چې دوی کولی شي په ټولو برخو کې ظرفیت لوړ کړي.
د مولوي عطاالله عمري په وینا؛ که په کرنې وزارت کې ظرفیت لوړ شي او مثبت بدلون راشي، نو دا به د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي، ځکه چې ټول خلک کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري.
د کرنې وزیر د کرنې وزارت په چوکاټ کې د لابراتواري اسانتیاوو یادونه وکړه او یې ویل، چې دا لابراتوارونه د لوړو زدهکړو وزارت استادانو او محصلینو ته د عملي زدهکړو لپاره برابر دي.
ښاغلي عمري د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو څېړنو، د کرنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مرکز او ولایتونو په کچه د ګډو څېړنیزو کمېټو جوړولو او د کرنې وزارت لپاره د تخنیکي پلانونو په چمتو کولو کې د لوړو زدهکړو وزارت د متخصصینو د مرستې غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کرنې ارزښت او د کرنې وزارت رول ته اشاره وکړه او د دواړو وزارتونو ترمنځ پر پراخې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل؛ موږ ژمن یو چې د امکان تر حده له کرنې وزارت سره بشپړه همکاري وکړو. په دې پریکړهلیک کې د هر وزارت دندې مشخصې شوي دي.
موږ کولی شو علمي موضوعات، چې تدریسوو، د کرنې وزارت په همکارۍ عملي کړو.
زموږ محصلین به هم عملي زده کړې وکړي، ځکه چې موږ ستاسو په څېر لابراتوارونه نه لرو، نو له همدې امله دا همکاري زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه ده.
د لوړو زدهکړو وزیر د کرنې وزیر وړاندیزونه تایید کړل او د دواړو وزارتونو ترمنځ د صادقانه همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
نوموړي د خپل وزارت ټولو مرکزي او ولایتي رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت سره پراخه همکاري ولري.
وروسته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یاد وزارت لابراتوارونو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زدهکړو وزارت محصلینو ته یې د عملي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه وکړه.
همدارنګه، د کابل پوهنتون رییس ډاکتر اسامه عزیز د کرنې د اهمیت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د دې تفاهملیک ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا تفاهملیک به د کرنې د ودې او د عملي زده کړو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.
دا هوکړهلیک چې درې فصلونه او ۱۱ مادې لري، د علمي، څېړنیزو، تعلیمي او ظرفیت لوړونې فعالیتونو او د تخصصي او متعهد بشري ځواک روزنې لپاره لاسلیک شو، تر څو د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو د اعتلا لپاره ګټور تمام شي.
هرات کې د پیام نور په نوم د هنري اثارو ځانګړی نندارتون جوړ شوی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د صنایعو او کانونو خونې په همږغۍ د کابل فولاد شرکت په مالي ملاتړ د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د علامه صلاحالدین سلجوقي په تالار کې د پیام نور په نوم د هنري اثارو ځانګړی نندارتون جوړ شوی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي وايي؛ هرات د افغانستان د اصیلو هنرونو زانګو ده، او د دې ولایت هنرمندان توانېدلي، چې د هېواد فرهنګي میراث ژوندی وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ هرات د هېواد د هنرمندانو کور دی، د افغانستان اصیل هنرونه په دې ولایت کې لا هم پیاوړي او غوړېدلي دي.
هرات کې د ملي نگارستان مدیر وايي؛ په دې نندارتون کې ۷۵ هنري اثار د ۴۰ تکړه استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې لکه انځورګري، خطاطي، تذهیب (زرين او ګل کاري شوي هنري اثار) او مختلفو لیک ډولونو کې جوړ شوي او نندارې ته وړاندې شوي دي.
په ورته وخت کې د نندارتون ګډونوالو، د هنرمندانو د دې ډول نندارتونونو هرکلی کړی او د ملي هنرونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه يې کړی.
د دوی په وينا؛ د دا ډول نندارتونونو دوام کولی شي، د اصیلو هنرونو د لا ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
د نږدې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ابو نصر فراهي ګمرک کې د هنګرونو جوړېدو پروژه پرانيستل شوه
مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د ۷۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه.
په دې پرانیستغونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رییس مسلم خاکسار، د ابو نصرفراهي ګمرک رییس مولوي خلیل الرحمن مصطفی او د یادي پروژې تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی وو.
د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شي.
د یادولو وړ ده، چې هر یو هنګر به په یوه وخت کي د پینځه زره میټریک ټنه توکو د ځایېدو ظرفیت ولري، چې په جوړېدو سره به یې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
ملا حمدالله فطرت: که د ملګرو ملتونو سازمان خپلواکه پرېکړې وکړي، افغانستان په نړیواله ټولنه کې ځای پیدا کولای شي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره د مثبت تعامل هڅه کړې، خو ځيني هېوادونه یې ترمنځ د تعامل پر وړاندې خنډ جوړوي.
ښاغلي فطرت د ملګرو ملتونو له سازمان غوښتې، چې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي او د نورو تر تاثیر لاندې را نه شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي، که د ملګرو ملتونو سازمان خپلواکې پرېکړې وکړي، افغانستان به په نړیواله ټولنه کې خپل ځای پیدا او په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي.
د ملا حمدالله فطرت په وینا، که د ملګرو ملتونو پرېکړې د هغو هېوادونو، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو، تر تاثیر لاندې وشي، طبیعي ده چې ستونزه د دوی له لوري ده او افغانستان خپل مسولیت ادا کړی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت سږ کال ۲۵ د کان کیندنې پروژې منظورې کړي
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د دې معاونیت له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د کوچني مقیاس ۲۵ د کان کیندنې پروژې منظورې شوې دي.
په دې پروژو کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د زلیچه سیمی د تراورتین ډبرو پروژه ، د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالی د جرتاخومک سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د دوو بلاکونو پروژې، د میدان وردګ ولایت د قول خویش ساحي د تراورتین ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سر سرخک د سرب او جستو پروژه، د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د مرمر ډبرو د دویم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کی د تخت رستم سیمی چونې ډبرو د درېیم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کې د سنګ شکن او تاش کوتل سيمې د چونې ډبرو د اول بلاک پروژه، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د يارګي او خوره ناو سیمې د نفرایټ ډبرو پروژه او د کاپیسا ولایت د تکاب ولسوالۍ د ولګي سیمې د نفرايټ ډبرو د څلورم بلاک پروژه.
او همداراز د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د لده باغ سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د ادروتنګي د نفرایت ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د حصارک ولســـــــوالۍ د کنجکي سیمې د سرپنتین ډبرو پروژه، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیرن سیمې د ګچ ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د كوديخيلو دوهمه محدوده د مرمر ډبرو پروژه، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام د پنج پای سیمی د بيوتيت لرونکی گرانیت ډبرو پروژه، د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د جرغاتي کلي د سران سیمې د نفرایټ ډبرو پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د درپیم بلاک پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ۱۹م بلاک پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ۲۱م بلاک پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ٤٥م بلاک پروژه د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ۴۴م بلاک پروژه، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د كوديخيلو درېیمه محدوده د مرمر ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ د وزیر پتنګ سیمې د ګچ ډبرو د څلورم بلاک پروژه او د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د اسدخيلو توتگي سيمې د مرمر ډبرو پروژه شامله ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په ټول توان هڅه کوي، د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو پرېمانه داخلي سرچینو متکي کړي.
چین د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې
په ملګرو ملتونو کې د چین ځانګړي استازي فو کانګ له امنیت شورا څخه غوښتي، چې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر د بندیز معافیت په پام کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې پر اسلامي امارت لګول شوي بندیزونه دې تعدیل شي، ترڅو د افغانستان له اوسني حکومت سره زیات تعامل ته زمینه برابره شي.
فو کانګ په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ باید دوام ومومي او دا مرستې باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د چین استازي د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې سره ویلي، چې دا شتمني د افغانانو حق ده او امریکا یې باید پرته له کوم شرط څخه ازاده کړي.
سربېره پر دې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلی نبنزیا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د همکارۍ پرته بل هیڅ لاره نشته.
د نوموړي په وینا، دا همکاري باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل او د افغانانو د اړتیاوو د درناوي پر بنسټ وشي.
ښاغلي نبنزیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د غیرې منطقي فشارونو پر ځای د عملي حل لارو په لټه کې شي او له اسلامي امارت سره همکاري پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه، د کب ۲۰مه) د افغانستان په تړاو غونډه کړې ده.






