ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 677

د کتاب ارزونې کمېسيون د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پریکړې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه کړې.

یاده غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د باختر خبري ااژانس رييس مولوي ضیاءالحق حقمل، د کاپي رايټ امر مولوي عبدالحق حماد او د یاد کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د دې کمېسيون منشي د تېرې غونډې په اړه جوړ شوی راپور له ګډونوالو سره شريک کړ.

ورپسې مهاجر فراهي د یاد کمېسیون د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه خبرې کړي او د کمېسيون فعاليتونه يې مثبت ارزيابي کړي دي.

د غونډې په ترڅ کې د کمېسيون غړو د ورسپارل شويو کتابونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي، چې په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي او د کمېسيون په غړو هغه کتابونه وېشل شوي، چې دې کمېسيون ته د ارزيابۍ په موخه وړاندې شوي وو، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

په پای کې د کمېسيون منشي د راتلونکي غونډې په اړه توضيحات ورکړي دي.

کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۱۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې ۱۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۷ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۰ کورنیو سره ټولې ۶۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۲۹ کورنۍ او ۵۲۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۲۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۷ عدده

د اوکراین ولسمشر په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد سره لیدنه کړې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په جده کې لیدنه کړې ده.

په یاده کتنه کې دواړو لوریو د اوکراین د جګړې پای ته رسولو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د سعودي عربستان ولیعهد په دې ناسته کې د اوکراین دکړکېچ حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې اوکرایني او امریکایي چارواکي نن (سه‌شنبه، د کب ۲۱مه) په همدې ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په موخه خبرې اترې پیل کړي. یاد چارواکي به د سولې ټینګولو پر بڼه او شرایطو بحث وکړي.

په دې خبرو کې به روسیه نه وي او د امریکا او اوکراین ولسمشران به هم ګډون ونه کړي.

هېواد کې زېربنايي پروژې په بشپړې همغږۍ پلي کېږي

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ د ملي زېربنایي پروژو د جوړ شوي میکانیزم د غوره پلي کېدو په موخه د ۲۷ وزارتونو، خپلواکو ادارو او امارتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه شوې.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ له لوري د زېربنایي پروژو د همغږۍ او شریکولو پر تایید شوي میکانیزم هر اړخیز بحثونه شوي او د یاد میکانیزم د غوره پلي کېدو لارې چارې لټول شوې دي.

په یاده غونډه کې له پلان سره سم په منظم او دقیق ډول د زېربنايي پروژو پلي کول اړین بلل شوي، ترڅو د زېربناوو له بیا ړنګولو مخینوی او د پلي کولو پرمهال یې د لګښتونو سپما ته هم باید ځانګړې پاملرنه شوې وي.

همدا راز د راتلونکو پلانونو او د احتمالي ستونزو پر مخنیوي هم بحثنونه شوي دي.

د یو شمېر ادارو له لوري له میکانیزم سره سم د ځينو پروژو د پلي کولو ستاینه شوې او اړوندې ادارې لا پياوړې همغږۍ ته هڅول شوې دي.

په پای کي د مالیې وزارت له لوري د ټولو اړوندو زېربنایي پروژو د ښه پلي کولو او بیارغونې په برخه کې اړتیا ته په کتو د اصولي همکاریو بشپړ ډاډ ورکړل شوی دی.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه له احمد الشرع سره یو ځای شول

سوریه وايي، چې د کردانو په مشري له دموکراتیکو ځواکونو سره هوکړې ته رسېدلي، تر څو د دې هېواد په ملکي او نظامي ادارو کې شامل شي.

یاده هوکړه پرون (دوشنبه، د کب ۲۰مه) د سوریې د انتقالې حکومت مشر احمد الشرع او د دموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي تر منځ لاسلیک شوې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، په دې هوکړه کې د سوریې پر یووالي ټینګار شوی او ټاکل شوې، چې د شمال‌ختیځې سیمې غیرې نظامي او نظامي ادارې، بندري تاسیسات، هوایي ډګرونه او د نفتو او ګازو سرچینې د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راشي.

په یاده هوکړه کې د ټول هېواد پر کچه اوربند او د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو له لوري د بشارالاسد د پلویانو پر ضد د مبارزې ملاتړ هم شامل دی.

د امریکا له ملاتړه برخمن د سوریې دیموکراتیک ځواکونه له ۲۰۱۵ راهیسې د سوریې په شمال ختیځ کې یوه نیمه خپلواکه سیمه کنټرولوي.

که دا هوکړه عملي شي د سوریې مرکزي حکومت به د یادې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

په ډسمبر کې د احمد الشرع د ځواکونو له لوري د بشارالاسد د رژیم له سقوط وروسته دا یو ستر پرمختګ ګڼل شوی دی.

د عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه څه باندې ۱۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت د بېلا بېلو قول اردوګانو او قطعاتو ١١١ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ترڅنګ ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، په مسلکي برخو کې د عصري تکنالوژۍ وسایلو کارول زده کړئ او خپل مهارتونه لا پسې پیاوړي کړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ موخه دا ده چې یو قوي، منظم او د وخت اړوند مجهز نظامي ځواک ولرو، چې د اسلامي نظام ساتنه وکړي.

مولوي امیرخان متقي مسقط کې له خپل عماني سیال سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په مسقط کې لیدنه کړې.

دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې کړي او ډاډ یې څرګند کړی، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.

مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د لسیزو جګړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځ ته کول، سراسري امنیت ټینګېدل د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې بللي او دا یې د بهرنۍ پانګونې په ځانګړې توګه د عمان د سلطنت او عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه زمینه بللې.

مولوي امیر خان متقي له عماني لوري مننه کړې، چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې ده، چې په دې لړ کې افغانانو ته د عمان د کار د ویزو ورکړه، عمان ته د افغان توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو رامنځ ته کول یې د لومړیتوبونو په توګه یاد کړي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ عمان له پخوا د افغانستان د هوساینې او پرمختګ په برخه کې مثبت دریځ خپل کړی دی او غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پیاوړتیا ته هیله ښودلې.

همداراز د عمان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ په ګڼو کچو ناستې دوام وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر زمینو مسلسلې خبرې او عملي کار وکړي.

افغانستان کې ښه کاري زمینه؛ ایراني کارګر د کار لپاره افغانستان ته راځي

یوه ایراني مقام منلې، چې کارګر یې د زیات معاش د ترلاسه کولو په موخه افغانستان ته ځي.

د ایران د کارګرانو عالي شورا کې د کارګرو استازي محسن باقري ویلي، چې د دې هېواد کارګر د غوره مزدورۍ ترلاسه کولو په موخه عراق او افغانستان ته د تللو هڅه کوي.

ښاغلی باقري زیاته کړې، چې د کورني بازار د کار کولو شرایط نامناسب دي، نو له همدې کبله ایراني کارګر د غوره مزدورۍ په بدل کې د ساده کارونو د موندلو لپاره یادو هېوادونو ته کډوال کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي د دې سربېره چې هېواد کې یې د کار غوره شرایط رامنځته کړي، د سیمې په کچه یې د افغانۍ ارزښت هم لوړ ساتلی، نو له همدې امله ایراني کارګر غواړي چې د کار کولو لپاره افغانستان ته راشي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان لپاره د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي سردار احمد شکیب د یاد سفارت د کړنو، فعالیتونو او پروګرامونو او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.

نوموړي ویلي، په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو او قونسلګریو کې د افغانستان ډیپلوماتیک پلاوی په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د موانعو او ستونزو د حل لپاره زیات کوښښ کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې اړوند کوښښ کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښه والی ومومي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال یاد سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو، وروڼو او ګاونډیو هېوادونو په توګه د زیاتو فرهنګي، تاریخي، دیني او ټولنیزو مشترکاتو لرونکي دي او د دواړو لوریو مسولین کولی شي له دغو ظرفیتونو څخه په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي او هغه پیاوړي کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو څخه د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت په ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، په اسلام اباد او د پاکستان نورو ښارونو کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او قونسلګرۍ دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو او موانعو د حل لپاره زیات کوښښ وکړي.